سرطان د تشخیص او درملنې روغتون بیمارستان تشخیص و درمان سرطان

  • Home
  • Afghanistan
  • Khost
  • سرطان د تشخیص او درملنې روغتون بیمارستان تشخیص و درمان سرطان

سرطان د تشخیص او درملنې روغتون بیمارستان تشخیص و درمان سرطان Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from سرطان د تشخیص او درملنې روغتون بیمارستان تشخیص و درمان سرطان, Medical and health, Khost.

د سرطان ناروغیو په اړه معلومات دویمه برخه:سرطان بیلابیل ډولونه لري او د انسان په هر غړي لکه سږي، مرۍ، معدې، کولمو، سینې،...
28/09/2023

د سرطان ناروغیو په اړه معلومات دویمه برخه:
سرطان بیلابیل ډولونه لري او د انسان په هر غړي لکه سږي، مرۍ، معدې، کولمو، سینې، پوستکي، هډوکو، اعصابو، پروستات، مثانې او داسې نورو کې کولای شي را منځته شي او پرمختګ وکړي.
د سرطان ځینې نور ډولونه په لاندې ډول دي:
د مغزو سرطان،
د رحم د غاړې سرطان،
د پښتورګو سرطان،
د وینې سرطان،
د ینې سرطان،
د تخمدانونو سرطان،
د پوستګي سرطان،
د خصیو سرطان،
د رحم سرطان،
د تایروید د غدې سرطان.
د سرطان عوامل:
د انسان د بدن په غړیو کې د سرطان را منځته کیدل بیلابیل عوامل لري چې ځینې ېې په لاندې ډول ذکر کیږي:
کیمیاوي مواد،
د الکولو زیات استعمال،
محیطي زهري مواد لکه زهري مرخیړي او یو ډول نور زهري مواد چې د الفا توکسین پنامه یادیږي،
د لمر تر وړانګو لاندې د ډیر وخت لپاره پاتې کیدل،
ارثي ستونزې،
چاغتوب،
ډول ډول وړانکې،
وایروسونه.
د دې ټولو عواملو سره سره تر اوسه پورې د ډیری سرطانونو کره علتونه نه دي پیژندل شوي. په نړۍ کې تر ټولو وژونکی سرطان د سږیو سرطان پیژندل شوی چې تر ډیره پورې ېې علت د تنباکو یا سګرټو استعمال په ګوته شوی دی.
د سرطان نښې نښانې:
د سرطان نښې نښانې د سرطان په ډول او موقعیت پورې اړه لري. د مثال په ډول، د سږیو د سرطان عمده نښې نښانې د ټوخي، سالنډۍ او د سینې د درد څخه عبارت دي. د کولمو په سرطان کې اسهال، قبضیت او په غایطه موادو کې د وینې موجودیت ډیر لیدل کیږي. د مرۍ په سرطان کې مریض د غذا د تیرولو په وخت کې مشکلات لري او په زیاتو حالتونو کې د درد سره یو ځای وي.
د سرطان ځینې ډولونه هیڅ نښې نښانې له ځانه سره نلري او په ځینو ډولونو کې لکه د پانقراض سرطان تر هغه په ناروغ کې د سرطان نښې نښانې نه لیدل کیږي تر څو ېې ښه ډیر پرمختک نه وي کړی.
لاندې نښې نښانې تقریبا د سرطان په ټولو ډولونو کې موجودې وي:
د ساړو په اثر ريږدېدنه،
د خستګۍ احساس،
تبه،
بې اشتهايي،
ناراحتي،
د شپې لخوا خولې کیدل، او
د وزن بایلل.
تشخصیه معاینات:
د سرطان د تشخیص لپاره لاندې معاینات ډیر معمول دي:
د سرطاني غړي د نمونې اخیستنه او معاینه،
د وینې معاینات،
د هډوکو د مغز د نمونې اخیستنه او معاینه،
د وینې د حجراتو معاینات،
سټي سکن، او
ام آر آی.
د سرطان د ډول، موقعیت او اندازې تشخیص ډیر آسانه نه بریښي خو د دې سره سره د سرطان ډیری ډولونه د سرطاني غړي یا برخې د نمونې د اخستنې او معاینې پواسطه چې ورته په طبي اصطلاح کې بایوپسي ویل کیږي تشخصیږي. د سرطان د اساسي موقعیت او اندازې لپاره د سټي سکن معاینات ډیر اساسي رول لوبوي.

