Abdul Hanan Emal Jalili

Abdul Hanan Emal Jalili طبي او عمومي لارښوونې، مالومات او مفاهيم!
🫂♥️

د سینې د وتلو سنډروم (TOS) Thoracic Outlet Syndrome ▪️ د سینې د وتلو سنډروم (TOS) څه دی؟دا یوه حالت ده چې پکې د سینې د و...
31/03/2025

د سینې د وتلو سنډروم (TOS)
Thoracic Outlet Syndrome

▪️ د سینې د وتلو سنډروم (TOS) څه دی؟
دا یوه حالت ده چې پکې د سینې د وتلو برخه کې اعصاب یا وینې رګونه ټینګیږي او تر فشار لاندې نيول کيږي!
دا ټینګښت د غاړې، اوږو، لاسونو او ګوتو درد، بې حسي، او کمزوري رامنځته کوي!
▪️ د TOS ډولونه
درې اصلي ډولونه لري، چې هر یو یې مختلف جوړښتونه اغېزمن کوي:
۱عصبي TOS (nTOS):
دا تر ټولو عام ډول دی، چې د بریکيال پلېکسس اعصابو د فشار او ټينګوالي له امله رامنځته کېږي، نښې نښانې یې د ګوتو بې حسي، زنګون مربوط درد، او کمزوري دي!.

۲وریدي TOS (vTOS):
دا د سبلکليوین ورید د ټینګوالي له امله رامنځته کیږي، چې لاس پړسوب، شینوالی، او دروندوالی رامنځته کوي، دا ډول اکثره د سر د تکراري حرکاتو له امله پیدا کېږي.
۳ شریاني TOS (aTOS):
تر ټولو لږ عام خو تر ټولو خطرناک ډول دی، چې د سبلکليوین شریان د ټینګوالي له امله رامنځته کېږي، دا د وینې جریان خرابولی شي، ګوتې یخې کولای شي، او حتی د وینې ګټۍ یا آنورېزم سبب کېدای شي!
د TOS لاملونه :
یو شمېر عوامل د سینې د وتلو تنګښت ته زمینه برابروي، لکه:
خرابه ناسته او ولاړ
تکراري حرکتونه د سر(لکه ورزشکاران او فزیکي کارکوونکي)
ټپونه (لکه د موټر د ټکر whiplash)
فطري بدلونونه (لکه اضافي پښتۍ)
د عضلاتو سختوالی یا غټوالی (په ځانګړي ډول د سکالن او پېکتورالیس ماینر عضلات)
د TOS نښې
د غاړې، اوږو، او لاس درد
د ګوتو بې حسي او زنګون
د ګوتو کمزوری نیول
د لاس پړسوب یا رنګ بدلون (په وریدې او شریاني ډولونو کې)
د لاسونو یخوالی او ساړه کېدل
درملنه او مدیریت:
۱ فزیکي درملنه: د غړو پیاوړتیا او کششي تمرینونه چې د ناستې حالت ښه کړي او فشار کم کړي.
۲ د ناستې سمون: اوږې باید سمې وساتل شي ترڅو د سینې د وتلو فشار کم شي.
۳ د فعالیت بدلون: تکراري سر ته حرکتونه باید کم شي.
۴ طبي مداخلې: که ستونزه جدي وي، جراحي کیدای شي اړینه وي، ترڅو اضافي هډوکی لیرې یا عضلات ازاد شي.

TOS د ورځني ژوند او فزیکي فعالیتونو پر کیفیت اغېزه لري، خو که سمه تشخیص او مناسب درملنه وشي، ډېری کسان کولی شي نښې له منځه یوسي.
که تاسو د اوږدې مودې لپاره درد، بې حسي، یا کمزوري لرئ، نو متخصص ته مراجعه وکړئ!
د فټنس او روغتیا لا ډېر ارزښتناکو معلوماتو لپاره، ما تعقیب کړئ!
#ژباړه
#جليلي

د پېشلمي پرېښودل ، یوازې یو عادت که د بدن لپاره تاوان؟هغوی ته يې وروسوئ چې له ډېرې لټۍ پېشلمی نه کوي!پېشلمی یوازې د سنتو...
11/03/2025

د پېشلمي پرېښودل ، یوازې یو عادت که د بدن لپاره تاوان؟
هغوی ته يې وروسوئ چې له ډېرې لټۍ پېشلمی نه کوي!
پېشلمی یوازې د سنتو پیروي نه، بلکې د بدن اړتیا هم ده!!!!!
که څوک پرته له پېشلمي روژه ونیسي، د ورځې په اوږدو کې به ډېری له دوی د انرژۍ له کمښت، ستړیا، او د تمرکز له ضعف سره مخ شي!.
د وینې د شکر کچه به يې ټیټه شي، سر به يې درد کوي، او بدن به يې د کمزورۍ احساس ولري!.
بل اړخ ته مهمه دا چې، د روژه ماتي پر مهال زیات خوراک د معدې تېزاب زیاتوي، که څوک بې له پېشلمي همداسې ویده پاتې شي، دا تېزاب د خوب پرمهال مرۍ ته راخيږي، د خولې بدبویي، د معدې زخم، او حتی جدي ناروغۍ رامنځته کوي؛ که دا عادت دوام ومومي، د هاضمې مزمنې/دوامداره ستونزې، عضلاتي ضعف، او حتی د مرۍ د سرطان خطر هم زیاتوي!.
همدارنګه د پېشلمي په اړه رسول الله ﷺ هم ډېر ټینګار کړی او فرمايي!!.
تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً
پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت دی!.
(بخاري 1923، مسلم 1095)
#جليلي!



د‌ غوسې پر مهال مه ويده کېږئ!!!غوسه زموږ د بدن د "جنګ او تېښتې" (fight or flight) ميکانيزم فعاله کوي، په نتيجه کې يې که ...
06/03/2025

د‌ غوسې پر مهال مه ويده کېږئ!!!
غوسه زموږ د بدن د "جنګ او تېښتې" (fight or flight) ميکانيزم فعاله کوي، په نتيجه کې يې که د غوسې په حالت کې ویده شئ، ذهن دا احساسات لا پروسس کوي، چې کولای شي د ناوړه خوبونو او تشويش سبب شي یا کولای شي سبا هم ستاسې مزاج او طبعيت خراب کړي!
خوب د ستونزو حل نه دی؛ برعکس، که غوسه حل نه شي، نو سبا ته به هم دوام ولري!.
غوسه د بدن فشار لوړوي او د زړه ضربان چټکوي، چې دا د صحي خوب دښمنان دي!.

څه وکړو؛ که‌ غواړو په‌ همدې حالت کې ويده شو!!؟
ژورې ساګانې واخلئ!.
د موضوع د پرېښودو تمرين وکړئ، مطلب خپل ذهن په همدې موضوع کې مه بوختوئ!.
فزيکي ورزش يا لږ قدم ووهئ!.
چای يا شيدې وڅښئ دا مو بدن يو څه اراموي!.
دعا او ذکر وکړئ دا به مو ذهني سکون ته بوځي ان شاء الله!.

#جليلي!
#روغتيايي‌مشورې



 دمحترمې ډاکټرې مریم زینب څخه په مننې، ددې طبي عمومي پوهاوي په خاطر!.ناصراوریاکه د مطالعې په وخت کې مو په سر درد شي، د س...
04/03/2025


دمحترمې ډاکټرې مریم زینب څخه په مننې، ددې طبي عمومي پوهاوي په خاطر!.
ناصراوریا

که د مطالعې په وخت کې مو په سر درد شي، د سترګو ډاکتر ته ورشئ. کېدای شي لید مو سم نه وي او یا مو په سترګو کې د انکسار ستونزه وي.
که درد د ورځو له پاسه یا تر سترګو لاندې په غومبرو کې وي، کېدای شي سبب یې سینوزیت وي، د غوږ او ستوني ډاکتر ته ورشئ.
که درد د سر په څټ کې وي او د ټېکونو رګونه مو غورځي، کېدای شي فشار مو لوړ وي.
خو د سردردۍ تر ټولو عام ډول په دې لاندې لیکنه کې په تفصیل سره تشریح شوی دی:
روحي فشار ډوله سردردي
روحي فشار ډوله سردردي يا Tension-type Headache خورا عامه سردردي ده. اکثراً د درد ضد له دوا ګانو سره ښه کېږي. د ژوندانه بڼې ته پام کول ممکن د دې ډول سردردۍ مخه ونیسي مثلاً روحي فشار، د بدن وضعیت او خپلو فعالیتونو ته پام به له سړي سره مرسته وکړي چې د دې سردردۍ مخه ونیسي. که څوک ژر ژر په روحي فشار ډوله سردردي باندې اخته کېږي، کولی شي په وقایوي ډول دوايي وخوري.
روحي فشار ډوله سردردي څه شی دی او څوک پرې اخته کېږي؟
دا د سردردۍ یو عام ډول دی چې اکثر وګړي کله نا کله پرې اخته کېږي. یوې مطالعې جوته کړه چې:
• د بالغو وګړو تقریباً نیمایي په میاشت کې یو ځل په روحي فشار ډوله سردردي اخته کېږي. دې سردردۍ ته «کم پېښې حملوي سردردي» وايي.
• د بالغانو نژدې درېیمه برخه په میاشت کې د روحي فشار ډوله سردردۍ تر دوو زیاتې خو تر 15 کمې حملې لري، دې ډول ته يې «ډېر پېښې حملوي سردردي» ويل کېږي.
• په سلو کې تقریباً درې بالغ وګړي په میاشت کې تر 15 زیاتې حملي ویني چې د «د روحي فشار مزمنې سردردۍ» او یا د «مزمنې ورځنۍ سردردۍ» په نامه یادېږي.
د روحي فشار ډوله سردردۍ نښې نښانې څه دي؟
درد د خولۍ یا د لونګۍ د اېښودول د ځای چارچاپېره داسې وي لکه سر چې په یو شي باندې ټینګ نیول شوی وي. ځینې خلک دغه درد د فشار په بڼه محسوسوي. درد معمولاً د سر په دواړو خواوو کې وي او اغلباً د ورمېږ خوا ته درومي یا داسې بريښي چې درد به په ورمېږ کې وي. درد کله کله یوازې په یوه خوا کې وي. درد معمولاً د شدت په لحاظ خفیف یا متوسط وي خو کله کله شدید هم وي.
روحي فشار ډوله سردردي ممکن له 30 دقیقو څخه تر 7 ورځو پورې دوام وکړي خو اکثراً د څو ساعتونو په شاوخوا کې دوام کوي.
دا ډول سردردي معمولاً د ورځې په جریان کې راپیدا کېږي او څومره چې ورځ تېرېږي، هماغومره درد لا پسې زور اخلي.
ناروغ معمولاً بل شکایت نه کوي. ځینې خلک په دې حالت کې تېزه رڼا او لوړ اواز نه خوښوي او د درد پر مهال ډېر خوراک نه کوي.
روحي فشار ډوله سردردي له څه شي پیدا کېږي؟
اصلي سبب يې نه دی معلوم. د دې سردردۍ ځینې پېښې ممکن د روحي فشار په وجه راپیدا شي خو ټولې یې داسې نه دي. په همدې وجه اوس د «د روحي فشار سردردي» پر ځای د «روحي فشار ډوله سردردي» اصطلاح استعمالېږي. د دې ډول سر دردۍ په اکثرو واقعاتو کې څرګند دلیل نه شو موندلی. د دې ډول سردردۍ ځینې واقعات ممکن د ځینو شیانو په وسیله تشدید شي لکه:
