
25/02/2025
آئس (شیشہ) څه شی دی؟
آئس یو داسې نشه ده چې د لومړي ځل استعمال سره د انسان د خوښۍ هورمونونه ډېر فعال کېږي،
چې له امله یې انسان بې حده خوشحالي محسوسوي.
د آئس نشه 36 تر 72 ساعتونو پورې دوام کوي،
او استعمالوونکی کس د 72 ساعتونو لپاره ویښ پاتې کېږي.
لومړی ځل چې یو څوک آئس استعمال کړي، نو هغه ته یې ډېر خوند او خوشحالي احساسېږي،
خو دا احساس ورو ورو کمېږي.
بیا هغه کس د آئس دوز زیاتوي،
ترڅو د پخوا په څېر خوشحالي احساس کړي.
له هر ډول نشې سره، د انسان د اړیکو احترام له منځه ځي،
خو آئس یو ډېر خطرناک نشه ده، چې ورو ورو د انسان هډوکي کمزوري کوي.
په آئس روږدي کس باور کول حماقت دی،
ځکه چې دا کس د نشې په حالت کې هر ډول ناوړه پېښه رامنځته کولی شي.
دا پوسټ له دې امله شریکوو،
چې ځوان نسل د دې بدمرغۍ څخه ځان وساتي،
او خپل ځان او خپل عزیزان خوندي وساتي.