Laboratoryلابراتور

Laboratoryلابراتور دطبی محصلینولپاره بهترین page
درسره شیریی کړی دطبی ټکنالوژی شاګردانو اونورو طبی کارکوونکولپاره په زړه پوری معلومات هم دلته وګوری
صفحه درسره لایک کړی�
(1)

که چا ته دغه لاندې علامې پيدا شي بايد د هغه شکره (د ويني ګلوکوز) معاينه شي.- ډير زيات تږی کيږي- ډيري متيازي کوي خصوصاً ک...
01/05/2024

که چا ته دغه لاندې علامې پيدا شي بايد د هغه شکره (د ويني ګلوکوز) معاينه شي.
- ډير زيات تږی کيږي
- ډيري متيازي کوي خصوصاً که د شپې متيازو ته له خوبه را پاڅيږي
- همېشه ډير ستړی او ستومانه وي
- وزن يې کميږي خصوصاً هر هغه وخت که يې مټې، ورانونه او د پنډيو ساحې نرۍ کيږي.
- د تناسلې الې خارش
- د ديد پيکه کېدل
که پورته اعراض چا ته پيدا شي دا معنا نلري چې هغه کس به حتماً د شکري ناروغي لري بلکه د هغه کس د ويني معاينه بايد وشي ځکه پورته نښې نښاني په نورو مرضونو کې هم پيدا کېدی شي.
©
#له نوروسره ضرورشیرکړی

20/06/2023

_زړه (Heart) هغه وخت دمشکل سره مخ کیږي کله چي انسان ډېر تریو یا ډېر کولیسټرول لرونکي خواړه حوري💝💔

16/06/2023
ولې خولې ته نږدې دانه پیدا کېږي؟ خولې ته نېږدې د درد، سوزش او کوچنۍ درد لرونکې دانې او پړسوب د ابلا یا cold sore پۀ نوم ...
05/06/2023

ولې خولې ته نږدې دانه پیدا کېږي؟

خولې ته نېږدې د درد، سوزش او کوچنۍ درد لرونکې دانې او پړسوب د ابلا یا cold sore پۀ نوم یادېږي چې پۀ عادي حالت کې تقریبا پۀ لسو ورځو کې روغېږي.
ابلا د يؤ ډول ویروس چې (Herpes simplex virus) پۀ نوم یادېږي منځ ته راځي، کله چې انسان پۀ لومړي ځل د دې ویروس سره مخ شي نو ویروس پۀ بدن کې ځان پټ ساتي او وروسته د ځینو عواملو لکه: زکام، ستړیا، تشویش، د ښځو میاشتنۍ عادت، باد او یا هم د تېز لمر وړانګو پۀ واسطه بیا فعاله کیږي او ابلا منځ ته راوړي.

درملنه یې داسې وکړئ:
د ښه تشخیص او درملنې لپاره غوره ده چې ډاکټر ته ولاړ شئ، البته هغه څه چې ستاسو سره مرسته کوي په لاندي ډول دي:
1ـ کله چې شونډو ته نېزدې یا پر شونډو سوزش یا درد احساس کړئ نو د یخ (Ice) یوه ټوټه د مخ په ټیشیو کاغذ کي ونغاړئ او د لسو دقیقو لپاره يې په هغه ځای چې سوزش لري ونیسئ، د ورځې څلور یا پنځه ځله دا کار وکړئ.

2ـ د درد او تبې لپاره د paracetamol یا Ibuprofen دوا څخه استفاده کولی شئ.

3ـ د شونډو د چاودېدو او د وینې کیدو د مخنیوي لپاره د lip Balm څخه استفاده کولی شئ.

4ـ ابلا ساري ناروغي ده نو ګیلاس، اټوال او نور ټول هغه څه چې د زخم سره نښلي باید د بل شخص سره شریک نه شي او د ښکلولو په واسطه د یو شخص څخه بل شخص ته هم انتقالېږي.

5ـ زخم او دانه مه شکوئ او که چيرې لاس ورسره ومښل شي نو ضرور لاس ووینځئ.

