دخوست ډاکټرانو اتحادیه

دخوست ډاکټرانو اتحادیه Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دخوست ډاکټرانو اتحادیه, Doctor, Khost.

19/06/2025

ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟
د ډېرو خلکو سره دا پوښتنه ده چې ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟

`د ماشوم جنسيت پلار ټاکي` له همدې امله زیات وخت د يوې کورنۍ ماشومان يوازې نجونې او يا يوازې هلکان وي، که څه هم ځينې خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت ځکه مور ټاکي چې ماشوم د مور په خېټه کې وده کوي، خو رښتيا دا دی چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي.

هغه ځکه چې، د نارينه وو په سپرم کې د (X او Y) کروموزومونه شتون لري، خو د مور په تخمونو کې يوازې د (X او X) کروموزومونه شتون لري، یعني د ښځينه وو کروموزومونه يوازې X کروموزومونه دي.

کله چې د نارينه او ښځينه ترمنځ القاح ترسره شي، که د نارينه د (X) کروموزوم د ښځينه له (X) کروموزوم سره يو ځای شي، د هغوی ماشوم به نجلۍ وي، خو که د نارينه د Y کروموزوم د ښځينه له X کروموزوم سره يو ځای شي ماشوم به هلک وي. نو ښکاره ده چې د ماشوم جنسيت يوازې پلار ټاکي او مور د جنسيت په ټاکلو کې هېڅ ونډه نه لري..

په افغانۍ ټولنه کې له ډېر وخت څخه را په دې خوا خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت مور ټاکي، ځکه نو هغه نارينه چې د هلک ماشوم څښتن نه کېږي له خپلې مېرمن سره بد چلند کوي او هڅه کوي چې دويم واده وکړي. هڅه وکړئ چې د خپل شاوخوا خلک په دې پوه کړئ چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي او مور د ماشوم د جنسیت په ټاکلو کې ګرمه نه ده، تر څو له هغوی سره د تاوتريخوالي او ناخواله چلند څخه مخنيوی وکړئ.

اوس هم ځېنې بې سواده خلک د ماشوم د جنسیت تعین د ښځو پورې تړې او که چيرته يوه ښځه نارینه اولاد را نه وړي، ټوله کورنۍ ښځه مجرمه ګڼي او ځيني کورنۍ خپلو اولادونو ته له همدې امله نورې ښځې کوي.

خو د جنس (ښځینه یا نارینه) تعينولو ځانګړنه الله (ج) په نارینه وو کې ایښې ده.

: د ماشوم جنسیت د پلار په سپرمونو کې د کروموزومونو له مخې ټاکل کېږي. د ماشوم د نارینه توب یواځینۍ لاره دا ده چې که هغه سپرم چې له هګۍ سره یوځاې کېږي د وای Y کروموزوم ولري نو نارینه اولاد به رامنځته شي.

پولیو واکسین ستاسو ماشومان له دایمي فلج او معلولیت څخه ژغوري.
22/05/2025

پولیو واکسین ستاسو ماشومان له دایمي فلج او معلولیت څخه ژغوري.

12/05/2025

دغوا شیدې استعمال په ماشومانو کې :
ډاکټر صاحب، تاسو بیا بیا وایئ چې نوې زېږېدلي ماشوم ته د غوا یا میښې شیدې مه ورکوئ، خو د دې علمي وضاحت نه کوئ. زه لومړۍ ځل مور شوې یم او زموږ په کورنۍ کې دا یو عام رواج دی. مهرباني وکړئ وضاحت وکړئ.

ځواب:
ستاسو پوښتنه ډېره مهمه ده او دا فکر ډېرو نوو میندو ته پیدا کېږي. زه غواړم چې د نوې زېږېدلي ماشوم لپاره د غوا یا میښې د شیدو نه ورکولو علمي دلیلونه درته واضح کړم:

۱. فطري توپیر: د غوا شیدې اصلاً د خوسکي اړتیاوو ته برابرې شوې دي، نه د انسان د ماشوم لپاره. د خوسکي هاضمه، معده، او جسمي جوړښت د انسان د ماشوم سره ډېر توپیر لري. هماغسې لکه څنګه چې انسان د څارویو خوراک نه شي هضمولی، یو نوی زېږېدلی ماشوم هم د غوا شیدې په اسانۍ سره نه شي هضمولی.

۲. د مور شیدې تر ټولو غوره خواړه دي: د نوزېږېدلي ماشوم لپاره د مور شیدې تر ټولو بشپړ، متوازن او مناسب خواړه دي. که د کوم دلیل له مخې د مور شیدې نه وي، نو د فارمولا شیدې یو مناسب بدیل ګڼل کېږي، ځکه چې دا د مور شیدو ته نژدې جوړېږي.

۳. علمي دلیلونه:
• د غوا په شیدو کې اوسپنه (آیرن) ډېره کمه وي، او هغه لږه هم چې موجوده وي، د ماشوم بدن ته په اسانۍ سره نه جذبېږي.
• پکې پروټین او منرالونه ډېر زیات وي، چې دا د ماشومانو پر ګردو بې‌ځایه فشار اچوي.
• ځینې غوړ او نور اجزا (لیپیدز) په کې شته چې د انساني ماشوم لپاره مناسب نه دي.
• د غوا شیدې ډېر په کمه عمر کې ورکول د “کاؤ ملک الرجۍ” خطر زیاتوي، چې دا د ماشوم په کولمو کې پټ وینه راوستلای شي (چې یوازې د مایکروسکوپ له لارې ښکاري).

۴. د اوسپنې کمښت او ذهني وده: د غوا شیدې د اوسپنې کمښت پیدا کولای شي، چې وروسته د ماشوم پر دماغي وده، زده‌کړې وړتیا او ذکاوت (IQ) ناوړه اغېز کولی شي. دا کمښت تل اسانه نه تشخیصېږي.

۵. د یو کال وروسته اجازه لري: کله چې ماشوم یو کلن شي، د هغه ګردې او هاضمي سیسټم تر ډېره پوره وده مومي، او هغه وخت کولی شي چې د غوا شیدې هضم کړي.

په لنډ ډول: که غوا شیدې سمدستي روغتیایي ستونزه هم نه پیدا کوي، نو بیا هم دا د نویو زېږېدلیو لپاره ښه انتخاب نه دی. زموږ هدف دا دی چې مور و پلار ته د ساینس پر بنسټ معلومات ورکړو، تر څو دوی ښه پرېکړې وکړي. پرېکړه خو بالاخره د مور و پلار وي، خو پوهه لرل ډېر مهم دي.

موږ ولي اوبو ته ضرورت لرو؟زموږ او ستاسي د وجود مختلفي برخي او د هغوی د اوبو اړتــــــــیا
05/05/2025

موږ ولي اوبو ته ضرورت لرو؟
زموږ او ستاسي د وجود مختلفي برخي او د هغوی د اوبو اړتــــــــیا

23/04/2025

ذهني فشار (Stress):
ذهني فشار هغه حالت ته ویل کېږي چې کله انسان د ژوند له ستونزو، مسوولیتونو یا بدلونونو سره د مقابلې وړتیا له لاسه ورکوي. دا یو طبیعي عکس‌العمل دی، خو که دوامداره شي، د جسمي او رواني ناروغیو لامل کېدای شي.

نښې نښانې:

سر دردي، د خوب ګډوډي

زړه تنګوالی، خپګان

د تمرکز کمښت

تنده یا د خوراک زیاتوالی/کموالی

غوسه یا ژړا

لاملونه:

مالي ستونزې، کاري فشار

کورنۍ یا ټولنیزې ستونزې

د ناروغۍ یا د عزیز له لاسه ورکولو درد

د ژوند بدلونونه (لکه واده، مهاجرت)

د مخنیوي لارې:

منظم خوب، سپورټ، او سالم خوراک

د فشارونو شریکول له دوستانو یا متخصصینو سره

ژور نفس اخیستل، دعا یا مراقبه

د وخت مدیریت او د مصروفیتونو کمول ..

21/04/2025

موضوع: شکر (Diabetes Mellitus)

تعریف:
شکر یوه اوږدمهاله ناروغي ده چې پکې د بدن وینه کې د ګلوکوز اندازه لوړېږي، ځکه چې انسولین کم تولیدېږي یا بدن ورته عکس‌العمل نه ښيي.

ډولونه:

Type 1: د بدن انسولین نه جوړوي (اکثراً په کوچنیانو کې).

Type 2: انسولین جوړېږي، خو بدن یې سمه استفاده نه شي کولای (ډېری وخت په لویانو کې).

Gestational Diabetes: د حمل پر مهال راپیدا کېږي.

نښې:
زیات تنده، زیات ادرار، زیاتېږي اشتها، کمزوري، وزن کمی، زخم ژر نه جوړېږي.

عواقب:
د سترګو، پښتورګو، اعصابو، او زړه ناروغۍ.

مخنیوی او درملنه:
سالم خوراک، منظم ورزش، د شکر کچه کنټرولول، د انسولین یا نورو درملو کارول.
کاپي

27/03/2025

ولې ځينې ښځې يوازې لورګانې يا يوازې زامن زېږوي؟ –

د ماشوم جنسيت مور نه بلکې پلار ټاکي له همدې امله ډېری وخت يوې کورنۍ ماشومان يوازې نجونې او يا يوازې هلکان وي، که څه هم ځينې خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت ځکه مور ټاکي چې ماشوم د مور په خېټه کې وده کوي، خو رښتيا دا دی چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي.

هغه ځکه چې، د نارينه وو په سپرم کې د (X او Y) کروموزومونه شتون لري، خو د مور په تخمونو کې يوازې د (X او X) کروموزومونه شتون لري، یعني د ښځينه وو کروموزومونه يوازې X کروموزومونه دي.

کله چې د نارينه او ښځينه ترمنځ القاح ترسره شي، که د نارينه د (X) کروموزوم د ښځينه له (X) کروموزوم سره يو ځای شي، د هغوی ماشوم به نجلۍ وي، خو که د نارينه د Y کروموزوم د ښځينه له X کروموزوم سره يو ځای شي ماشوم به هلک وي. نو ښکاره ده چې د ماشوم جنسيت يوازې پلار ټاکي او مور د جنسيت په ټاکلو کې هېڅ ونډه نه لري.

.

په افغانۍ ټولنه کې له ډېر وخت څخه را په دې خوا خلک په دې باور دي چې د ماشوم جنسيت مور ټاکي، ځکه نو هغه نارينه چې د هلک ماشوم څښتن نه کېږي له خپلې مېرمن سره بد چلند کوي او هڅه کوي چې دويم واده وکړي. هڅه وکړئ چې د خپل شاوخوا خلک په دې پوه کړئ چې د ماشوم جنسيت پلار ټاکي او مور د ماشوم د جنسیت په ټاکلو کې ګرمه نه ده، تر څو له هغوی سره د تاوتريخوالي او ناخواله چلند څخه مخنيوی وکړئ.

اوس هم ځېنې بې سواده خلک د ماشوم د جنسیت تعین د ښځو پورې تړې او که چيرته يوه ښځه نارینه اولاد را نه وړي، ټوله کورنۍ ښځه مجرمه ګڼي او ځيني کورنۍ خپلو اولادونو ته له همدې امله نورې ښځې کوي.

خو د جنس (ښځینه یا نارینه) تعينولو ځانګړنه الله (ج) په نارینه وو کې ایښې ده.

‏‎که چېرته د چا لور پېدا کېږي، یا يې زوی پېدا کېږي په دې کې د سړي رول دی او د ښځې لاس پکې نشته. یا په بله معنا که چېرته کومه کورنۍ خدای مه کړه د لور په راوړلو سره خفه کېږي په دې کې يې د مور هیڅ ګنا نشته بلکې دا ټاکنه يې الله ج په پلار کې ایښې ده.

