ميلاد روغتيايې کلينيک

ميلاد روغتيايې کلينيک information about health

د ډېر ګاز (Flatulence) اصلي لاملونه:د هاضمې سیستم کې د ډېر ګاز راټولېدل یو عام حالت دی، خو که دا زیات شي، نو د ناراحتي س...
27/03/2026

د ډېر ګاز (Flatulence) اصلي لاملونه:
د هاضمې سیستم کې د ډېر ګاز راټولېدل یو عام حالت دی، خو که دا زیات شي، نو د ناراحتي سبب کېږي. دلته یې مهم لاملونه دي:
1. خوراکي عادتونه:
داسې خواړه لکه لوبیا، شنو سبزیجاتو (کرم، پالک)، ګاز لرونکي مشروبات، بوره لرونکې خواږه یا اصطناعي شیریني کولای شي ګاز زیات کړي.
2. هوا تېرول:
د خوړلو پر مهال چټک خوراک، ژر ژر خبرې کول یا د څښاک پر وخت نل لرونکي بوتل کارول، د زیاتې هوا داخلېدو سبب ګرځي.
3. عدم تحمل خواړه (Food intolerance):
لکه د شيدو عدم تحمل یا ګلوټن حساسیت کولای شي ډېر ګاز تولید کړي.
4. هاضموي ناروغۍ:
د IBS (کولمو تحریکېدونکی سنډروم)، SIBO (د کوچنیو کولمو د بکتریا زیاتوالی)، او نور اختلالونه.
5. ذهني فشار او اضطراب:
ذهني فشار د کولمو حرکت متاثره کوي او د ګاز زیاتوالي لامل ګرځي.
✅ حل لارې:
- ورو ورو خوراک کول
- د ګاز لرونکي خوړو څخه پرهېز
- فزیکي فعالیت زیاتول
- اوبه څښل

  درنو او قدرمنو هېوادوالو!نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک او بختور شه.الله تعالی دې زموږ او ستاسو روژې، عبادات او نېک عملون...
19/03/2026


درنو او قدرمنو هېوادوالو!
نېکمرغه کوچنی اختر مو مبارک او بختور شه.
الله تعالی دې زموږ او ستاسو روژې، عبادات او نېک عملونه په خپل دربار کې قبول او منظور وګرځوي.
اختر د خوښۍ، مینې او یووالي ورځې دي.
هیله ده چې په دې مبارکو ورځو کې د خوښیو تر څنګ د خپلې روغتیا ساتنې ته هم پاملرنه وکړو.
د خوړو په استعمال کې اعتدال وساتئ، د خوږو او غوړو خوړو له ډېر استعمال څخه ډډه وکړئ،
ترڅو اختر مو په خوښۍ او روغتیا کې تېر شي.
نیکمرغه کوچنی اختر مو مبارک او بختور شه!

ایا چای د معدې تیزاب زیاتوي؟ ☕🤔په ځینو خلکو کې چای کولای شي د معدې تیزاب (اسید) زیات کړي، خو دا اغېز د هر چا په بدن کې ی...
15/03/2026

ایا چای د معدې تیزاب زیاتوي؟ ☕🤔
په ځینو خلکو کې چای کولای شي د معدې تیزاب (اسید) زیات کړي، خو دا اغېز د هر چا په بدن کې یو شان نه وي. تور چای او ډېر قوي چای کافین لري، او کافین د معدې اسید تولید زیاتوي. کله چې اسید ډېر شي، نو د سینې سوخت، ترشوالي او د ستوني سوځېدنه پیدا کېدای شي.
همدارنګه که چای په تشه معده وڅښل شي، اسیدیت لا زیات احساسېږي. هغه کسان چې د Gastroesophageal reflux disease یا د معدې زخم لري، اکثره د چای وروسته سوخت او درد تجربه کوي.
خو دا مانا نه لري چې هر څوک باید چای پرېږدي. که تاسې ته چای ستونزه جوړوي:
▪️ ډېر قوي يې مه جوړوئ.
▪️ په تشه معده یې مه څښئ.
▪️ اندازه یې کمه کړئ (په ځانګړي ډول د روژې په پېشلمي کې).
▪️ شین چای یا بې‌ کافینه ډولونه وازمویئ.
هر بدن خپل حساسیت لري — خپل بدن وپېژنئ