6ـ د ابلا لپاره د ویروس ضد دوا Antiviral medicine استعمالېږي

  يــا  زيړي زېړی هغه ناروغي ده چه هر څوک ورسره آشنائي لري ،مګر په طبابت کې د ډېرو پيچلو ناروغيو په قطار کې راځي٠زيړ رنګ...
04/06/2023

يــا

زيړي زېړی هغه ناروغي ده چه هر څوک ورسره آشنائي لري ،
مګر په طبابت کې د ډېرو پيچلو ناروغيو په قطار کې راځي٠
زيړ رنګ د انسان په بدن کی څنګه را پيدا کيږي ؟

زيړ رنګ د انسان د وينې د سرو حجرو (RBC) د تخريب يو محصول دی ٠
د سرو حجرو (RBC) عمر په متوسط ډول ١٢٠ ورځې دی ٠
پدی موده کی هره ګړئ تازه حجرې جوړيږي او زړې حجرې له منځه ځي٠
کله چه د سرې حجرې (RBC) عمر پوره شي ، د نورو موادو تر څنګ ، يوه زيړ رنګه ماده چه د bilirubin په نامه ياديږي هم آزاديږي٠
په طبيعي حالت کې دا ماده د وينې د جريان په واسطه د بدن لابراتوار يعنې ځګر (liver) ته انتقاليږي،
ځګر دا زيړ رنګه ماده د ويني د دوران څخه حاص او د صفرا (bile) په جوړلو کی ترې کار اخلي،
صفرا په ځګر کې تر جوړيدو وروسته د صفرا په کڅوړه کې ذخيره او د ضرورت په وخت کې د خوړو غذا Food د هضم لپاره وړو کولمو ته ازاديږي٠
د دې لنډو معلوماتو نه داسې برېښي چه زيړی د انسان په بدن کې د دې زيړ رنګه مادې
يعنې د bilirubin د زياتوالي په اثر رامنځ ته کيږي٠
ددې متن نه دا هم جوتيدای شي چه د انسان په بدن کې bilirubin په لاندنيو ميخانيکيتو نو زياتيږي.

١- د زيړ رنګې مادې يا bilirubin د توليد زياتوالی٠
د دې مادې توليد هله زيات شي چه يو ګڼ شمير د وينې سرې حجرې په غير طبيعي يا ابنارمل ډول په يو ځلي تخريب او يو زيات مقدار زيړ رنګه ماده (bilirubin) ازاده کړی شي٠
ددی ډول ناروغيو مثالونه ډير دي خو د هغې نه د ملاريا ناروغئ ځکه مهمه ده چه متاسفانه اوس هم هر کال په زرګونو هيوادوال ددې ناروغئ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي٠
په ځينو ناروغانو کې د وينې سره ګردي ( سرې حجرې) د جوړښت له نظره په ذاتي ډول نميګړتياوې لري٠
ددی ډول ناروغيو پايله داسي چه سره حجرات لنډ عمر لري او په اسانې سره تخريبيږي٠
دا ناروغان کافي وينه نلري
کمخون ، anemic) وی،
د پوټکي رنګ ئي د کورنۍ د نورو غړو په تناسب کمرنګه ښکاري کيدې شي
چه له همدې سببه ځيني خلک پدې عقيده وي چه دا ناروغان په "سپين زيړي "
اخته شوې دي ،
مګر په عصري طبابت کې د سپين زيړي اصطلاح وجود نلري.

٢-د زيړي دويم ميخانيکيت د ځګر د ناروغئ دي
پدی ډول ناروغيو کی ځګر نشي کولای چه د ويني د سرو حجرو د طبيعي تخريب نه ازاده شوي زيړ رنګه ماده (bilirubin)، دويني د دوران څخه جلا کړي٠
په پايله کی د زيړ رنګه مادې غلظت په وينه کی زيات او په پوټکي او سترګو کې زيړی ليدل کيږي٠
زموږ په هيواد کی دا ډول ناروغئ خورا ډيرې دي٠
ددی ناروغيو عوامل هم خورا زيات دي خو تر ټولو عمده ئي هغه ويروسي ناروغئ دي چه ځګر ته صدمه رسوي٠
دي ډول ناروغيو ته viral hepatitis
(يرقان انتاني) ويل کيږي٠
ددی ډول ويروسونو له ډلئ نه
Hepatitis A
Hepatitis B
او
Hepatitis C
مهم دي.

پرازیټ په تصویرونو کی درسره شیر کړی
03/06/2023

پرازیټ په تصویرونو کی
درسره شیر کړی

♥✔ #دزرقیاتو په باره کی لانډ اومهم معلومات✔♥♥دنورو شایسته معلوماتو لپاره پاڼه فالو اوشیرکی✔♥         intra dermal داخل پ...
01/06/2023

♥✔ #دزرقیاتو په باره کی لانډ اومهم معلومات✔♥
♥دنورو شایسته معلوماتو لپاره پاڼه فالو اوشیرکی✔♥

intra dermal داخل په پوستکی کې زرقیات
♥ ID ♥

چی په دی طریقه کېBCG
#واکسین اویا جلدی الرژیک #ټسټونه اجراکیږی
چی په دی طریقه کي ددوا مقدارباید ډیرکم وي
ځکه چی ډیردردناک وي
درملو اندازه باید0.1ملی لیترنه زیات نه وي.10 درجو زاویه کی باید ترسره شی
2:
Intra muscular داخل عضلی زرق
♥ IM ♥
په دي تریقه کی ددرملو مایع محلولات په هغه عضله کی #تطبیق کیږی چی دعضلی کتله لویه وي لکه ډلتوئیدعضله ترای سیپس عضله #اوګلوتیوس عضله کی زرق کیږی دزرقیاتو خجم په عضلاتو کی د5 ملی لیتره څخه زیات نه وي په لویانو کی دنوي زیږیدلی ماشوم په #رکتوس #فیمورس عضله کی عضلی زرقیاتو ته ترجیح ورکول کیږی د90درجو زاویه #تطبیق کوو.
3:
sub cataneus دپوستکی لاندی زرقیات
♥SC♥
په دي تریقه کی #انسولین اوهیپارین تطبیق کیږی چی جذب یی بطی وي ددرملو اوددرملوتاثیر اوږد وي که چیریی مریض ته لارښونه وشی ددي #طریقی نومریض یی خپله هم کولی شی درملو اندازه باید0.5 ملی لیتر یا نیم سی سی نه زیات نه وي د45درجو په زاویه یی #تطبیق کوو.

intra venouse داخل وریدي زرقیات
♥IV♥
په دي تریقه کی درمل مستقیماًدویني #دوران سیستم ته داخلیږی اوپه #سرعت سره تاثیر کوي دنرس اوډاکتر په خوښه چی هرورید وغواړی زرقیات کولی شی اکثره دلاس دساعت اودلیچواوپه پښه کی انتخابیږی اوپه 25درجو زاویه کې #تطبیق کیږی.
MLT.N.jamalzoi

♥Rbc په  تصویرونو کې♥
31/05/2023

♥Rbc په تصویرونو کې♥

د مايکروسکوپ  پيژندنه :         څرنګه چې مونږ او تاسې پوهېږو الله(ج) موجودات په دوه برخو وېشلي دي،چې يو ژوندي او بل غير ...
31/05/2023

د مايکروسکوپ پيژندنه :

څرنګه چې مونږ او تاسې پوهېږو الله(ج) موجودات په دوه برخو وېشلي دي،چې يو ژوندي او بل غير ژوندي دي بيا ژوندي موجودات د جسامت له نظره په دوه برخو وېشل شوي دي يو هغه چې په سترګو ليدل کېږي او بل هغه چې په سترګو نه ليدل کېږي لکه اميب او د ملاريا ناروغۍ پرازيټ ميکروبونه او نور او هم نباتي او حيواني حجرې چې په سترګو نه شو ليدلي، نو ددې کبله ضروري او لازمي ده چې مايکروسکوپ څخه ګټه واخلو مايکروسکوپ د هغه الې څخه عبارت دي چې د يو يا څو عدسيو د يو ځاي کېدو څخه جوړ شوي دي او هغه ذره بيني اجسام چې په عادي توګه په سترګو نه ښکاري د مايکروسکوپ پواسطه لوي اوقابل دمطالعې ګرځي، چې دغه ذره بيني اجسامو لويوالي د مګنيفيکشن (Magnification ) په نوم ياديږي .
د مايکروسکوپ کليمه له دوه يوناني کليمو څخه جوړه شوېده چې مايکرو ( Micro) د واړه او سکوپين ( Skopien ) د ليدلو معنى لري پدې توګه مايکروسکوپ هغه اله ده چې د هغې پواسطه ډېر واړه شيان وينو نوويلاي شوچې مايکروسکوپ هغه اله ده چه دکوچنيو شيانو دکتلو اوليدلودپاره ديوي آلې په ذريعه استعماليږي عبارت دمايکروسکوپ څخه دي اومايکروسکوپ داسي يوه آله ده چې هغه مايکرواورګانيزمي اجسام لکه حجرات،بکترياوي،ويرسونه اوهغه ژوندي موجودات چې په سترګونه ليدل کېږي اوسترګي يې دليدوقدرت نه لري نوددغواجسامودليدلودپاره مايکروسکوپ زمونږسره مرسته کوي.
د مايکروسکوپ تاريخچه :
مايکروسکوپ د لابراتوار د ډېر حساس او پرمخ تللو سامان آلاتو د جملې څخه دي او هغه اشخاص چې نوموړي استعمالوي بايد د هغې د استعمال حفاظت او ساختمان په باره کې کاملاً اشنايي ولري د لومړي ځل لپاره مايکروسکوپ د يو هالنډي عالم لخوا چې (Zacharias Jansen) نومېده په کال ( ۱۵۹۵م) کې اختراع شو.
څو پيړۍ وړاندې کله چې عالمان ديوې منحني شکله ښيښې دغټ ښودنې په قدرت پوه شول نو هغه ؤ چې په ديارلسمه پيړۍ کې عالمانو ديو ې غيرمنظمې عدسيې څخه استفاده کوه تر څو چې په اووه لسمه پيړۍ کې يو عالم درابرت هوک په نامه خپلې تجربې په نباتې حجراتو باندې اجراءکړي، نوموړي يومايکروسکوپ جوړکړچې نوموړي مايکروسکوپ يو مرکب يا (Compound) مايکروسکوپ وو او په هغه کې ددوه عدسيو څخه استفاده شوې وه او دي پدې هم وتوانيده چې کارک حجرات پکې تر څيړنې لاندې ونيسي.
مشهور مايکرو بيولوجيسټ انتوني وان ليون هوک د لومړني ځل لپاره ديو مايکروسکوپ څخه استفاده وکړه چې په نوموړي کې يوه عدسيه کارول شوي وه او نوموړي مايکروسکوپ ده په خپله جوړ کړي ؤ او هغه مايکرو اورګانيزمونه چې زمونږ په چاپيريال کې لکه ولاړې اوبه او داسې نور مطالعه کړو او دده څېړنې لمړنۍ څيړنې وې چې دبکتريا او د وينې دسرو حجراتو په باره کې وشوې،دمرکب مايکروسکوپ کاشف (Hans Jansen) او دهغه زوي (Zacharias) دي نو بيا ويلاي شوچې مايکروسکوپ اصلي کاشف (Zacharias Jansen) دي او نوموړي ته د مايکروسکوپ دپلارلقب ورکړل شوي دمايکروسکوپ ډولونه :
۱ساده مايکروسکوپ :هغه مايکروسکوپ ته وايي چې يواځې يوه عدسيه لري دواړوطرفوته له محدبي هنداربي څخه جوړشوي لکه ذره بين چې ساعت سازان زياتر له دې ډول مايکروسکوپ څخه کار اخلي چې د هغوي په سترګو به مو ليدلي وي اويوشي څوځله غټ ښئ
۲- مرکب مايکروسکوپ :
هغه مايکروسکوپ دي چې دوه يا څو عدسيې ولري مرکب مايکروسکوپ دلومړي ځل لپاره په ( ١٥٩۵م) کال کې اختراع شوي دي. رابرت هوک لومړي ځل د کارک د لرګي حجرې د مرکب مايکروسکوپ لاندې مطالعه کړه او هغه خانې چې پدې کې موجودې وې،د حجرې په نوم يادې کړې او حجره له همدې زمانې څخه وپيژندل شوه ددې لپاره چې د مايکروسکوپ څخه ښه ګټه واخستل شي بايد د هغې ټولې برخې وپيژنو او د استعمال طريقه يې زده کړو.

دنوردمنبع له مخې د مايکروسکوپ ډولونه :
۱- نوري مايکروسکوپ ( Light microscope ):
دامايکروسکوپ ترټولو معمول ترين مايکروسکوپ دي لمړني اختراع شوي مايکروسکوپ د ايپټيکل مايکروسکوپ څخه عبارت دي پدې ډول مايکروسکوپ کې د يو يا څو عدسيو څخه چې يو د بل سره تماس لري جوړ شوي دي لکه لاسي ذره بين پدې ډول مايکروسکوپ کې معمولاٌ دعادي نور يا برق له رڼا څخه کار اخيستل کېږي.
دامايکروسکوپ خپله دنده دعدسيو دغټ ښودنې په اساس اجراء کوي چې د يو سمپل په غټولو کې مرسته کوي چې غټ ښودنه يې (1500X) پوري رسېږي او نوموړي مايکروسکوپ په خپل ځان کې دنوري طول موج څخه استفاده کوي.
نن ورځ ددې ډول مايکروسکوپ استعمال نسبت نورو ته زيات دي ترټولو نوي ماډل نوري مايکروسکوپ د ډيجيټل مايکروسکوپ څخه عبارت دىله
(1) شکل نوري مايکروسکوپ

۲- ډيجيټل مايکروسکوپ (Digital microscope)
دغه ډول مايکروسکوپ دنوري مايکروسکوپونو سره ډير توپير لري ځکه چې پدې ډول مايکروسکوپ کې د (CDD) په نامه دکامرې څخه استفاده شوېده ،چې نوموړې کامره دجسم تصوير دکمپوټر سکرين ته ورکوي او دلته دغه کامره دابجکتيو عدسيې په حيث کارکوي.
دغه مايکروسکوپ د لمړي ځل لپاره په کال(۱۹۸۶م) کال کې د (Lens) دجاپاني کمپنۍ چې په توکيو کې ده توليد شوچې اوس مهال د (Hixox) په نامه يادېږي او د (KH-700) او (KH-1300) په نامه ډيجيټل مايکروسکوپونه توليدوي نوکله چې په کمپيوټرکې (USB-part) جوړشوډيجيټل مايکروسکوپ نورهم پرمختګ وکړاواوس دهمدې پارټ له لارې دامايکروسکوپ دکمپيوټرسره وصلېږي.
د (USB-part) په اختراع سره دنړۍ ځينې نورې کمپنۍ هم د ديجيټل مايکروسکوپ جوړيدو ته زړه ښه کړچې بالاخره په کيفيت او غټ ښودنه کې نور هم ښه والي راغي او قيمت يې هم تر پخوا راکښته شو.

(2- شکل) ديجيتل مايکروسکوپ
دډيجيټل او اپټيکل مايکروسکوپ ترمنځ فرقونه :
· په ډيجيټل مايکروسکوپ کې مونږ نشو کولاي يو سمپل دسترګو پواسطه مستقيماُووينو ،ځکه چې دکامرې پواسطه تصوير لمړي مونيټور ته ورکول کېږي او وروسته دسترګو په وسيله دليدو وړ ګرځي.
· په اپټيکل مايکروسکوپ کې يو سمپل موږ مستقيما دسترګو پواسطه وينو.

· په ډيجيټل مايکروسکوپ کې غټ ښودنه دکمپيوټر په سکرين پورې تړلې ده.
· حال دا چې په اپټيکل مايکروسکوپ کې غټ ښودنه دعدسيو د حاصل ضرب څخه لاسته راځي.
· ډيجيټل مايکروسکوپ تصوير په مستقيم ډول دکامرې پواسطه دکمپيوټر سکرين ته استول کېږي نوپدې خاطر يې دتصوير کيفيت نسبت اپټيکل مايکروسکوپ ته ښه دي.
· د ډيجيټل مايکروسکوپ ګټه داده چې نور مستقيماُ په سترګو اغيزه نشي کولاي.
٣- ډارک ګراوندمايکروسکوپ (Darkground microscpe):
ډارک ګراونډ ياد تورې ساحې لرونکي مايکروسکوپ دغه مايکروسکوپ کمپاونډ مايکروسکوپ ته ورته دي، يواځني فرق چې کمپاونډ مايکروسکوپ سره يې لري په کاندنسر کې دي ددغه مايکروسکوپ پواسطه هغه ذره بيني اجسام چې دکمپاونډ مايکروسکوپ پواسطه د ليدلو وړ ندي اود شعاع منعکسيت يې زياتې قوې ته ضرورت لري بېدون د تلوين څخه په توره ساحه کې په روښانه ډول ښکاري .
داهغه موادچې دډارک ګرونډمايکروسکوپ پواسطه ليدل کېږي.
(3- شکل)ډارک ګرونډ مايکروسکوپ
٤- پاس کانټريس مايکروسکوپ (Phasecontros microscope ):
د دغه مايکروسکوپ پواسطه دژوندي ذره بيني اجسامو داخلي ساختمان بيدون د تلوين څخه مطالعه کولاي شواو ددې مايکروسکوپ پواسطه دهغه شمېر انساجو مطالعه صورت نيسي چې دانکسار ضريب يې متفاوت وي اواکثره بي رنګه انساج دهمدې مايکروسکوپ پواسطه مطالعه کېږي.
(4) شکل پاس کانټرس مايکروسکوپ
٥- الکترونيک مايکروسکو پ(Electronic microscope ):
پدې ډول مايکروسکوپونوکې دعادي نور په ځاي له الکترونيکي ستنو څخه استفاده کوي همدارنګه شيشه يي عدسيوپه ځاي له مقناطيسي عدسيوڅخه کار اخلي ددې مايکروسکوپ قدرت دعادي مايکروسکوپ په پرتله څو برابره زيات دي يعنې دهغه قدرت له عادي مايکروسکوپ څخه تقريباٌ(۱۷۰)ځله زيات دي بل داچې نظر نورو ډولونو ته دالکترونيک مايکروسکوپ الکترونيکي قدرت زيات دي.
لومړنۍ اوابتدايې الکټران مايکروسکوپ دجرمني انجينرانو لخوا چه (Ernst ruska) اود (max knail)نومېدل اختراع شو.
الکتران مايکروسکوپ اوس مهال دنړۍ دضرورتوڅخه يو ډير مهم اوباارزښتناکه ضروري مايکروسکوپ دي.
چې په اول کې يې غټ ښودنه څلور سوه وه خووروسته يې غټ ښودنه نوري مايکروسکوپ سره برابره شوه خو وروسته تر يوه ميليون پوري هم ورسيده خواوس مهال نړۍ پدې توانېدلې ده چه غټ ښودنه يې تردوه ميليون پور هم ورسوي.
دالکټران مايکروسکوپ داستعمال ځايونه ډيردي دمثال په ډول دبيولوژيکې اجساموپه انساجواودبدن نورواعضاووکې اوهمدارنګه هغه ويرسونه چه دعادي مايکروسکوپ په واسطه نه ليدل کېږي الکټران مايکروسکوپ دليدو وړګرځوي.

(5) شکل الکترونيک مايکروسکوپ

الکټران مايکروسکوپه دوه ډوله استعمالېږي :
· يو ډول الکټران مايکروسکوپ (Eelectrostatic lens) لري اودلاس پواسطه (adjust) کېږي اومونږ حرکت ورکولاي شو.
په دې ډول مايکرسکوپ کې( electrostatic lens) کارول شوي چې دمقناطيسي قوي په اساس کار کوي چه دغه عدسيې الکترو نيکې وړانګي کنترولوي.
دالکټران مايکروسکوپ لوي ښودنه ځکه تر نوري مايکروسکوپ زياته ده چه الکټران مايکروسکوپ په خپل ځان کې دالکټرون زراتوڅخه کار اخلي،او موږ تاسي پو هېږو.چه الکټرون ذراتو نسبت پروتون زري ته کوچنۍ ذره ده .

Address

Jamalzi
Khost
093767585240

Opening Hours

09:00 - 17:00

Telephone

+93745452978

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Laboratoryلابراتور posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Laboratoryلابراتور:

Share

Category