Mohammad Pharmacy

Mohammad Pharmacy 24/7 Medical Pharmacy

10/06/2022

شديد اسهال د مايعاتو د کمښت له لاري انسان وژني. تاسو څرنګه کولای شئ چې پخپل کور کې د اسهال ناروغان د مايعاتو له کمښته و ساتئ؟
اول لاسونه او لوښی په صابون او اوبو پاک پرېمينځئ بيا په هغه کې يو لېټر اوبه جوش او بيا سړي کړئ. شپږ کاچوغي ( د چايو وړي کاچوغي) بوره او نېمه د چايو کاشوغه مالګه په کې واچوئ او ښه يې و لړئ. دغه محلول يا مايع وړو ماشومانو ته د ورځي نېم لېټر او غټو ماشومانو ته يو لېټر ورکړئ. که د لويانو شديد اسهال وي هغوۍ ته درې لېټره ور کړئ.

نوټ: د تي ماشومان خصوصاً چې عمر يې له شپږ مېاشتو څخه کم وي او اسهال ولري بايد مور ډير تی ورکړي.
Dr. shams

18/04/2022

بواسير:
بواسیر د مقعد د ننه يا شاوخوا وړې وړې غوټې دي چې ډيری وخت پرته له درملنې په يو څو ورځو کې پخپله ښه کيږي.
نښانې:
- تشناب ته له تلو وروسته د ضرورت پوره کولو په اخېر کې له مقعد څخه د وينې راتګ.
- په مقعد کې د یوې کتلې يا وړې غوټې را منځ ته کېدل.
- د مقعد خارش او يا د مقعد په شاوخوا کې درد.
درملنه:
- په خوړو کې د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ.
- په کافې اندازه اوبه وڅښئ.
- د ضرورت کولو وروسته په اوبو او يا لوند تشناب کاغذ ځان پاک کړئ.
- د مقعد شاوخوا همېشه پاکه او وچه و ساتئ.
- که غوټه له مقعد بهر را ووزي کرار، سوکه او په ډير نرمۍ سره يې بېرته مقعد ته د ننه ورټېله کړئ.
- په مناسبه اندازه پيدل تګ يا ورزش وکړئ.
- د درد لپاره له پراسېټامول ګوليو څخه کار واخلئ.
- که قبض ياست د قبض له درملو کار واخلئ. ډيری د قبض درمل د ډاکټر نسخې ته ضرورت نلري.

په درملتونونو کې د بواسيرو لپاره وړ وړ کريمونه او ملهمونه شته چې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري. که څه هم دغه کريمونه يا ملهمونه په وړ وړ نومونو پيدا کيږي خو ډيری يې (lidocaine, balsam peru, zinc oxide, bismuth oxide) کېمياوي مواد لري چې د بواسيرو درد، خارش او پاړسوب له منځه وړي، مثلاً په بريتانيا کې د Anusol يا haemorrhoids relief ointment په نامه ملهم يا کريم. تاسو کولای شئ د دې درملو له اخېستلو مخکې د درملتون له فارمسېسټ سره مشوره وکړئ.
که له پورته درملنې سره په يوه اونۍ کې ښه نه شوئ نو ډاکټر ته ولاړ شئ.

12/02/2022

الرجېک رېنايټِس چې په عامه اصطلاح خلګ ورته د پسرلي د موسم الرجي يا حساسيت وايي يوه ډيره عامه ناروغي ده. تقريباً په هرو پنځو يا شپږو کسانو کې يو کس ته پيدا کيږي. پدغه ناروغي کې د پوزي د ننه برخه د ګل له ګردې (د ګل د منځ ژيړبخونه ماده)، دوړو او ګرد، يا د ځني حيواناتو له پو ستکې چې وړې وړې زري د پخي پشان را جلا کيږي حساسيت لري او د پوزي په د ننه برخه کې د پاړسوب باعث ګرزي. دغه پاړسوب د زکام په شکل اعراض يعني پرنچل، د پوزي خارش او بنديدل منځ ته راوړي.
درملنه:
- د امکان تر حده له هغو شيانو څخه ځانونه و ساتئ چې تاسو ته دغه اعراض پيدا کوي.
- د نهايي رقيق مالګوبي (0.9%) سوڼ کولو پواسطه د پوزي د ننه برخې مېنځل.
- خلګ کولای شي Cetirizine او يا Loratadine درملو څخه استفاده وکړي. دغه درمل په ډيری هيوادونو کې د ډاکټر نسخې ته اړتيا نلري.
که مو اعراض له پورته درملنې سره ښه نه شول نو کورته

نېږدې له يو ډاکټر سره مشوره وکړئ.
Dr. Aman shams

25/01/2022

که د وېښتانو پخه لرئ او سر مو خارښ کوي تاسو کولای شئ چې له هغو شامپو ګانو څخه استفاده وکړئ چې يو لدغو لاندې اجزاوو څخه ولري. په ډيری هيوادونو کې د دغه شامپوګانو د اخېستلو لپاره تاسو د ډاکټر نسخې ته اړتيا نه لرئ.
زېنک پېرتيون zinc pyrithione
سالېسليک اسيډ Salicylic acid
سلِنيم سلفايډ Selenium sulphide
کِټوکونازول Ketoconazole
کول ټار Coal tar
هغه شامپو ګاني چې يو له پورته اجزاوو څخه ولري بايد يوه مياشت استعمال شي. که يوې کار ور نکړ بله و ازمويئ تر څو هغه شامپو پيداکړئ چې ستاسو د سر پخه او خارښ ور سره ورک شي. که له پورته شامپوګانو سره مو د سر پخه او خارښ ښه نه شو نو بيا خپل کورته نېږدې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.
Dr aman shams

Address

د شيخ زاید پوهنتون عمومي سرک الفتح لیسې ته مخامخ خوست ښار
Khost
77

Telephone

93799136100

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mohammad Pharmacy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram