Dr saqib

Dr saqib Medical information

د ویښتانو تویدل او درملنه ‎د ټولو خلکو ويښتان په نارمل ډول توييږي،که د ويښتو د تويدو شمير په ورځ کي د 100-150 ويښتانو پو...
05/08/2022

د ویښتانو تویدل او درملنه

‎د ټولو خلکو ويښتان په نارمل ډول توييږي،که د ويښتو د تويدو شمير په ورځ کي د 100-150 ويښتانو پوري وي نو دا يوه نارمل حالت ده،خو که چيري د ويښتانو د تويدو اندازه ورځ تر بلي زياتيږي او يا مو په سر کي د ويښتانو د تويدو له امله خالي ځايونه زياتوالي کوي نو شاهد تاسي د ويښتانو تويدل تجربه کوئ.
‎د ويښتانو د تويدو سببونه ډير زيات دي ،ښځي د تولد څخه وروسته ممکن د ويښتو تويدو ته متوجه شي، هغه کسان چي د ډير زيات روحي فشار لاندي وي د پام وړ ويښتان يي تويږي ،ځيني ناروغئ او درمل هم د ويښتانو د تويدو لامل کيږي
‎د ويښتانو د تويدو تر ټولو عام سبب ارثيت بلل کيږي چي دا يو طبي حالت ده په ارثي ډول د ويښتانو د تويدو نور نومونه عبارت دي له
* Male pattern baldness
* Female patter baldness
* Androgenic alopecia
‎خوشبختانه د ويښتو د تويدو ډير سببونه د کنټرول وړ دي او يا يي هم علاج شوني ده

‎*د ويښتانو د تويدو نښي*

‎د ويښتانو د تويدو سره هم مهاله په ويښتانو کي نريوالئ هم رامنځ ته کيږي د وخت په تيريدو په سر کي د ويښتانو څخه خالي ځايونه ليدل کيږي چي وروسته ممکن ټول سر له ويښتو خالي شي

‎> کوم خلک د ويښتو تويدل تجربه کوي؟

‎ميليونونه خلک د ويښتو تويدل تجربه کوي چي په ځينو کي د علاج پرته ويښته بيرته راشنه کيږي او پاتي نور يي بيا علاج ته ضرورت لري ځيني وخت دا هم امکان لري چي تويي شوي ويښتان د علاج سره سره بياهم راشنه نه شی.

‎ #دويښتانودتويدوسببونه:

‎ د ويښتانو د تويدو علتونه ډير زيات دي٬کله چي ويښته یو ناڅاپه په تويدو شروع وکړي ممکن علت يي د ماشوم پيدا کيدل ٬ درمل ٬ غذاي مواد او يا کومه ناروغي وي مګر کله چي ويښته په تدريجي بڼه تويږي يعني د کلونو په تيريدو سره مو ورته پام کيږي ممکن د دغسي ويښتو د تويدو علت ارثيت وي د ويښتو د پاملرني ځيني خاص کړني هم د ويښتو د تويدو لامل کيږي لاندي ليکل شوي هغه سببونه دي چي د ويښتانو د تويدو لامل کيږي

‎۱ـ د ويښتانو ناروغي
‎* په ارثي ډول د ويښتانو تويدل او نري کيدل چي androgenic alopecia هم ورته ويل کيږي د ويښتو د تويدو تر ټولو عام سبب بلل کيږي. چي نر او ښځه دواړه پري اخته کيږي په نرانو کي د ويښتو تويدل زياتر د ټنډي د پورتني برخي څخه شروع کوي او د سر د شاته برخي په طرف ادامه پيدا کوي خصوصآ د سر د پورتنئ د برخي ويښتان يي نسبت سایډونو(څنګونو) ته زيات تويږي. له بل پلوه په ښځو کي د ويښتو تويدنه د سر د پورتنئ يا د تندي د برخي څخه شروع کوي او د شاوخوا په طرف پراخوالي کوي چي د تويي شويو ويښتو ساحه نيمګړي معلوميږي په ډيره کمه اندازه په نرانو کي د ويښتانو نريوالي او په ښځوکي د ويښتو تويدل د سر د مخي څخه د شا په طرف وی او نامعلوم علت لري.

Alopecia areate* څيړونکي باور لري چي د ويښتو دا ډول تويدل د معافيتي سيستم د ناروغي له امله وي مطلب دا چي معافيتي سيستم د بدن خپل ويښتانو ته د اجنبي په سترګه ګوري او له منځه يي وړي چي په نتيجه کي بي ويښتو ګردي ساحي په سر کي رامنځ ته کيږي ،دغه کسان نارمل صحت لري په زياتره ناروغانو کي د تويي شوي برخي ويښته بيرته په خپله راشنه کيږي داسي کسانو ته داکتر په دي خاطر علاج کوي تر څو تويي شوي ويښته يي زر را شنه شي که تداوي نه شي خپله هم را شنه کيږي ولي وخت ډير نيسي

*. Critical alopecia*
‎* د ويښتانو د تويدو دغه ډول ناروغي ډيره کمه ده او په صحت روغو خلکو کي رامنځ ته کيږي په دغه ډول ويښته تويدنه کي د ويښتو بيخ تخريب کيږي چي تخريب شوي برخه داغي کيږي چي بيا په دغه برخه کي هيڅ بل ويښته نه راشين کيږي علاج يي د وويښتو د بيخ د برخي التهاب له منځه وړل دي

‎۲ـ illness یا هغه ناروغي چي د ويښتانو د تويدو لامل کيږي

‎* د ويښتو تويدل د يوي ناروغي لکه د عټو جراحي عملياتو ترسره کول ،لوړه درجه تبه تيرول، شديده انتانات حتي د عادي زوکام تيرولو وروسته هم رامنځ ته کيږي.د ويښتو دغه ډول تويدو ته telogen effluviam ويل کيږي

Ringworm of the scalp*
‎ د ويښتانو د تويدو دغه ډول خصوصآ په ماشومانو کي ساري بڼه لري له موثري تداوي پرته د ويښتو د تويدو لامل کيږي عامل يي د پوستکي يو ډول فنګسي انتان دی.


