Dr Nasib Rahman mazlomyar

Dr Nasib Rahman mazlomyar Dr: N.R.M

20/06/2025
20/06/2025

شکر وکړی روغ صحت ژوند

20/06/2025

هر څه یوه خل لاره لري ددې خل لاره کومه ده؟

20/06/2025

د انسان مغز د عصبي سیسټم مرکزي برخه ده چې له شوکي نخاع (حرام مغز) سره په ګډه د اعصابو مرکزي سیسټم جوړوي. مغز له دماغ اکبر (cerebrum)، د مغزو له ساقې (brainstem) او دماغ اصغر (cerebellum) څخه جوړ شوی. مغز د انسان د وجود فعالیتونه کنټرول کوي، په جریان یې راولي، هغوی سره همغږي کوي، هغه اطلاعات چې له حسي غړو ترلاسه کوي تحلیل کوي او د بدن ټولو برخو ته د هغو اړوند د عمل کولو پرېکړې لېږي. مغز د جمجمې د هډوکو دننه موقعیت لري او د همدغو هډوکو له خوا خوندي ساتل کېږي.

دماغ اکبر چې د مغزو تر ټولو لویه برخه جوړوي له دوه مغزي نیم کرو څخه جوړ دی چې هره یوه یې له یوې سپنې مادې څخه جوړه داخلي هسته او همدانګه بیرونۍ سطح – د مغزو قشر – لري چې له یوې خړې مادې څخه جوړ شوی. قشر یې د نیوکورتکس په نامه بیرونۍ او د الوکورټکس په نامه داخلي طبقې لري چې نئوکورتکس شپږ عصبي پردې او الوکورټکس درې یا څلور عصبي پردې لري. هره نیم کره په معمول ډول په څلورو لوبونو ویشل شوې - مخکینی لوب، د شقیقې لوب، جداري لوب او شاتنی لوب. مخکنی لوب کنټرول کېدونو چارو لکه پلان جوړونې، استدلال ویلو او فکر کولو ته اړوند دی، په داسې حال کې چې شاتنی لوب د باصرې حس څخه د ترلاسه کېدونومعلوماتو د تنظیم وظیفه پر غاړه لري. په هر لوب کې د مغزو د قشر برخې د ځانګړو دندو په موخه له حسي، حرکتي او ارتباطي برخو سره په اړیکه کې دي. په داسې حال کې چې ښۍ او چپه نیم کره په کلي ډول د شکل او کړنو له مخې یو بل ته ورته دي، خو یو شمېر کړنې بیا د دوی ترمنځ ویشل شوې، لکه ژبه چپ اړخ او او بصري وړتیا ښي اړخ ته اړونده ده. دواړې نیم کرې د اړیکو نښلونکو ریښو په مرسته له یوبل سره وصل دي چې تر ټولو لویه یې کورپس کالوسوم (corpus callosum) ده.

دماغ اکبر د مغزو د ساقې په واسطه له شوکي نخاع سره وصلېږي. د مغزو ساقه له منځني مغز، پونز او د مغزو له پیا، یا مډولا څخه جوړه شوې. دماغ اصغر بیا د درې جوړو عصبي ریښو په واسطه چې cerebellar peduncles ورته ویل کېږي د مغزو له ساقي سره وصلېږي. په دماغ اکبر کې دننه بطني سیسټم له څلورو له یوبل سره تړلو بطنونو څخه جوړ دی چې په کې نخاعي مغزي مایع تولید کېږي او دوران کوي. د مغزو تر قشر لاندې څو مهمو جوړښتونو کې تالاموس، ایپي تالاموس، پینه آل غده، هیپوتالاموس، هیپوفیز غده او ساب تالاموس شاملېږي؛ ډاکټر نصیب الرحمن

20/06/2025

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Nasib Rahman mazlomyar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category