Al Rasheed Pharmacy الرشيد درملتون

Al Rasheed Pharmacy الرشيد درملتون Chemists are workers

21/06/2025

ستاسې سالمه روغتيا ستاسې په لاس کې ده

13/06/2025

د ماشومانو د خېټې چينجي — يوه چوپه خو خطرناکه دښمني!

هغه څه چې تاسې په انځور کې وينئ، يوازې نوډلز نه دي، بلکې دا اصلي چينجي دي چې د يوه ماشوم له کولمو څخه وتلي دي. دا چينجي کله کله د سختې کولمو بندښت له امله د عمليات له لارې ويستل کېږي.

په طبي اصطلاح کې دا ډول چينجي ته “رونډ ورمز (Roundworms)” يا “اسکاریس (Ascaris)” ويل کېږي، کوم چې په هېوادونو لکه پاکستان، افغانستان، هند او نورو پرمختيايي هېوادونو کې يو عام خو اندېښنه‌وړ مشکل دی، په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره.



ولې د خېټې چينجي خطرناک دي؟

د خېټې چينجي د خوراکي موادو غذايي ارزښت جذبوي او دا مواد د خپل ودې لپاره کاروي. له همدې امله ماشوم د ودې له کموالي، وزن له کمښت او د اوسپنې له کموالي (فقر آهن) سره مخ کېږي. ځینې نښې دا دي:
• دوامداره د خېټې درد
• د مقعد شاوخوا خارښت
• غیرطبیعي زيات يا کم اشتها
• د وزن کمېدنه
• د وینې کموالی (انیمیا)
• د زده‌کړې او تمرکز کمزوري
• په جدي مواردو کې، د کولمو بندښت او د عملياتو اړتیا



دا چينجي څنګه بدن ته ننوځي؟

د خېټې چينجي عموماً د ککړې اوبه، ناپاک خوراک، چټلو ګوتو يا پر مځکه د یبله پښو ګرځېدلو له لارې بدن ته ننوځي. ماشومانو ته ځکه ډېر خطر وي، ځکه چې هغوی زيات وخت پر مځکه لوبې کوي او لاسونه خوله ته وړي.



د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) لارښوونه:

د روغتيا نړيوال سازمان په وينا، ټول ماشومان چې عمر يې له ۲ کالو زيات وي، بايد هر شپږ مياشتې وروسته د چينجيو ضد دوا واخلي، ترڅو د دوی طبيعي وده زيان ونه ويني او له ناروغيو خوندي پاتې شي.



مؤثرې او خوندي دواوې د چينجيو د له‌منځه وړلو لپاره:

۱. آلبندازول (Albendazole):
• دوز:
• ۲۰۰ ملي ګرامه (د ۲ کالو نه کم ماشومانو لپاره)
• ۴۰۰ ملي ګرامه (د ۲ کالو نه زيات ماشومانو لپاره)
• شربت په بازار کې: ZENTEL
• د شربت دوز: ۱۰ ملي‌ليتر (يوازې يو ځل کافی دی)

۲. میبندازول (Mebendazole):
• دوه طريقې:
• ۵۰۰ ملي ګرامه – يوازې يو ځل
• يا ۱۰۰ ملي ګرامه – سهار او ماښام د ۳ ورځو لپاره
• شربت: VERMOX
• د شربت دوز: ۵ ملي ليتر سهار او ۵ ملي ليتر ماښام، د درې ورځو لپاره



وقايه تر درملنې غوره ده:
• د ماشوم د لاسونو مينځل مخکې له خوړو او له تشناب وروسته
• د پاکو او تصفيه شوو اوبو کارول
• د ميوو او سبو پاکول مخکې له خوړو
• د ماشوم پر مځکه د یبله پښو تګ مخنیوی
• په مکاتبو او مدرسو کې د جمعي Deworming کمپاینونو جوړول .
کاپي ډاکټر حنيف چينل څخه

02/04/2025

الحکم الله
إنا لله وإنا إليه راجعون،
اللهم أجرني في مصيبتي وأخلف لي خيرا منها
مور جانه مې د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه.
يا ربه ته مې مورجانې ته جنت الفردوس نصيب کړې او مونږ ته صبر او استقامت.

25/01/2025

> 🔲 پوښتنه : نارمل ماشوم په څو هفتو کي پیدا کېږي او کوم خواړه وخوړل شي چې ماشوم او مور ته یي په حمل کې ګټور ثابت شي ؟

*ځواب : ډاکټر حنیف❤*

↩️ نارمل ماشوم معمولاً په 37 څخه تر 42 هفتو کې پیدا کېږي . که ماشوم له٧ 37 هفتو مخکې پیدا شي ، هغه وړاندنی زېږون ( Preterm ) ګڼل کېږي ، او که له 42 هفتو وروسته وي ، نو هغه ځنډېدلی زېږون ( Post-term ) ګڼل کېږي .

*🔲 د حمل پر مهال د مور او ماشوم لپاره ګټور خواړه :* د حمل په وخت کې مناسب او مغذي خواړه د مور او ماشوم روغتیا لپاره ډېر مهم دي . لاندې خواړه ګټور ګڼل کېږي :

1 : پروټین لرونکي خواړه : د ماشوم وده لپاره اړین دي . غوښې ( چرګ ، کب ، او سره غوښه ) . هګۍ ، دالونه او لوبیا .

