
03/10/2024
په غير ارادي ډول د شپې متيازو تلل (Nocturnal Enuresis):
په دې ناروغۍ کې کوچنیان په بستره کې متیازې کوي
که چېرې د شپږو کلونو وروسته هم ماشوم په بستره کې متیازې کوي، نو د دې لپاره د هغوی درملنه په کار ده.
لاملونه (Causes)
زيات لاملونه لري خو اکثره يې د استرس او انتانات دي همدا شان
- په خېټه کې چنجیان
- ناهضمي
- د مثاني التهاب
- ذهني پریشانۍ او خپګان
- په متيازو کې د تېزابیت ډېروالی
-د متيازو په نل کې التهاب
- دبي ارزښتی احساس
- فالج
- وېره او نور..
ددې ناروغۍ ډیر لاملونه ذهني او رواني وي که ناروغ ته کوم بل لامل متوجې وي نو دهغه درملنه وکړي.