د سرطان تداوي:
د سرطان تداوي د سرطان په ډول او د هغه د پرمختګ یا انکشاف تر کچې پورې اړه لري. د سرطان د پرمختګ یا انکشاف کچه په دې معنی ده چې سرطان څومره وده کړې او آیا د بدن نورو اعضاوو ته هم خپور شوی او که نه. د دې فکتورونو په نظر کې نیولو سره د تداوۍ لاندې ډولونه ډیر معمول دي:
جراحي عملیات او د سرطاني برخې لرې کول،
سرطاني غړي یا برخې ته د شعاع ورکول،
د سرطان ضد داروګانو استعمالول.
له دې سره سره، د سرطان بشپړه تداوي د سرطان په ډول او پر وخت تشخیص پورې اړه لري. کچیرې یو سرطان د هغه په ابتدايي مراحلو کې تشخیص شي کیدای شي ډیرې ښې پایلې ولرې او ناروغ ترې په بشپړه توګه شفا پیدا کړي.
د سرطان مخنیوی:
لکه څرنګه چې مخکې وویل شول، د ډیری سرطانونو اساسي علتونه تر اوسه پورې نه دي پیژندل شوي، خو د تنباکو پر استعمال کنترول، د الکولو په څښاک کې کمښت، د بدني فعالیتونو زیاتوالی، د صحي خوراکونو څخه استفاده کول، د کیمیاوی زهرجنو موادو او وړانګو څخه د ځان ساتل، د تور زیړي (چې په اوږده موده کې د ینې د سرطان سبب ګرځي) او انساني پاپیلوما ویروس (چې د رحم د غاړې د سرطان سبب ګرځي) په وړاندې واکسین، منظم معاینات، د لمر د وړانګو په مقابل کې د بدن د پوستګي ساتل، او د سرطاني ناروغۍ په وړاندې د عامه پوهاوي رغنده ګامونه تر ډیره بریده د دې وژونکې ناروغۍ پیښې کمولی شي.
په کال کې یو ځلې یا دوه ځلې د بدن د عمومي معایناتو ترسره کول ډیر اړین بریښي چې په دې سره کولای شو سرطان په خپلو ابتدايي حالتونو کې کشف او په درملنه ېې لاس پورې کړو.

Information about Cancer Diseases Part 2
Cancer has different types and can appear and develop in any human organ such as lungs, pancreas, stomach, intestines, breast, skin, bones, nerves, prostate, bladder, etc.
Some other types of cancer include:
brain cancer,
cervical cancer,
kidney cancer,
blood cancer,
stomach cancer,
ovarian cancer,
skin cancer,
testicular cancer,
cervical cancer,
Cancer of the thyroid gland.

Cancer factors:
The occurrence of cancer in the organs of the human body has various factors, some of which are mentioned below:
chemicals,
excessive alcohol consumption,
Environmental toxins such as poisonous mushrooms and other toxins called alpha toxin.
Staying in the sun for too long,
hereditary problems,
obesity,
different types,
viruses
Despite all these factors, the exact causes of most cancers are still unknown. Lung cancer is known to be the most deadly cancer in the world, which is mostly attributed to the use of to***co or ci******es.

Symptoms of cancer:
Cancer symptoms depend on the type and location of the cancer. For example, the main symptoms of lung cancer include coughing, wheezing and chest pain. Diarrhea, constipation, and blood in stools are more common in colon cancer. Epilepsy cancer patients have difficulty swallowing food and in most cases it is accompanied by pain.
Some types of cancer do not have any symptoms, and in some types, such as pancreatic cancer, the patient does not have any symptoms until the cancer is very advanced.
The following symptoms are present in almost all types of cancer:
Swelling due to cold,
feeling tired,
fever,
anorexia,
discomfort,
Sweating at night, and
Losing weight.

Characteristic tests:
The following tests are more common to diagnose cancer:
Sampling and examination of cancerous organs,
blood tests,
Bone marrow sampling and examination;
Blood cell tests,
City Skin,
MRI.
Diagnosing the type, location, and size of cancer may not be easy, but most types of cancer are diagnosed by taking a sample of a cancerous organ or part and examining it, which is called a biopsy in medical terms. A CT scan plays a very important role in determining the exact location and size of the cancer.

Cancer treatment:
Cancer treatment depends on the type of cancer and how far it has progressed. The extent of cancer development means how far the cancer has grown and whether or not it has spread to other parts of the body. Depending on these factors, the following types of treatment are more common:
Surgery to remove the cancerous part,
Irradiation to the cancerous organ or part,
Use of anti-cancer drugs.
However, complete cancer treatment depends on the type of cancer and early diagnosis. If a cancer is diagnosed in its early stages, it can have very good results and the patient can recover completely.

Cancer Prevention:
As mentioned earlier, the main causes of most cancers are not yet known, but control of to***co use, reduction in alcohol consumption, increased physical activity, use of healthy foods, chemical toxins, etc. and radiation protection, vaccination against HPV (which causes cervical cancer in the long term) and human papillomavirus (which causes cervical cancer), regular check-ups, sun exposure On the other hand, keeping the skin of the body, and taking positive steps of public awareness against cancer can greatly reduce the incidence of this deadly disease.
It seems very important to do a general physical examination once or twice a year so that cancer can be detected in its early stages and treated.

د سرطان ناروغیو په اړه معلومات لومړی برخه:سرطان د بدن د حجراتو نه کنټرولیدونکې ودې یا تکثر ته ویل کیږي. د بدن ساختماني و...
25/09/2023

د سرطان ناروغیو په اړه معلومات لومړی برخه:
سرطان د بدن د حجراتو نه کنټرولیدونکې ودې یا تکثر ته ویل کیږي. د بدن ساختماني واحد د حجرې پنامه یادیږي. د انسان د بدن حجرات د اړتیا سره سم تکثر کوي او د اړتیا د نه موجودیت په صورت کې په منظم ډول له منځه ځي، چې دا دواړه (د حجراتو تکثر او له منځه تلل) په منظم ډول او د انسان د بدن د اعضاوو د اړتیا سره سم تر سره کیږي. کله چې په دې دواړو حالتونو کې (د حجراتو تکثر او له منځه تلل) د بیلابیلو عواملو پر اثر بې نظمي حاکمه شي او په نتیجه کې د بدن حجرات له کنترول پرته تکثر وکړي او یا په منظم ډول له منځه لاړې نشي، دې حالت ته د بدن د همغه اړونده غړي سرطان ویل کیږي.

اوسمهال د سرطاني ناروغيو پيښې له غربي، شتمنو او صنعتي هيوادونه څخه د بيوزلو هيوادونو په لور د خپریدو په حال کې دي. په بيوزلو هيوادونو کې سرطاني ناروغۍ د ایچ آی وي، ملاریا او نري رنځ په پرتله د ډیری کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

د سرطاني ناروغیو پیښې په نړیواله کچه د شلمی پیړۍ په وروستیو دیرشو کلونو کې دوه چنده شوې او داسی پتیل کیږي چې دا شمیره به تر 2020 کال پورې یوځل بیا دوه چنده شي او تر 2030 کال پورې به دری چنده شي. په څیړنو کې وړاندوینه شوې چې تر 2030 کال پورې به د سرطاني ناروغیو تشخیص شوې پیښې کابو 26.4 میلیونه ته ورسیږي چې له دې جملې څخه به 17 میلیونه کسان خپل خواږه ژوندونه له لاسه وکړي.

دې ناروغۍ ته ولې سرطان (کنسر) وايي؟
کله چې د لومړي ځل لپاره هیپوکرات (بقراط) چې یو یونانی طبیب وو او د طب د پلار پنامه یادیږي د یوه خبیثه تومور یوې غوڅې شوې سطحې ته متوجه شو چې ځنګاښ ته ورته شکل ېې درلود، له هغې وروسته ېې په دې ناروغۍ د کنسر چې یوه لاتینه کلمه ده او په عربي ژبه کې ورته سرطان وايي نوم کیښود.

Information about Cancer Diseases Part I:
Cancer is the uncontrolled growth or proliferation of body cells. The structural unit of the body is called a cell. The cells of the human body multiply according to the need and disappear regularly in the absence of the need. It is done as needed. When in both of these situations (cell proliferation and destruction) irregularity prevails due to various factors and as a result the cells of the body multiply without control or are not destroyed in an orderly manner. The corresponding organ of the body is called cancer.

Currently, cancer cases are spreading from western, rich and industrialized countries to poor countries. In poor countries, cancer threatens the lives of more people than HIV, malaria and tuberculosis.

