Dr M Storai

Dr M Storai Afghan

د ویټامین ډي Vitamin D, ولي باید هره ورځ واخلو؟د ویټامین ډي پرته ستاسو هډوکي نرم، نري او ماتیږي. ناکافي ویټامین ډي هم د ...
04/12/2023

د ویټامین ډي Vitamin D, ولي باید هره ورځ واخلو؟

د ویټامین ډي پرته ستاسو هډوکي نرم، نري او ماتیږي.
ناکافي ویټامین ډي هم د اوستیوپوروسس سره تړاو لري.
که تاسو د لمر د وړانګو یا غذایي سرچینو له لاري کافي ویټامین ډي ترلاسه نه کړئ، تاسو ممکن د ویټامین ډي بشپړولو ته اړتیا ولرئ.

Dr : Mohammadullah Storai

دغاښونو تويدنه(سايده ګي) يا dental abrasion عبارت دهغه حالت څخه ده چي په هغه کي دغاښ طبعي جوړښت دميخانيکي ضربو په واسطه ...
01/11/2023

دغاښونو تويدنه(سايده ګي) يا dental abrasion

عبارت دهغه حالت څخه ده چي په هغه کي دغاښ طبعي جوړښت دميخانيکي ضربو په واسطه متضرر او دغاښ ايناميل او دينتين برخه پوري رسيږي دغه ميخانيکي ضربي کيداي شي دسخت برش استعمالول، په فشار سره دبرش استعمال، دغاښ دډکي يا لرګي استعمال، په غلطه طريقه دتار استعمال وي چي اکثره دا واقعه په پري مولر او کنين غاښوکي صورت نيسي او دv په شکل سره واقع کيږي.

اسباب causes

لوي سبب يي ميخانيکي ضربي دي لکه
* په فشار سره دغاښ برش کول
*دسخت يا کلک برش استعمالول
*دسخت ياکلک ډکي استعمالول
*دهغه غذاګانو استعمال کوم چي زيات اسيد لرونکي وي چي دا خپله دغاښ مينا نرموي او په نتيجه کي سايده ګي منځته راځي
* هغه کسان چي دمعدي اسيد يي زيات وي هم دي ناروغي ته زيات مساعد دي ځکه اسيد دشپي لخوا خولي خواته راځي او مينا متضرره کوي او دسايده ګي چانس زياتيږي.

نښاني symptoms

* په لمړيو کي ناروغ نشي کولي چي تشخيص يي بلکه دغاښو دداکتر په واسطه تشخيصيږي ځکه لمړيوي کي دناروغ پام ورته نه را اوړي
*دغاښ ايناميل برخه به نازکه او کمه شوي شکل سره ښکاري
*په پرمختللي حالت کي به ديخو او ګرمو په مقابل کي حساسيت موجود وي
* نوموړي ساحه په خاکستري رنګ او دv په شکل سره ښکاري.

تداوي يا treatment

کله چي abrasion ډير پرمختګ کړي نه ديو عادي ډکولو يا filling سره له منځه ځي او غاښ ژغورل کيږي ولي که چيرته حالت شديد وي نو کيداي شي غاښ root canal treatment ته او بيا وروسته پوښ يا crown ته ضرورت پيدا کړي
همدارنګه هغه عادتونه کوم چي دي ناروغي ته لاره همواروي بايد په سمه طريقه کار شي لکه برش، تار، ډکي ، اسيدي خواړه خوړل
Dr Mohammadullah Storai

که له شیدو سره خامه هګۍ وڅښل شي څه پیښیږي؟ ضروري يي ولولئ!!!!که د دې په ګټه پوه شئ نو تاسو به هم مجبور شئ چې دا تریخ غړپ...
10/10/2023

که له شیدو سره خامه هګۍ وڅښل شي څه پیښیږي؟
ضروري يي ولولئ!!!!
که د دې په ګټه پوه شئ نو تاسو به هم مجبور شئ چې دا تریخ غړپ وکړئ.

د هګیو او شیدو د تغذیې په اړه ټول پوهیږو، خو ایا کله مو فکر کړی چې د خامې هګۍ په څښلو کې څه پیښیږي؟
نن به درته د شیدو سره د ګډې هګۍ ځینې ګټې بیان کړو چې تاسو به یې هم حیران شئ، په دې سره یې څښل لږ ستونزمن دي خو حیرانوونکې ګټې یې انسان دې ته مجبوروي.

