ډاکټر مطيع الرحمن نوري

ډاکټر مطيع الرحمن  نوري روغتیا تاسو له انرژی درکوې تر څو په ژوند کې له هر څه څخه خوند واخلۍ

29/07/2022

بيراغ ورځ مو مبارک

17/07/2022

د زړۀ مريضان دې قدم وهنه پۀ نهره کوي - پۀ مړه د معدې د وينې زيات ضرورت زړۀ ته اکسيجن کموي او د زړۀ دوره راوستے شي
ډاکټر ديدار يوسفزے

23/06/2022



اکثر ملګري تپوس کوي - چې اتۀ ګنټې خوب پوره کوو خو بيا هم وجود ستړيا لري - نو خبره يواځې د اتوۀ ګنټو خوب پوره کولو نۀ ده بلکه پۀ سهي وخت د خوب کولو هم ده - د خوب له پاره ښۀ وخت د شپې د لسو نه سحر شپږ بجې دي - چې د لسو نه يوولس او بيا دولس کيږي - نو بل طرف ته خبره د سحر اووۀ ، اتۀ او يا نهه بجو له ځي - د وجود دننه چې خپله کومه ګړۍ يا پۀ مزغو کښې چې د شپې ورځې کوم ټايم پيس لګېدلے وي - چې circadian rythm ورته وئيلے شي - د هغې حساب ګډ وډ شي ځکه چې دے د تيارې او رڼا پۀ حساب وجود او مزغو له توانائي او ارام ورکوي -

ډاکټر ديدار يوسفزے

موږ به یې لیکو، منل او نه‌منل یې ستاسو کار دی 😊لومړی حالت: د گاونډي کور کې د روپۍ د ارزښت د غورځېدو له امله کابو هره تول...
21/06/2022

موږ به یې لیکو، منل او نه‌منل یې ستاسو کار دی 😊

لومړی حالت:
د گاونډي کور کې د روپۍ د ارزښت د غورځېدو له امله کابو هره تولیدي کارخانه له زیان سره مخ ده او زور یې له ولس وځي، په یو انځور کې تاسې وینئ، چې رسنیو يې خبر ورکړ، چې د لوړ انفلاسیون له کبله پنځوس سلنه د روغنیاتو او تېلو کمپنیو خپل تولید بند کړی‌دی. روپۍ په‌کې ډېرې دي، خو ارزښت يې کم دی! لطفاً له افغانستانه د ډالر د وتلو او قاچاق مخه ونیسئ 🙏

دوییم حالت:
له بل اړخه خوار افغانستان د نړۍ له بندیزونو سره مخ دی، ارزي شتمني يې کنگل ده، د اگست له ۱۵مې راهیسې هېواد ته نوې افغانۍ نه‌ده چاپ شوې، له سقوط کابو یوه میاشت وړاندې ۱۰مېلیارده افغانۍ چاپ شوې‌وې، خو د امریکا او اروپايې ټولنې له لورې يې د نوي نظام په راتگ سره له پولېنډ څخه هېواد ته د انتقال مخ‌نېوی وشو!

نو!
ښه به وي، چې هم‌دا اوس لاړ شئ او په شل/دېرش افغانۍ ځان‌ته یو ناڅېزه بټوه واخلئ، کوښښ وکړئ، چې دا شته افغانۍ په پام سره وکاروئ، دا یوازې د حکومت مسوولیت نه، بلکې د هر فرد مسوولیت دی، چې له افغاني بانک‌نوټونو سره پام وکړي.

او،
افغانۍ که هم‌داسې د زوړوالي له کبله له چلښت لوېږي، نو لرې نه‌ده چې د گاونډیانو پیسې په ټول هېواد کې عامې شي؛ لطفاً مه پرېږدئ، چې په لوی لاس د دې ملي کرنسي جنازه په‌خپله پورته کړئ!

#اقتصاد #لیکوالي #افغانۍ
کاپي نايبزى

د پوزې پۀ ځائے پۀ خله ساه اخستل پۀ وينه کښې شل فيصده اکسيجن کموي - چې بلډ پرېشر او نورې بلها بيمارۍ پېدا کوي ډاکټر ديدار...
21/06/2022

د پوزې پۀ ځائے پۀ خله ساه اخستل پۀ وينه کښې شل فيصده اکسيجن کموي - چې بلډ پرېشر او نورې بلها بيمارۍ پېدا کوي
ډاکټر ديدار يوسفزے

د پښو مساجدې عکس کې ښودل شوي چې پښې د تلي او ګوتو د کومو برخو مساج د انسان د بدن کومو برخو ته سکون او ارام رسويکاپي
20/06/2022

د پښو مساج
دې عکس کې ښودل شوي چې پښې د تلي او ګوتو د کومو برخو مساج د انسان د بدن کومو برخو ته سکون او ارام رسوي
کاپي

18/06/2022

تور زيړی يو عاميانه اصطلاح ده او پدې نامه په طب کې ناروغي وجود نلري. تور زيړي خلګ دوو يو له بل جدا ناروغيو ته وايي چې يوه يې د هېپټايټس بي او بله يې د هېپټايټس سي په نوم ياديږي. دغه دواړه وايرسي ناروغۍ دي چې د ينې د پاړسوب باعث ګرزي.

