Sina Medical Laboratory

Sina  Medical  Laboratory Better diagnosis

18/08/2020
-  ؟- د شکرې(شوګر، ډایابيټ) ناروغي په ټوله نړۍ کې یو عمده ستونزه ده. د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملو، پښتورګو عدم فعل...
04/08/2020

- ؟

- د شکرې(شوګر، ډایابيټ) ناروغي په ټوله نړۍ کې یو عمده ستونزه ده. د شکرې ناروغي د ړندېدو، د زړه حملو، پښتورګو عدم فعلیت، فلج، ګوزڼ (سټروک)، د پښو د پرې کېدو او په نارينه وو کې د جنسي کمزورۍ یا (امپوټنس) یوه ستره وسیله ده.

- ولې ځینې کسان په شکره اخته کیږي.

- د انسات په خېټه کې د معدې شا(خلف) ته د پانقراص پنوم یوه غده ده چې ځینې اِنزایمونه، هورمونونه او د انسولين پنوم مواد جوړوي.

- د انسان د خوړو ډېری برخه له هضم وروسته په کولمو کې په شوګر بدليږي چې لویه برخه یې د ګلوکوز په بڼه وينې ته جذب کيږي او د بدن حجرې یې د انسولين په واسطه د انرژې لپاره د سون دتوکو په ډول کاروي.

- که چېرې دغه مهم هورمون (انسولين) جوړنسې او یا کار ونه کړي نودانسان بدن ګلوکوز د انرژې په ډول نسې کارولی او په وينه کې یې اندازه زیاتيږي چې دا حالت د شکرې یا شوګر څخه عبارت دي.

- په عام ډول د شکرې ناروغي دوه ډوله ده چې اول او دو هم یا (Type1) او (Type2) Diabetes بولي. په شکره اخته کسانو کې اټکلاً لس سلنه (%10) خلک په ټایپ ۱ او نوي سلنه بیا په ټایپ ۲ ډایابيټ اخته کیږي.

- ځينې میندې د امیدوارۍ په موده کې د شکرې د لوړېدو سره مخامخيږي چې دې ته د امیدوارۍ ډایابيټ یا (ګېسټېشنل ډایابيټيس) وایي چې دزېږون وروسته بېرته نارمل حالت ته راځي خو په دوی کې د عامو خلکو په نسبت پر ټایپ ۲ ډایابيټ د اخته کېدو خطر زیات وي.

- ټایپ ۱ ډایابيټ

د شکرې دغه ډول په ماشومانو کې هم پیدا کيږي.

- دا یوه آټوامیون ناروغي ده چې د انسان بدن د پانقراص د هغو حجرو پر ضد چې انسولين توليدوي انټي باډي جوړوي اوهغه له کاره غورځوي، نو په دې ډول په بدن کې انسولين بيخي جوړيږي نه او د شکرې د کنټرول لپاره لازمه ده چې په پوستکي کې د پېچکارۍ یا پمپ په ذريعه انسولين واخيستل شي.

- د دې ناروغۍ نښې په ورځو او اوونیو کې ځان ښکاره کوي.

- دشکري د ناروغي څخه باید څه ډول ځان خلاص کړو؟

- که پر وخت یې درملنه و نه سي نو په وينه کې زیاته شکره له اِدرار سره وزي چې بدن د اوبو د کمښت سره مخ کېږي، وينه تېزابي سي چې ”ډایابيټېک کيټواسيډوسز“ ورته وایې، انسان قوما (بې هوښۍ ته ځي چې دا حالت دمرګ سره نژدي اړیکې لري.

- ټایپ ۲ ډایابيټ

- د شکرې دغه عامه ناروغي عموماً په لویانو کې پېښيږي خو په تنکیو ځوانانو کې یې هم پېښې ثبت سوي.

- دا هم د انسولين د کمښت یا د هغه په مقابل کې د بدن د مقاومت یا د د واړو له وجې رامنځته کيږي.

- نو د درملنې لپاره یې هم داسې دوا او ګولۍ ورکول کيږي چې د انسولين جوړيدل زیات او په مقابل کې یې د بدن مقاومت زیات او حساسیت کم کړي.

- ډېری خلک به کلونه په ټایپ ۲ ډایابيټ اخته وي خو تشخيص به یې نه وي سوی او د بدن په غړو (اعضاؤ) کې به یې ستونزې رامنځته کړې وي ځکه چې پدي حالت کې دپانقراص غده څه نا څه انسولين جوړه وي.

- همدا لامل دی که څوک د شکرې دمرض نښې ولري باید له ډاکټر سره مشهوره وکړي چې ناروغي یې پر وخت تشخيص سي او د بدن پر مختلفو اعضاؤ یې دبدو تاثیراتو مخنیوی وسي.

- د شکرې ناروغۍ نښې.

۱- ډیر ډیر تږي کیدل.

۲- د تشو بولو(ادرار) زیاتوالي.

۳- د ستومانۍ او ستړیا احساس کول.

۴- د وزن ضایع کول.

۴- د سپوخسې(مثانې) خارښت او په فنګس اخته کېدل.

۵- د زخمونو ژر نه جوړیدل.

۶- د سترګو خړه پرده او د لیدلو کمزوري.

- د شکرې ناروغي څنګه تشخيص کېدلای سي؟

- په نورمال حالت کې په تشو بولو کې شکره نه راوزي، که په وينه کې یې اندازه لوړه سي نو د بولو یو ساده معاینات یې په بولو کې د راوتلو اندازه معلومولايسي او په نهره یا هم خوراک وروسته د وينې معاینات یې ښه تشخيص کولای سي.

- په وينه کې د (اېچ بي اې ون سي) په نامه د یوه توکي کچه یې هم د تشخيص لپاره غوره وسیله ده.

- درملنه

- د شکرې ناروغۍ په منجمېنټ کې مناسب خوراک ډېر ښه رول لري.

د وزن کموالی، فيزيکي فعالیت او ورزش یې په درملنه کې زیات مهم دي او اوږد مهاله خطرونه یې کموي.

طبی لابراتوار ده معارف سرک ده عبادی کلینيک تر سنگ ده اړیکو شمیره ٠٧٤٥٦٤٢١٢١/٠٧٩٤١١١٠٩٠

Address

Kunduz

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sina Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram