ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک

ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک Medical Specialist and Gastroenterologist
دعمومي داخله (زړه، سینه، فشار، ش

ډاکټر محمدایوب هڅاند چې د عمومی داخله او معدې، کولمو په برخه کې یې د پاکستان په لاهور ښار کې دتخصص او ماسټرې تر کچې زده کړې کړیدي اوسمهال په خوست ښار کې خپل شخصي کلینیک لري.

03/07/2025

که چېرته ستاسو Typhidot او Widal ټیسټونه مثبت وي، هیڅ تشویش مه کوئ.
دا ټېسټونه د ترټکې یا محرقې په تشخیص کې هیڅ ارزښت نلري. بې ځایه ناروغ ته تشویش جوړوي
ناروغ بې ځایه دواګانې خوري.
بې ځایه د ناروغ پیسې مصرفیږي.
تشخیص باید یوازې په تاریخچه، فزیکي معاینه او کلچر ټېسټ سره وشي

09/06/2025

نن د اختر دریمه ده
نن د غوښې په خوړلو کې ډېر اخیاط وکړئ. که غوښه مو په یخچال کې نه وي ايښي، د عذایي تسمم(خولې او نسه کیدو) خطر مو زیات دی

07/06/2025

که چیرته قبضیت لرئ
نو د عوښې خوړلو سره یو ځای زیاته اندازه ګندانه، جرجیر، پالک استعمال کړئ. اوبو څښل هم مه هیروئ.

06/06/2025

اختر مو مبارک شه

04/06/2025

دقرباننۍ اختر په رانږدې کیدو سره دکانګو تبې واقعات زیات شویدي

📢 د کانګو تبه (CCHF)🦠🩸

کانګو وینه‌بهېدونکې تبه یوه خطرناکه وایرسي ناروغي ده چې له حیواناتو، په ځانګړې توګه له څاریو، انسان ته لېږدېدای شي.

⚠️ دا تبه څنګه خپرېږي؟

🔸 د څاروو وینې، غوښې یا بدن افرازاتو سره تماس
🔸 د قربانۍ پر مهال بې‌احتیاطي
🔸 د کنو یا شینو (Ticks) له لارې

😷 مهم نښې نښانې:
• تبه او سردرد
• عضلاتو درد
• وینه بهېدنه له پزې، خولې یا پوستکي

✅ د مخنیوي لپاره لارښوونې:

✔️ د قربانۍ پر مهال دستانې او ماسک وکاروئ
✔️ د ناروغو څارویو سره له تماس ځان وساتئ
✔️ غوښه ښه پخه کړئ
✔️ که نښې نښانې لرئ، ژر تر ژره روغتون ته لاړ شئ

یوه دقیقه بې‌احتیاطي، ستاسو ژوند ته ګواښ جوړوي!
خپل ځان، کورنۍ او ټولنه وساتئ.

21/05/2025

هوا ورځ تربلې ګرمیږي
نو هغه ناروغان چې د ګردو تیګي لري باید له زیاتې ګرمۍ ځانونه وساتي او دومره اوبه وڅښي چې د تشو متیازو یا ادرار رنګ یې هر وخت سپین پاتې شي، ترڅو ګردې یې چرک پیدانکړي.

18/05/2025

ځیني ناروغان بیا وايی چې ډاکټر صیب د ویني لوړ فشار لرم خو دوا یې نه خورم، ځکه بیا پرې روږدی کېږم.
خو دا خبره حقیقت نلري، اصلا دا ناروغي جاري دوا ته ضرورت لري، کنترولیږي، چې مهم هم کنترول دی، خو متأسفانه جې ورکيږي نه.

18/05/2025

ځیني خلک فکر کوي چې زه خو جوړ تیار یم، ولې د ویني د لوړ فشار دوا وخورم؟
د ویني لوړ فشار دوا خوړل داسې دي لکه یو څوګ چې واکسین کوې، واکسین ناروغ ته په هغه وخت کې ګټه نلري، خو د ډېرو مرګوني ناروغیو مخنیوی کوي

د بدن هغه غړي چې دویني د لوړ فشار څخه زیات اغېزمنږي
18/05/2025

د بدن هغه غړي چې دویني د لوړ فشار څخه زیات اغېزمنږي

18/05/2025

ځيني خلک د ویني د لوړ فشار په خاطر لاس کې مزی یا بند اچوي،
دې سره یو څه اندازه رواني تسکین خو رامنځته کیږي خو د ویني فشار نه کنترولوي.
باید چې دوا ضرور وخوري

22/11/2024

د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ۰۳ /۰۹ / ۱۴۰۳نېټې څخه تر ۱۵ / ۰۹/ ۱۴۰۳ پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، خوست ولایت ته واستوي؛ ترڅو دغه روغتیايي خدمات چې عبارت دې له:

- ۳۵۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول
- ۷۰۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش
- د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې په خوست ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په یادې نېټې مراجعه وکړي؛ څو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې شي.

14/11/2024

دشکر ناروغۍ نړیوالې ورځې په مناسبت

Address

High Building Lane, Drive Babri Gull Street
Khost

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:30
Tuesday 08:00 - 18:30
Wednesday 08:00 - 18:30
Thursday 08:00 - 18:30
Saturday 08:00 - 18:30
Sunday 08:00 - 18:30

Telephone

+93700799115

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر محمدایوب هڅاند کلینیک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category