⬅️ هېپټايټس بي: هر هغه وخت چې لويان ورباندې اخته شي پس له دريو مېاشتو ناروغ ته زيړی پيدا کيږي. دغه زيړی يو څو اونۍ دوام کوي او بيا پخپله بې له کومي درملنې ښه کيږي. د ډيری خلګو د بدن دفاعي سيسټم وايرس له منځه وړي او رغيږي خو ځني نورو خلګو وجود وايرس له منځه نشي وړلای بلکه يو څه يې کنترولوي. پدغو خلګو کې کېدی شي د ځېنو ينه کرار کرار په مرور د څو کلونو حتا لسېزو خرابه کړي. کله چې ينه ډيره خرابه شي نو نه يوازي ناروغ ته يو ځل بيا زيړی پېداکيږي بلکه دې ځل ناروغ وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغې اخېري حد ده.

⬅️ هېپټاټيس سي: پدې وايرس له اخته کېدو سره يو ځای عموماً په ناروغانو کې زيړي منځ ته نه راځي. بلکه کرار کرار د ناروغ ينه خرابه وي او کلونه يا لسېزي وروسته ينه خپل نهايې حالت ته رسيږي. څه وخت چې ينه خرابه شي نو بيا ناروغ ته زيړی پيدا کيږي، وزن له لاسه ورکوي، کمزوری کيږي او کېدی شي په نس کې يې اوبه راټولې شي. دغه د ناروغۍ اخېري حد ده.

واکسين:
- هېپټايټس بي واکسين لري ✅
- هيپټايټس سي واکسين نلري ❌

درملنه:
- د هېپټاټيس بي د درملنې موخه عموماً د وايرس کنترولول دي او خاصو ناروغانو ته د ډير وخت لپاره ورکول کيږي.
- د هېپټاټيس سي د درملنې موخه د وايرس په مکمل ډول له منځه وړل دي. د هېپټايټس سي درمل خاصو ناروغانو ته نه بلکه ټولو ناروغانو ته ورکول کيږي البته چې د درملنې وس و لري. درملنه يې د ګوليو پواسطه کيږي او نېږدې ۱۲ اونۍ وخت نېسي.

29/04/2022

🌍 د نبوي طب په رڼا کي
🌍 د لاندي شيانو فايدې 👇

🍾د زیتون فايدي:
رسولﷺ فرمایلي دي: زيتون خورئ او د هغه په تيلو ځان مالش کړئ، د دې لپاره کوم کس چي د زيتون مالش کوي، ده ته څلويښت ورځي شیطان نه نږدې کيږي.

💞🌴 د خورما فايدې:
حديث نبوي دئ چي خورما خورئ، په خرما کي تر ټولو بهترينه خورما برني خورما ده، ځکه چي هغه د نس څخه مريضي ليري کوي او په خورما کي يو رقم مريضي هم نسته.

🍈 د کډو فايدې:
نبی کريم ﷺ و فرمايل اې خلګو: کډو زيات خورئ ځکه چي د د ماغ قوت زياتوي.

🍜 د ښوروا فايدې:
د نبی کريم ﷺ په خوراک کي تر ټولو ډېره خوښه د چرګ ښوروا وه، دا خواړه زړه او دماغ ته تقويت ورکوي او ژر هضميږي.

🍷 د انارو فايدې:
يو حديث نبوي دئ چي په هر انار کي د جنت د اوبو ضروري يوه قطره ده، انار وينه صفا کوي، معده سموي، طبيعت نرموي، په ځيګر کي قوت پيدا کوي، رنګ ورکوي، دماغ ته د وږم پورته کيدو څخه راګرځوي.

🍇 د انګورو فايدې:
د رسول الله ﷺ په ميوو کي انګور ډېر خوښ وه،حکمت دا دی چي انګور وينه صفا کوي، بدن چسپوي، د پښتورګو څخه چربي لیري کوي.

