18/06/2023
موږ کيفيت ته ژمن يو !
د ژمنې سره سم د رٶفي طبي علومو انسټېټيوت د شپږم سمستر د نرسنګ څانګې محصلانو شپږ مياشتنۍ ستاژ دوره په قادري معالجوي روغتون کې په برياليتوب سره بشپړه کړه په دغه ستاژ دوره کې دغو محصلانو ته د نرسنګ بيلابيل پروسيجرونه د متخصصينو او با تجربه نرسانو لخوا ترسره شول او په اخر کې د يوې اونۍ عملي ازموينو وروسته دوى ته د متخصص صاحب عبدالله قادري په مشرۍ د ستاژ دورې سندونه ورکړل شول، د (روفي طبي علومو انسټېټيوت) اداره او (قادرى معالجوي روغتون) اداره دوى ته په راتلونکي کې لا برياليتوبونه غواړي او خدای « ج »دې دوى د هيوادوالو د ښه خدمت مصدر وګرځوي.
نوټ: د لابراتوار, فارمسي، پروتيز٫ او قابلګۍ محصلانو ته هم د عملي زده کړو پلان ترتيب شوى او په نږدې راتلونکي کې به پيل شي او همدارنګه په اونۍ کې به هرې څانګې ته د عملي زده کړو اړوند سمينار ورکول کيږي تر څو دوى د عملي زده کړو په جريان کې د مشکل سره مخ نشي.
موږ په ژمنو عمل کوو.
په درنښت.