27/03/2025

🪴بسم الله الرحمن الرحیم🪴
*💚موضوع*

* ?*
*نسخه څه شی ده؟*

تعريف: نسخه هغه رسمي په قانون ولاړ يو رسمي سند ده چې ده د يو مسلکي کارکن (ډاکټر) له خو يو فارمسست ته په ليکلې بڼه د کاغذ پر مخ او يا الکترونيکي د سکرين پرمخ هدايت يا امر ده، يو مشخص درمل د يو مشخص ناروغ لپاره.

څوک کولای شي چې نسخه وليکي؟
ډاکټر، د غاښونو ډاکټر، نرس او فارمسست/ يا هغه اشخاص چې د هېواد د صحي کاروونکو او روغتيا پالانو رسمي اشخاصو او د دولت د صحي او حقوقي ادارې څخه يي رسماً د نسخې ليکلو او توصيه کولو اجازه ليک يا سند تر لاسه کړی وي.

نسخه څو برخو لري؟
يوه نسخه څلور مهمي برخي لري چې په لاندي توګه دي.
سوپر سکريپشن Superscription
اينسکريپشن Inscription
سب 🥼*
تفصيل:
Superscription
په دغه برخه کې تاريخ، ، د ناروغ نوم، جنس، عمر او د ناروغ آدرس ليکل کيږي. چې دغه برخې ته Heading ويل کيږي.

په نسخه کې Rx د څه وړاندي کوونکی ده؟
د يوي لاتيني کليمي اختصار ده (Recipe) يعني په دې معنی «تاسو واخلۍ»
You take {Take thou}

Inscription:
په دغه برخه کې د درملو نوع{Cap, Tab, Syr, Drop....)د درملو نوم او مقدار يعني ډوز يي ليکل کيږي.

Subscription:
په دغه برخه کې فارمسست ته هدايت ور کول کيږي، چې ياد درمل مطلوب ناروغ ته په کوم ډوز او کوم تعداد ورکړل شي.

Signature of Transportation:
په دغه برخه کې ناروغ ته د توصیه شوي درملو لارښوونه کيږي چې مطلوبه درمل په کومه اندازه، کوم وخت په څه ډول او د کومي لاري استعمال کړي، ياد معلومات بايد د قوتي يا بوتل پر شا د لیبل په شکل وليکل شي.

په نسخه کې د درملو کوم نوم بايد وليکل شي؟
اصل کې درمل دری نومونه لري.
• کيمياوي نوم: پدې ميتود کې درمل باندي د ايوپاک IUPAC په طريقه نوم ايښودل کيږي.
• تصويب شوی( رسمي يا جنريک) نوم: دا معمولاً بين المللی غير اختصاصي نوم ده چې د WHO لخوا تصويب شوی مګر امکان لري چې محلي تصويب شوي نومونه هم ولري لکه: British, Approved, Name يا United Stated, Adopted. Name.
• ځانګړی (Brand ) يا تجارتي نوم: چې د درمل د جوړونکي کمپنۍ لخوا ورکول کيږي.

اوس کوم نوم په نسخه کې وليکو؟
نسخې په دوه ډوله دي:
1: شخصي نسخې يا Private Prescription
2: د روغتون نسخې(Pos) چې ورته Physician's order sheet/Chart Order.
دوا ه ډوله نسخه بايد مکمله لارښوونه ولري، چې د نسخې لار ښوونه بايد لنډ، په غور څرګندې او د لوستلو وړ وي.
شخصي نسخې لاندې برخوال لري:
• د ډاکټر نوم
• د ډاکټر د تحصيل درجه
• آدرس يا پته
• د ټلفون شمېره
• نېټه
• د ناروغ نوم
• د ناروغ پته يا آدرس
• د درمل نوم
• د درملو Strength
د درملو Strength بايد مټريک واحدونو باندي وليکل شي، مګر نسخه ليکونکي بايد درملو کارونکو سيستمونو يعني مټريک او Apothecary يعني درمل جوړولو سيستمونو سره بلد وي.
• د درملو مقدار
• د درملو د کارونې لپاره لارښوونې
• د نسخه ليکونکي لاسليک

د روغتون د نسخې برخوال:
• نېټه
• د درملو نوم
• د درملو Strength
• د درملو مقدار
• د درملو د کارونې لپاره لارښوونې

اوس په نسخه کې بايد کوم نوم وليکل شي؟
همېشه د روغتون په نسخو کې بايد رسمي يا جنريک نوم وليکل شي لکه: Mefenamic Acid 250 mg
که ضرورت وه بايد څنګ کې ورسره د کمپنۍ نوم هم وليکل شي. لکه د پورته درملو د کمپنۍ نوم Ponstan 250mg
کاپي

22/03/2025

د ولس خدمت زمونږ مسؤلیت دی

د خوست ډاکترانو اتحادیې د خپلې کړي ژمنې سره سم د صحت عامې ریاست او ددوا اتحادیې مسولینو سره په همغږۍ په علیشیرو ولسوالۍ کې (وړیاکمپ) پرون د جمعې په ورځ تر سره کړو چه شاوخوا ۴۰۰۰ناروغان معاینه او ورته صحي خدمات عرضه شول .

په دې کمپ کې د طبابت د ټولو برخو متخصصین لکه عمومي داخله ، عمومي جراحي ، داخله اطفال ، عقلي او عصبي ،غوږ پوزې ستوني ،سترګې ، هډوکو ډاکتران ، په شمول دغاښونو ډاکترانو ،لابراتواري معاینې مسولینواو متحصص زنانه ډاکټرو برخه اخیستي وه
پاتې د نه وي چه دا ځل خلک د التراسوند (تلویزوني معاینې )له خدمت څخه هم برخمن شول

ستاسو روغتیا زمونږ لومړیتوب دی!

*هیڅکله خپل کوچنیانو ته د ناز ورکولو  یا  غصې پروخت ټکان مه ورکوئ.!*دغه عمل د کوچنیانو په کوپړۍ کې دننه د وینې بهیدنې یا...
21/03/2025

*هیڅکله خپل کوچنیانو ته د ناز ورکولو یا غصې پروخت ټکان مه ورکوئ.!*

دغه عمل د کوچنیانو په کوپړۍ کې دننه د وینې بهیدنې یا دماغی نسج ژوبلیدو سبب ګرځي.
چې په پایله کې
ممکن ماشوم مو دایمي معیوب شي ،میرګي ورته پیدا او هم کله کله کوچنیان په مرګ محکوموي.

.

20/03/2025

د ولس خدمت زمونږ دنده او مسؤلیت دی

د خوست ډاکترانو اتحادیه د خپلو مسوولیتونو پر بنسټ د ناروغانو وړیا درملنه (وړیاکمپ) د راتلونکې جمعې په ورځ په علیشیرو ولسوالۍ کې تر سره کوي
د نوموړي کمپ هدف د غریبو او بیچاره ناروغانو وړیا درملنه ده،
ناروغان او ناروغ لرونکي د خبر وي
په درنښت
ستاسو روغتیا زمونږ لومړیتوب دی!

د مور په نس کې د ماشوم انکشاف!کله چې یوه مور حمل واخلي د هغې په نس کې ماشوم تر ۴۰ اونیو پورې سالم پاتېږي ،که له ۴۰ اونیو...
18/03/2025

د مور په نس کې د ماشوم انکشاف!
کله چې یوه مور حمل واخلي د هغې په نس کې ماشوم تر ۴۰ اونیو پورې سالم پاتېږي ،که له ۴۰ اونیو ډېر وخت پرې تیر شي او مور خپل ماشوم په عادي حالت کې دنیا ته رانه وړي بیا ماشوم د خرابېدو لور ته درومي، پر همدې اساس طب ددې اجازه ورکوي چې د «CS» جراحۍ «عملیات» له لارې دنیا ته راوړي

Address

Khost

Telephone

+93799135008

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دخوست ډاکټرانو اتحادیه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category