🥛 د شيدو فايدې:
حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دی، د څښلو په شيانو کي شيدې د رسول الله ﷺ ډېري خوښي وې، حکمت دغه دی پکښې، چي شيدې د بدن وچوالی ایسته کوي، د مخ رنګ سور کوي او خراب مواد راباسې او دماغ قوي کوي، په طبيعت کي نرمي او په دماغ کي تيزي پيدا کوي.

🍯 د شاتو فايدې:
د حضرت عائشه رضی عنها څخه روايت دی چې د رسول الله ﷺ شات ډېر خوښ وه، د نبی کريم ﷺ ځکه شات ډېر خوښ وه، چې الله ﷻ فرمایي په شاتو کې شفا ده او حاکمانو د شاتو خوړولو د شفا ډېري فايدې بیان کړي دي، مثال د سهار په وخت کي له ستوني څخه بلغم ایسته کوي، معده صفا کوي او فاضله مواد ليري کوي، معده عادي حالت ته راولي، دماغ ته قوت ورکوي د مثانې لپاره ګټور دي او د پښتورګو ډبري ایسته کوي، د فلج لپاره ګټور دي...
کاپی

سرطان یوه ناروغي نه بلکې بی حسي یا انتاني ناروغي ده! !!په ماسکو کې د اوش دولتي طبي پوهنتون، د سرطان متخصص‌؛ ګوپتا پرساد ...
22/04/2022

سرطان یوه ناروغي نه بلکې بی حسي یا انتاني ناروغي ده! !!
په ماسکو کې د اوش دولتي طبي پوهنتون، د سرطان متخصص‌؛ ګوپتا پرساد ریډي (بي وي) وايي، سرطان یوه وژونکې ناروغي نه ده، بلکې خلک یې یوازې د بې غورۍ له امله مري. د هغه په ​​وينا، که يوازې دوه لارې مراعت شي، سرطان ناروغي له منځه تلای شي او طریقې یې دا دي:-
① لومړی د شکرې هر ډول خواړه پریږدئ ځکه، که ستاسو په بدن کې بوره نه وي، د سرطان حجرې به په طبیعي یا قدرتي توګه ورک شي.
② په یو ګیلاس ګرمو اوبو کې یوه کاشوغه د لیمو اوبه ګډ کړئ او د سهار په 3 بجو یي په خالي معده وڅښئ او تر دری ساعتونو پوري هيڅ ډول خواړه مه خورئ سرطان به ورک شي.
د میریلینډ کالج آف میډیسن لخوا یوې مطالعې موندلې چې دا د کیموتراپی څخه زر ځله غوره ده.
③ هره ورځ په سهار او شپه کې دری کاچوغي د ناریل تیل وخورئ، دا د سرطان درملنه کوي.
سرطان نشي کولی تاسو ته زیان ورسوي، په هرصورت د غفلت یا بې پروایۍ لپاره هیڅ عذر شتون نلري.
په یاد ولرئ چې د سرطان بدمرغې ناروغۍ څخه د خلکو د ژغورنې لپاره ګوپتا پرساد له تیرو پنځو کلونو راهیسې دا معلومات د ټولنیزو رسنیو په ګډون د بیلابیلو چینلونو له لارې خپروي. هغه د معلوماتو د خپرولو غوښتنه کړي ترڅو هرڅوک پري پوه شي.
هغه ویلي: "ما خپله دنده ترسره کړه، اوس تاسو خپله دنده ترسره کړئ او خپل شاوخوا خلک له سرطان څخه وژغورئ د سرطان متخصص ګوپتا پرساد ريډي نه يوازې ډاکټر، بلکې يو مسيحا هم دی!"

#نوټ:
زه ډاکټر نه یم خو پورته لېکنه مې د انګلیسي ژبې څخه ژباړلي دا چې د لیکوالانو تر نیوکو لاندي را نشم باید ووایم چې په ژباړه کې مي تکراري خبري مي نه دي راخستی.
د شاوخوا خلکو سره شریکول مو هیر نشي.
ژباړه
عبدالرشید عالمي

پاڼ به پېژنئ خو له تاوانونو به یې خبر نه یاست!په وروستیو کې ګڼ افغان ځوانان د پاڼ په نوم د مشهورو هندي نسوارو په پراخ اس...
11/04/2022

پاڼ به پېژنئ خو له تاوانونو به یې خبر نه یاست!

په وروستیو کې ګڼ افغان ځوانان د پاڼ په نوم د مشهورو هندي نسوارو په پراخ استعمال روږدي شوي دي چې ډېری ځوانان، یې لوستي او نا لوستي هره ورځ یې استعمالوي.دغه نسوار د نورو برعکس؛ پر تنباکو سربېره د خوش بویۍ او انسان ته د خوشالۍ ورکوونکي مواد لري.

روغتیا ته د نصوارو زیانونه مالوم شوي دي. نصوار له تنباکو او چونې څخه جوړیږي چې په اسانۍ موندل کېږي. د نصوارو پېل له امریکا شوی چې یادونه یې د پنځلسمې پېړۍ په کتابونو کې شوې ده. دغه نشه یي مواد په لنډ مهاله ډول انسان ته کاذبه خوښي ورکوي، خو په اوږده مهال کې ډېر تاوانونه لري. داسې باور شتون لري، چې د پاڼ په اړه د کارونکو برداشت یې تر ډېره ناسم او له غلطو تبلیغاتو څخه اغېزمن دی.

د دوی په وینا، پاڼ نسوار له نورو نسوارو سره چندان توپیر نه لري؛ بلکې د نورو نسوارو برابر زیانونه لري. نسوار د صحت لپاره ډېر مضر څیز ده چې د ډېرو ناروغیو مور بلل کېږي، او د اوریو سرطان د غټو لاملونو څخه ده چې دلته یې تاسو ته ځيني زیانونه په ګوته کوو:

دغه نسوار په سترګو کې د غیر طبیعي حرکاتو سبب ګرځي.

د دې نسوارو استعمال د زړه درزا زیاتوي.
دغه نسوار غاښونو ته سخت تاوان رسوي.
په خوب کې خنډ و ځنډ رامنځته کوي.
په چال چلند کې د اختلالونو سبب کیږي.
د خولې حجرې تخریبوي او له منځه وړي.
په پاڼ نسوارو کې کیمیاوي مواد موجود دي، دغه مواد د کولمو، وریو او ژبې سرطان ته زمینه مساعدوي.
په پاڼ کې شته کیمیاوي مواد دماغي حجرې تخریبوي.
پاڼ نسوار تنفسي سیستم ځپي.
دغه نسوار د وینې سیستم ته تاوان رسوي.
دغه نسوار همدارنګه پر زړه او پوستکي بدې اغېزې کوي.
پاڼ نسوار د خپلو استعمالونکو روحي – رواني تعادل ته زیان اړوي.
پاڼ نسوار د نورو نیشه یي توکیو په شان اعتیاد زېږونکی دی، له څو ځله استعمال سره یې کارونکی پر دې توکیو معتاد کیږي.
• پاڼ نسوار د نورو نسوارو په شان د خولې سرطان پیدا کوي.

روژه ماتي څخه وروسته د سګرټ څکولو سره یو ناڅاپه د مرګ خطر شتهترکیې هېواد کې نوو طبي څېړنو ښودلې ده چې د روژه ماتي څخه ور...
04/04/2022

روژه ماتي څخه وروسته د سګرټ څکولو سره یو ناڅاپه د مرګ خطر شته

ترکیې هېواد کې نوو طبي څېړنو ښودلې ده چې د روژه ماتي څخه وروسته نژدې د سګرټ څکولو څخه بل خطر ناک څه د انسان ژوند لپاره نشته.

د مالوماتو له مخې د روژه ماتي په وخت کې انسان اوبو، ګلوکوز او زیات اکسېجن ته ضرورت لري. د سګرټ څکولو د یو دم سره د سګرټ لوګی د انسان شیریانونو ته داخلېږي چې بیا په اسانۍ سره اکسېجن په کې حرکت نه شي کولی.

د دغه کار د تکرار سره د انسان رګونه بندېږي او بیا وینه په اسانۍ سره په رګونو کې حرکت نه شی کولی چې همدا کار په لومړیو کې د وینې د ګنډه کېدو، فشار لوړېدو، د وینې د غوړېدو د زیاتوالي او په پای کې د انسان د زړه د حملې لامل کېږي.

دغې څېړنې یو ګډونوال ډاکټر ویلي دي چې د روژه ماتي پسې په لنډ وخت کې د سګرټ څکول د انسان د بدن د فلج لامل هم ګرځي.

د دغې څېړنې څېړونکو ډاکټرانو ویلي دي چې که په لنډو ټکو کې ووایو د روژه ماتي پسې لنډ وخت کې د سګرټ څکول د مرګ لامل کېږي.

څېړنه وایي، که د سګرټ د زیانونو سره بیا هم تاسې سګرټ څکوی نو د روژه ماتي څخه ۳۰ـ۴۰ دقیقو پورې وخت څخه وروسته سګرټ وڅکوئ.
کاپی ډاکټر مصطفی نیازی

23/03/2022

د هر قسم دانو او زخو بهترين علاج
شير يي کړۍ

Address

Kunar

Telephone

+93707813209

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ډاکټر مطيع الرحمن نوري posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram