Dr H.Hatsand

Dr H.Hatsand Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr H.Hatsand, Medical and health, Khost.

19/12/2024
خوشحالي یوه داخلي تجربه ده چې مختلف لاملونه لري. ځینې لارې چې کولی شي تاسو ته خوشحالي راوړي، عبارت دي له:1. د مننې احساس...
09/12/2024

خوشحالي یوه داخلي تجربه ده چې مختلف لاملونه لري. ځینې لارې چې کولی شي تاسو ته خوشحالي راوړي، عبارت دي له:

1. د مننې احساس: د ورځني ژوند کوچنیو شیانو ته پام کول او د هغو لپاره مننه کول، لکه ښه هوا، روغتیا، یا د کورنۍ ملاتړ.

2. فزیکي فعالیت: ورزش کول، لکه منډه وهل یا یو ساده قدم وهل، کولی شي د خوشحالۍ کچه لوړ ه کړي.

3. د نورو سره مرسته: نورو سره د مرستې احساس او د هغوی ملاتړ کول، یو لاره ده چې کولی شي تاسو ته خوشحالي راوړي.

4. ذهنی آرام: یو څو دقیقې ذهني تمرکز یا مراقبه کولی شي د اضطراب کمولو او آرامتیا احساس رامنځته کړي.

5. خوښۍ په خپلو هڅو کې پیدا کول: که تاسو خپله ورځ د خپلو اهدافو سره سمه پیل کړئ، نو د پرمختګ احساس به تاسو ته خوشحالي راوړي.

6. خپله هیلې او خوبونه په واقعیت بدلول: که تاسو خپلې خوښې او ارزوګانې تعقیب کړئ، نو تاسو کولی شئ د خپلو هڅو له لارې داخلي خوشحالي ترلاسه کړئ.

خوشحالي د مختلفو خلکو لپاره مختلف مفهومونه لري، نو د دې لپاره هڅه وکړئ چې هغه شیان ومومئ چې تاسو ته خوشحالي او د سکون احساس درکوي❤️

• پیسې پیدا کړئ ورک دوستان/خپلوان او ملګري به دې پخپله پیدا شي.  • اوس چُــپ واوسه کله دې چې وخت راغی په ځینو، ځینو بیا ...
09/12/2024

• پیسې پیدا کړئ ورک دوستان/خپلوان او ملګري به دې پخپله پیدا شي.

• اوس چُــپ واوسه کله دې چې وخت راغی په ځینو، ځینو بیا رحم مه کوه.

• رابطې ختمې کړئ انډیوالي پریږدئ خو؛ هېڅکله خیانت مه کوئ او څوک مه خرڅوئ.

• پلار به دې تر مرګه پورې درته ونه وایي چې مینه درسره لرم/ګران یې راته،دا پوښتنه له مه څخه مه کوه چې ولې؟

• د ژوند تر ټولو سخترین درد هغه دی کله چې کوم نږدې دوست دومره درد درکړې چې، سترګې د اوښکو ډکې شي او هغه درڅخه وپوښتې چې څه وشول؛ ته ورته د ډېر قهره/خپګانه/بېوسې او مایوسې له وجې فقط مُـسک شي او ورته واویې چې هېڅ خبره نشته.

که دې دا ډول مُــکالمو/جملو لوستن مو په ملګرو پیرزو کېږي نو، هیله ده، دې پاڼې ته یې دعوت کړئ!♥

ارواپوهنه
Copy
ـــــــــــــــــــــــ
✍️تاسې یې یاداشت ڪــــړئ!

دلته په ټېک ټاک اکاونټ کې راسره ملګري شئ❤️ مننه🙏
23/10/2024

دلته په ټېک ټاک اکاونټ کې راسره ملګري شئ❤️
مننه🙏

387 Followers, 265 Following, 1507 Likes - Watch awesome short videos created by Hamayoon Khan Hatsand

ډېرې خبرې شته چې سړى بايد ورته خفه شي، خو ډېر دلايل هم شته چې د خوشالی وسيله او سبب کيدلى شي.هره بده شېبه تيریدونکي ده، ...
29/09/2024

ډېرې خبرې شته چې سړى بايد ورته خفه شي، خو ډېر دلايل هم شته چې د خوشالی وسيله او سبب کيدلى شي.
هره بده شېبه تيریدونکي ده، سخته به هلته واى، چې د غم او تراژيدۍ په حالت د ساعت ستن نه ګرځېداى.
خداى شپه او ورځ د همدې لپاره پيدا کړي، چې مونږ ته د ژوند دوه متفاوت حالتونه وښيي او په دې فلسفه مو وپوهوي، چې نه ورځ پايي او نه شپه.
په هر حالت کې بايد انسان صابر (صبر کوونکی) واوسي.

فِکر
C


له ځانه څه وپوښتو؟که چيري په منفي سوالونو پسي ګرځی، ستاسي ذهن په منفي جوابونو پسي ګرځي لکه؛زه ولي دومره بدنامه يم؟ولي زم...
29/09/2024

له ځانه څه وپوښتو؟

که چيري په منفي سوالونو پسي ګرځی، ستاسي ذهن په منفي جوابونو پسي ګرځي لکه؛
زه ولي دومره بدنامه يم؟
ولي زما ښه کارونه مخته نه ځي؟
ولي مي هر وخت نور پرېږدي؟
ولي پيسې لاسته نسم راوړی؟
داسي نور ډېر سوالونه دي چي تاسو ته ګټه نه کوي، ددغه پر ځای مثبت سوالونه له ځانه وکړئ تر څو مثبت او اغېزمن جوابونه ترلاسه کړی، له ځانه وپوښتئ چي کوم څه تاسو خوشحاله، بريالی او مؤثر ترين شخصيت جوړولای سي؟
اړتيا ددې نسته چي تاسو دي دغه سوالونو ته مثبت جواب پيدا کړی، بلکي تاسو خپله دغه چاري ته اړ کېږی چي په مثبتو لارو پسي روان سی، او هغه څه به تر لاسه کړی چي تاسو ته خوښي دربخښي.

#ژباړ

پر خوله مُسڪا، په خبرو ڪی نرمښت ، په چلند ڪې احتیاط ، او پر ژبه ڪنټرول ، د ژوند هغه مهمې نقطې دي چې ژوند مو ښڪلئ ڪوى.🦋🖤🫀
21/09/2024

پر خوله مُسڪا، په خبرو ڪی نرمښت ، په چلند ڪې احتیاط ، او پر ژبه ڪنټرول ، د ژوند هغه مهمې نقطې دي چې ژوند مو ښڪلئ ڪوى.

🦋🖤🫀

21/09/2024

بدبخته هغه دی چې خلک تر هغه وخت مخکې پوهوي چې لا یې د پوهولو وخت نه وي را رسېدلی.
د سقراط د اعدام اړوند، ویل ډورانټ

صداقت ډېر دوستان نه درکوي، خو ډېر ښه دوستان درته پیدا کوي.
سپېده هاشم‌زاده

هغه ونه چې لوړ سر ولاړه وي، امکان لري چې له بدې هوا او توپان سره مخ نه شي؟
فریدریش نېچه

هر کار ته چې دې نیت دی پيل یې کړه، جرأت له ځان سره نبوغ، قدرت او جادو ټول راولي.
یوهان ولفانګ فون ګویته

زه خارج ته تللی یم، خو تل زړه‌تنګی را ګرځېدلی یم. دا نه چې هغه ځایونه مې بد اېسېدل او داسې هم نه ده چې خپل ځای ډېر ښه و. خارج د انسان پر زړه «حسرت» انباروي، مګر دلې بیا لږ تر لږه دا خبره شته چې خپل تقصیرونه او بې‌پامۍ د نورو خلکو پر اوږ ور واچوې او ځان ته عذر او بهانې وتراشې.
داستایوفسکي

له هغه عشقه وتل ماتې نه ده، لوی بری دی چې درناوی پکې ختم شوی وي.
سپېده هاشم‌زاده

کله کله دې په ژوند کې یوه داسې پېښه کېږي چې نور هغه پخوانی احمق بنیادم نه یې او دا ډېره ښه ده.
سټنلي کوبریک