The incidence of cancer worldwide has doubled in the last 30 years of the 20th century and is predicted to double again by 2020 and triple by 2030. It is predicted in the researches that by 2030, the diagnosed cases of cancer will reach 26.4 million, of which 17 million people will lose their precious lives.

Why is this disease called cancer?
When Hippocrates, a Greek physician and known as the father of medicine, first noticed a scaly surface of a malignant tumor, which had the shape of a snake, after that he diagnosed this disease with cancer. It is a Latin word and in Arabic it is called cancer.

Cancer is a group of diseases involving abnormal cell growth with the potential to invade or spread to other parts of th...
24/09/2023

Cancer is a group of diseases involving abnormal cell growth with the potential to invade or spread to other parts of the body. These contrast with benign tumors, which do not spread. Possible signs and symptoms include a lump, abnormal bleeding, prolonged cough, unexplained weight loss, and a change in bowel movements. While these symptoms may indicate cancer, they can also have other causes. Over 100 types of cancers affect humans.

To***co use is the cause of about 22% of cancer deaths. Another 10% are due to obesity, poor diet, lack of physical activity or excessive alcohol consumption. Other factors include certain infections, exposure to ionizing radiation, and environmental pollutants. In the developing world, 15% of cancers are due to infections such as Helicobacter pylori, hepatitis B, hepatitis C, human papillomavirus infection, Epstein–Barr virus and human immunodeficiency virus (HIV). These factors act, at least partly, by changing the genes of a cell. Typically, many genetic changes are required before cancer develops. Approximately 5–10% of cancers are due to inherited genetic defects. Cancer can be detected by certain signs and symptoms or screening tests. It is then typically further investigated by medical imaging and confirmed by biopsy.

The risk of developing certain cancers can be reduced by not smoking, maintaining a healthy weight, limiting alcohol intake, eating plenty of vegetables, fruits, and whole grains, vaccination against certain infectious diseases, limiting consumption of processed meat and red meat, and limiting exposure to direct sunlight. Early detection through screening is useful for cervical and colorectal cancer. The benefits of screening for breast cancer are controversial. Cancer is often treated with some combination of radiation therapy, surgery, chemotherapy and targeted therapy. Pain and symptom management are an important part of care. Palliative care is particularly important in people with advanced disease. The chance of survival depends on the type of cancer and extent of disease at the start of treatment. In children under 15 at diagnosis, the five-year survival rate in the developed world is on average 80%. For cancer in the United States, the average five-year survival rate is 66% for all ages.

In 2015, about 90.5 million people worldwide had cancer. In 2019, annual cancer cases grew by 23.6 million people and there were 10 million deaths worldwide, representing over the previous decade increases of 26% and 21%, respectively.
The most common types of cancer in males are lung cancer, prostate cancer, colorectal cancer, and stomach cancer. In females, the most common types are breast cancer, colorectal cancer, lung cancer, and cervical cancer. If skin cancer other than melanoma were included in total new cancer cases each year, it would account for around 40% of cases. In children, acute lymphoblastic leukemia and brain tumors are most common, except in Africa, where non-Hodgkin lymphoma occurs more often. In 2012, about 165,000 children under 15 years of age were diagnosed with cancer. The risk of cancer increases significantly with age, and many cancers occur more commonly in developed.

countries. Rates are increasing as more people live to an old age and as lifestyle changes occur in the developing world. The global total economic costs of cancer were estimated at US$1.16 trillion (equivalent to $1.56 trillion in 2022) per year as of 2010.

سرطان، د ناروغيو يوه ډله ده، چې د حجرې غير عادي وده رانغاړي او د دې توان لري چې د بدن نورو برخو ته خپور شي يا پرې برید و...
24/09/2023

سرطان، د ناروغيو يوه ډله ده، چې د حجرې غير عادي وده رانغاړي او د دې توان لري چې د بدن نورو برخو ته خپور شي يا پرې برید وکړي. سرطانونه له benign (سليم) تومورونو سره توپير لري. سليم تومورونه د بدن نورو برخو ته نه خپرېږي. په ممکنه نښو او علايمو کې غوټې، غيرعادي توليد مثل، اوږدمهاله ټوخی، د وزن ناڅرګند بايلل او د کولمو په حرکتونو کې بدلون شاملېږي. که څه هم یادې شوي نښې سرطان په ګوته کوي، مګر نور سببونه هم لرلی شي. د سرطان له ۱۰۰ نه زيات ډولونه انسانان اغېزمنوي.

د سرطان له امله د ٪۲۲ مړينې سبب د تمباکو استعمال دی. ٪۱۰ نور يې د چاغوالي، کمزوري غذايي رژيم، د فزيکي فعاليتونو د کموالي او يا د الکولي مشروباتو د زيات څښاک له امله دي. په نورو عواملو کې ځيني انتانونه، د ايوني وړانګو پر وړاندې واقع کېدل او چاپېريالي ککړونکي شاملېږي. په مخ پر وده نړۍ کې د سرطان ٪۱۵ د ځينو انتانونو، لکه: Helicobacter pylori, hepatitis B, hepatitis C, human papillomavirus infection, Epstein–Barr virus او ايډز له امله دي. ذکر شوي عوامل لږ تر لږه د يوې برخې په توګه د يوې حجرې د جينونو بدلولو په واسطه عمل کوي. په نمونه يي ډول د سرطان له پرمختګ کولو نه وړاندې زياتو جنيټيکي بدلونونو ته اړتيا ده. نږدې له (٪۱۰ – ۵) سرطانونه د ارثي جنيټيکي نيمګړتياوو له امله دي . سرطان د هغې د معلومو اعراضو او نښو يا هم د سکريننګ (screening) ازموينې په واسطه معلومېدلی شي. وروسته بيا په نمونه يي ډول د طبي انځور (Medical Imaging) په واسطه پلټل کېږي او د biopsy په وسیله تاييديږي.

د ځينو څرګندو سرطانونو د پرمختګ خطر، د سګرټ نه څښلو، د صحي وزن ساتلو، د الکولو محدود څښاک، زياتو سبزيجاتو په خوړلو، مېوه جاتو او په ټوله کې د غله جاتو، د معلومو انتاني ناروغيو پر وړاندې واکسين اخيستلو، د پروسس شوې او سرې غوښې لږ مصرف او د لمر وړانګو له مستقيم تماس په محدودولو سره کمېدلی شي. د screening په واسطه د cervical او colorectal سرطانونو ابتدايي تشخيص ګټور دی. د سينو د سرطان تشخيصول د screening په واسطه د بحث وړ (جدي بحثونه) دي. سرطانونه زياتره د وړانګو تداوي (radiation therapy)، جراحي، کيموترافي او targeted therapy په واسطه معالجه کېږي. د درد او نښې (علامې) تنظيم د پاملرنې يوه مهمه برخه ده. لږوونکې پاملرنه (palliative care) په هغو خلکو کې په ځانګړي ډول مهمه ده، چې پرمختللې ناروغي لري. د ژوندي پاتې کېدلو موکه يا چانس د سرطان په ډول او د تداوۍ په پيل کې د ناروغۍ په وسعت او پراخوالي پورې اړه لري. له ۱۵ کلنۍ نه د کم عمره ماشومانو په تشخيص کې په پرمختللې نړۍ کې د ۵ کالونو ژوندي پاتې کېدو منځنۍکچه ۸۰ سلنه ده. په متحده ايالتونو کې د سرطان لپاره د اوسط پينځه کاله ژوندي پاتې کېدلو اندازه ٪۶۶ ده.

په ۲۰۱۵ ز کې نږدې ۹۰،۵ ميليونه خلکو سرطان درلود. لکه د ۲۰۱۹ز په کلني ډول نږدې ۱۸ ميليونه نوې پېښې واقع کېږي. په کلني ډول د سرطان له امله د مړينې کچه ۸.۸ ميليونه يعنې د ټولې سلنې (٪۱۵.۷) ده. په نارينوو کې د سرطان تر ټولو عام ډولونه د سږو، پروستات، colorectal او معدې سرطانونه دي. په ښځو کې تر ټولو عام ډول د سينې، colorectal، سږو او cervical سرطانونه دي. که چېرې د پوستکي سرطان د (melonama) د نورو په پرتله د سرطان له کلنۍ جمله نوو پېښو سره شامل شي، دا به نږدې ٪۴۰ پېښې تشکيل کړي. په کوچنيانو کې acute lymphoblastic leukemia او د عصب تومورونه له افريقا پرته ډېر عام دی. non-Hodgkin lymphoma سرطان زيات واقع کېږي. په ۲۰۱۲ کې په نږدې ۱۶۵۰۰۰ له ۱۵ کالونو نه کم عمره کوچنيانو کې سرطان تشخيص شوی و. د سرطان خطر په څرګند ډول په عمر سره زياتېږي او زياتره سرطانونه په عام ډول په پرمختللو هېوادونو کې واقع کېږي. تر زړښته د وګړو د ژوند کولو او په مخ پر وده هېوادونو کې د ژوند ډول د بدلون له مخې د سرطان کچه او اندازه زياتېږي. د سرطان مالي بيې د يوه کال لپاره د ٪۲ د معلوماتو له مخې ۱.۱۶ تريليونه امريکايي ډالر اټکل شوي وو.

په خوست ولایت کې د سرطان ناروغۍ د درملنې  معیاري روغتون د جوړیدو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلا...
24/09/2023

په خوست ولایت کې د سرطان ناروغۍ د درملنې معیاري روغتون د جوړیدو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په مشرۍ، د خوست ولایت د عامې روغتیا فضل کریم مندوزي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس نواب امیرزی او د یاد روغتون د کمیسون د غړو په ګډون مشورتي ناسته ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د روغتون د کارونو په اړه ګډونو والو ته مفصل معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې کارونه یې په ډېر ښه شکل پرمخ روان دي، نوموړي وویل چې د روغتون د جوړولو لپاره به په راتلوتکې کې هر ډول امکانات برابر شي.

ورپسې د خوست عامې روغیتا رئیس فضل کریم مندوزي خبرې وکړې، او وویل چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت، د ښار او کور جوړولو وزارت، د مالیې وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د نورو بیلابیلو ادارو د استازو سره د روغتون د جوړولو د څرنګوالي په موخه ناسته درلوده، او د دوی د همغږی او همکاري ستاینه یې کوله، د او خوست د روغتیا د برخې په صفت یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د ډیزاین ټیم د روغتون د ساختمان په هکله مفصل بحث وکړ او زیاته یې کړه، چې کارونه یې په ښه شکل روان دي. دوی ګډون والو ته د روغتون د ابتدایي سروې، د ساحې انتخاب او په روغتون کې د اماکنو په اړه مفصل معلومات ورکړل، او وویل چې د نني عصر ټولې غوښتنې د روغتون په ډیزاین کې نیول شوي دي.

په دغه ناسته کې د سرطان ناروغۍ د درملنې معیاري روغتون د کمیسون غړي او قومي مشر ښاغلي رسول محمد ټڼي ټولو میلمانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د داسې یو معیاري روغتون جوړول د هېواد او سیمې په کچه د ویاړ ځای دی، په دې اساس چې تر اوسه مونږ د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره هیڅ کوم روغیتایي مرکز نه لرو، چې پدې برخه کې ولس ته خدامات عرضه کړي، نوموړي خوښي وښوده چې په نیږدې راتلونکې کې به مونږ د دا ډول یو لوی او معیاري روغتون د جوړیدو شاهدان وواسو، نوموړي د قوم مشرانو او ځوانانو په استازیتوب په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې قومي مشر شاپور حاجي شاپور لکڼوال خبرې وکړې، ښاغلي لکڼوال د دې روغتون په جوړولو خوښي څرګنده کړه، او وویل چې په اوسني وخت کې د سرطان ناروغان د درملنې په موخه ګاونډي هیواد ته انتقالیږي، چې په دې جریان کې ناروغان د ګڼو ستونزو سره مخ دي، او تر ډېره حده یې درملنه په خپل وحت نه ترسره کیږي، نوموړي وویل چې د دې روغتون په جوړیدو سره د دې ناروغۍ د ښې درملنې په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

همدا ډول د ناستې ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د دې روغتون د جوړیدو سره هر ډول همکارۍ ته اماده دي او په دې برخه کې به هر ډول مالي او ځاني همکاري دریغ نه کړي.

د ناستې په وروستۍ برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس نواب امیرزي دا ډول ناستې مهمې وباللې د ټولو راغلو ګډون یې مننه وکړه او د دا ډول ناستو د دوام هیله څرګنده کړه.

په پای کې پریکړه پر دې وشوه، چې که دا ډول ناستې د ښار تر څنګ په لارې پرتو سیمو کې ترسره شي، لا به موثره تمامې شي، پدې سره به عامو خلکو ته د روغتون د اهمیت په اړه عامه پوهاوی شوی وي، او بل تصمیم پر دې ونیول شو، چې بهرني ډونرانو په جلب کې باید پوره هڅې ترسره شي. تر څو دوی دې ته قایل شي چې د روغتون په جوړیدو کې له مونږ سره همکار پاتې شي.