د ویښتانو زر سپینېدو علتونه👇۱️ ارثي علتکه د پلار، مور یا نیکه ویښتان ژر سپین شوي وي، نو اولاد کې هم ژر سپینېږي. دا تر ټو...
14/03/2026

د ویښتانو زر سپینېدو علتونه👇

۱️ ارثي علت
که د پلار، مور یا نیکه ویښتان ژر سپین شوي وي، نو اولاد کې هم ژر سپینېږي. دا تر ټولو عام سبب دی.

۲️ د رنګ جوړېدو کمی
د ویښتانو رنګ د یوې مادې له امله وي چې هغې ته Melanin وایي.
کله چې بدن دا ماده کمه جوړه کړي، ویښتان سپینېږي.

۳️ د ویټامینونو کمښت
په ځانګړي ډول دا کمښتونه مهم دي:
Vitamin B12 کمښت
د اوسپنې (Iron) کمښت
Folic acid کمښت
د مسو (Copper) کمښت
د خوړو کمزوری تغذیه
په ځوانانو کې اکثره د Vitamin B12 کمښت سبب وي.

۴️ ذهني فشار (Stress)
ډېر فکر، اندېښنه او اوږدمهاله ذهني فشار هم ویښتان ژر سپینوي.

۵️ د تایرایډ ستونزې
که د Thyroid غده سمه کار ونه کړي، ویښتان ژر سپینېدلای شي.

۶️ ځینې ناروغۍ
لکه:
Vitiligo
Alopecia
کمخوني (Anemia)

۷️ سګرټ څکول
سګرټ څکول د ویښتانو زر سپینېدو چانس زیاتوي.

ایا علاج لري؟

که د ویټامین یا اوسپنې کمښت وي، نو د درملو په واسطه ښه کېدلای شي.
که ارثي وي، بیا مکمل علاج نه لري.
ښه غذا، کم فشار او مناسب ژوند کول د نور سپینېدو مخه نیولی شي.
ډاکټر عبدالواسع بريالي درانى

👇  سه ډول ناروغی ده  د وینې غوړ Hyperlipidemiaتعریف (Definition)د وینې د غوړ ناروغي هغه حالت ته ویل کېږي چې د انسان په و...
03/03/2026

👇 سه ډول ناروغی ده د وینې غوړ Hyperlipidemia

تعریف (Definition)
د وینې د غوړ ناروغي هغه حالت ته ویل کېږي چې د انسان په وینه کې د غوړو اندازه زیاته شي. دا غوړ په لاندې ډولونو وي:
کولیسټرول (Cholesterol)
ټرای ګلیسرایډ (Triglyceride)
کله چې دا غوړ زیات شي، نو د زړه او رګونو د بندېدو خطر زیاتوي.

د وینې د غوړو ډولونه
په وینه کې درې مهم ډولونه شته:
LDL (Bad cholesterol)
– دا خراب کولیسټرول دی
– زیاتوالی یې د رګونو بندېدو سبب کېږي
HDL (Good cholesterol)
– دا ښه کولیسټرول دی
– د رګونو ساتنه کوي
Triglycerides
– دا د بدن د انرژۍ لپاره غوړ دي
– زیاتوالی یې خطرناک دی

نورمال اندازه (Normal values)
Total Cholesterol: له 200 mg/dl کم
LDL: له 100 mg/dl کم
HDL: له 40 mg/dl زیات
Triglycerides: له 150 mg/dl کم

اسباب (Causes)
1. غیر صحي ژوند
زیات غوړ لرونکي خواړه
فاسټ فوډ
غوړه غوښه
کم فزیکي فعالیت