څوک چې له هیولا سره جنګېږي باید ځان ته ډېر پام وکړي چې پخپله په هیولا بدل نه شي. که تر ډېره سترګې یوه ژور ځای ته ونیسې، هغه ګودال هم سترګې درکې خښوي.
فریدریش نېچه

لوی حماقت دی چې انسان د بیروني برياليتوب لپاره په درون کې ناکام شي. یعنې د مقام، شوکت، تجمل، ابرو او شهرت لپاره ارام، فارغ وخت او خپل استقلال بشپړ یا په قصد قرباني کړي.
ارتور شوپنهاور

عشق دا نه دی چې يو فرد دې په ايډيال بدل شي. عشق د داسې بنیادم موندل دي چې په تا کې پراته ښه خصلتونه وده ورسره وکړي. څوک چې مینه کوي خاکساره کېږي. مینه هغوی کوي چې د خودپرستي له یوې برخې مخ اړوي. هيڅکله هغومره نه اسیب‌پذیره کېږو لکه د مینې په وخت کې چې یو او هيڅ وخت دومره نه بې‌دفاع، بې‌چاره او غمجن کېږو لکه معشوقه چې بایلو.
زیګمونډ فرویډ

اګزیسټانشياله روان‌درملنه په پنځو مواردو کې خلاصه کېږي:
۱. دا درک کول چې کله کله ژوند بې‌انصافه او ستمګر دی. ۲. دا درک کول چې په نهایت کې د ژوند له ځينو رنځونو او مرګه تېښته نه شته. ۳. دا درک کول چې که نورو ته هر څومره نږدې شو، بیا هم باید له ژوند سره تنها مخ شو. ۴. د ژوند او مرګ له بنسټي مسایلو سره باید تر وسه وسه صادقانه وچلېږو او ځان په جزئیاتو کې ډېر کم ونښلوو. ۵. دا درک کول چې که مو هر څومره د نورو لارښوونه او ملاتړ تر لاسه کړی وي، په پای کې د ژوندانه د ډول مسوولیت زموږ پر خپله غاړه دی.
وجودي روان‌درملګر، اروين ډېويډ یالوم

ځينې مسایل نور له پښو لوېدلي وي، په هغو کې د ځان دفاع کول، په ستړیا نه ارزي.
ماکس فریش

هغه عشق چې په ډېره بدبختي یې ساتې، څه په درد خوري؟ چې په بندیز، محاصره او ځنځير یې محافظت کوې، څه ارزښت لري؟
داستايوفسکي

هغه خلک چې هيڅ وخت نه لري، هغه دي چې ډېر کم کار کوي.
ارتور شوپنهاور

د کتاب له ویلو پرته مې د پناه بل هيڅ ځای نه درلود، بل هيڅ شی نه و چې په چاپېريال کې یې زما درناوی ور خپل کړی او حتی زما پام ور جلب کړی وای.
داستایوفسکي

انسانان تر هغه ډېر ستړي او پرېشان دي چې فکر یې کوي، ځکه خو خرافاتو ته پناه ور وړي.
فرانز کافکا

د هر شي لږ اندازه دوا ده، منځنۍ کچه یې غذا او زیاتوالی یې زهر دي، حتی مینه کول هم.
ابو علي سینا

سخت بې‌رحمانه خیانت دا دی چې د چا ژوند ته ورشې او له ځان سره یې وتړې، یو څه وخت وروسته یې ژوند دومره ور خالي کړې چې يو عمر دې له خاطرو سره ومري. هيڅ شی د احساس تر قتل بد نه دي.
محمود انوشه

نظم له له زمان او مکانه د ګټې د اخیستو ډېر ښه امکان برابروي، خو انسان ته طبیعي په کارونو کې بې‌دقتي او بې‌نظمي خوند ورکوي او د وظیفې له پېژندلو سره یې جوړه نه وي.
زیګمونډ فرويډ

ټول له لاسه تللي شیان یوه ورځ بېرته درته راګرځي، خو هغه داسې وخت وي چې نور یې لرلو ته اړتیا نه لرې.
سپېده هاشم‌زاده

د ژوند طبیعت ته پام وکړئ، یو سیاست‌مدار ډېره بقا لري او که یو صادق او شريف بنیادم؟ منتها د شرافت ښه‌والی دا دی چې کيفيت پکې رعایت شوی دی، کمیت نه.
سپېده هاشم‌زاده

کوچني شهزاده وپوښتل:
ـ هغه چې مې بایلوده، اوس یې غم څنګه سپک کړم؟
ګیدړې ځواب ورکړ:
ـ اول ډاډه شه چې هغه دې تر لاسه کړې وه، بیا خپه شه!
زموږ د ژوند عمده برخه په توهم کې تېرېږي، د مالکیت په توهم کې.
انتوان دي سنټ اېکزوپیري

څومره چې بنیادم ته د را نږدې کېدو اجازه ورکوو، هغه لارې لا زیاتېږي چې موږ ته زیان پرې را واړوي.
ماګدا سابو

هر چا ته چې اول اول ښه یا بد حس ولرم، بالاخره یوه ورځ رښتيا هم سر را پورته کوي او راته ثابتېږي چې هماغسې و.
سپېده هاشم‌زاده

څه موده وړاندې مې دې غېږه و نه منله، ما ويل وختي دی؛ مګر اوس وايم:
ـ راشه چې یو بل ټينګ په غېږ کې کېکاږو، ځکه په دې ژوند کې چې ترې د وتلو لارې او د هیلو پنجرې یې بندې دي، یوازېتوب ډېر دردناک او وحشیانه دی.
ليانید اندري‌يف

د لوی روح څښتن بنیادمان کمه عقده، ډېر شعور او مهربان زړونه لري، له هغوی باید و نه ډارېږو. کوچني او حقیر انسانان لویې عقدې لري او خورا خطرناک دي، ځکه چې نورو ته د زیان له رسولو ډار نه لري.
چارلي چاپلین

یوازې پاتېدل دا معنا نه لري چې عیب در پکې دی. يوازېتوب يعنې تر هغو صبر کول چې څو واقعاً زموږ وړ شی پیدا کېږي.
الن دوباتن

د ښکلې موسکا تر شا، خورا ډېر رازونه خښ وي. ښایسته سترګو ډېرې زیاتې اوښکې توی کړې او مهربانو زړونو بلا دردونه زغملي دي.
هاروکي موراکامي

هغه بې‌رحمانه ځوابونه دې مه هېروه، در یادوه یې چې زړه دې تنګ نه شي.
محمود دروېش

یو څه یې سړه خورئ، د خوب کوټه مو پاکه کړئ او پر خپله کورنۍ را وګرځئ. د دنیا تر بدلولو وړاندې یو څه خپل ژوند سره برابر کړئ.
جردن پیترسون

د بل ازاري «ساديست» هغه دی چې پر «مازوخیست» خودازاره باندې لطف کوي.
جولین بارنز

هېرول د ځان د دفاع یوازېنۍ تګلاره ده چې موږ انسانانو ته را پاتې ده. هر شی چې د هېرې ګوتو ته وسپارل شي، نور موږ نه شي ازارولای.
ديه ګو ماراني

دنیا لکه کیهاني شوخي داسې ده، ډېره جدي یې مه ګڼئ. هر شی د ځان چاره او ساتنه کوي. تاسې چې ځان ته کوم فکر کوئ، هغه نه ياست.
رابرت ادامز

هغه بنیادمان د خپل روح د روزنې او درون د ژورتیا او پراختیا چارې ته ملا تړلای شي چې د خلکو د جنجال او هیاهوی له ورځنیو عقایدو یې سترګې او غوږونه تړلي دي.
کارل ګوستاو یونګ

که د کار او روشنفکري له لارې رضایت ومومو، د غریزو د ارضا پر ځای به مو د خوشبختي پر لور یوه معنوي لاره پیدا کړې وي.
زیګمونډ فرويډ

خیانت په ګډ ژوند کې د نالرې شويو ارزوګانو پر وړاندې عصابنیت دی.
جان ګاټمن

څوک چې ډېر خودپرسته وي توقعات یې لوړ وي؛ نو خيانت هم پکې زیات وي.
سپېده هاشم‌زاده

ډېری وګړي په دې خاطر شريف دي چې احمقان دي.
داستايوفسکي

عاشقانه خپګان د وريځو تر شا پټ نه شي پاتېدای.
کارل ګوستاو یونګ

هغوی چې له نورو سره د ګوزارې په چل نه پوهېږي، وخت یې په کار نه، بلکې په کشمکش تېرېږي او هغوی چې غم او غوسې ته په اسانه تسلیمېږي، نه ځان او نه ټولنې ته ګټه رسولای شي.
اسدالله غضنفر

نارینه د سکس میینان دي، خو یوازې په یوه صورت کې منتظر درته پاتېږي او خيانت هم نه درسره کوي چې ستاسې پر درون میین شوي وي.
سپېده هاشم‌زاده

سکس؛
ډاکټر بروئر:
ـ فکر کوم جنسي اړیکه بده بولې..!
نېچه:
ـ د سکس مخالف نه یم، یوازې مې هغه سړی بد اېسي چې د سکس ګدايي کوي او په دې ډول یوې اغواګرې ښځې ته تسلیمېږي چې بالاخره یې خپل شهوت کنترولوي.
ډاکټر بروئر:
ـ خو شهوت د ژوند یوه برخه ده.
نېچه:
ـ هيڅ شی باید د انسان د دروني قهرمان د پیاوړتیا مانع نه شي، حتی که شهوت په لاره کې هم ودرېږي، باید غلبه پرې وشي.
اروین ډېویډ یالوم / کله چې نېچه وژړل

روشنفکر هغه دی چې تر سکس یې جذاب شی موندلی وي.
الدوس هاکسلي

د جګړې له امله د بې ځایه شويو کورنیو عزت وکړئ، د کورنیو سیل ته مه ورځئ. هلته هيڅ د خوند څه نه شته.
مینا نظري

مور و پلار په دې خاطر خپل کوچنیان شکنجه کوي چې يو وخت پخپله شکنجه شوي وي. انسانان چې هر څه زده کوي نورو ته یې لېږدوي. د اولادونو رفتار موږ ته له دوی سره د خپلو والدینو چلند څرګندوي. البته دا هر شی ډېر اګاهانه پېښېږي. که انسانان یوازې او یوازې خپل ځانونه خوشاله کړي، دا ټوله بې‌رحمي او قساوت بل نسل ته نه انتقالېږي. نور له ناوړه او نامناسبو شیانو خوند نه شي اخيستلای.
کارل ګوستاو یونګ

کولای شئ يو ښه بنیادم له ښه‌توبه بېزاره کړئ او بیا یې وروسته بې‌تفاوتي او د سلوک بدلون داسې بدۍ وبولئ چې ګواکې له لویه سره پکې وې.
سپېده هاشم‌زاده

د ژوند کومې ستونزې چې تحمل کوو، اصلاً هغه باج دی چې خپل ډار ته یې ورکوو.
الفرد ادلر

زلزلې وچې چینې تاندوي او د ژمي واورې په څوړمني کې ویالې او سیندونه ډکوي. ډېر شدید عاطفي ټکانونه شاعران او ډېر لوست او مطالعه لیکوال پیدا کولای شي.
احسان الله درمل

د قوي حافظې خاوندان ډېرې کمزوري زړونه لري.
کامله عزیزي

د هر انسان رزق د هغه د بدن په یوه برخه کې خوندي دی.
واصف علي واصف

د یو چا اخلاقي سویه له هغه چلنده معلومېږي چې له خپل مخالف سره یې کوي. زما په باور هر واقعي بری بې اخلاقو ممکن نه دی. هر څوک چې لویو او سپېڅلو هدفونو ته د رسېدو ارزو لري، تر هر څه ړومبی ورته لازمه ده چې د اخلاقو لمن ټينګه ونیسي.
اسدالله غضنفر

موږ د ډېرو شیانو تر زده کولو مخکې دې ته ضرورت لرو چې پرېمانه باورونه، اخلاقي تعریفونه او خویونه له یاده وباسو، یعنې «نا زده» یې کړو.
شفيقه خپلواک

د دنیا کارونه ټول د ژوند لپاره دي، خو خلک ژوند ته وخت نه لري.
محمد علیم بسمل

چې موږ خپل رازونه پخپله نه شو ساتلای، له بله څه توقع لرو چې و به یې ساتي؟
محمد صدیق پسرلی

هغه کس هيڅوک نه شي بدلولای چې هغه ته خپل هيڅ عیب په نظر نه ورځي.
اـنس ح.قاني

تر بل هر چا مې له خپل ځان سره زیاته وعده خلافي کړې ده.
سمیرا حليمزۍ

بله قاعده دا ده چې کله فرض او حرام سره ټکر شي، فرض پرېښودل کېږي. مثلاً عورت لوڅېدل حرام دي او ځينې وخت استنجاء فرض وي، په هغسې وخت کې چې عورت نه شي پټېدای، باید فرض پرېښودل شي.
مجید قرار

پر نړۍ درې قدرتونه حکومت کوي: ډار، تمه او ناپوهي.
انشټاین

ژوند لوړې او ژورې نه لري، دا خلک دي چې څوک مو لوړوي او څوک مو ژورو کندو ته ټېل وهي.
ډېوه نیازۍ

د ونې په څېر اوسه. تخم وي، له تورو خاورو په سختي ځان را پورته کړي، تنده وويني، توپانونه یې کږه کړي، ځينې ښاخونه یې ولوېږي، خو غلې لویه شي، ځينې یې سيوري ته کېني، ځينې یې مېوه وخوري، خو هيڅ وخت چيغې نه وهي چې هان! ما ته ولې نه ګورئ؟ دا مې درته وکړل، ها مې درته وکړل.
نصیر احمد احمدي

زه اوس بېخي باوري شوم چې په کایناتو کې حتی یوه ساه هم بې معنا نه اخيستل کېږي، که لږ خودخواهي وکړم وایم حتی د چا له پيدايښته څو کاله مخکې هم د ده لپاره انتظام نیول کېږي.
اورانوس

پست انسان هغه دی چې د چا ښه‌والی، د ځان د زرنګۍ له وجهې بولي.
جبران خلیل

موږ ځان ته نران وايو، خو له ورور سره چې وېش کوو خور ته وايو چې ته حق ما ته راکوې که دا بل ورور ته؟
صدیق دقیق

موږ باید دا زده کړو چې په ښادي کې علت شو، شریک نه. په غم کې شریک شو، علت نه.
زردشت

په دنیا کې دوه ډوله خلک اوسېږي، یو هغوی چې جنګونه، دعوې او کنایې یې ناراحته او خپه کوي او بل ډول هغه خلک دي چې که جنګ او دعوې و نه کړي، رواني ستونزې ورته پیدا کېږي.
همایون هېواد

که ظالم ته مخه ورکړې چې د یوه نوک په اندازه تجاوز درباندې وکړي، په زرګونو ځله نور ظلم به هم بسنه و نه کړي.
چارلز ډیکنیز

که پښتانه پوهان خپله انرژي د پټې خزانې د اصل یا جعل ثابتولو پر ځای د خپلې ټولنې په باسواده کولو ولګوي، فکر کوم غوره پایله به تر لاسه کړي.
نورالله ښاد

خپلو اړیکو ته پام وکړئ او ځان ډاډمن کړئ، درې دقیقه‌يي خلکو ته درې ساعته وخت مه ورکوئ.
دارن هاردي

تر اوسه مې نه ده منلې چې ته نه یې، خو زړه ته مې نه لوېږي؛ نو زه څه وکړم؟
منزه غفورزۍ

زما شخصيت زما له چلنده سره مه اشتباه کوه، شخصيت مې هغه دی چې زه څنګه یم، خو چلند مې په دې پورې تړلی چې ته څنګه یې.
ويليام شکسپیر

د ښو خلکو ډېر اغېز هغه وخت احساسېږي چې زموږ له منځه تللي وي.
ارسطو

څومره چې پوهه لږ وي او اقتصاد کمزوری وي، هغومره باټې او چاپلوسي ډېره وي.
امان الله هوسا

سفر وکړه، هيچا ته هم مه وایه. عاشقانه اړیکه وپاله، هيچا ته هم مه وایه. خوشاله ژونده وکړه، هيچا ته هم مه وایه. انسانان ښايسته شیان خرابوي.
جبران خلیل

#ژباړه
#انتخاب
Naqib Ahmad Azizi

د محمود درویش خبرې:په تېر پسې...٦. صبر وکړم؛ تر کومه؟ یعنې تل لپاره؟؟٧. زه شاهدي ورکوم چې ستا شتون ماته مرګ دی، او نه شت...
20/08/2024

د محمود درویش خبرې:
په تېر پسې...
٦. صبر وکړم؛ تر کومه؟ یعنې تل لپاره؟؟
٧. زه شاهدي ورکوم چې ستا شتون ماته مرګ دی، او نه شتون دې راته دوه مرګه دي.
٨. لومړنۍ مینه هیڅکله نه مري؛ خو ډېر کله یوه حقیقي مینه راشي او هغه ژوندۍ په ځمکه ننباسي.
٩. یو روح چې د بل ورته روح سره یو ځای شي، هغه رغیږي، ارام مومي او د تکمیل حالت ته ځي.
١٠. یوازیتوب ډېر ځورونکی دی، خو له هغو خلکو څخه ډېر غوره دی، چې تا یوازې په خپل اوزګار وخت کې یادوي.
...
#ژباړه

که د کله چیرته د ارامی ساه واخیسته او  د خوشالۍ احساس د وکړ پوه شه چې هلته هغه څوک/څه شته چې ته یې له ډېره وخته په لټه ک...
20/08/2024

که د کله چیرته د ارامی ساه واخیسته او د خوشالۍ احساس د وکړ پوه شه چې هلته هغه څوک/څه شته چې ته یې له ډېره وخته په لټه کې یې.

🔲 هغه څوک چې روانی ناروغۍ لری لاندی نښی به پکی موجودی وی :1 : د دایمی خواشینۍ احساس ، د یو معقول سبب نه پرته دائیمی ناخو...
19/08/2024

🔲 هغه څوک چې روانی ناروغۍ لری لاندی نښی به پکی موجودی وی :

1 : د دایمی خواشینۍ احساس ، د یو معقول سبب نه پرته دائیمی ناخوښي ، مکرره بی خوبي .

2 : متناوب خپګان په کمزوري کوونکي ډول ، دخلکو په وړاندی د دایمی کرکې اوبې مینې توب احساس .

3 : د ژوند نا آرامي ، په دایمی ډول داولادونو نه زغمل ، تل په غُصه او وروسته پیښمانه کیدل ، بی ځایه دائیمی ویره .

4 : همیشه خپل ځان په حقه او نور ناحقه ګڼل .

5 : د بی شمیره بدني دردونو او شکایتونو احساس چې کوم سبب هم ورته نه پیدا کیږي .

🩺 که کوم شخص پخپل ځان کې د پورته نښو نه 5 او يا 6 نښی ولري ، نو په روانی ناروغیو اخته دی چې داک یدای شی depression یعنی ژور خپګان او یا کیدای شی anxiety
یا تشویش وی .

🩺 د یادونې وړ ده : هغه کسان چې ځان په رواني ناروغۍ اخته وینې ژر تر ژره دې د رواني ناروغیو متخصص یا د اعصابو د ډاګټر سره ووینی چې هر څومره ژر ددی مریــــضـــی مخنــــیــــوی وشــــی .
ډاکټر حنیف

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr H.Hatsand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr H.Hatsand:

Share