نشست مشترک سکتور خصوصی و رهبری اداره امور به منظور ساخت شفاخانه تداوی امراض سرطانی در خوست سه شنبه، 27 سنبله 1402محترم م...
24/09/2023

نشست مشترک سکتور خصوصی و رهبری اداره امور به منظور ساخت شفاخانه تداوی امراض سرطانی در خوست

سه شنبه، 27 سنبله 1402

محترم محمد یونس مهمند معاون اول هیات مدیره اتاق در حالیکه تاجران، سرمایه گذاران و نمایندگان بخش صحت ولایت خوست ایشان را همراهی میکردند، در جلسه مشترک میان اعضای سکتور خصوصی و نهاد های ذیربط حکومتی که در آن معاون نظارت و پالیسی اداره امور، نمایندگان وزارت های زراعت و مالداری، صحت عامه، شهرسازی ومسکن، محترم داکتر فضل کریم مندوزی رئیس صحت عامه ولایت خوست حضور داشتند، اشتراک کرده و در رابطه به آغاز کار ساخت شفاخانه تداوی امراض سرطانی، استملاک زمین و ترتیب پروپوزل جوابگو بحث و گفتگو نمود.

آقای مهمند، از مردم ولایت خوست بابت اقدام بی سابقه شان در قسمت ساخت شفاخانه تداوی امراض سرطانی سپاسگزاری کرده و در رابطه به نحوه ساخت شفاخانه متذکره، پلان عملیاتی و برخی مسایل مربوط به آن معلومت مفصل ارائه کرد. وی، ساخت چنین شفاخانه را برای بهبود عرضه خدمات صحی در بخش امراض سرطانی با اهمیت دانسته و از ادارات ذیربط حکومتی خواست که در این موضوع گام های عملی را بردارند تا روند ساخت شفاخانه متذکره تسریع گردد.

مقام معاون نظارت و پالیسی اداره امور، اعمار شفاخانه ها و مراکز صحی در کشور را از اولویت برنامه های حکومت عنوان کرده و ساخت چنین شفاخانه را به سود مردم افغانستان و بهبود خدمات صحی در کشور دانست. وی، از همکاری های همه جانبه ادارات ذیربط حکومتی در این زمینه اطمینان داد.
===================================
په خوست کې د سرطان د درملنې د روغتون د جوړولو په موخه د خصوصي سکتور او چارو ادارې د مشرتابه ګډه غونډه وشوه

دوشنبه، وږي ۲۷مه، ۱۴۰۲

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي محمد يونس مهمند په داسې حال کې چې د خوست ولایت سوداګرو، پانګه والو او دخوست ولايت دعامې روغتيا رياست استازو يې ملتیا کوله، دخصوصي سکتور او اړونده دولتي بنسټونو دغړو ترمنځ په ګډه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، او په کې، د چارو ادارې د نظارت او پالیسي مرستیال، د کرنې او مالدارۍ، عامې روغتیا، ښار جوړونې او کور جوړونې وزارتونو استازو، د خوست ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي ډاکټر فضل کریم مندوزي هم ګډون درلود، او د سرطان د درملنې روغتون جوړولو، د ځمکې استملاک، او د ځواب ویونکي پروپوزل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د سرطان د درملنې د روغتون د جوړېدو په برخه کې د خوست ولایت د ولسونو د بې ساري اقدام له امله مننه وکړه او د یاد روغتون د جوړېدو، عملیاتي پلان او یو شمېر اړوندو مسایلو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي د دغه روغتون جوړول د سرطان په څانګه کې د روغتيايي خدمتونو د عرضې د ښه والي لپاره مهم وګڼل او له اړوندو دولتي ادارو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، څو د ياد روغتون د جوړېدو چارې ګړندۍ شي.

د چارو ادارې د پاليسۍ او څارنې مرستيال په هېواد کې د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو جوړول د حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه وبلل او د دغه ډول روغتون جوړول يې د افغانستان د خلکو په ګټه او په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د ښه والي لپاره اړین وبلل. نوموړي په دې برخه کې د اړوندو ادارو د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سرطان د تشخیص او درملنې روغتون بیمارستان تشخیص و درمان سرطان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram