12/11/2025
*🤧 زکام یا نزله څه شی ده؟*
زکام یوه عامه ویروسي ناروغي ده چې اکثره د پزی، ستوني او سینې نښې نښانې رامنځته کوي. دا ناروغي زیاتره وخت د موسم بدلون، ساړه هوا یا ویروسي انتان له امله پیدا کېږي.
*📌 نښې نښانې:*
- پوزې بهیدل یا بندېدل
- ستونی خوږېدل
- ټوخی او پرنجی
- تبه یا کمزوري تبه
- د بدن دردونه
- د ستړیا احساس
*📌 څنګه خپرېږي؟*
- د ناروغ له پرنجي یا ټوخي
- د ککړو سطحو له لارې
- د لاس ورکولو یا نږدې تماس له امله
*📌 درملنه:*
زکام خاص درملنه نه لري، خو لاندې لارې مرسته کوي:
- ډیر مایعات څښل
- استراحت کول
- د تودو اوبو بخار اخیستل
- د تبې او درد لپاره پاراستامول یا نور ساده دواوې
*📌 مخنیوی:*
- لاسونه پاک ساتل
- د ناروغانو نه واټن نیول
- د مخ، پوزې او سترګو نه لمس ډډه کول
*✅ یادونه:* که زکام تر ۷ ورځو زیات دوام ومومي یا شدیده تبه، سخت ټوخی، یا ساه بندېدل پیدا شي، نو حتمي ډاکټر ته مراجعه وکړئ.