Khost Central Medical Lab خـوسـت مـرکزي طـبي لابـراتـوار

  • Home
  • Afghanistan
  • Khost
  • Khost Central Medical Lab خـوسـت مـرکزي طـبي لابـراتـوار

Khost Central Medical Lab خـوسـت مـرکزي طـبي لابـراتـوار خوست مرکزی طبی لابرارتوار په خوست کی یو له مجهزترینو لابراتوارونو څخه دی چی خوستمیشتو او هیوادوالو ته منظم خدامات وړاندی کوی

د شکر ټولو مريضانو ته خبر ورکول کيږي چې هيمولين 70/30 انسولين چې له يو څه وخت راهيسې شارټ وه تازه راغلي او له مونږ سره ي...
08/04/2023

د شکر ټولو مريضانو ته خبر ورکول کيږي چې هيمولين 70/30 انسولين چې له يو څه وخت راهيسې شارټ وه تازه راغلي او له مونږ سره يې تر لاسه کولى شئ.

پته: خوست ښار بلند منزلو لين افغان ټاور شاته رؤفي روغتون خوست مرکزي طبي لابراتوار.
0767953535, 0777174546

10/11/2020
د سرو حجراتو غيرې نارمل شکلونه
09/11/2020

د سرو حجراتو غيرې نارمل شکلونه

د شکرې د ناروغانو زخمونهDiabetic Ulcersدشکرې د ناروغانو زخمونه،خاصتا هغه زخمونه چې په پښو کې رامنځ ته کیږي،په طبابت کې ی...
16/02/2019

د شکرې د ناروغانو زخمونه
Diabetic Ulcers

دشکرې د ناروغانو زخمونه،خاصتا هغه زخمونه چې په پښو کې رامنځ ته کیږي،په طبابت کې یوی لوی او جنجالي بحث دی.

عوامل:
- د شکرې د ناروغانو زخمونه(دا زخمونه معمولا په پښو کې را منځ ته کیږی نو ځکه به د پښو په زخمونو بحث وشي) د لاندنیو عواملو پر بنسټ را منځ ته او د هغو درملنه هم ګرانه ده:
۱- دشکرې د ناروغانو دوینې کوچني رګونه تنګوالی او بندش پیدا کوي.پدې توګه ددې ناروغانو د پښو رګونه و پښو ته کافی وینه رسولی نشي.
ښکاره ده چې د وینې د نه رسیدو په وجه،د پښو انساجو ته اکسیجن او د ضرورت وړ خواړه، په ښه وجه رسیدلی نشي. چې اکسیجن او خواړه ناکافی وي،زخم نه جوړیږي.

په عام ډول د شکرې په ناروغانو کې تر زنګانه کښته د وینې جریان متاثر کیږي.

نو ددې لپاره چې د وینې جریان بهبود پیدا کړي،لازمه ده چې د وینې د رګونو بندش اصلاح شي.
خو متاسفانه په افغانستان او ورته هیواونو کې د معلومداره عواملو له سببه،د بند او تنګ شریان خلاصول،تقریبا ناممکن دی.
حتي په غربي پرمختللو ټولنو کې هم ددې مشکل درملنه خورا ګرانه ده.دا ځکه چې لمړی باید په یو مجهز طبي مرکز کې د شریانونو تصویر تر لاسه شي او د بند یا تنګ شریان د خلاصون تلاش وشي(angiography and angioplasty ).دا یو ډیر ګران او مشکل کار دی او ګڼ شمیر متخصصینو او وسایلو ته اړتیا لري.

ددې لپاره چې د ویني د رګونو د تنګوالي مخنیوی وشی باید:
- د ناروغ شکره باید تر کنترول لاندې وي: ددې کار لپاره مناسبه غذا،ورزش او دواګانو ته اړتیا لیدل کیږي.
- د ناروغ د وینې غوړ باید لږ کړی شي.دا عمل بیاهم مناسبو خواړو،ورزش او دوا ته اړتیا لري.
-
- د ناروغ د وینې فشار،سترګې،زړه،بډودي او نور غړي باید سالم وساتل شي.

** که پښو ته د ویني جریان خورا لږ او ضعیف وي،لازمه ده چې په یوه مجهز مرکز کې درګونو د خلاصون هڅه وشي.د هغي نه بغیر،د زخمونو ښه والی تقریبا ناشونی دی.

۲- دشکرې د ناروغانو عصبي رشتې،خاصتا په پښو کې خپله وطیفه په سم ډول تر سره کولی نشی.
* د اعصبي رشتې و هغو ته د وینې د رسونکو رګونو د تنګوالې،بندش او دغه راز په وینه کې د ډیرې شکرې د شتون په وجه صدمه مومي.
- کله چې حرکي رشتې متضضرې شي، د پښو غضلات او لګمنټونه(هغه ریښې چې هډوکي سره مښلوي او د هغو په حرکت کې نقش لري) خپل کار په سمه توګه اجرا کولی نشي.نتیجه دا چي د پښو هډوکي خپل طبیعی اناتومیک موقعیت ساتلی نشي.پایله ئي داچې پښې او د هغو ګوتې کږې وږي او برجستګي ګانې پیدا کړي(شکل).

له بلې خوا د شکرې د ناروغانو د پښو د اعصابو د حسیت هم متاثر کیږي.پایله ئي دا چې ناروغ د درد (خوږ) احساس له لاسه ورکوي.پدې توګه د پښو د زخمونو نه بیخبره پاتې کیږي او د هغو مخنیوی او درملنه په مناسب وخت کې نه تر سره کیږي.

دغه راز د شکرې د ناروغانو د موقعیت د احساس(proprioception) عصبي رشتې هم خپل کار په سمه توګه تر سره کولی نشی.پایله داچې د پورتنیو عصبي ریشتو د ناسم کار تر څنګ،د موقعیت د حساس د عصبي رشتو د مصدومیت په وجه،ناروغ دلارې تګ موازنه ساتلی نشي او د پښو په برجسته ټکو ډیر فشار واردیږي.دا پخپل نوبت د زخمونو په را منځ ته کولو کې ستر نقش لوبولی شي.

د شکري د ناروغانوخود کاره عصبي رشتې(autonomic nerves) هم سم کار نکوی.پایله ئی د رګونو د ارتوالي،خولې ( عرق) او تودوخې (حرارت) بینظمي ده.

متاسفانه،کله چې عصبي رشتو ته صدمه ورسیږي،د هغو درملنه تقریبا نا ممکنه ده.

۳- د شکري په ناروغانو کې د بدن د ټولو انساجو تغذی متاثره کیږي.د شکرې د ناروغانو د معافیت سیستم(ّImmune system) سم کار کولی نشي.نتیجه: دزخمونو رامنځ ته کیدل،د هغو د ترمیم مشکلات او د میکروبونو په مقابل کې د بدن د دفاعي سیستم ضعیفي او بیکارګي.دغه راز،کله چې د وینې شکره لوړه وي،د لوړ اسموتیک فشار په وسیله انساج تورم پیدا کوی،خاصتا د عصبي رشتو پوښ،پړسیږي چي دا پخپله یو بل مشکل دی.
دشکرې په ناروغانو کې د زړه (قلب)،بدوډي(ګرده) او نور امراض هم ډیر واقع کیږي چې دا پخپل نوبت د زخمونو د رامنځ ته کیده او درملنه کې منفی نقش لوبوي.

مخنیوی( وقایه):
- لازمه ده چې د شکرې ناروغان پدې و پوهول شي چې ددوي د پښود زخمونو(او نورو مشکلاتو) درملنه خورا ګران کار دی او په یو شمیر واقایعو کې د پښې د تر لاسه ورکولو(Amputation) سبب کیدی شی. نو:

* شکره مو د خوړو،ورزش او دوا په مرسته کنترول کړی.
* د وینې غوړ مو هم د غذاېي رژیم،ورزش او دوا په مرسته کښته وساتۍ.
* سګرټ مه څکوي.د سګرټ،چلم او ورته وسایلو استعمال،د رګونو په تنګوالي،د عصبي ریښو په مصدومیت،د زخمونو په نه روغیدو،د فشار په جګوالي د زړه د حملې،سرطان او ورته نورو نارغیو په را منځ ته کولو کې ستر نقش لرلی شي.
* د فشار درملنه مو وکړئ.
* د سترګو،زړه،بډوډو او نورد غړو روغتیا مو په کلکه مراعات کړئ.

** د زخمونو د مخنیوی لارې چارې:
- که سترګې مو ضعیفه وي،چشمې(عینکې) استعمال کړئ.
- جورابې مه هیروئ.
- بوټونه مو باید نرم،آزاده او مسترح وي.که د پښو شکل مو تغیر کړی وی،د امکان په صورت کې د پښو د متخصص(podiatrist) په مرسته مناسب بوټونه تر لاسه کړئ.
بوټونه مو یواځي د خوب په وخت کې وکاږئ.
- په کورکې مو باید نرم فرش موجود وي.
- پښي مو باید په منظم ډول د ډاکتر،تکړه نرس، او د امکان په صورت کې د پښو د متخصص په وسیله وکتل شي.که زخم یا زخمونه موجود وی،دهغو درملنه وشي اوسبب ئي اصلاح شي(که امکان ولري).
ـ د پښو نوکان مو باید په ډیر احتیاط سره پرې کړی شي.(د امکان په صورت کې د پښو د متخصص نه مرسته و غواړئ).
- پښې مو هره ورځ په دقیق ډول ومینځئ، په نرمه تکه وچې او معاینه ئي کړئ.
- هیڅکله هم د پښو د برجسته ګیو او زخو درملنه پخپله یا د غیر مسلکي شخص په واسطه ونکړئ.
- پښې مو د ډاکتر په مشوره په مناسب کریم غوړې کړئ.(ِغوړول ئی ډیر مهم ندی خو ګټه لرلی شي).
- د ضرورت په وخت کې امسا(لکړه) ولګوئ.

د آمیب د ناروغئ په اړه معلوماتپدې لیکنه کې به هڅه وکړو چی لاندې پوښتنو ته ځواب ووایو.1. پرازیت څه شئ ده؟2. آمیب څه ډول پ...
13/02/2019

د آمیب د ناروغئ په اړه معلومات
پدې لیکنه کې به هڅه وکړو چی لاندې پوښتنو ته ځواب ووایو.
1. پرازیت څه شئ ده؟
2. آمیب څه ډول پرازیت ده؟
3. کوم ډؤل آمیب انسان ناروغه کوی؟
4. آمیب په څو شکلونو لیدل کیږی؟
5. د آمیب د کوم شکل په خوړلو سره انسان په ناروغئ اخته کېږی؟
6. آمیب په سلو کې په څو ناروغانو کی د ناروغئ لامل کېږی؟
7. هغه وګړی چی آمیب تشخیص کېږی په سلو کی څو یی رښتیا د آمیب ناروغی لری او څو یی آمیبی ناروغی نلری مګر په غلط ډؤل آمیب تشخیص کېږی؟

1. پرازیت څه شئ ده؟
هر هغه ژوندئ موجود چی په بل ژوندی موجود کی ژوند کوی، د هغه له بدن نه خواړه لاس ته راوړی مګر په مقابل کی هغه ته زیان رسوی او په ناروغئ يي اخته کوی د پرازیت په نوم یادېږی.
2. آمیب څه ډول پرازیت ده؟
آمیب یو پرازیت ده چی بدن یی له یوې حجرې څخه جوړ شوئ ده (هغه ژوندی موجودات چی بدن یی له یوی حجری څخه جوړ شوی وی په علمی ژبه ورته پروتوزوا Protozoaوایی) لدی کبله آمیب هم د پروتوزوا په کورنئ کې راځی.
3. کوم ډؤل آمیب انسان ناروغه کوی؟
د یادونې ده چی آمیب ګڼ شمېر ډولونه لری چی اکثره يي یا هیڅ ناروغی منځ ته نه راوړی یا دومره کوچنئ ناروغئ منځ ته راوړی چی دلته یی ښایی یادؤلو ته اړتیا نه وی ولی هغه آمیب چی په انسان کی د پام وړ ناروغی منځ ته راوړی د اینتامیبا هیستولایتیکا Entamoeba Histolytica په نوم یادېږی او همدا زمونږ د دی لیکنې موضوع ده.
4. آمیب په څو شکلونو لیدل کیږی؟
آمیب په دوه شکلونو لیدل کېږی چی یوه ته یی فعال شکل یا تروفوزویت Trophozoite او بل ته یی غیرفعال شکل یا سیست Cyst وایی. د یادؤنې ده چی یواځې فعال شکل ېې په کولمو برید کوی، د کولمو د ننه ټپونه، د کولمو د دیوال پړسوب او سوروالئ یا التهاب Amoebic Colitis منځ ته راوړی او د کولمو د آمیبی پېچش Amoebic Dysentery لامل کېږی او په ټوله کی ورته په طبی ژبه د آمیب له کبله د کولمو ناروغی یا Intestinal Amoebiasis وایی. سربیره پردی که د کولمو د دیوال څخه د وینی جریان ته د ننه شی نو په نورو غړو کی ځنې ناروغئ منځ ته راوړی چی په ټولیز ډؤل یی د آمیب له کبله د کولمو څخه بهر آمیبی ناروِغئ یا Extra intestinal Amoebiasis بولی. پدې ډله ناروغیو کې په ینه کې آمیبی دانې Amoebic Liver Abscess، په سږو کی آمیبی دانې Amoebic Lung Abscess، په مغزو کی آمیبی دانې Amoebic Brain Abscess شامل دی.
5. د آمیب د کوم شکل په خوړلو سره انسان په ناروغئ اخته کېږی؟
له هرڅه مخکی باید وویل شی چی دا پرازیت د ککړو خوړو او اوبو سره د انسان بدن ته ننوځی مګر د آمیب فعال یا تروفوزویت شکل که انسان وخوری د ناروغئ لامل نه کیږی دا ځکه چی له یوی خوا د آمیب دا شکل د بدن نه په بهر چاپېریال کې پخپله مړ کیږی او که په تصادفی ډول یی انسان وخوری هم د معدی تیزاب یی د مړینی لامل کیږی مګر کله چی د آمیب کافی اندازه غیرفعال (سیست) شکل د خوړو یا اوبو سره وخوړل شی نو ښایی د آمیب د ناروغئ لامل شی دا ځکه چی دا شکل د معدی د تیزابو تر اغېز لاندی له منځه نه ځی، پدې ډؤل روغ رمټ له معدې څخه کولمو ته تېرېږی، هلته له خپل کلک پوښ (سیست) څخه را بهر کېږی، تکثر کوی او د کولمو په دېوال برید کوی چی په پایله کی یی ناروغی منځ ته راځی. هر وخت چی ورته د ژوند چاپېریال ستونزمن شو بیرته پخپل سیست کی ننوځئ. دا پرازیت د ناروغ د غایطه موادو سره ډېر ځل د سیست په شکل او کله کله د تروفوزویت په شکل له بدن نه بهر وځی او خواړه او اوبه پرې ککړېږی.
6. آمیب په سلو کې په څو ناروغانو کی د ناروغئ لامل کېږی؟
تر ټولو ارزښتناک ټکئ دا ده چی آمیب په ټولو وګړو کی نه بلکه په سلو کی یواځې په لس وګړو کې ناروغی منځ ته راوړی، په سلو کې په ۹۰ پاتی وګړو کې هیڅ ناروغی منځ ته نه راوړی، دا ۹۰٪ وګړی پرته لدی چی کومه ناروغی یا تکلیف ولری د غایطه موادو سره د آمیب غیرفعال شکلونه (سیستونه) چاپیریال ته خارجوی پدی ډؤل دوی پخپله روغ رمټ وی مګر چاپیریال ککړوی او ښایی نور وګړی په ناروغئ اخته کړی، دې ډلې وګړو ته په طبی ژبه کې Asymptomatic Cyst Passers وایی. دا هم د یادوؤنې ده چې ددې ۹۰٪ وګړو له ډلي څخه په ۱۰٪ کی ښایی د یو یا څو کلونو په تیریدو نوموړئ غیرفعال شکل فعال شکل ته بدلون ومومی او هغوئ کی د ناروغئ نښې نښانې راڅرګندې شی (پدې ټکي ښایی ګڼ شمېر وګړی راسره یوه خوله نه وی لدی کبله اړینه ده چی پدې اړه پهHarrison’s Principles and Practice of Medicine – 17th Edition کي د Amoebiasis سرلیک د سرچینی یا مأخد په ډول یاد کړم).
7. هغه وګړی چی آمیب تشخیص کېږی په سلو کی څو یی رښتیا د آمیب ناروغی لری او څو یی آمیبی ناروغی نلری مګر په غلط ډؤل آمیب تشخیص کېږی؟
له بده مرغه چی نزدی د ټولو ناروغیو د تشخیص په څېر کله چی مونږ د غایطه موادو په معاینه کې د آمیب رپوټ وګورو نو پرته لدی چی د ناروغ د کلینیکی لوحې سره سر ورکړو سمدستی پرې د آمیب د ناروغئ تشخیص ږدو او د آمیب درملنه ورته پیل کوو خو دې ټکی ته هیڅ پام نه کوو چی دا پرازیت یواځې په ۱۰٪ وګړو کی د ناروغئ نښې نښانې منځ ته راوړی، ۹۰٪ دا وګړی چی هیڅ ناروغی پکی منځ ته نه راځی له پامه غورځؤو. همدا لامل دی چی زمونږ په ټولنه کې ښایی لس ګونه او سل ګونه زره وګړی آمیب تشخیص شوی وی، هر یو یی لس ګونه ډاکټرانو ته تللی او د آمیب د ناروغئ لس ګونه او سل ګونه نسخې ېې د ډاکټر له لارښودنې سره سمې خوړلی وی خو بیا هم نه وی روغ شوی. یوځل بیا له بده مرغه چی مونږ یی پړه بیرته د ناروغ په غاړه اچوو چی یا درمل سم نه استعمالوی، یا پرهیز نه کوی او یا نو دا چی آمیب مقاوم شوی او درملنې ته ځواب نه وایی مګر دا ټکئ له پامه غورځوو چی ښایی ناروغ ته بله ناروغی وی او کوم رپوټ چی لابراتواری معاینی راکړی ښایی دا یی اصلی لامل نه وی پدې بنسټ وییلئ شو چی د آمیب د ناروغئ په تشخیص کی مونږ ۹۰٪ غلطی کوو او ۱۰٪ صحیح یو. ددی ټکی ثبوت هم ښایی همدا وی چی زمونږ شاوخوا ۱۰٪ آمیب تشخیص شوی ناروغان له درملنی سره په بشپړ ډول رغېږی او پاتې ۹۰٪ یا هیڅ نه رغېږی

بروسیلوزیس     Brucellosis  ډیری وخت مونږ اورو چي تر شیدو یا هم مستو بل ګټور خواړه نشته خو باید پدی هم پوه شو چي دا مو د...
02/03/2018

بروسیلوزیس Brucellosis

ډیری وخت مونږ اورو چي تر شیدو یا هم مستو بل ګټور خواړه نشته خو باید پدی هم پوه شو چي دا مو د سړي تبي نیولي تر فلج او مړيني سبب کیدلي شئ.
بروسیلوزیس چي د خوځیدونکي یا ناهواري تبي(Undulant) او یـا هم د (Malta) تبي پنامه یادیږي، دا یوه حیـــــــواني ناروغۍ ده چي د بروسیلا پواسطه منځته رازي، حیواني یا زونوټیک یی په همدي معنی چی له حیواناتو خپریږي، لکه غوا، پیشو، بیزو، سپی اوداسي نور...!
ډیر وخت زمونږ کلیو کي څوک د نوموړي ناروغۍ په اړه معلومات نلري، ځکه دا ناروغــــۍ د تنفس له لاري هم بـدن ته داخلیدی شي، یــوازي تنـفس نه هــمدارنګه د خــــولي، تناسلي لاري او د خراشیدلی یا زخمی شوي پوستکي له لاری هم بدن ته داخلیدلی شي. او لکه څـــــرنګه مي چـــــــي په پیل کي وویل چي شیدي مو د مړيني سبب کیدلی شي، هغه ځکه چي د نوموړي ناروغۍ خپریدا ستره لاره د خامو شیدو خوړل(څکل) دي، البته د هغه غوا یا اوزي شیدي چي په بروسیلوزیزس اخته وي.
دا نــــاروغۍ‎ د اخته کیدو سره شاید دستي نښي ښکاره نکړي، یا هم د یوي نه تر دري اونۍ وخت ونیسي تر څو د ناروغۍ نښي راښکاره شي.

د ناروغۍ شروع په دوه ډوله ده.
۱ـ دوامداره او تیزه تبه
۲ـ دوره واره سړه تبه وي، چي په هر ۷ـ۱۰ ورځو کي راګرزي
د نـــــاروغۍ اعراض یا هغه څه چي نــــاروغ تري شکایت کوي، هغه کي تبه، خوله، کمزورتیا، سردرد، غوسه، د اطرافو او د ملا درد، لړزه او د بندونو درد شامل دي، او هغه علایم یا څه چي پکــــــــښی ډاکټر یا هم لیدونکي ګوري، تبه، د لـــــمفاوي سیستم مشکلات، د ځیــــــګر او توري غټوالی او ملا هغه درد چي په لږ فشار سره زیاتیږي.
دا ناروغۍ له تداوی دوه کاله وروسته بیا هم راګرځیدلی شي، دا ناروغۍ لکه بندونه، هډوکي، د مغز پوښونکي پردي، د زړه داخلي عضلات، خصیه، قـــــضیب، ځیګر د التهاب (پړسوب، سوروالی، درد) او سینه بغل سبب کیدلی شي. خیر دا یی لنډمهـــاله ستونزي وي، خو که چيرته اوږدمهاله وی نو، سړه تبه، او عصبي ستونزي پیدا کولی شي، او بــــــلاخره که دا هر څه پر مخ لاړ شي معلومه ده د مړیني سـبب کیدلی شي.
که چیرته داسي اعراض او علایم ځان کی وینو نو باید ژر تر ژره د نیزدی کلینک یا هم کوم ډاکټر سره مشوره پري وکړو، چي ستاسي وینه یا هم د هډوکي مغز کلچر کړي ځکه دا په ۵۰٪ واقعیاتو کي مثبت وي، او یا هم بروسیلا انټي باډي درجه مو وګوري.

همدارنګه ددی ناروغۍ تداوي په هر ناروغ کی توپیر لري، چي باید د ډاکټر سره پری مشوره وکړل شي. اګر چي DOXYCYCLINE 200MG هره ورځ، RIFAMPICIN 600-900MG د شپږ میاشتو لپاره یی د لومړی کرښي درمل دي.

خو ددی ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی غوره لاره ده، تر څو مخنیوی یی وکړلی شو، چي مخنیوي یی د خامو شیدو نه استعمالول، همداسي د غوا لشلو پر وخت د دستکشو، د پوزکی استعمال او همداسی د پوره نظافت یا هیجن ساتل یی غوره لار ده،
پاک خواړه، ښه خواړه، ښه ژوند.
کاپـــــــــــــــــــــــــــــــــى

هغه کوم ګروپ وینه ده چی ټولو ګروپونو ته وینه ورکولی شی ؟
28/02/2018

هغه کوم ګروپ وینه ده چی ټولو ګروپونو ته وینه ورکولی شی ؟

ستاسو په نظر دغه کومه حجره ده ؟
23/02/2018

ستاسو په نظر دغه کومه حجره ده ؟

 #شري:د شري ناروغي د ويروسي د شري ناروغي د ويروسي حادو ساري ناروغيو له ډلې څخه ده. د ناروغۍ د واكسينو د كشفولو څخه وړاند...
23/02/2018