2. چاغوالی (Obesity)

3. ارثي (Genetic)
که په کورنۍ کې دا ناروغي وي

4. نورې ناروغۍ
Diabetes
Hypothyroidism
د ځیګر ناروغي
د پښتورګو ناروغي

5. نور عوامل
سګرټ څکول
الکول استعمال
زیات وزن

اعراض او علایم (Symptoms)
اکثره وخت دا ناروغي کوم خاص علایم نه لري، خو کله ناکله:
د سینې درد
ژر ستړیا
د ساه لنډوالی
د پوستکي لاندې د غوړ وړې دانې (Xanthomas)
زیاتره خلک تر هغه وخته نه پوهېږي تر څو ازموینه ونه کړي.

خطرونه (Complications)
که تداوي ونه شي، نو دا ستونزې پیدا کوي:
د زړه حمله (Heart attack)
(Stroke) فلج
د رګونو بندېدل
د زړه ناروغۍ

تشخیص (Diagnosis)

د وینې ازموینه ترسره کېږي چې Lipid Profile نومېږي.
دا لاندې شیان اندازه کوي:
Total cholesterol
LDL
HDL
Triglycerides
دا ازموینه باید په تشه معده (Fasting) کې وشي.

تداوي (Treatment)

1. د ژوند طرز بدلول (Lifestyle changes)
صحي غذا
سبزيجات زیات وخورئ
میوه وخورئ
چربه او غوړ خواړه کم کړئ
فاسټ فوډ مه خورئ
ورزش
هره ورځ 30 دقیقې ورزش
قدم وهل ډیر ګټور دی
وزن کمول
سګرټ پریښودل

2. درمل (Medicines)

Statins
لکه:
Atorvastatin
Rosuvastatin
دا LDL کموي.
Fibrates
Triglycerides کموي.
Niacin
Omega-3
مخنوی (Prevention)

صحي غذا خوړل
ورزش کول
وزن کنټرول
سګرټ نه څکول
د وینې منظم معاینه
کوم خلک باید حتمي معاینه وکړي؟
عمر له 40 پورته
چاغ خلک
د Diabetes ناروغان
سګرټ څکوونکي
د زړه ناروغان

مهم ټکي (Important points)

دا یوه خطرناکه خو پټه ناروغي ده
اکثره وخت علایم نه لري
یوازې د وینې ازموینه یې تشخیص کوي
د زړه د حملې مهم سبب دی
په غذا او درملو کنټرولېږي

Thalassemia (تلیسمیا) سه شی دی👇 تعریف تلیسمیا د وینې یوه ارثي (مورثي) ناروغي ده چې پکې بدن نورمال Hemoglobin نه شي جوړول...
02/03/2026

Thalassemia (تلیسمیا) سه شی دی👇

تعریف
تلیسمیا د وینې یوه ارثي (مورثي) ناروغي ده چې پکې بدن نورمال Hemoglobin نه شي جوړولای.

Hemoglobin هغه ماده ده چې په وینه کې اکسیجن انتقالوي.
په دې ناروغي کې وینه کمه وي (Anemia پیدا کېږي).

اسباب (Cause)
اصلي سبب یې ارثي ستونزه ده:
دا ناروغي د مور او پلار نه ماشوم ته انتقالېږي
که مور او پلار دواړه carrier وي، ماشوم کې شدید تلیسمیا پیدا کېږي

ډولونه (Types)
۱) Minor Thalassemia (Carrier)
سپک ډول دی
اکثره کومه خاصه ستونزه نه لري
یوازې لږ anemia وي
۲) Major Thalassemia
شدید او خطرناک ډول دی
په ماشومانو کې پیدا کېږي
منظم وینې (Blood transfusion) ته اړتیا لري
۳) Intermedia Thalassemia
منځنی شدت لري
کله کله وینې ته اړتیا لري

Pathophysiology

Hemoglobin کم جوړېږي
RBC ژر خرابېږي
Anemia پیدا کېږي
بدن د وینې د جوړولو لپاره زیات کار کوي
هډوکي غټېږي

اعراض او علایم (Symptoms)
په Major Thalassemia کې:
شدید کمخوني (Anemia)
ژیړ رنګ (Pallor)
ستړیا
کمزوري
د مخ هډوکو غټېدل
د نس غټېدل (طحال او جګر غټېدل)
د ماشوم د ودې کمښت

په Minor کې:
اکثره کوم خاص علامه نه لري

تشخیص (Diagnosis)
د لاندې ټسټونو په واسطه تشخیص کېږي:
۱) CBC
Hemoglobin کم وي
۲) Peripheral smear
RBC غیر نورمال وي
۳) Hemoglobin electrophoresis
تر ټولو مهم ټسټ دی
د تلیسمیا ډول معلوموي

تداوي (Treatment)
۱) Blood transfusion
مهمه تداوي ده
په Major Thalassemia کې هر ۲–۴ اوونۍ ورکول کېږي
۲) Iron chelation therapy
ځکه transfusion د اوسپنې زیاتوالی پیدا کوي
درمل لکه:
Deferoxamine
Deferasirox
۳) Folic acid
د وینې جوړېدو کې مرسته کوي
۴) Bone marrow transplant
یوازینی مکمل علاج دی
خو هر ناروغ ته ممکن نه وي

اختلاطات (Complications)
شدید anemia
د زړه ناروغي
د جګر ستونزې
د اوسپنې زیاتوالی
د ودې کمښت

مخنیوی (Prevention)
تر ټولو مهمه لاره:
د واده نه مخکې ټسټ کول
که دواړه مور او پلار carrier وي، ماشوم کې Major Thalassemia پیدا کېږي.

Carrier څه شی دی؟
هغه شخص دی چې:
ناروغي نه لري
خو جین انتقالولای شي
باید د واده نه مخکې ټسټ وکړي

ولې انسان په روژه کې زیات غوسه کيږي ؟ او حل لاره یی څه ده؟ ارواپوهنه وايي چې غوسه د انسان یو طبیعي احساس دی، خو کله چې د...
21/02/2026

ولې انسان په روژه کې زیات غوسه کيږي ؟ او حل لاره یی څه ده؟

ارواپوهنه وايي چې غوسه د انسان یو طبیعي احساس دی، خو کله چې دا کنټرول نه شي، دشخص او ټولنیز ژوند لپاره خطرناک تمامېږي.
غوسه معمولاً د دماغي فشار، هورموني بدلونونو، فزیکي اړتیاوو او رواني عواملو پایله ده.

۱. کم خوب (Sleep Deprivation)
کله چې انسان کافي خوب ونه کړي، دماغ د احساساتو د کنټرول وړتیا له لاسه ورکوي.
کم خوب د دماغ هغه برخه کمزورې کوي چې د تصمیم، حوصلې او کنټرول مسؤلیت لري (Prefrontal Cortex).
نتیجه یې دا وي چې انسان ژر قهر کېږي، حوصله له لاسه ورکوي او بې‌دلیله غوسه ښکاره کوي.

۲. لوږه (Hunger)
لوږه د وینې د شکرو کچه راکموي. دا حالت د مغز لپاره خطر ګڼل کېږي، ځکه مغز یوازې له ګلوکوز څخه انرژي اخلي.
کله چې شکر ټیټ شي، بدن د فشار هورمونونه (Cortisol او Adrenaline) زیاتوي، چې نتیجه یې عصبانیت، اضطراب او غوسه ده.
له همدې امله ویل کېږي: لوږه مونږ روژه کې لږ شان عصبی کیږی او ژر غوسه کیږو
نوټ:دا لیکنه د عام پوهاوی لپاره ده ،نه دا چه ستاسو جنګ وکړئ، وروسته وایی چه ملامت نه یم ،لوږه ده،کم خوب مې کړای 😉 روژه د رحمت مهرباني، زغم او د نفس کنټرول لپاره بهترین فرصت دی .

نور مهم عوامل چې غوسه زیاتوي :رواني فشار او اضطراب،خپګان (Depression)،هورموني اختلالات (لکه تیروئید)،کافین او نیکوتین زیات استعمال،ځینې درمل (ستروېډونه، امفیتامینونه)،او په ماشومتوب کې ټراما او بدې تجربې دی

درملنه او کنټرول
۱-منظم خوب (۷–۹ ساعته)
منظم خوراک، هر ۳–۴ ساعت وروسته
ورزش او فزیکي فعالیت
ژور تنفس او مراقبه
رواني مشوره (CBT Therapy)

۲. درمل (یوازې که اړتیا وي او د ډاکټر په مشوره)غوسه خپله ناروغي نه ده، بلکې د نورو ستونزو نښه ده. درمل یوازې هغه وخت ورکول کېږي چې اضطراب، خپګان یا عصبي اختلال موجود وي.
١-اضطراب او عصبي تندي لپاره:
Sertraline 25–50 mg ورځ کې یو ځل
Escitalopram 5–10 mg ورځ کې یو ځل

٢-لنډمهاله شدید عصبي حالت لپاره:
Diazepam 2–5 mg دوه ځله په ورځ کې
Clonazepam 0.25–0.5 mg دوه ځله په ورځ کې

٣-خوب لپاره:
Melatonin 1–3 mg د شپې مخکې له خوبه
Amitriptyline 10–25 mg د شپې (یوازې د ډاکټر په
نسخه)

(تيوفيلين او کافين)THEOPHYLLINE & CAFFEINE          Methylxanthines ، د تيوفيلين او کافين په شمول ، د اډينوسين اخذې غير ...
09/02/2026

(تيوفيلين او کافين)
THEOPHYLLINE & CAFFEINE
Methylxanthines ، د تيوفيلين او کافين په شمول ، د اډينوسين اخذې غير انتخابي انټاګونيسټ يا ضد دي. د دوز په لوړوالي کښې، مسموميت د بيټا-1- او بيټا-2-ادرينرجيک پاريدنې سره د داخل المنشه کټيکولامينونو د خوشې کيدو له امله رامنځ ته کيږي. تيوفيلين ممکن د لوړ دوز له اخيستلو څخه وروسته د مسموميت لامل شي يا مسموميت کېدای شي د اوږدمهاله تصادفي تکراري ډيرو درملو د اخيستلو په پايله کښې يا د ځيګر د فعاليت د خرابيدو له امله د درملو د له منځه وړلو د کموالي يا د درملو د غبرګون (د بيلګې په توګه ، cimetidine ، ايريترومايسين) له امله رامنځ ته شي. د تيوفيلين د سيروم معمول نيم ژوند 4-6 ساعته دی ، مګر دا ممکن د دوز د لوړوالي څخه وروسته له 20 ساعتونو څخه ډير شي. کافين په انرژي مشروباتو کښې يا د بوټو يا غذايي بشپړوونکو محصولاتو د ډيرو کارولو له امله هم کولی شي ورته مسموميت توليد کړي.
کلينيکي موندنې:
متوسط مسموميت د زړه بدوالي ، کانګو، د زړه د ډبيدو د ډيروالي او د لړزې لامل کيږي. شديد مسموميت يې د بطيني او supraventricular tachyarrhythmias، د وينې د فشار د ټيټوالي او جټکو پواسطه ځانګړی کيږي. Status epilepticus عام دی او اکثره د اختلاج ضد معمولو درملو سره ځواب نه وايي. د دوز د تازه لوړوالي څخه وروسته ( مګر ځنډني مسموميت څخه نه ) په وينه کښې د پوتاشيم د کچې کموالی، د وينې د ګلوکوز د کچې زياتوالی، او ميټابوليک اسيدوزس عام دي. جټکې او د مسموميت نورې څرګندونې ممکن د تازه خوراک څخه وروسته د څو ساعتونو لپاره وځنډول شي ، په ځانګړې توګه که چيرې په دوامداره توګه خوشې کيدونکي مستحضرات (Theo-Dur ) يې خوړلي وي.
تشخيص د سيروم د تيوفيلين د غلظت د اندازه کولو پراساس دی. احتمال شته چې جټکې او د وينې ټيټ فشار د تازه overdose په ناروغانو کښې رامنځ ته شي د چا چې د سيروم کچه له 100 ملي ګرامه په ليتر (555 mcmol/L ) څخه زياته وي.
جدي مسموميت کيدای شي په ټيټه کچه پرمختګ وکړي (د بيلګې په توګه،40–60 ملي ګرامه په ليتر ]222–333 مايکروموله پر ليتر[) په هغو ناروغانو کښې چې ځنډنی مسموميت لري. د سيروم د کافين کچه په منظم ډول په کلينيکي تمريناتو کښې شتون نلري، مګر د 51 وژونکو پيښو په څيړنه کښې منځنۍ کچه 180 ملي ګرامه په ليتر (33–567 mg/L په حد کښې) وه. (1, 6, 7, 8)
درملنه:
الف: بيړني او مرستندويه اقدامات: د تازه خوراک څخه وروسته فعال سکاره ورکړئ. د فعالو سکرو تکراري دوزونه ممکن د " gut dialysis "(د کولمو ډيالايزس) پواسطه د تيوفيلين له مينځه وړو ته وده ورکړي. که چيرې ډير يې خوړلي وي نو د ټولې هضمي لارې مينځل په نظر کښې نيول کيږي. هيموډيالايزس د تيوفيلين په لرې کولو کښې اغيزمن دی او د هغو ناروغانو لپاره چې status epilepticus لري يا د سيروم تيوفيلين کچه يې په څرګند ډول لوړه شوې وي (د بيلګې په توګه له 100 mg/L [555 mcmol/L] څخه لوړ د تازه overdose څخه وروسته يا 60 mg/L [333 mcmol/L] څخه ډير له ځنډني مسموميت سره).
ب: ځانګړې درملنه: د جټکو درملنه د بينزوډيازيپينونو سره کيږي چې (لورازيپام، 2-3 ملي ګرامه په وريد کښې، يا ډيازيپام، 5-10 ملي ګرامه د وريد له لارې) يا فينوباربيټال (10-15 ملي ګرامه / کيلو ګرام د وريد له لارې) ورکول کيږي. Phenytoin اغيزمن ندی.
ټيټ فشار او د زړه د ډبيدو زياتوالی - کوم چې د بيټا ادرينرجيک د زياتې پاريدنې له امله رامنځ ته کيږي - ممکن د بيټا بلاکر درملنې ته ځواب ووايي حتی له ټيټو دوزونو سره.
ايسمولول(esmolol) ، 25-50 مايکروګرامه په کيلوګرام په دقيقه کښې د وريد له لارې ، يا پروپرانولول، 0.5-1 ملي ګرام د وريد له لارې ورکړئ.(1, 6, 7, 8)

👶 د ماشوم پر بدن وېښتان؟ د نوي زېږېدلي ماشوم حقیقتونه 👶1️⃣ دې ته لانګو (Lanugo) ویل کېږيدا نري او نرم وېښتان دي چې د ماش...
09/02/2026

👶 د ماشوم پر بدن وېښتان؟ د نوي زېږېدلي ماشوم حقیقتونه 👶
1️⃣ دې ته لانګو (Lanugo) ویل کېږي
دا نري او نرم وېښتان دي چې د ماشوم بدن د زېږېدو نه مخکې پوښي.
2️⃣ د ماشوم د پوستکي ساتنه کوي
لانګو د محافظتي طبقې (ورنکس) په ساتلو کې مرسته کوي، چې د مور په رحم کې د ماشوم پوستکی خوندي وساتي.
3️⃣ په نویو زېږېدلو ماشومانو کې ډېر عام دي
ډېر ماشومان—په ځانګړي ډول وخت نه مخکې زېږېدلي—له ښکاره لانګو سره زېږي.
4️⃣ په طبیعي ډول له منځه ځي
لانګو عموماً په څو اوونیو یا میاشتو کې پخپله ورکېږي.
5️⃣ د اندېښنې وړ نه دي
دا دا معنا نه لري چې ستاسو ماشوم به په راتلونکې کې ډېر وېښتان ولري.
💗 لانګو د نوي زېږېدلي ماشوم د ودې یوه عادي برخه ده.
که وغواړې، زه کولی شم دا ساده، لنډ، یا د پوسټر/انفوګرافیک لپاره هم برابر کړم.