2 : فایبر لرونکي خواړه : د قبض مخنیوي لپاره . تازه مېوې (مڼې ، کیلې ، نارنج ) . سبزیجات پالک ، ګازرې او غلې داني .

3 : کلسیم لرونکي خواړه : د هډوکو او غاښونو جوړولو لپاره . شیدې او لبنیات ( ماسته ، پنیر ) ، بادام .

4 : اوسپنه ( Iron ) : د وینې کمښت مخنیوي لپاره . سره غوښه ، پالک ، وچې میوې ( مميز ، چارمغز ) .

5 : فولیک اسید لرونکي خواړه : د عصبي سیسټم د ودې لپاره.. شین پاڼې لرونکي ټول سبزیجات .

6 : اومیګا 3 شحمي اسیدونه : د ماشوم دماغي وده لپاره . ماهیان ، چارمغز ، زیتون تېل..

7 : اوبه او مایعات : د بدن هایډریټ ساتلو لپاره مرګور باید په ورځ کې کافي اوبه وڅښٸ

ډاکټر حنيف

19/01/2025
د خوښۍ زیرې!!رومان تشخیصیه کلینک64 Slice CT Scanد کونړ او نورستان لپاره د روغتیا برخه کې په خصوصي سکتور کې یو بل نیک اقد...
03/01/2025

د خوښۍ زیرې!!
رومان تشخیصیه کلینک
64 Slice CT Scan
د کونړ او نورستان لپاره د روغتیا برخه کې په خصوصي سکتور کې یو بل نیک اقدام!
هغه ناروغان چې مخکې به د سي ټي سکن (CT Scan) لپاره ننګرهار یا کابل ته تلل اوس ورته په کونړ کې دغه سهولت برابر شویدی
24 ساعته د ګرانو هیوادوالو په خدمت کې
ادرس : اسعداباد ښار چنار ډبه زهیر پلازه.

الرشيد درملتون ستاسو په خدمت کې
02/01/2025

الرشيد درملتون ستاسو په خدمت کې

 #دګل تر لاسه کولو لپاره بايد پر اغزو  تېر شې . @ حوصـلې دې لوړې ساته . # کال کې وچ شوي کبل بيا رازرغون کېږي.الرشيد درمل...
04/12/2024

#دګل تر لاسه کولو لپاره بايد پر اغزو تېر شې .
@ حوصـلې دې لوړې ساته .
# کال کې وچ شوي کبل بيا رازرغون کېږي.
الرشيد درملتون

د روغتيا نړيوال سازمان څېړنې ښيې په نړۍ کې د مړينې دوهم لوی سبب مغزي سکته ده. مغزي سکته هغه وخت مینځ ته راځي چي په ناڅاپ...
30/11/2024

د روغتيا نړيوال سازمان څېړنې ښيې په نړۍ کې د مړينې دوهم لوی سبب مغزي سکته ده. مغزي سکته هغه وخت مینځ ته راځي چي په ناڅاپه ډول د دماغ کوم رګ بند او یا وشلېږي. که يې په بېړه درملنه و نه شي او انسان د دې ناروغۍ له حملې څخه ژوندی ووزي نو ډيری وخت يې په دایمي معیوبیت لکه نیم بدن فلج کېدل او يا د خبرو کولو په ستونزو اخته کوي.
عمده علامې:
- د مخ د يو طرف کږېدل
- ناروغ دواړه لاسه اوچت نشي نېولای، يو لاس يې د کمزورۍ او بې حسۍ له وجهې کښته ځي
- د ناروغ په خبرو کې فرق راځي او يا ناروغ بېخې خبري نشي کولای. او يا ناروغ په خبرو نه پوهيږي
درملنه:
ناروغ ته د خولې له لاري هېڅ مه ورکوئ او په بېړه يې روغتون ته ورسوئ.
ډاکټر امان شمس

لوړ کيفيت او مناسب قيمت
30/11/2024

لوړ کيفيت او مناسب قيمت

19/08/2024

هغه څوک چی روانی ناروغۍ لری لاندی نښی به پکی موجودی وی :

1 د دایمی خواشینۍ احساس .

2 د یو معقول سبب نه پرته دایمی ناخوښي .

3 مکرره بی خوبي .

4 متناوب خپګان په کمزوري کوونکي ډول .

5 دخلکو په وړاندی د دایمی کرکې اوبې مینې توب احساس .

6 دژوند نا آرامي .

7 په دایمی ډول داولادونو نه زغمل .

8 تل په غوسه او وروسته پیښمانه کیدل .

9 بی ځایه دایمی ویره .

10 همیشه خپل ځان په حقه اونور ناحقه ګڼل .

11 دبی شمیره بدني دردونو او شکایتونو احساس چی کوم سبب هم ورته نه پیدا کیږي .

کاپي

Address

اسد اباد ، دويمه ناحيه ،کوز څاګى
Kunar
2801

Opening Hours

Monday 06:00 - 08:00
16:00 - 21:00
Tuesday 06:00 - 08:00
16:00 - 21:00
Wednesday 06:00 - 08:00
16:00 - 21:00
Thursday 06:00 - 08:00
16:00 - 21:00
Friday 06:00 - 21:00
Saturday 06:00 - 08:00
16:00 - 21:00
Sunday 06:00 - 08:00
16:00 - 21:00

Telephone

+93782800887

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al Rasheed Pharmacy الرشيد درملتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Al Rasheed Pharmacy الرشيد درملتون:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram