Tabish Medical Laboratory

Tabish Medical Laboratory We Report what we diagnosed

تابش طبي لابراتوار په کنړ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د Electrolytes عصري ماشین فعال شو! 🏥🧪اوس کولی شو لاندې مهم ټسټونه په...
17/02/2026

تابش طبي لابراتوار په کنړ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د Electrolytes عصري ماشین فعال شو! 🏥🧪

اوس کولی شو لاندې مهم ټسټونه په دقیقه، چټکه او باوري توګه ترسره کړو:

✅ Sodium (Na)
✅ Potassium (K)
✅ Chloride (Cl)
✅ Calcium (Ca)
✅ pH

دا ټسټونه د لاندې خطرناکو حالاتو په تشخیص کې ډېر مهم رول لري:

⚠️ شدید اسهال او کانګې
⚠️ ډیهایډریشن
⚠️ د شکر ناروغۍ بیړنی حالت (Acidosis)
⚠️ د زړه د درزا ګډوډي
⚠️ د پښتورګو ستونزې

موږ چمتو یو چې ستاسو د ناروغانو دقیق او پر وخت تشخیص ترسره کړو.

📍 پته: د صحت عامې پر لور غزیدلی سړک، مستوفیت ته مخامخ
📞 اړیکه: 0789668019
📞 اړیکه: 0779668018

ستاسو باور زموږ ویاړ دی ❤️
د دقیق تشخیص لپاره موږ ته مراجعه وکړئ.

15/02/2026
� د کنړ قدرمنو اوسېدونکو ته مهم زېرى!روغتیا د انسان تر ټولو ستره پانګه ده، او دقیقې او باوري طبي معاینې د سمې درملنې بنس...
15/02/2026

� د کنړ قدرمنو اوسېدونکو ته مهم زېرى!

روغتیا د انسان تر ټولو ستره پانګه ده، او دقیقې او باوري طبي معاینې د سمې درملنې بنسټ جوړوي. موږ په ویاړ سره اعلان کوو چې زموږ لابراتوار په کنړ کې د عصري وسایلو، معیاري سیستم او مسلکي ټیم په مرسته ۲۴ ساعته ستاسو خدمت ته چمتو دی. زموږ هڅه دا ده چې پر وخت، دقیق او باوري نتایج وړاندې کړو، څو ستاسو د درملنې بهیر په ډاډه زړه ترسره شي.

🔬 زموږ ځانګړې ځانګړتیاوې:

✅ په کنړ کې یواځینی لابراتوار چې کلچر ټیسټ ترسره کوي
✅ یواځینی لابراتوار چې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي
✅ یواځینی لابراتوار چې په دوهمه درجه رسمي ثبت او راجستر دی
✅ یواځینی هغه لابراتوار چې نورو مشینونو تر څنګه د Electrolyte Machine (الیکټرولیټ مشین) په عصري سیستم سمبال دی

موږ ژمن یو چې ستاسو باور وساتو او د لوړ کیفیت خدمات وړاندې کړو.

📍 پته: د صحت عامې پر لور غځېدلی سړک، مستوفیت ته مخامخ – کنړ اسعد اباد
📞 اړیکه: 0789668019 | 0779668012

ستاسو باور زموږ ویاړ دی 🤝
راشئ او د معیاري معایناتو تجربه له موږ سره وکړئ.

#کنړ #لابراتوار

🌅 سهار په نهاره خوله څو ممیز یا بادام خوړلیوه ډېره ساده عادت ده، خو اغېزې یې د بدن لپاره ډېرې ارزښتمنې دي.🥜 ممیز او بادا...
07/02/2026

🌅 سهار په نهاره خوله څو ممیز یا بادام خوړل
یوه ډېره ساده عادت ده، خو اغېزې یې د بدن لپاره ډېرې ارزښتمنې دي.
🥜 ممیز او بادام طبیعي غذایي مواد لري چې بدن ته
ژر انرژي ورکوي او د وینې د جوړېدو ملاتړ کوي.
🧠 دماغ ته ګلوکوز او صحي غوړ رسوي،
له همدې امله انسان چټک، هوښیار او متوجه پاتې کېږي.
❤️ اعصاب او زړه ته سکون ورکوي
او د ستړیا احساس کموي.
🍽️ هاضمه نرموي او معده د ورځې د خوړو لپاره چمتو کوي.
⚖️ طبیعي بوره او ګټور غوړ
د بدن اړتیا په متوازن ډول پوره کوي.
👶👨‍🦳 دا عادت د ماشومانو او لويانو دواړو لپاره ګټور دی
او د دوامداره کمزورۍ او بې‌حالۍ مخه نیسي.
👉 که دا وړوکې عادت هره ورځ وساتل شي،
نو د ورځې انرژي او مزاج دواړه ښه کوي.

07/02/2026

د ماشومانو لپاره ډېر عام شربتونه

Ibuprofen syrup
د څه لپاره؟ درد، تبه، پړسوب
دوز: 10 mg/kg هر 6–8 ساعته
زیان: معده درد، کانګې، د معدې زخم (پر تشه معده مه ورکوئ)

Brufen syrup
د څه لپاره؟ سر درد، غاښ درد، تبه
دوز: 10 mg/kg هر 8 ساعته
زیان: معدې ته ضرر، د پښتورګو ستونزه (زیات مه کاروئ)

Panadol syrup (Paracetamol)
د څه لپاره؟ تبه، بدن درد
دوز: 15 mg/kg هر 6 ساعته
زیان: د ځیګر زیان که زیات ورکړل شي

Calpol syrup
د څه لپاره؟ د ماشومانو تبه
دوز: 15 mg/kg هر 6 ساعته
زیان: دوز زیات → د ځیګر خطر

انټي‌بیوټیک شربتونه ( یوازې د ډاکټر په نسخه)

Amoxicillin syrup
د څه لپاره؟ ستونی، غوږ، سږي
دوز: 20–40 mg/kg/day په 2–3 برخو
زیان: حساسیت، نس ناستی

Co-trimoxazole syrup
د څه لپاره؟ بولې عفونت، نس ناستی
دوز: 8 mg/kg (Trimethoprim برخه) هر 12 ساعته
زیان: الرژي، د وینې ستونزې

Cephalexin syrup
د څه لپاره؟ پوستکی، ستونی
دوز: 25–50 mg/kg/day
زیان: نس ناستی، حساسیت

Azithromycin syrup
د څه لپاره؟ ستونی، سږي
دوز: 10 mg/kg ورځ کې ۱ ځل (۳–۵ ورځې)
زیان: معده خرابوالی، اسهال

Erythromycin syrup
د څه لپاره؟ تنفسي عفونت
دوز: 30–50 mg/kg/day
زیان: کانګې، معده درد

د ټوخې او بلغم شربتونه
Benylin syrup
د څه لپاره؟ وچ او لوند ټوخی
دوز: د عمر مطابق
زیان: خوب راوستل، سر ګرځېدل

Bro-Zedex syrup
د څه لپاره؟ بلغم لرونکی ټوخی
دوز: 2.5–5 ml، 2–3 ځله
زیان: خوب، زړه بدوالی

Bisolvon syrup
د څه لپاره؟ بلغم نرمول
دوز: 2.5–5 ml، 3 ځله
زیان: معده ناارامي

Ambroxol syrup
د څه لپاره؟ بلغم ماتول
دوز: 2.5–5 ml، 2–3 ځله
زیان: لږ معده درد

Ascoril syrup
د څه لپاره؟ ټوخی، ساه تنګي
دوز: 2.5–5 ml، 3 ځله
زیان: زړه تېزه درزا، لړزه

Sinecod syrup
د څه لپاره؟ وچ ټوخی
دوز: د عمر مطابق
زیان: خوب، سر ګرځېدل
له بلغم لرونکي ټوخې سره مه ورکوئ

د ساه او الرجۍ شربتونه
Ventolin syrup
د څه لپاره؟ اسما، ساه تنګي
دوز: 0.1–0.2 mg/kg
زیان: زړه تېز، لړزه

Salbutamol syrup
د څه لپاره؟ اسما
دوز: د عمر مطابق
زیان: بې قراري، زړه درزا

Montelukast syrup
د څه لپاره؟ الرجۍ، اسما
دوز: 4–5 mg شپه کې یو ځل
زیان: خوب ګډوډي

Cetirizine syrup
د څه لپاره؟ زکام، الرجۍ
دوز: 2.5–5 ml شپه کې
زیان: خوب

Loratadine syrup
د څه لپاره؟ الرجۍ
دوز: 5 ml ورځ کې ۱ ځل
زیان: لږ سر درد

یادونه:ځینې درمل باید یوازې د ډاکټر د هدایت سره سم وخوری ،د ماشوم وزن =دوز سره دی
معلومات درسره شیر کړی او پیج کې راسره ملګری شئ مننه !!!!

د سيني کشي ګټي.!👇
04/02/2026

د سيني کشي ګټي.!👇

د شکرې د کنټرول ۵ طلایي لارې:​۱. سپینه ډوډۍ او بوره کمه کړئ: د اوړو او شکرو پر ځای له سبزیجاتو او سپینې غوښې کار واخلئ.۲...
03/02/2026

د شکرې د کنټرول ۵ طلایي لارې:

​۱. سپینه ډوډۍ او بوره کمه کړئ: د اوړو او شکرو پر ځای له سبزیجاتو او سپینې غوښې کار واخلئ.
۲. ورزش مه هېروئ: یوازې ۲۰ دقیقې پیاده تګ ستاسو د انسولین کارکردګي ښه کوي.
۳. د وزن کمول: حتی د څو کيلو وزن کمول هم د شکرې په کنټرول کې معجزه کوي.
۴. منظم چک اپ: په میاشت کې یو ځل خپله شکره په معاینه خانه کې وګورئ.
۵. د ډاکټر مشوره: درمل په خپل وخت خورئ او په خپل سر یې مه بدلوئ.
​خوږه خبره: شکره د ژوند پای نه دی، بلکې د ژوند د طرز (Lifestyle) د بدلولو یو پیل دی!
​💬 ستاسو نظر:
​تاسو د شکرې د مخنیوي لپاره کومه ګټوره طریقه کاروئ؟ خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړئ.

   :-د پښتورګو تيږي د نفروليتياسس په نوم هم پيژندل کيږي ، د پښتورګو تيږي معمولاً په پښتورګو کي جوړيږي ، که چيرته يوه تيږ...
03/02/2026




:-
د پښتورګو تيږي د نفروليتياسس په نوم هم پيژندل کيږي ، د پښتورګو تيږي معمولاً په پښتورګو کي جوړيږي ، که چيرته يوه تيږه د 5mm نه زياته وي نو ممکن د حالب د بنديدو او په پښتورګي د اوبو د جمعه کولو لامـــل شي چي په پايله کي د ملا د ښي او چپي برخي د شديد درد رامنځته کړي ، او شايد په تشو ميتازو کي وينه او کانګي رامنځته کړي ، د پښتورګو تيږي ممکن د تشو ميتازي د لاري د پښتورګي سربيره ، حالب مثاني او يوريترا ته هم انتقال شي ، د پښتورګو تيږي په هر عمر هر نژاد او هر جنس باندي اغېزه کوي
خو په هغه نارينه و کي د ښځو په پرتله زيات رامنځته کيږي چي عمرونه يي د 20او 49 کلنو ترمنځ وي.

1کلسيم اکسالات Ca-oxalat د پښتورګو 80فصده تيږي کلسيم اکسالات تيږي دي calcium oxalat هغه ماده ده چي هر ورځ د ځګر څخه رامنځته کيږي ، او يا د غذايي رژيم څخه جذبيږي.
2کلسيم فاسفيټ- Ca phospate دا تيږي هغه وخت رامنځته کيږي کله چي د بولي سيسټم وظايف غير نارمل شي.
3سټرويټ تيږي Strovite دا په ښځو کي ډيري عامي دي دا تيږي ډيري زر وده کوي او لويږي کله کله ټول پښتورګي قبضه کوي ، د نه درملني په صورت کي د شديدو انتاناتو او د ګوردو د فعاليت د لاسه ورکولو لامل کيږي.
4يوريک اسيد تيږي uric acid ston دا ډول يي په نارينه و کي ډيري عام دي ، يوريک اسيد تيږي په هغه خلکو کي زياتي پيښيږي چي په کافي اندازه اوبه نه څکي.
5سيسټين Cystin دا ډول د cystinuria په نامه د وراثت جنټکي اختلالاتو له امله رامنځته کيږي دا ډول په مثانه کي هم غټيږي.

د پښتورګو تيږي نښې نه لري ترڅو چي تيږه په ګورده کي متحرکه شي ، او يا د ګوردي نه تير شوي پيپ ته ښکته شي نو د ګوردي د پړسوب لامل شي کوم چي ډير دردناکه وي او د کانګو سره مل وي چي په دي وخت کي ممکن لاندي نښي هم پيدا شي،
ــ ګلابي سري يا نسواري رنګه تشي ميتازي
ــ سوزاک
خوا ګرځيدل کانګي
لاندي خلک د ګوردو تيږو ته ډير مساعد دي
ــ هغه خلک چي د مخکي نه يي د ګردو تيږي لري
ــ هغه څوګ چي کافي اوبه نه سکي
ــ هغه خلک چي د سوډيم او پروټينو لوړ رژيم اخلي
ــ هغه چې ډير وزن لري
ــ هغه خلک چي pkd يا په ګوردو کي ډيري د اوبو پوکړۍ لري

طبي درملنه
د پښتورګو د تيږو درملنه د تيږو د ډول او لامل پوري اړه لري ، کوچنۍ تيږي داسي خاص درملني ته اړتيا نه لري ، بايد چي د څښلو اوبه په ورځ کي تر3 او 4 ليټرو پوري وڅکل شي ، او درد په صورت کي burofen naproxin diclofenac استعماليږي ،
د Tamsulosin استعمال هم د تيږو په وتو کي کومک کولى شي نور درمل لکه
rewatonix cap and drop
Sunkal
Uradonal
Sang shikon cap and syp

02/02/2026

د ويني غوړ څنګه راپیدا کيږي..؟👇👇

ایا تاسو پوهیږئ؟ د انسان د بدن په اړه حیرانونکي حقایقدا انفوګرافیک د انسان د بدن په اړه په زړه پورې عددي حقایق روښانه کو...
01/02/2026

ایا تاسو پوهیږئ؟ د انسان د بدن په اړه حیرانونکي حقایق
دا انفوګرافیک د انسان د بدن په اړه په زړه پورې عددي حقایق روښانه کوي، دا ښیي چې زموږ اناتومي څومره پیچلې او په بشپړ ډول تنظیم سوې ده.
۲۰۶ هډوکي چې د کنکال چوکاټ جوړوي
۶۵۰ عضلات حرکت او حالت فعالوي
۴۰۰۰ ټینډونه چې عضلات له هډوکو سره نښلوي
۹۰۰ لیګامینټونه چې بندونه ثبات کوي
۸۰ ارګانونه د ژوند حیاتي دندې ترسره کوي
۸۶ ملیارده نیورونونه چې عصبي سیسټم ته ځواک ورکوي
۹۶۰۰۰ کیلومتره د وینې رګونه چې اکسیجن او مغذي مواد رسوي
۴۳ جوړې اعصاب (۱۲ کرینیل + ۳۱ نخاعي)
۳۶۰ بندونه (حرکتونه) چې حرکت او انعطاف ته اجازه ورکوي

که د لاس د عضلې (IM injection) ستنه د غیر مسلکي کس له‌خوا، یا په غلط ځای کې ولګول شي، او عاجله پاملرنه ورته ونه شي، نو د...
01/02/2026

که د لاس د عضلې (IM injection) ستنه د غیر مسلکي کس له‌خوا، یا په غلط ځای کې ولګول شي، او عاجله پاملرنه ورته ونه شي، نو د لاس د فلج کېدو جدي خطر رامنځته کولی شي.
کله چې ستنه په ناسم ډول د غوښې پر ځای شریان (رګ) ته ننوځي، دوا په مستقیم ډول شریان ته خوشې کېږي. دا کار د شریان د بندېدو (thrombosis) سبب ګرځي، چې له امله یې لاس ته د اکسیجن رسول کمېږي. که دا حالت ژر تشخیص او درملنه نه شي، نو د لاس نسجونه مري او لاس ګانګرېن ته ځي، چې آن د پرې کېدو خطر هم لري.
له همدې امله:
ستنه باید یوازې مسلکي روغتیايي کارکوونکي ولګوي
د سم ځای، سمې ستنې او سمې طریقې رعایت ډېر مهم دی
د ستنې وروسته که شدید درد، رنګ بدلون، بې‌حسي یا پړسوب پیدا شي، باید عاجل روغتون ته مراجعه وشي
نو مهرباني وکړئ بې‌احتیاطي مه کوئ؛ یو کوچنی غفلت کولی شي د ټول عمر تاوان واړوي.

که چېرې یو ناروغ د شکرې (Diabetes) یا کومې بلې اوږدمهالې ناروغۍ له امله په پښو کې تور، خرابېدونکي او نه رغېدونکي زخمونه ...
29/01/2026

که چېرې یو ناروغ د شکرې (Diabetes) یا کومې بلې اوږدمهالې ناروغۍ له امله په پښو کې تور، خرابېدونکي او نه رغېدونکي زخمونه پیدا کړي، او اړوند متخصص ډاکتران دې پایلې ته ورسېږي چې د ناروغ د ژوند د ژغورلو او د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره باید یوه ګوته یا د پښې یوه برخه قطع شي، نو د ناروغ کورنۍ باید د ډاکترانو پرېکړې ته درناوی وکړي او اجازه ورکړي.
دا ډول پرېکړې د ناروغ د ځورولو لپاره نه، بلکې د هغه د ژغورلو او ژر رغېدو لپاره کېږي. د ډاکترانو پر ځای د زړو ښځو، سپین‌ږیرو او غیر مسلکي خلکو سره مشورې کول ډېر وخت د ناروغ د حالت د خرابېدو سبب ګرځي.
ډاکتران هر وخت د عملیاتو ګټې او زیانونه په دقیق ډول سنجوي، بیا پرېکړه کوي. د دوی هدف دا وي چې:
ناروغ په لږ مصرف ژر روغ شي
ناروغي نورو غړو ته خپره نه شي
ناروغ د ټول عمر لپاره د کورنۍ پر اوږو بار نه شي
نو ځکه، د ډاکتر خبرې ته اهمیت ورکړئ، پر علمي پرېکړو باور ولرئ، او پوه شئ چې ډاکتر د ناروغ خیر او روغتیا غواړي.

Address

Kunar
2801

Opening Hours

Monday 07:00 - 19:00
Tuesday 07:00 - 19:00
Wednesday 07:00 - 19:00
Thursday 07:00 - 19:00
Saturday 07:00 - 19:00
Sunday 07:00 - 19:00

Telephone

+93789668019

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tabish Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Tabish Medical Laboratory:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category