که یو کس هره ورځ ډېر خوراک کوي د وخت په تېرېدو سر معده او هاضمې سیستم کې کولی شي ستونزي رامنځته کړي چې ځینې یې لنډمهاله ...
09/02/2026

که یو کس هره ورځ ډېر خوراک کوي د وخت په تېرېدو سر معده او هاضمې سیستم کې کولی شي ستونزي رامنځته کړي چې ځینې یې لنډمهاله او ځینې یی اوږدمهاله ناروغۍ جوړوي

۱. د هاضمې خرابوالی
– د معدې دروندوالی
–د ګېډې پړسوب
–د ګېډې ډکوالی او ناارامي
– د خوړو وروسته سستي او ستړیا

۲. تیزابو زیاتوالی
– د معدې تېزاب زیاتېږي
– سینه سوزش پیدا کوي
– د تیزابو خولې ته راتلل
– د مرۍ التهاب

۳. چاغوالی
– چاغوالی بیا لاندې ناروغۍ رامنځته کوي
– شکر
– فشار لوړوالی
– زړه ناروغۍ
– د ځیګر غوړ

۴. د معدې حرکت سستي
– د معدې تخلیه ورو کېږي
– دوامدار ډکوالی
– کانګې
– زړه بدوالی

مخنیوي یی په لاندې ډول کیږی
✔ لږ لږ خوړل
✔ ورو ورو خوراک کول
✔ ښه ژوول
✔ په یو وخت ډېر خوراک نه کول
✔ د شپې ناوخته دروند خوراک نه کول
✔ فایبر لرونکي خواړه خوړل
✔ اوبه په مناسب مقدار څښل
✔ فزیکي فعالیت ترسره کول

نوټ- په دوامداره توګه د ډېر خوراک کولو سره معده لویږي کله چې معده لویه(پراخه) سي بیا د لږ خوراک سره د لوږې احساس نه ختمیږي په داسې حالت کې دغه کسان مجبور دي تر څو د لوږې احساس له منځه وړلو لپاره ډیر خوراک وکړي خو که په تدریجي ډول خوراک کم شي د وخت په تېریدو معده بیرته کوچنۍ کیږي او هم د کم خوراک سره د مړښت احساس رامنځته کیږي

09/02/2026

Best fruits that help lower blood pressure

Banana
• High potassium → counters sodium
• Helpful unless hyperkalemia / advanced CKD
• Limit to ½–1 banana/day if kidney function is borderline

Pomegranate
• Strong evidence for ↓ systolic BP
• Improves ACE inhibition & oxidative stress
• Best form: fresh fruit or ½ cup juice

Berries (Blueberry, Strawberry)
• Rich in anthocyanins
• Improve vascular stiffness & NO availability
• Aim: ½–1 cup/day

Citrus fruits (Orange, Mosambi, Lemon, Grapefruit)
• Flavonoids (hesperidin) → vasodilation
• Lemon water helps salt reduction indirectly
Avoid grapefruit if on calcium-channel blockers (amlodipine, felodipine)

Apple
• Polyphenols reduce arterial stiffness
• “One apple/day” actually holds some truth here

Kiwi
• Proven BP-lowering effect in trials
• Improves platelet function + potassium content

Avocado
• Potassium + healthy fats
• Small portion (¼–½ fruit) if proteinuric/CKD

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ميلاد روغتيايې کلينيک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share