• د هګۍ سره د مخلوط خامو شیدو څښلو ګټې

موږ اکثره هګۍ خورو، خو په مختلفو طریقو پخېږو، یعنې سور کول، جوش کول، یا املیټ جوړول او داسې نور. خو د هګۍ پخول د هغې نادره مغذي پروټین، زنک، ویټامین ډي او نور کموي. نو د دې پرځای چې هګۍ پخې کړئ او ویې خورئ. دا حیرانوونکې ګټې لري که خام وخوړل شي.
که خامه هګۍ په شیدو کې ګډې کړئ او څو ورځې یې استعمال کړئ، ګټه به یې په څو ورځو کې وګورئ.

• په ژمي کې خامه هګۍ او شیدې
په ژمي کې د خامې هګۍ او شیدې کارول بې شمېره ګټې لري، د ستوني درد، زکام او د پوستکي د مختلفو ناروغیو مخنیوی مو له بیلابیلو فزیکي حساسیتونو مخنیوی کوي.

• د خامې هګۍ تغذیه
په خامه هګۍ کې په زیاته اندازه ویټامین B12 او پروټین شتون لري او په خامه هګۍ کې په زیاته اندازه ویټامین A, D, E شتون لري او دا زموږ د عمومي روغتیا لپاره خورا ګټور دي.

• د ذهني روغتیا لپاره ګټور دی
چیرته چې خامه هګۍ له پروټین او نورو مغذي موادو ډکه وي، هلته هیبوفلون شتون لري. کارول یې ذهن تېزوي، دماغي کمزوري له منځه وړي او حافظه هم ښه کوي. همدارنګه ذهن هم ژر نه ستړی کیږي.

• د سرطان په مخنیوي کې ګټور دی
د شیدو سره مخلوط خامه هګۍ څښل، کله چې ټول ویټامینونه هره ورځ ترلاسه کړو، د سرطان مخنیوی کولی شو، د نورو ډیرو ناروغیو څخه. خامې شیدې او د هګیو بې برخې کیدل د سرطان خطر خورا کموي.

• د هډوکو او عضلاتو لپاره ګټور دي
هګۍ او شیدې دواړه د هډوکو او عضلاتو لپاره خورا ګټور دي، هغه خلک چې هډوکي یې کمزوري او عضلات یې کمزوري دي، که هره ورځ یوه خامه هګۍ په شیدو کې وڅښل شي، د هډوکو کمزوري به یې له منځه یوسي او عضلات به یې قوي شي. په خامه هګۍ کې تر شپږ ګرامه پورې پروټین شتون لري، چې زموږ د بدن د ترمیم لپاره خورا مهم دي. دا د شیدو د مغذي موادو سره په ترکیب کې عضلات قوي کوي. سربیره پردې ، خامه هګۍ فاسفورس او کلسیم هم لري ، کوم چې زموږ د بدن حجرو سره مرسته کوي پدې کې ډیره اړتیا ده.

• د ویښتو او پوستکي لپاره ګټور دي
د هګۍ ژیړ د ویښتانو، پوستکي او نوکانو لپاره طبیعي بایوټین لري چې زموږ ویښتان قوي او ځلیدونکي، پوستکی نرم او نوکان قوي کوي.

د نورو معلوماتو لپاره زموږ پاڼه خوښه کړئ

خپسکه:د انسان ماغزه د خوب ليدلو په وخت کې لاسونه او پښي په موقتي ډول فلج کوي تر څو سړی په فېزيکي ډول هغه کار تر سره نکړي...
03/10/2023

خپسکه:

د انسان ماغزه د خوب ليدلو په وخت کې لاسونه او پښي په موقتي ډول فلج کوي تر څو سړی په فېزيکي ډول هغه کار تر سره نکړي چې په خوب يې ويني. دغه لنډ محاله د لاسونو او پښو فلج له راوېښيدلو سره يو ځای له منځه ځي. که څه هم د خوب په اړه د انسانانو معلومات لاتر اوسه ډير محدود دی، خو ځنې ساينسپوهان پدې باور دي چې د خپسکې نيول هغه وخت منځ ته راځي چې د انسان ماغزه وېښ شي خو فلج د يو څو سانيو لپاره نور هم دوام وکړي. خپسکه تقريباً له نيم څخه زيات انسانان نېسي.
ډيری وخت بې خوبي، اندېښنه، رواني فشار او ډير تشويش د خپسکې حمله منځ ته راوړي. د خوب د حفظ الصحه د مراعتولو ترڅنګ که د شپې له ډيري ډوډۍ خوړلو او ستوني ستاخ څملاستلو څخه ډهډه وشي د خپسکې نېولو پېښي راکميږي.
خو که د خپسکې نېول هره ورځ، اونۍ يا مياشت وي نو له خپل ډاکتر سره مشوره وکړئ ځکه يو څو د علاج وړ ناروغۍ شته چې د خپسکې باعث کېدی شي.

Address

Khost

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr M Storai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category