31/08/2019
ډیپرییشن (Depression) یا ژور خفګان
دیپریشن یا ژور خفګان چی روحی انحطاط هم ورته وایی یو له هغو مهمو عقلی یا روحی ناروغیو څخه ده چی زمونږ اوستاسی د ټولنی یو زیات تعداد وګړی په خفیف او یا شدید ډول څه ناڅه ورباندی اخته او له دی روحی پریشانی څخه رنځ وړی .مونږ دلته ددی ناروغی په اسبابو مختلفو کلینکی اشکالو ، اعراضو او علایمو ،په تداوی او ددی ناروغی د مخنیوی په لارو چارو له تاسی سره خپل معلومات شریکوو
لمړی: دیپریشن څه ته وایی:
دا ناروغی عبارت له یو روحی انحطاط یا خفګان څخه ده چی ور باندی اخته کس په دوامداره توګه دیوډول غم او پریشانی احساس کوی دناروغ په احساسا تو عواطفو او خیالاتو کی یو څرګند بدلون رامینڅ ته کیږی دخپل ځان او ضمیر سره همیشه لاس په ګریوان یی پخپلو ورځنیو چارو او کارونو کی زیات خلل لیدل کیږی خپل ځان ورته مقصر او بی وزله ښکاری له تیرو کړنو څخه پیښمان اوسنی حالت ته حیران او اینده ته نګران وی.
دوهم :ددیپریشن مهم کلینکی اشکال د اسبابو له نظره په لاندی ډول دی
۱:خارج المنشه ای دیپریشن(exogenous depression) : ددی قسم دیپریشن اسباب او عوامل دناروغ له بدن څڅه د باندی وجود لری لکه دفامیل د یو عضوی له لاسه ورکول ،په ټولنه کی ورسره زور زیاتی کیدل، فقر،بی وزلی ،اوږده مسافرتونه، دیوی دوامداری عقدی موجودیت، له یو شدید روحی فشار سره مخامخ کیدل او داسی نورو عواملو په تعقیب په شخص کی دغه روحی ستونزه رامینځ ته کیږی چی ددغه ډول دیپریشن تداوی تر ډیره حده په خارجی عواملو پوری تړلی او راتلونکی یی هم دومره خطرناک نه ده او په زیاتو ناروغانو کی اعرض هم په خفیف شکل موجود وی
۲: داخل المنشه ای دیپریشن یا((endogenous depression:ددغه نوع اسباب او عوامل به زیاتره حالاتو کی د وجود په داخل کی لیدل کیږی لکه دځینو ناروغیو موجودیت د مثال په ډول دوینی لوړ فشار ، میکروبی ناروغی لکه انفلوانزا زیړی ،نوری مزمنی ناروغی ، دسر ضربات ،د ځینو درملولکه کورتیکو سترایدونه دپار کینسن ضد دواګانودفشار ضد درملو مخدره مواداونورو درملو دوامداره اخیستل او داسی نورو داخلی فکتورو له امله شاید دغه روحی ستونزه رامینڅ ته شی داسی ویل کیږی چی دغسی اشخاص د یو مریضی ارثی جن په وسیله دنیا نه راغلی وی او د مختلفو داخلی او محیطی فکتورونو د اثراتو له وجی په دغسی ناروغیو اخته کیږی ددی روحی خفکان اعراض او علایم نسبتا شدید او لازمی څارنی او جدی تداوی ته اړتیالری راتلونکی یی هم خوشبین نه وی اوځینی ناروغان بالاخره د کبیره عقلی ناروغیواو خود کشی خواته سیر کوی
دریم :د دیپریشن مهم کلینیکی اعراض او علایم
د خارج او داخل المنشه ای ژور خفکان ځینی مهم کلینکی اعراض او علایم په لاندی دریو اشکالو په ناروغانو کی تظاهر کوی چی ځینی اعراض یی په یوه نوع او ځینی په بله نوع کی متبارز وی
۱:د ناروغ احساسات: د دیپریشن ناروغا ن تل د یو قسم غمګینی احساس کوی او له ټولنی سره یی په چال وچلند او ناسته ولاړه کی یو واضح بدلون لیدل کیږی له خپلو پخوانیو عادتو نو سره بی علاقی وی جنسی تمایلات یی کمزوری کیږی ،له اجتماعی مسایلوسره هیڅ دلچسپی نلری او ځان ور څخه ګوښه ساتی درست قضاوت نلری، ناروغ په هره لحظه کی د خطر احساس کوی تل ځان محروم ګڼی پخبلو عواطفو او احساساتو کنترول نلری په دیره کوچنی خبره دیر ژر په غوصه کیږی او کله ناکله په شیبو شیبو ژاړی دا دنیا ورته تیاره ښکاری ځینی وخت ځان ورته مقصراو مجرم بریښی او ځینی وخت بیا له ټولنی څخه شکایت لری او همیشه د سستی اوکمزوری احساس کوی
۲:دناروغ فکر او خیالات :دا ناروغان اکثرا په فکری تشوش اخته وی فکری تمرکز یی کمزوری وی خپل ځان ته د شک په سترګه ګوری ځینی وخت د ځان او ماحول په هکله غلط سوچونه وهی حتی په ځیتو شدیدو حالاتو کی د ځان وژنی فکریا sucaidaledia ورته پیداکیږی لکه د دیپریشن په یو شکل کی چی په عامه اصطلاح کی مالیخولیا يا melancholia ورته وایی ددوامداره پریشانی ، خفګان او بیخوابی تر څنګ د ځان وژنی فکر ورسره موجود وی ،د ډیپریشن دا نوع ناروغان دوجود د نورمالو اعضاو څخه شکایت لری ناروغ فکر کوی چی دده د وجود یوه حیصه په سخت افت مبتلاده چی په طبی اصطلاح کی (delusion of hypocandereasis) ورته وایی او داسی خیالات ورته پیداکیږی چی ده په ژوند کی بی شمیره جنایتونه کړی او یا په ټولنه کی دی هیڅ دوست او خواخوږی نلری په ټولنه کی څان بی اثره ګڼی او داسی قضاوت کوی چی ددی حالت څخه ده ته مرګ ښه ده
۳: جسمی اعراض :ددیپریشن ناروغان اکثرا بی اشتها وی او دهمدی بی اشتهایی له امله کمزوری او خپل وزن له لاسه ورکوی او په ځینو حالاتو کی په سو تغذی اخته کیږی په بعضی اشخاصو کی بیا د ډیر خوراک عادت پیدا کیږیچی neuroses bulimia ورته وایی ، ناروغ د وجود دیوی برخی له نارامی او موهوم درد څخه شکایت لری کله نا کله په ستونی کی د یو اجنبی جسم احساس کوی د خوب نورمال حالت یی ګدود وی څینو ته دشپی په اول سر کی خوب نه ورځی او ځینی بیا سهار ډیر وختی له خوبه پاڅیږی د څینو خوب د نورمال حالت څخه زیات او د ځینو بیا کم وی ناروغ له جنسی ناتوانی څڅه شکایت لری دناروغ خبری کول او تګ ډیر اهسته او سنګین وی په تندی کی د اومیګا علامه مثبت وی تل د ستړیا احساس کوی او د خپل تشویش د ارام والی په خاطر کله ناکله په مختلفو مخدره توکیو روږدی کیږی
څلورم:د ناروغی تشخیص : د ډیپریشن د ناروغانو تشخیص د دقیقی تاریخچی د مریض سره دهر اړخیزی مکالمی اوداعراضو او علایمو ددقیقی پلټنی په وسیله سره ښودل کیږی او دواړه ډوله ډیپریشن تفریقی تشخیص د اسبابو او او عواملو له مخی تر دیر ی اندازی یو له بله سره کیدای شی
پنځم :دډیپریشن د ناروغانو تداوی او معالجه:مخکی له دی چی دد یپریشن ناروغانو تداوی شرح کړو په عمومی ډول داسی ویلی شو چی لله الحمد په اسلامی جوامعو کی ددیپریشن وخیم واقعات نسبتا غیر اسلامی جوامعو ته کم دی سره له دی چی اسلامی نړی له ډیرو ناخوالیو، محرومیتونو، زور زیاتیو، بیکاری، فقر او غربت او دداسی نورو لسهاو ډوله ربړونو او مشکلاتو سره مخ او لاس په کریوان ده خو اسلامی ارشاداتو مسلمانانو ته د زغم صبر او استقامت او دروحی تلقین یو غټ درس ورکری چی تر ډیری کچی ددغسی مشکلاتو مقابله کوی او دغه په الله (ج)باندی توکل اوبروسه ددوی دډیرو روحی ناروغیو غوره تلقین او تداوی وه حقیقت داده چی که اسلامی ټولنه د اسلامی ارشاداتو مطابق خپلی ورځنی چاری په مخ بو زی نو نه یوازی داچی ددغسی ډول روحی تکالیفو څخه به یی نجات موندلی وی بلکه دایمی نیکمرغی او کامیابی به هم ددوی په برخه وی
ددیپریشن د ناروغانو تداوی معمولا دوه برخی تشکیلوی
۱:روحی تلقین یا سایکو ترافی
۲:ددر ملو په وسیله تداوی
لمړی :روحی تلقین : دغه طریقه د دیپریشن د ناروغانو دمعالجی یوه اساسی او مهمه برخه ده جی د ښه تلقین او روحی اطمینان او باور د پیدا کیدو په صورت کی تر دیری کچی د ناروغی وخامت بهبود پیداکوی او د منظم تعقیب په صورت کی شاید ناروغ کاملا شفایاب شی .په روحی تلقین کی لاندی ټکی ډیر مهم او د پام وړ دی چی د روحی معالجی په وخت کی باید په ترتیب سره ورباندی عمل وشی
۱:دناروغ سره دیو ښه سلوک له مخی باید چلند وشی دیو واقعی دوست په قسم ځان وروپیزنی تر څودهغه په تاسی باندی کامل باور او اطمینان پیداشی او هغه تاسی د یو ښه کومک کونکی او د هغه د پټو رازونو یو محرم وګڼی
۲:وروسته د اعتماد تر رامینځ ته کیدو د هغو ټولو اسبابو او فکتورونو په هکله هر اړخیزه معلومات واحیستل شی چی ناروغ یی دی حالت ته رسولی
۳:دغه عوامل مشخص او طبقه بندی شی او ددی مشکلاتو د حل په لارو چارو خپلی مشوری او تجربی ورسره شریکی شی او مناسبی حل لاری د امکان په صورت کی ورته ولټول شی
۴: ایا دده دغه ارزوګانی او غوښتنی په و اقعیتونو ولاړی دی او که هسی او هام او خیالات دی
۵:دده ارزوکانی او خواهشات د اسلامی ارزښتونو او منطقوی رواجونو سوه سمون لری او که ورسره په ټکر کی دی د ټکر په صورت کی باید په معقولو دینی او منطقی دلایلو دناروغ قناعت حاصل کړل شی
۶:د مشکلاتو د حل لپار ه په ګده یوه عملی برنامه او تقسیم اوقات جوړ شی او کوم مشکل چی دهغه حل ممکن نه وی یو بدیل ورته ولټول شی او دغه عملیه په منظم ډول تعقیب او نتیجه یی ارزیابی شی
۷:کوشش وشی چی داسی ناروغان له بیکاری او ګوشه نشینی څخه وژغورل شی هر هغه کار چی د ی ورته تمایل لری ورباندی مصروف وساتل شی او ځینی تفریحی ځایونوته تللو اوپه مختلفو پروګراموکی شر کت کولو ته تشویق شی
۸:دی ته وهڅول شی چی خپل غمونه او عقدی په زړه کی پری نږدی او وخت ناوخته یی خپلو همرازه او صمیمی ملګرو ته بیان کړی
۹:هغه منفی خیالات او او اقکار چی د ناروغ سره موجود دی دمعقولو دلایلو په وړاندی کولواو قناعت ورکولوسزه تدریجا په مثبتو افکارو وربدل کړایشی خاصتا د اسلامی ارشاداتو او مثالونو په بیانولو سره
۱۰:هغه ناروغان چی دیر وخیم حالت ولری او د خود کشی خیال ورسره موجود وی با ید تر جدی څارنی لاندی ونیول شی د زهر جنو کیمیاوی موادو درملو او نورو خود کشه وسایلو څخه باید لری وساتل شی
دوهم : ددرملو په وسیله تداوی :
هغه ناروغان چی د روحی تلقین په وسیله تداوی نشی او یا یی حفګان شدید وی او یه په یوازی سرسایکو ترافی موثره نه وی نو د دیپریشن ضد دواګانی هم مریض ته توصیه کیږی خو د درملو په تطبیق کی باید لاندی نقاط په نظر کی ولرو
۱:دیپریشن ضد دواګانی معمولا ځینی جانبی عوارض لری چی ناروغ او یا دهغه اقارب باید ور څخه خبر کړای شی او د همدی جانبی اثراتو له امله باید درمل لمړی په کم دوز سره شروع او بیا تدریجا یی دوز ورزیات کړل شی
۲:دناروغ په حالاتو کی بدلون شاید ددوو څخه تر څلورو هفتو پوری وخت وغواړی او که په ناروغ کی ددیپریشن اعراض او علایم ورک هم شی دوا باید انا قطع نشی بلکه تر شپږو میاشتو پوری باید دوام ورکړل شی او بیا تدریجا قطع شی.دډیپریشن ضد درمل يه لاندی مهمو کټه ګوریو ویشل شوی
۱:serotonin reuptake inhibitorsدرمل لکه fluxetine,paroxetine,cetalopramاو es cetalopram
2: tricyclic antidepressant ګروپ درمل لکه imepramine,trimepramine,clomepramine,amitryptaline dotheiphene او داسی نور
۳: MAOI inhibitors دواګانی phenalzine trenylcepromine , او isocorboxazide
دغه اخیری ګروف دواګانی د زیاتو جانبی عوارضو له امله نن سبا دومره کلینکی استعمال نلری