#شري:
د شري ناروغي د ويروسي د شري ناروغي د ويروسي حادو ساري ناروغيو له ډلې څخه ده. د ناروغۍ د واكسينو د كشفولو څخه وړاندې ټول ماشومان په نوموړې ناروغۍ اخته كېدل.
#نخښې:
د شري ناروغي درې مرحلې لري.
(1)-هغه مرحله چې ويروس بدن ته ننوزي او په بدن كې تكثركوي د لسو نه تر دولسو ورځو پورې دوام مومي ، په دې مرحله كې ماشوم د ناروغۍ كومه نخښه نه لري.
(2)-د رېزش مرحله: په دې مرحله كې د ماشوم تبه لوړه وي چې د سانتي ګراد تر څلويښتو (۴۰) درجو پورې رسېږي. په دې مرحله كې د ماشوم په خوله كې د ژرندې (د ژامي غت غاشونه يا دندانهاي أسياب)د غاښونو په څنګ كې په احمراري ځمكه باندې سپينې دانې (ټكي) چې د مالګې د دانو سره ورته والى لري را دوڅارېږي. چې د كوپليك (koplike)د دانو په نامه يادېږي. نوموړې دانې( ټكي) د ۱۲ نه تر ۱۸ ساعتونو په موده كې له منځه ځي.
(3)- د شري د راوتلو مرحله: شرى لومړى د ورمېږ په پورتنې برخه او څنګونو او د غوږ شاته راوځي او بيا ټول مخ نيسي. وروسته بيا د ۲۴ ساعتو په موده كې سينه ، شا او د ورنونو او په دريمه ورځ د پښو تر تونډيو رسېږي. په دې وخت كې د ماشوم تبه له منځه ځي . كله چې د شري دانې له منځه ځي په ځاى يې قهوه اى رنګ غوره كوي چې وروسته بيا له منځه ځي. د شري د ناروغې په وخت كې ښايي د ژامو لاندې او د غاړې لمفاوي غوټې غټې شي او د هضمي سيستم ستونزې د نس ناستي او يا كانګو په ډول په ځانګړي ډول په شيدو خوړونكو ماشومانو كې را منځته شي. كه چېرې د شري د دانو د راپيدا كېدو له وخته درې يا څلور ورځې وروسته بيا هم ماشوم تبه ولري نو د شري د ناروغۍ د ناروغۍ يو اختلاط بايد په پام كې ولرو.
د خپريدو لار: د شري ناروغي يوه دېره سرايت كوونكي ويروسي ناروغي ده. په دې ډول چې په شري آخته ماشوم د پرنجي او يا ټوخي په وخت كې د خپلې خولې او پوزې د ترشحاتو سره په خپل چاپيريال كې ډير شمير ويروسونه خپروي. نوموړي ويروسونه حتې تر ۳۴ ساعتونو پورې د ماشون په خونه كې ژوندي او په فعال ډول پاته كيداى شي. كه چېرې هر هغه ماشوم چې د شري واكسين ورته نوي پيچكارۍ شوى په شري باندې د اخته ماشوم سره په تماس كې راشي نوموړى ويروس به د هغه تنفسي لارې ته ننوځي او ۱۰-۱۲ ورځو په موده كې چې د تفريخ دوره يې بولي په نوموړى ماشوم كې د ناروغۍ د نخښو د را پيدا كېدو سبب شي. د شري د سرايت دوره د ناروغۍ د لومړنۍ نخښي درا پيدا كيدو ( تبه، ريزش او ټوخي) سره پيل كېږي او ددانو دراپيداكيدو څخه تر پنځو روځو پورې ساري دى. په دې موده كې بايد ماشوم ښوونځي ته ولاړ نه شي او د نورو ماشومانو څخه بايد كاملآ جلا اوسي. د شري د نا روغې نه د وقايې په خاطر كه څه هم اخته ماشوم بايد د سرايت په مرحله د نورو ماشومانو څخه كاملآ جلا وساتل شي . مګر اخته ماشوم حتې د ريزش په مرحله كې هم نورو ته ناروغي ليږدولاى شي، نو په دې دليل ډير ښه كار د شري د واكسين پيچكاري كول دي چې بايد ټولو ماشومانو ته ورپيچكاري شي. اختلاطات د شرى يوه خطرناكه او په عذابوونكي نارغي ده چې ماشوم نه يوازي د ناروغۍ په وخت كې په عذابوي او د هغه خوب او هوسايينه د دوه درې اونيو لپاره ورڅخه اخلي بلكه ښايي ماشوم د په يو شمېر اختلاطاتو لكه سينه بغل چې ښايې د ما شوم د مړينې لامل شي، يا د ماشوم د غوږ څخه زوې راشي او درد پيدا كړي او تر ټولو بده يې لا داده چې په دماغي اختلاطاتو اخته شي او هميشنى ( دايمي ) اختلاط را منځته كړي. د شري د ناروغۍ يو مهم اختلاط هم د دماغ او ذهن او فكري استعداد د فعاليت كمېدل دي . په دې ډول چې : كله چې ماشون ښوونځي ته داخل شي ځان را ښكاره كړي او ماشوم په زده كړه كې د ستونزو سره مخ كړي. نو د مور اوپلار دنده ده چې خپل ماشوم په په خپل وخت كې د شري واكسين ورپيچكاري كړي.
درملنه :څرنګه چې نوموړې ناروغي يوه ويروسي نارغي ده نو داسې درمل چې د ناروغۍ دوران را كم كړي نشته. نو په دې دليل د شري د ناروغۍ دوران بايد تر سره شي او ناروغ ښه شي. مور او پلار بايد د ماشوم تبه هر شپږ ساعته اندازه كړي او د تبې د راكمولو درمل كله چې د هغه تبه لوړه وي هغه ته وركړي. په كوټه كې د اوبو بخار كول د ماشون د وچ ټوخي په كمولو كې اغېزمن دي. په هغه وخت كې چې د ماشوم سترګې سرې او پړسېدلې وي نو ډيره رڼا هغه په عذابوي ، نو ښه به داوي چې د ماشوم خونه تياره وي او هغه د مايعاتو څكلو ته وهڅوو. مګر كه ماشوم نور كوم ساده خواړه وغوښتل بايد ورته وركړل شي. د انټيبيوټيكونو وركول د شري په ناروغۍ كې كومه ګټه نه لري او بايد ورنكړل شي. هغه ماشومان چې د شپږو ميا شتو نه تر يوه كاله پورې عمر لر ي د ويټامين A ، ۱۰۰ زره واحده او د يوه كال نه د لويو ماشومان ته ۲۰۰ زره واحده ويتامين A بايد وركړل شي چې د ناروغې اختلاطات را كم كړي. كه چېرې ماشوم اختلاطي شي باد درملنه يې په روغتون كې تر سره شي. ايا ماشوم مخكې له ۶-۷ مياشتنۍ څخه په شري اخته كېداى شي؟ شيدې خوړنكې ماشوما ن د خپل عمر په لومړيو ۴-۶ مياشتو په موده كې د شري د ناروغۍ په مقابل كې خوندي( مصؤ ن ) دي او په دې ناروغۍ نه اخته كېږي، ځكه چې د شري د ناروغۍ ضد ماده د مور په وينه كې شته، د پلاسنتا له لارې جنين ته رسېږي او د نوي زېږېدلي وينه د ولادت په وخت كې نوموړې ماده لري، دا حالت په داسې حال كې منځته راځي چې مور د خپل ماشومتوب په دوران كې په شري اخته شوې وي. دغه مصؤنيت راوړونكې ماده چې د مور نه ماشوم ته رسېږي په تدريجي ډول كمېږي او په يو كلنۍ كې بېخي له منځه ځي. او كله چې نوموړې مصؤنيت بخښونكې ماده له منځه ولاړه شي بايد د شري واكسين ماشوم ته تزريق شي. كه چېرې روغ ماشوم په شري باندې د اخته ماشوم سره تماس پيدا كړې څه بايد وكړو؟ كه چېرې روغ ماشوم چې مخكې ورته د شري واكسن تزريق شوي دي په شري باندې د اخته ماشوم سره تماس پيداكړي ، هيڅ ډول اقدام ته اړتيا نشته . مګر كه د شري واكسين ورته نه وي تزريق شوي ، نو كه د تماس په لومړنيو يو دوه ورځو كې وي د ډاكتر په لارښوونه ورته د شري واكسين تزريق كېدلاى شي. كه كه لومړينيو ۵ ورځو په دوران كې يې تماس پيدا كړى وي بايد چې ګاما ګلوبولين د ناروغۍ د مخنيوي په منظور ورته پېچكاري شي او په پايله كې به ناروغ په شري اخته نه شي. خو كه د ۵ ورځو نه زيات د تماس شوې وي د ګاما ګلوبولينونو لوړ مقدار بايد تزريق شي.

Address

Belandmanzal Road
Khost

Opening Hours

Monday 05:30 - 21:30
Tuesday 05:30 - 21:30
Wednesday 05:30 - 21:30
Thursday 05:30 - 21:30
Friday 06:30 - 18:30
Saturday 05:30 - 21:30
Sunday 05:30 - 21:30

Telephone

0093767953535

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khost Central Medical Lab خـوسـت مـرکزي طـبي لابـراتـوار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Khost Central Medical Lab خـوسـت مـرکزي طـبي لابـراتـوار:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category