‎*د cancer treatment: د کينسر ناروغانو ته کيمياوي او شعاعي درملنه ورکول د ويښتو د تويدو لامل کيږي. دغه ډول د ويښتو تويدل د موقت وخت لپاره وي مګر د پام وړ روحي فشار رامنځ ته کوي

‎* عصبي ناروغي یا Trichotalimania: دا یو ډول ناروغي ده چي مخکي مي هم ورڅخه يادونه کړي، په دي ناروغي اخته کس د يو فوق العاده خواهش لرلو پر بنياد د خپل سر څخه ويښتان راباسي.دوي د ويښتانو د راباسلو قوي خواهش يو مجبوريت ګڼي چي د سر علاو د سترګو وريځي او باڼه هم راباسي.

‎۳ـ هارمونونه او روحي فشار:
‎روحي فشارونه او هارموني تغيرات هم کولاي شي چي د ويښتو تويدنه رامنځ ته کړي


‎* ماشوم زیږونه یاChild birth: د ماشوم له پيدا کيدو وروسته د ځينو ميندو ويښتان تويږي، زمونږ په ټولنه کي داغه يوه رواجي خبره ده وايي، چي کله ماشوم له پيدا کيدو وروسته په لومړي ځل خپله مور وپيژني نو په دي وخت کي د مور ويښتان تويږي مګر په حقيقت کي د ماشوم له پيدا کيدو وروسته د مور په بدن کي د استروجن په نامه هارمون اندازه کميږي چي د کم وخت لپاره د ويښتانو د تويدو لامل کيږي او يو څه وخت بعد توي شوي ویښته بيرت راشنه کيږي.

‎*میناپیوس (Menapause): په ښځو کي د مياشتني عادت بندوالي ته ويل کيږي چي عمومآ د ۵۰-۵۵ کالو په وخت کي د ميندو میاشتنۍ عادت په دايمي ډول ختميږي، چي په همدي وخت کي د کمي مودي لپاره د ويښتانو تويدنه هم رامنځ ته کيږي چي د وخت په تيريدو توي شوي ويښته بيرته راشنه کيږي. که د يوي ښځي عمر ۴۰ کاله او يا له دي زيات وي د گڼو ويښتانو هغه توقع دي نه لري کومه يي چي د ځواني په محال لرله.

‎* روحي فشار یا Stress: ديوي روحي تروما څخه وروسته لکه د نژدي کس مړينه ،طلاق او داسي نوري روحي تروماوي ممکن د ويښتو د تويدو لامل شي

‎۴ غذايي رژيم او نامناسب تغذيه:
‎* د وزن کمواليWeight loss: د وزن کموالي د ۱۵ پاونډ په اندازه د ويښتانو د تويدو لامل کيږي چي د وزن د کموالي څخه ۳ الی ۶ مياشتي وروسته ويښته په تويدو شروع کوي پرته له علاج توي شوي ويښته بيرته راشنه کيږي.

‎* د Vitamin A زیاتوالی:په بدن کي د دي ويټامين زاتوالي د ويښتانو د تويدو لامل کيږي .هغه خلک چي دغه ويټامين په زيات مقدار اخلي د ويښتانو د تويدو دغه ډول به په کي رامنځ ته کيږي چي که د دي ويټامن خوړل سټاف شي ويښته تويدنه به هم ورسره ودريږي.

‎* دProteinکموالی:کله چي بدن ته په کافي مقدار پروټين ونه رسيږي په بدن کي به د پروټينو اندازه کمه شي چي له دي سره به د ويښتانو وده ودريږي، که چيري يو کس تر ۲ الی۳ مياشتو پوري په کافي مقدار پروټين وانخلي نو د ويښتو تويدل به پکي شروع شي،چی په زيات مقدار د پروټينو خوړل به د ويښتو تويدل بيرته ودروي.غوښه، هګئ او ماهي د پروټينو غوره منابع دي هغه کسان چي يوازي او يوازي سبزيجات خوري دوي کولاي شي د بدن کم پروتين د چارمغزو او لوبيا په خوړلو بيرته پوره کړي.

‎* اوسپنه Iron:په خوراک کي د اوسپني کم اخيستل هم د ويښتانو د تويدو لامل کيږي د اوسپني د کمبود د مخنیوي لپاره بايد هغه خوراکونه ترسره شي. چي په زيات مقدار اوسپنه ولري لکه غوښه، پالک ،د کدوزړي ، سويابين او داسي نور خوراکونه.

‎* د خوړو ناروغئ یا Eating disorders: هغه کسان چي د خوړو په ناروغي اخته وي ويښتان به يي هم تويږي د خوړو هغه ناروغي چي د ويښتو د تويدو لامل کيږي د anorexia يا بي اشتهايي او bulimia يا د خوراک څخه وروسته د کانګو کولو څخه عبارت دي.

‎۵ - درمل
‎* هغه درمل چي د ويښتانو د تويدو لامل کيږي په لاندي ډول دي.
‎* وينه نري کوونکي درمل.
‎* په لوړه کڅه د ويټامين ای خوړل.
‎* هغه درمل چي د خفګان ،د بندونو د دردونو، د ويني د لوړ فشار او د زړه درګونو د ناروغيو لپاره توصيه کيږي.
‎* د حمل د مخنيوي درمل.
‎* انابوليک سټيروئډ :هغه درمل دي چي د عضلاتو د غټيدو په خاطر خوړل کيږي.

‎۶-د ويښتانو ساتنه
‎د ويښتو ځانګړي سټايلونه او ځيني هغه توليدات چي په ويښتو استعماليږي د ويښتانو د تويدو لامل کيږي.

‎* ځینی تولیدات یا Products:هغه توليدات چي و يښتانو uته مو رنګ ورکوي د ويښتانو د تويدو لامل هم کيږي. په نامنظم او نامناسب ډول ويښتانو ته د رنګ ورکولو مواد ،د ويښتانو جيل ،ويښته نرمؤنکي مواد او د ويښتانو د سپري استعمالول د ويښتانو د ماتيدو لامل کيږي.

* Blow dryers,flat iron and other devices
‎* د ويښتو اوتو کولو او د باد په ذريعه د ويښتو وچوونکو او داسي نوري الي، د داسي الو بار بار استعمالول د ويښتانو د تخريب لامل کيږي .د ويښتو د وچؤلو باد لرونکي الي د ويښتانو په ميل کي اوبه په جوش راولي او د ويښتانو د ماتيدو باعث ګرځي.

* Hair pin- clips and rubber band
‎د ويښتانو ستن ، کليپ او د ربړي کيتکونو استعمالول چي ويښته ډير کلک نيسي د ويښتو د ماتيدو لامل کيږي.

* Hair style
‎* په کالونو کالونو ويښتانو ته په يو خاص وضيعت سټايل ورکول لکه pony tail د ويښتو په دي سټايل کي د سر ټول ويښتان د سر په شاتني برخه کي د يوي غوټي په ورکولو سره تړل کيږي، cornrows د ويښتو په دي سټايل کي د ويښتو څخه کمڅئ جوړيږي.چي په دواړو سټايلو کي ويښتان کش خوري او ویښتان توییږی چي traction alopecia ورته ويل کيږي.

‎‏۷ - improper washing -drying and combing

‎په نامناسب ډول د ويښتانو مينځل وچؤل او ږمنځ کؤل
‎داغه لاندي کارونه زياتره د ويښتانو د ماتيدو لامل کيږي.
‎* له اندازي زياته شامپو استعمالول او ږمنځ کؤل که په ورځ کي تر ۱۰۰ ځلو پوري ويښتانو کي ږمنځ وه وهل شي نو يښتان تويوي.
‎* د لندو ويښتانو ږمنځ او برش کؤل خصوصآ په اسيايي اوسيدونکي. ۰ د زياتو خلکو ويښتان چي کله لانده شي ربړي خواص پيدا کوي چي د وچو ويښتانو په نسبت د ږمنځ کولو په وخت کشوالي کوي او د شکيدو خطر يي زياتيږي د افريقايي اوسيدونکو لانده ويښتان د ږمنځ کولو په وخت کشوالي نه خوري يعني ربړي خاصيت نه لري.

‎ # د ويښتانو د تويدو علاج:

‎څرنګه چي د ويښتو د تويدو علتونه فرق کوي همداسي يي علاج هم فرق لري. ډاکټران توصيه کوي چي ويښته د تويدو په لومړئ پړاو کي تدواي ترسره کړئ ځکه چي د ټولو ويښتانو د تويوالي په وخت کي يي علاج ستونزمن کيږي

‎۱- د داکتر د نسخي پرته علاج

* Minoxidil Spray.
‎* دغه درمل د سر په پوستکي وهل کيږي چي د ويښتو وده تنبه کوي او هم يي د نري کيدو څخه ساتي.
* Laser devoices.
‎* ليزري الي هغه برشونه ږمنځي او داسي نوري ورته الي چي له ځان څخه ليزري رڼا خارجوي کولاي شي د ويښتانو وده تنبه کړي د دغو الو په استعمال سره ويښته تر او تازه بريښي.

‎۲- د داکتر دنسخي مطابق علاج

* Finasteride
‎* تايد شوي درمل دي چي يوازي په نرانو کي د استعمال وړ دي د ګوليو په شکل کي راځي د هغو ويښتانو په راشنه کيدو کي مرسته کوي کوم چي په تدريجي بڼه توي شوي وي داغه درمل د هغه هارمون د جوړيدو مخه نيسي کوم چي د ويښتانو د تويدو لامل کيږي.

* Corticosteroid
‎* که چيري ستاسي ويښتان د التهاب له امله تويږي نو داکتر ممکن د کارټيکوسټيرویډ په نامه پيچکاري د سر د پوستکي په هغه برخه کي چي ويښتان نه لري درکړي د دغه کار سره به هغه التهاب چي په سر کي د حلقي په څير د ويښتو د تويدو لامل کيږي سټاف شي.

‎۳ - جراحي عمليات
‎د جراحي عملياتو نوعه د تويي شوي ويښتانو په اندازي پوري تړاو لري د سمي نتيجي د لاسته راوړلو په خاطر د پوستکي داکتر لاندي يو يا څو عمليات ترسره کوي

* Hair transplantation
‎* د ويښتانو پيوند. د سر د پوستکي هغه برخه چي ګڼ ويښتان لري د جراحي عملياتو په واسطه ويښتان تري راوباسل کيږي او د سر د پوستکي په هغه برخه پوري پيوند کيږي چي ويښتان نه لري.

* Scalp reduction
‎* د سر د پوستکي کمؤل د سر د پوستکي هغه برخه چي ويښته نه لري د جراحي عملياتو په واسطه لري کيږي او بيا د سر د پوستکي هغه برخي چي ويښتان ولري خوله په خوله ګنډل کيږي

* Scalp expansion
‎* د سر د پوستکي پراخؤل د سر د پوستکي لاندي داسي الي نصب کيږي چي پوستکي ته کش ورکړي له دغه پروسيجر سره به د سر پوستکي پراخ شي او وروسته له دي scalp reduction procedure ترسره کيږي.

* Scalp flaps
‎* د سر د پوستکي ويښته لرونکي برخي لري کيږي او په هغه برخه پوري پيوند کيږي چي ويښته ونه لري.

‎ #نتيجه:

‎کله چي ستاسي د پوستکي داکتر د ويښتانو د تويدو په لامل پوه شي تاسي ته به د ويښتو اړوند معلومات درکړي چي د شنه کيدو وړ دي او که نه همدا راز ځيني تويي شوي ويښتان علاج ته ضرورت نه لري خپله راشنه کيږي او ستاسي په کړنو کي تغير هم د ويښتانو د بيرته په راشنه کيدو کي مرسته کوي ځيني وخت پرته د طبي علاج ويښته بيرته نه راشنه کيږي.

09/07/2022

عيد مبارك
اختر مو مبارك
هيتنگيز قوتلوغ بولسن
Happy Eid

01/06/2022
01/06/2022

‎ #کولرا (Cholera)

‎• کولرا یوه حاده اسهالي ناروغي ده چې د وایبریو کولرا باکټریا (serotype 01) په واسطه رامنځته کیږي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په ګانګس نومي کلي کې وپیژندل شوه؛ له هغه وروسته په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ پیښې په اپیډیمیک او پانډیمیک شکل لیدل شوي دي.
‎• اومه پانډیمي، د E1 Tor biotype په سبب، په ۱۹۶۱ کال پیل او د منځني ختیځ په لور تیته شوه چې بیا په افریقا کې په انډیمي بدله شوه. په ۱۹۹۰ کې پیرو ته ورسیده او په سهیلي او مرکزي امریکا کې تیته شوه. د ۲۰۰۰ کال د آګسټ میاشتې راپدې خوا په سویلي افریقا کې په کتلوي توګه خپره شوې ده. E1 Tor د کلاسیک وایبریو په پرتله ډیره مقاومه ده او په ۵٪ واقعاتو کې په مزمن ډول لیږدول کیږي. یو نوی کلاسیک 0139 سیروټایپ وایبریو په ۱۹۹۲کال په بنګلدیش کې وموندل شوه چې یوه نوې پانډیمي یې پیل کړه.
‎• د انتان انتشار د ناروغ د غایطه موادو یا د استفراغ او یا د ډیرو تحت کلینیکې پیښو په سبب صورت نیسي. دا مکروب په تازه اوبو کې ۲ اونۍ او په مالګینو اوبو کې د ۸ اونیو لپاره ژوندی پاتې کیدلی شې.
‎• دا ناروغي د منتنو اوبو د څښلو، د کبانو او د هغو غذا وو له لارې انتقالیږي کومې چې د مچانو یا د ناقل د لاسونو په واسطه منتن شوې وي.


‎• شدید اسهال پرته له درد څخه یا کولیک چې په ناڅاپه توګه پيليږي
‎• استفراغات
‎• لږ وروسته وصفي «د وریژو اوبو = rice water » په بڼه غایطه مواد خارجیږي چې مخاط او شفافې مایع ورسره ګډې وي
‎• کولرا په شدت سره د مایعاتو او الکټرولایټونو د ضیاع سبب کیږي چې په پایله کې یې شدید ډیهایډریشن او عضلي دردونه منځ ته راځي.
‎• شاک او oliguria لیدل کیږي خو د ناروغ شعور په ځای وي
‎• مړینه د وینې د دوران د حادې عدم کفایی په پایله کې ډیر ژر منځ ته راتللی شي
‎• د مناسبې درملنې په پایله کې دا اعراض ډیر ژر ښه کیدلی شي
‎• اکثراً دا انتان یوه خفیفه ناروغي له خفیف اسهال سره رامنځته کوي، اما کله کله یوه ډیره شدیده ناروغي (Cholera sicca) رامنځ ته کیږي، چې پدې صورت کې مایعات متوسع امعا ته ضایع کیږي او مخکې لدې چې وصفي معایی اعراض انکشاف وکړي د ناروغ د مړینې سبب کیدلی شي. په ماشومانو کې ډیره خطرناکه کیدلی شي.
‎• د دې ناروغۍ تشخیص په اپیډیمیک حالاتو کې په آسانی سره کیږي، اما په نورو حالاتو کې تشخیص باید په باکټریولوژیک ډول سره وشي.
‎• د dark field microscope د غایطه موادو په نمونه کې وصفي متحرک وایبریو کولرا باکټریاوې ښیی. او د کلچر لپاره نمونې کولای شو د مقعدي سواب یا غایطه موادو څخه لاسته راوړو.

‎ #درملنه
‎• د وینې د دوران پایښت د اوبو او الکټرولایټونو په معاوضه کولو سره ډیر اهمیت لري. ژر اقدام کول د انذارو په ښه والي کې ستره ونډه لري. د ډیهایډریشن درجه د ناروغ له ظاهري بڼې څخه ارزولی شو.
‎• او آر اس ORS د ډیریو ناروغانو لپاره ډیر موثر او مصون دی. ORS سره د مقاومې نشایستې علاوه کول د مایعاتو ضیاع او د اسهال موده په کاهلانو کې لنډولی شي، ځکه د سودیم جذب په امعا کې ډیروي.
‎• رنگر لکټیټ Ringer Lactate د وریدي معاوضې لپاره ډیر ښه مایعات دی. کله چې ناروغ ډیهایډرې شي استفراغ معمولاً دریږې، په دې وخت کې باید مایعات د خولې له لارې د 500ml/h په اندازه ورکړل شي. د مایعاتو اړتیا هر ۸ ساعته وروسته باید د ضایعاتو په اساس وارزول شي.
‎• د مایعاتو مجموعي اړتیا کیدای شي د ۲-۵ ورځو په ترڅ کې تر ۵۰ لیترو پورته شي.
‎• په ماشومانو کې باید د مایعاتو توازن په دقیقه توګه تر نظر لاندې ونیول شي ځکه هغوی هایپوګلایسیمیا ته کاندید دي.
‎• په کاهلانو کې د ټټراسایکلین، doxycycline اوciprofloxacin کارول د وایبریو اطراح او مایعاتو ټولیز ضرورت کموي.


‎• د شخصي حفظ الصحې په پام کې ساتل حیاتي ارزښت لري.
‎• د څښلو اوبه باید پاکې وي او یا داچې وویشول شي.
‎• له غذا سره د مچانو له تماس څخه باید مخنیوی وشي.
‎• فمي واکسین تر لاسه کیدلی شي خو ډیر لږ موثریت لرلی شي.
‎• د اپیډیمي په ترڅ کې د عوامو پوهاوی او د اوبو د منابعو کنټرول ډیر ارزښت لري.
‎• د واکسین تطبیق او د ټټراسایکلین کارول د اهمیت وړ دي.
‎• د ضایعاتو disinfection او د لاسونو په سمه توګه مینځل د انتشار ګواښ تر ډیره کموې.

‎لیکنه: ډاکتر احمد شکیب ظهیر

26/05/2022

‎د تاریخچې اخیستنه (History taking)

‎د سم تشخیص لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:
‎• مکمله تاریخچه (History)
‎• د ناروغ بشپړ معاینه کول (Examination)
‎• لابراتواري معاینات (Investigations)

‎د ناروغ تاریخچه
‎• نوم (Name): د ناروغ پېژنگلوي لپاره مهم دی.
‎• عمر (age)
‎• جنس (gender)
‎• دین(religion): د قضیب په سرطان باندې د اخته‌ کېدو چانس په مسلمانانو او یهودیانو کې د ماشومتوب په لومړیو کې د ختنه‌کولو له سببه ‌ډېر نادر دی.
‎• دنده(job): په شخصي تاریخچه کې په تفصیل سره مطالعه شوې ده.
‎• پته (address): یو شمېر ناروغۍ په خاصو سیمو کې انډیمیکې دي، نو ځکه پته باید ولیکل شي.

‎• اوسني شکایتونه (Present complaints): هغه شکایتونه چې ناروغ یې اړ کړی، چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، تر دې عنوان لاندې راځي. شکایتونه د هغوی د پېښېدو د وخت ترتیب ته په کتو سره ذکر کېږي؛ یعنې لومړی هغه شکایتونه، چې دوام یې ډېر وي او وروسته هغه شکایتونه چې دوام یې لږ وي، لیکل کېږي. هر شکایت باید په یوه کرښه کې ولیکل شي.
‎غوره ده، چې هر شکایت سره مل حالتونه له هغه سره یوځای ذکر شي. لکه، د دې په ځای چې ولیکو: "تبه د ۵ ورځو لپاره"، که داسې ولیکل شي: "تبه له لړزې سره د ۵ ورځو لپاره"، په تشخیص کې مرسته کوي. دا کولای شي، چې د تشخیص په هکله یوه مفکوره منځته راوړي.
‎کله ناکله اعراض په متقطع ‌ډول سیر کوي. د بېلګې په توګه، په استما کې سالنډي په متقطع ‌ډول وي.

‎• د اوسنۍ ناروغۍ تاریخچه (History of present illness): باید په ۳ پراګرافونو کې ولیکل شي:
‎لومړی پراګراف: په دې برخه کې، د هر شکایت تفصیل د هغه د پېښېدو د وخت ترتیب ته پام سره پوښتل کېږي. څنګه چې ناروغان مسلکي پوهه نلري او نشي کولای چې خپل وضعیت په بشپړ ډول تشریح کړي، نو د معاینه‌کوونکي دنده ده ترڅو پوښتنې په داسې توګه مطرح کړي چې د هر عرض بشپړ تفصیل لاسته راشي.
‎د تاریخچې د لیکلو پر مهال، دا دوه ټکي په پام کې ولرئ:
‎• له تلقیني او لارښودونکو پوښتنو څخه ډډه وکړئ.
‎• مسلکي اصطلاح‌‌ګانې مه کاروئ، بلکې تاریخچه تل د ناروغ په ژبه ولیکئ.
‎لاندې پوښتنې د اعراضو په شدت باندې د پوهېدلو په برخه کې مرسته کوي:
‎• تاسو څومره واټن پلی تګ کولای شئ؟ آیا کولای شئ په زینو کې بې له دې چې ودرېږئ پورته ولاړ شئ؟ آیا د خپل کور ورځیني کارونه په سم ډول ترسره کولای شئ.
‎• آیا خپله دنده ترسره کوئ؟ که ځواب "نه" وي، ولې؟
‎• آیا دا اعراض، ستاسو خوراک اغېزمن کوي؟ آیا د خوراک پر مهال له کومې ستونزې سره مخامخ کېږئ؟
‎• آیا نارمل ټولنیز او جنسي فعالیتونه مو مختل شوي دي؟
‎• خوب مو څرنګه دی؟
‎د یو عرض د تشریح پر مهال باید لاندې ټکي په پام کې ونیول شي:
‎• د عرض موده: د مناسبو پوښتنو په واسطه باید د عرض د مودې په هکله معلومات ترلاسه کړو. "آیا مخکې له دې څخه روغ وئ؟"
‎• د پیلېدو څرنګوالی: له ناروغ څخه باید د ناروغۍ د پیلېدو څرنګولی وپوښتل شي. "آیا دا اعراض په ناڅاپي ډول پیل شول، که په تدریجي ډول؟"
‎• د عرض دوام: باید وپوښتل شي، چې عرض له پیل څخه تر اوسه دوامداره وو، که بې‌عرضه وقفې یې درلودې. د دې وقفو د وخت اوږدوالی باید هم وپوښتل شي. اما که ناروغي د "حملو" یو لړ ولري، په هغه صورت کې باید د پیلېدو څرنګوالی، سیر، موده، د کمېدو څرنګوالی او د حملې وروستۍ اغېزې وپوښتل شي.
‎• د عرض تغییرونکي عوامل: له ناروغ څخه باید د هغو عواملو په هکله چې د اعراضو د شدید ‌کېدو یا لږېدو سبب ګرځي وپوښتل شي. د بېلګې په توګه، د ټټر درد چې له فعالیت سره شدید شي او له استراحت سره لږ شي د زړه په اسکیمیکې ناروغۍ باندې دلالت کوي. په اپي‌ګسټریک ساحه کې درد، چې د شیدو له څښلو سره ښه شي، په پپټیک قرحه باندې دلالت کوي. اما که دا درد د شیدو په اخیستلو سره شدید شي، د صفرأ د کڅوړې پر التهاب (cholecystitis) باندې دلالت کوي.
‎• یوځای پدیدې: له ناروغ څخه وپوښتئ، چې آیا کوم بل عرض یې چې د هغه له عمده اعراضو سره مل وي تجربه کړی دی؟ د بېلګې په توګه، که د نس په ښۍ علوي برخه کې د درد د حملو په تعقیب، د ناروغ سترګې ژېړې شي، د کبد یا صفراوي لارو پر اختلال باندې دلالت کوي. په قطني ساحه کې درد، چې د hematuria (په ادرار کې وینه) په واسطه تعقیب شي، په کلیوي ناروغۍ باندې دلالت کوي.
‎• د عرض پرمختګ: د تاریخچې له مهمو برخو څخه یو هم د عرض د پرمختګ په هکله پوښتل دي چې آیا شدید شوی دی، که په خپل لومړي حالت باندې پاتې دی.
‎د عرض شدید کېدل د ناروغۍ پرمختګ ښيي، چې د اخته غړي د صدمې سبب ګرځېدلی. د بېلګې په توګه، که ناروغ ته د ناروغۍ په پیل کې له متوسط فعالیت سره سالنډي پېښېدله، اما اوس د هغه سالنډي تر دې حده شدیده شوې چې آن د استراحت پر مهال هم منځته راځي، په څرګند ډول ښيي چې د سږو او زړه انساج لا ډېر تخریب شوي دي. په همدې توګه، که د سترګو ژېړوالی ډېر شوی وي، د کبد یا صفراوي لارو د تخریب په ‌ډېروالي باندې دلالت کوي.
‎د خبرو کولو پر مهال د ناروغ خوځښتونه: د شکایتونو د تشریح پر مهال د ناروغ خوځښتونه تر پام لاندې ونیسئ، ځکه د ناروغۍ په هکله مهم کلینیکي معلومات وړاندې کوي.
‎• د ټټر د درد د تشریح پر مهال، که ناروغ خپل لاس موټی کړي او د ټټر په قدام باندې یې فشار ورکړي، په قلبي درد، یعنې خناق (angina) یا د مایوکارډ احتشا (myocardial infarction) باندې دلالت کوي.
‎• په قطني ساحه باندې د لاسونو ایښودل او هغو ته فشار ورکول، کلیوي کولیک ښيي.
‎• د sternum مښل زړه سوی (GERD) ښيي.
‎• د ورنو او د پاسنیو برخو مښل sciatica ښيي.
‎• د نس شاوخوا باندې د مټو فشار ورکول، معایي کولیک ښيي.

‎دوهم پراګراف: په دې پراګراف کې، اعراضو پورې مربوط پوښتنې په تفصیل پوښتل کېږي، ترڅو د هغو احتمالي ناروغیو په هکله چې ډاکټر مفکوره اخیستې څرګند معلومات لاسته راشي. دا پوښتنې ځکه پوښتل کېږي، چې هغه ټکي چې له ناروغ څخه د ناروغۍ په هکله هېر شوي لاسته راشي. په دې توګه، یو شمېر ناروغۍ رد کېږي او ډاکټر ته آسانېږي چې یو احتمالي تشخیص ته ورسېږي.
‎د بېلګې په توګه، ناروغ له پولي‌یوریا (polyuria) څخه شکایت کوي.
‎د لاندې پوښتنو پوښتل تشخیص ته د رسېدو لپاره مرسته کوي:
‎• په ځنډ سره د ټپونو روغېدل
‎• د جلدي انتاناتو بیا پېښېدنه
‎• د وزن بایلل
‎• د لید اختلال
‎• د عجان ساحې خارښت (په ښځو کې).
‎پاسنیو تفصیلاتو په کتو سره، معاینه‌کوونکی دې پایلې ته رسېږي چې معاینه‌کېدونکی شخص ممکن په diabetes mellitus باندې اخته وي. په دې توګه، نورې ناروغۍ چې د پولي‌یوریا سبب ګرځي، رد کېږي.
‎ځانګړي معلومات
‎ناروغ ممکن د ناروغۍ د یو شمېر اعراضو له ویلو څخه ډډه وکړي. په دې صورت کې، ډاکټر باید د سیسټمیکو ناروغیو د عمده نښو په هکله پوښتنې وکړي. یعنې باید د قلبي‌وعایي، هضمي، تنفسي، بولي یا مرکزي عصبي سیسټمونو د ناروغیو په هکله له ناروغ څخه پوښتنې وکړي.
‎د هر سیسټم عمده شکایتونه په لاندې ډول دي:

‎د تنفسي سیسټم ناروغي:
‎• ټوخی (cough)
‎• بلغم (sputum)
‎• په بلغم کې وینه (hemoptysis)
‎• سالنډي (dyspnea)
‎• صدري درد/ناراحتي (chest discomfort/pain)
‎• ویزنگ Wheezing

‎د قلبي‌وعایي سیسټم ناروغي:
‎• صدري درد/ناراحتي
‎• سالنډي
‎• د زړه ټکان (palpitation)
‎• د پښو اذیما (pedal edema)
‎• سنکوپ/ ګنګستوب (syncope/dizziness)

‎د هضمي سیسټم ناروغي:
‎• زړه سوی (heartburn)/ بدهضمي (indigestion)/ نفخ او باد (flatulence)
‎• د نس درد (abdominal pain)
‎• خواګرځی/کانګی (nausea/vomiting)
‎• په کانګي کې وینه (hematemesis)
‎• میلینا Melena (تور رنګه غایطه مواد د علوي معدي‌معایي لارو د وینې‌تویېدنې له سببه)
‎• اسهال/ قبضیت (diarrhea/constipation)
‎• ژېړی(jaundice)
‎• په بلع کې ستونزه (dysphagia)

‎د حرکي سیسټم ناروغي
‎• د مفصلونو درد یا شخي (joint pain/stiffness)
‎• د شا درد یا شخي (back pain/stiffness)
‎• د مفصلونو پړسوب (joint swelling)
‎• په خوځښت کې ستونزې؛ یعنې په ګرځېدلو، کېناستلو، درېدلو، د سر په تاوولو، ټیټېدلو او نورو خوځښتونو کې ستونزې.

‎د بولي سیسټم ناروغي:
‎• د تبول سوځیدل (dysuria)
‎• د فلانک درد (flank pain)
‎• هیمچوریا Hematuria
‎• په تبول کې ستونزې؛ یعنې د ادرار درېدل، د ادرار څاڅکی څاڅکی راتګ او نور
‎• پولی یوریا Polyuria (د ادرار ډېروالی) یا oliguria (د ادرار لږوالی)
‎• د فرېکونسۍ ډېروالی؛ یعنې د تبول لپاره تشناب ته بیا بیا تګ
‎• په ادرار کې د تېګې بهر کېدل

‎د مرکزي عصبي سیسټم ناروغي:
‎• سردردي (headache)
‎• سنکوپ/ سرګنګسي/ سرڅرخي (vertigo)
‎• اختلاجونه
‎• د بدن د یوې برخې ضعف (weakness)
‎• د شعور ضایع‌کېدل (unconsciousness)
‎• د بدن د یوې برخې کرختي (numbness) او سوزېدنه (tingling)

‎درېیم پراګراف (د درملنې تاریخچه / Treatment history):
‎د مخکینیو درملنو تفصیل په کې شامل دی. د دې په څنګ کې ډاکټر سره مرسته کوي چې یو تشخیص ته ورسېږي.
‎د بېلګې په توګه، ناروغ له تبې څخه شکایت کوي او مخکې یې chloroquine اخیستي دي، خو ښه شوی ندی. دا ښيي چې نوموړی شخص (په ډېر احتمال سره) په ملاریا اخته ندی.
‎د دوايي فرط‌حساسیت تاریخچه (په ځانګړې توګه له penicillin او sulpha سره) باید وپوښتل شي.
‎• پخوانۍ تاریخچه (Past history): پخوانۍ تاریخچه نباید د اوسنۍ ناروغۍ له لومړنیو اعراضو سره اشتباه شي. لاندې ټکي باید د ناروغ د پخوانۍ تاریخچې د اخیستلو پر مهال په پام کې ونیول شي:
‎• هره پخوانۍ ناروغي، چې اوسني حالت سره تړاو ولري. لکه د پایلورس په تضیق کې د پپټیک قرحې په هکله وپوښتئ. د ماشومتوب د دورې ناروغۍ لکه روماټیک تبه (rheumatic fever)، توره ټوخلې (whooping cough)، کله‌چرک (mumps)، شری (measles) او ابتدايي ریوي ټوبرکلوز هم باید وپوښتل شي.
‎• د ترضیض، ټکر، جراحي، سفرونو او تسمم په هکله باید وپوښتل شي.
‎• پخوانۍ ځانګړې طبي تاریخچه، لکه diabetes mellitus، ژیړی، استما، ټوبرکلوز، د وینې لوړ فشار، قلبي ناروغي او صرع (epilepsy)، باید واخیستل شي.
‎• په روغتون کې د ناروغ د بستري‌کېدو تاریخچه.
‎• د جراحي عملیاتو/ ټکر تاریخچه.

‎• شخصی تاریخچه (Personal history): په دې تړاو باید لاندې ټکي وپوښتل شي:
‎• د ناروغ دنده: د ناروغ د اوسنۍ او پخوانۍ دندې په هکله باید وپوښتل شي.مهمه ده ترڅو کاري شرایط یې هم ملاحظه شي. ځکه ځانګړې ناروغۍ، لکه ټوبرکلوز، انټرکس، استما، جلدي ناروغۍ له ځانګړو دندو سره تړاو لري. لکه:
‎- انترکس (anthrax)، په هغو اشخاصو کې چې د څاریو پوستکو سره سروکار لري.
‎- استما Asthma، په هغو اشخاصو کې چې د خاورینو لوښو په کارځایونو کې کار کوي. د استما د واقعاتو سلنه په پخوونکو او اوبدونکو کې نسبتاً ډېره ده.
‎- جلدي ناروغۍ، په هغو کارګرانو کې چې له وړانګو، کیمیاوي توکو او نورو مخرشاتو سره مخامخ دي، ډېر لیدل کېږي.
‎- د سږو Silicosis، په هغو اشخاصو کې چې په کارځایونو او کانونو کې کار کوي معمول دی.
‎- د بزګر سږی (farmer’s lung)، د خاورو او دوړو سره د مخامخ کېدو په پایله کې منځته راځي. دا ناروغي په هغو اشخاصو کې چې، په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي ډېره لیدل کېږي.
‎- د مثانې کرسینوما، په هغو اشخاصو کې چې د ربړ، کیمیاوي توکو او کېبلونو د تولید په کارځایونو کې کار کوي او اروماټیک اماینونو سره معروض دي لیدل کېږي.
‎• د خوړلو وخت او ترتیب: د خوړو اندازه، تنوع او د خوراک څرنګوالی؛ یعنې آیا په سمه توګه پخیږي که نه؟ آیا په کافي ډول ژوول کېږي که په تلوار او بې له بشپړې ژوونې څخه بلع کېږي؟ دا ټولې موندنې د هضمي ناروغۍ په هکله معلومات ورکوي.
‎• د تمباکو، الکولو، یا نورو مخدراتو استعمال
‎سګرټ څښول د لاندې ناروغیو په رامنځته‌کېدو کې رول لري:
‎- د قصبو کرسینوما
‎- وعایي اختلالات (Buerger’s disease)
‎- د زړه اسکیمیکې ناروغۍ
‎یادونه: په تریاکو باندې روږدي اشخاص، د قبضیت په شدید ډول باندې اخته وي.
‎الکول د لاندې ناروغیو په رامنځته کېدو کې رول لري:
- Liver cirrhosis
- Neuropathies
- Pancreatitis
- Psychoneurosis
‎په الکولو باندې روږدوالی د CAGE پوښتنو په واسطه ارزول کېږي:
‎- آیا کوم وخت مو د الکولو د قطع‌کولو (Cut) په هکله سوچ کړی دی؟
‎- آیا په هغه چا چې د الکولو د څښلو له وجې پر تاسو انتقاد کوي په قهر (Angry) شوي یاست؟
‎- آیا د الکولو په څښلو کې د ګناه (Guilt) احساس کوئ؟
‎- آیا د سهار له خوا یې څښئ (د سترګو پرانیستونکی یا (Eye Opener؟
‎دوه یا ډېر مثبت ځوابونه ښيي، چې د الکولو څښل ستونزه‌جوړونکی دی.
‎• خوب: آیا تازه‌کوونکی او آراموونکی دی که نه؟ آيا ناروغ وېروونکي خوبونه ویني او خپسۍ یې نیسي که نه؟ له ناروغ څخه باید د خوب راوړونکو درملو په هکله وپوښتل شي. د خوب اختلال په اضطراب او psychosis کې معمول وي.

‎• جنسي تاریخچه: آیا ناروغ متأهل دی، که مجرد؟ جنسي تاریخچه د psychoneurosis په ارزونه کې ځانګړی ارزښت لري. د جنسي اړیکو تاریخچه باید واخیستل شي، ترڅو تناسلي ناروغۍ رد شي. له ښځو څخه باید د میاشتني عادت تاریخچه واخیستل شي.

‎• د بهرنیو سفرونو تاریخچه: د هغو ناروغیو په ارزونه کې چې په ځانګړو سیمو کې شایع دي، ارزښت لري. لکه، AIDS، leishmaniasis (بنګلدیش)، bilhariasis (مصر) او ژېړه تبه (افریقایي هېوادونه).

‎• د کورنۍ تاریخچه (Family history): د کورنۍ د غړو شمېر (د ښځینه او نارینه‌وو په ګډون) او روغتیا په هکله باید وپوښتل شي. د ارثي یا کورنیو ناروغیو په مشکوکو واقعاتو (لکه hemophilia، ذهني تأخر او myopathies) کې هم باید بشپړه کورنۍ تاریخچه واخیستل شي. نورې ناروغۍ، لکه ډیابټ، د وینې لوړ فشار، صرع، کلیوي او قلبي‌وعایي ناروغۍ او روماټیک تبه هم کورنۍ زمینه لري، چې باید په پام کې ونیول شي. ټوبرکلوز زمونږ په هېواد کې ډېر شایع دی، نو ځکه هره واقعه یې باید په هره کورنۍ کې ولټول شي.

‎• ټولنیزه تاریخچه (Social history): د ناروغ د ټولنیز چاپېریال په هکله باید مفصل معلومات واخیستل شي. د هغه سلوک له ملګرو، خپلوانو او نورو اشخاصو سره چې هغه ورسره په تماس کې دی باید وپوښتل شي، ځکه ټولنیزه تاریخچه د روحي اختلالاتو د تشخیص په برخه کې ډېر ارزښت لري.

‎یادونه: له معاینې څخه مخکې، ډاکټر باید ناروغ ته په لنډ ډول تاریخچه او شکایتونه مرور کړي، تر څو:
‎• هر څه چې غلط وي، اصلاح شي.
‎• هر څه چې هېر شوي وي، په یاد راوړل شي.
‎• وروسته ناروغ ته د فزیکي معاینې په هکله، چې ترسره کوئ یې معلومات ورکړئ.
ډاکټر ثاقب

19/10/2021

د ويني کموالي (Anemia)

دوينې کموالى په وينه کې دهيمو ګلوبين د کچي له ټيټوالي څخه عبارت ده چې دوينې دسرو حجراتو دکيفيت يا کميت له کموالي سره څرګنديږي. د ويني د سرو حجرو شمير کموالى کيداى سي دلاندې مواردو په پايله کې رامنځته سي.

• دتوليد کموالي
• داوسپنې د فوليت يا دواړواو ويټامين 12B دتغذيې کموالى، چى دهيموګلن بين په توليد کې هغوى ته اړتياده .
• خوار ځواکې – دخوراکې موادو کموالى دوينې دکموالي ډير معمول لامل دى.
• اميدواري.
• مزمن سيستميکې ناروغۍ.
• دهډوکي دمغز دتوليد کموالى ( لوکيميا او يا نورې ناروغۍ).
• انتان.
• خراب جذب.
• دتخريب زياتوالي ( هيموليز).
• ملاريا.
• انتان ( ويروسي باکتريايي).
• ددرملوغبرګونونه د ( مثال په توګه Cytoxtoxics,Co –Trimoxazol,Primaquine يا دمشتقات Nitrofuran ).
‏• Hyperplensim ، دانزايمونو کموالي.
• دويني ضايع کيدل.
• پرازيټي انتانات ( دمثال په ډول چنګکي چينجي ،Whipworm ).
• دوينې ضايع کيدل په مياشتنى عادت کى له ډيرى وينې راتلني يا ږيږون سره .
• په مزمنه توګه دوينې له لاسه ورکول، دمعد او اثناعشر له ټپ څخه راپيداسوې ناروغۍ، بواسير، يا دکولمو سرطان.
تشخيص
• دوينې دکموالي اعراض او علايم دهغه دمزمنوالي او شدت ددرجي له مخې توپير لري.
• دويني خفيف کموالى کيداى سي کومه نښه ونلري ، په عمده موندنو کې کيداى سي لاندې موارد شامل وي:
‏o الوتى رنګ – منضمه ،مخاطي غشا او دنوکانو بستر.
‏o ستړيا، داشتها نشتوالې ،دسړښت نه زغمل.
‏o دسر درد او ګنګس والى.
* دوينې شديد کموالى ( په هر ډيسي ليتر کې له ٧ ګرامه څخه کم هيموګلوبين HB ) چې دلاسونو په ورغوي کې درنګ له شديد خسافت سره مل وي، داحالت کيداى سي په سالنډۍ او دزړه دعدم کفايى لامل سي.
* دوينې دکموالي لپاره دتعريف سوي ارزښتونه دعمر اوجنس له مخې توپير لري ،په ټولنيزه توګه په ماشومانو کې په هر ډيسي ليتر کې له ١٠ لس ګرامو څخه کم ( له ٢٨ هيماتوکريت سره سمون لري) او په لويانو کې په هر ډيسي ليترکې له ١٢ ګرامو څخه کم ( له ٣٢ هيماتوکريت سره سمون لري) دويني دکموالي تعريف دى.

څنکه پوه شو بدن مو ‌‌‌‌‌‌اوبو ته اړتیا لري؟                      که چیره دغه علایم لری زیاتی اوبه وسکئد خولې بد بوی،د سر...
02/10/2021

څنکه پوه شو بدن مو ‌‌‌‌‌‌اوبو ته اړتیا لري؟ که چیره دغه علایم لری زیاتی اوبه وسکئ
د خولې بد بوی،د سر دردونه،د سستۍ احساس،او د متیازو ژیړوالی او د پوستکي وچوالی هغه علایم دې چې د اوبو د کموالي له سببه پیدا کیږي.

د تړمو اوبو، شاتو او ليمو له ګټو خبر يئ؟د ليمو د ګټو باره کې خو به مو خامخا اوريدلي وي، مګر که ليمو په تړمو «نيمګرمو» او...
01/10/2021

د تړمو اوبو، شاتو او ليمو له ګټو خبر يئ؟

د ليمو د ګټو باره کې خو به مو خامخا اوريدلي وي، مګر که ليمو په تړمو «نيمګرمو» اوبو کې واچول شي او ورسره لږ شات هم ور ګډ شي او هر سهار په نهاره وڅښل شي، نو بې شمېرې ګټې لري او ډېر ژر به يې په ډول ډول ګټو پوه شئ.

۱- ليمو او شاتو کې اليکټرولايټ، پوټاشيم، کيلشيم او ميګنيزيم د انسان بدن تر او تازه ساتي او بدن کې د اوبو کمی هم ډېر ژر پوره کوي.

۲- د پلو او زنګنو دردونه له منځه وړي.

۳- د معدې او هاضمې نظام ډېر ښه کوي.

۴- ځيګر پاکوي.

۵- د مرۍ ميکروب، درد او سوخت ورکوي.

۶- کولمې پاکوي او ميکروبونه يې وژني.

۷- بدن کې د ناروغيو د ورکولو «انټي اسيډنټ» پيدا کوي.

۸- د وينې رګونه پاکوي.

۹- د وينې فشار عادي او نارمل ساتي.

۱۰- په يادو موادو کې د ويټامن سي له امله د بدن پوستکی پاک او له هر ډول ميکروبونو خوندي وي.

۱۱- يوريک اسيډ له منځه وي. «يوريک اسيد د پلو، غړو او بندونو د دردونو لامل کيږي.»

۱۲- حامله ښځو لپاره ډېر ګټور دي. له وايرس او فلو «هغه وايرس دي، چې د مور خېټه کې ماشوم ضايع کوي»څخه يې ژغوري او د ماشوم په وده کې هم رغنده رول لري.

۱۳ – د معدې او سينې تيزابيت له منځه وړي.

۱۴- د ګردې او تريخي کاڼی ماتوي او نور کاڼي جوړولو ته نه پريږدي.

۱۵- د غاښونو او ووريو ميکروب ختموي او خوندي يې ساتي.

۱۶- ليمو په ځانګړې توګه د سرطان ناروغانو ته هم ډېر ګټور بلل شوي

Address

Konduz
Kunduz

Telephone

+93782188350

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr saqib posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr saqib:

Share