هیجان، اضطراب، ستړیا او روحي فشار
د غاړې او سر پر عضلاتو باندې فزیکي فشار مثلاً که سړی د کار مېز ته سم نه وي ناست نو ممکن د سر او د غاړې پر عضلاتو باندې یې فشار راشي، همدارنګه ډېره موده ټلویزیون یا کمپیوټر ته کېناستل هم ورته اغېز لري. که په تته رڼا کې مطالعه وکړئ او د خط د لیدلو لپاره پر سترګو باندې زور وکړئ، دلته هم د سر عضلات له فشار سره مخ کېږي.
فزیکي عوامل لکه د لمر تېزه رڼا، یخني، ګرمي، شور او غالمغال او نور.
ځینې څېړنې وايي چې د انسان جنیټیک ساختمان هم د دې ناروغۍ یو لامل ګڼلی شو. نو ځینې خلک ممکن په میراثي توګه دغه وړتیا ولري چې د اضطراب او روحي فشار پر مهال، د نورو په پرتله په اسانۍ سره په روحي فشار ډوله سردردي باندې اخته شي.
د تعریف له مخې روحي فشار ډوله سر دردي د نورو حالتونو په وجه نه رامنځته کېږي نو که تاسې دا ډول سردردي ولرئ او ډاکتر ته ورشئ، معاینه به مو نارمله وي. یوازې د سر عضلات به مو يو څه دردناک وي نور چې څومره معاینې درته وشي، ټولې به نارملې وي.
ځینې نور معمول حالتونه هم شته چې د روحي فشار ډولې سر دردۍ په څېر سردردي پیدا کوي. مثلاً دغه حالتونه: تبه، د ځینو دوا ګانو جانبي عوارض، که څوک د قهوې په څښلو روږدی وي او بیا یوه موده قهوه ونه څښي.
يادونه: تر اندازې زیاته د دواګانو خوراک هم ورته سردردي جوړوي.
که چېرې سړی اکثره وخت د روحي فشار ډولې سردردۍ یا د نیم سرۍ لپاره د درد ګولۍ وخوري مثلاً هره ورځ د درد ضد ګولۍ وخوري نو بدن به يې له دې دواګانو سره روږدی شي. بیا که هره ورځ دوا ونه خوري نو سردرد به ورته پیدا کېږي. په دې وخت کې سړی فکر کوي چې دا به هم بله روحي فشار ډوله سردردي وي نو د درد ضد بله ګولۍ به خوري او بیا چې بله ورځ ګولۍ ونه خوري بیا به یې پر سر درد شي او همداسې به پسې دوام کوي. دا د هغو سردریو معمول سبب دی چې هره ورځ یا اکثره ورځې پیدا کېږي. که تاسې همداسې سردردي لرئ نو ډاکتر ته ورشئ.
سړی څنګه وپوهېږي چې سردردي یې بل ډول مهمه سردردي نه ده؟
که روحي فشار ډوله سردردي ولرئ نو د درد د دوو حملو تر منځ به روغ يئ او بل شکایت به نه لرئ.
ډاکتر دا ډول سردردي د هغې د نښې نښانې له مخې پېژني او هره معاینه چې اجرا کوي، هغه به نارمله وي. اصلاً که نور شکایتونه ونه لرئ او ډاکتر په بل ډول سردردي باندې مشکوک نه وي نو معایناتو ته اړتیا هم نه وي.
د سردردیو بل ډول چې ډېر عام دی او هغه هم حملوي بڼه لري مېګرېن یا نیم سري ده. د مېګرېن او روحي فشار ډولې سردردۍ تر منځ توپیر دا دی چې روحي فشار ډوله سردردي معمولاً ډېر شدید نه وي او درد یې ثابت وي خو د مېګرېن درد نبضاني وي یعنې کله زیات شي کله کم. همدارنګه په مېګرېن کې معمولاً د سر یوه خوا خوږېږي او ناروغ ځان مریض احساسوي یا به قی وهي. په روحي فشار ډوله سردردي کې سړی معمولاً خپل نارمل فعالیتونه تر سره کولی شي خو په مېګرېن کې داسې نه وي. ځینې خلک مېګرېن او روحي فشار ډوله سردردي په مختلفو وختونو کې لري.
روحي فشار ډوله سردردي څه خېل تداوي لري؟
آرام
ګرځېدل، یو څه ورزش او یا په ورځني کار کې وقفه ممکن درسره مرسته وکړي. د غاړې او ولو مساژ به ګټور وي. د اورمېږ ګرم ټکور او یا ګرم شاور ممکن ګټه درورسوي.
د درد ضد درمل
د درد ګولۍ معمولاً روحي فشار ډوله سردردي کراروي خو په یاد ولرئ چې: په یوه وار د سردردۍ لپاره د درد ګولۍ تر یو څو ورځو زیاتې ونه خورئ. په متوسط ډول په اوونۍ کې تر دوو ورځو زیات دوايي مه خورئ. که مجبورېږئ چې تر دې زیات وختونه دوايي وخورئ نو له ډاکتر سره مشوره وکړئ. که اکثره وخت د درد ګولۍ وخورئ نو ورسره روږدي به شئ او بل ډول سردري به درته پیدا شي. د درد د مخنیوي لپاره هر وخت دوايي مه خورئ. د درد ضد دغه دواګانې معمولاً استعمالېږي:
Paracetamole
پراسیټامول اغلباً ښه نتیجه ورکوي. بهتره ده څنګه چې سردردي شروع کېږي د پراسیټامول کافي مقدار (500 ملي ګرامه) واخلئ. که تر هغې پورې معطل شئ چې درد پوره زور واخلي او بیا دوا وخورئ نو پوره ګټه به ونه کړي. که ضرورت و، څلور ساعته وروسته بله ګولۍ خوړلی شئ.
د درد هغه دواګانې چې د التهاب ضد هم دي
دا د پراسیټامول بدیلې دواګانې دي. بروفین، ډیکلوفینک، نپروکسن او ځینې نورې دواګانې په همدې ډله کې دي. ممکن دغه دواګانې د پراسیټامول په نسبت د ډېرو خلکو درد کرار کړي. په ځینو کسانو کې د دې درملو استعمال، ممکن د معدي تکلیفونه پیدا کړي حال دا چې پراسیټامول دغه ستونزه نه جوړوي. غوره به دا وي چې تر نورو دواګانو مخکې پراسيټامول وازمويئ. د درملو د جانبي عوارضو او احتیاطي مواردو په باب باید تل هغه کاغذونه چې د دواګانو په قطیو کې وي، ولولئ. مثلاً که تاسې حامله يئ يا ماشوم ته تی ورکوئ نو ځینې دواګانې به درته ښې نه وي.
Aspirin
مطالعاتو ښودلې ده چې د روحي فشار ډولې سردردۍ لپاره اسپرین تر ګردو دواګانو موثر دی. یوه مطالعه وايي: په څلورو کې دريو کسانو وویل چې د اسپرین له خوراکه دوه ساعته وروسته یې درد کرار شوی دی، البته د درد شدت د دوا پر موثریت هېڅ اثر نه درلود. ځینې ډاکتران اسپیرین په دې وجه نه ورکوي چې دا تر نورو التهاب ضد ګوليو پر معده باندې لا زیات منفي اثر لري. نو دا په یاد ولرئ چې که چېرې درد مو په پراسیټامول او د التهاب ضد په نورو دواګانو باندې ښه نه شو نو بیا اسپیرين ته مخه کړئ.
یادونه: ماشومان او تر 16 کلنو کم عمره زلمکو ته اسپيرين مه ورکوئ.
د درد نورې دواګانې
کوډین، مورفین او د اوپیات (op**te) د کورنۍ نورې دواګانې په عادي حالاتو کې نه توصیه کېږي. ځینې ترکیبي ګولۍ چې پراسیټامول او کوډین دواړه لري، هم په دې ډله کې حسابېږي. دلیل يې دا دی چې د اوپیات د کورنۍ دواګانې سړي ته خوب راولي. له بلې خوا سړی له دې دواګانو سره زر روږدی کېږي او که بیا يې ونه خوري نو سردرد به ورته پیدا کېږي. هغه کسان چې د اوپیات د کورنۍ دواګانې خوري، زیاتره په مزمنه روحي فشار ډوله سردردي باندې اخته کېږي.
سړی څرنګه کولی شي د روحي فشار ډوله سردردۍ مخه ونیسي؟
ډایري یا د یادښت کتابچه
که ډېر پېښې سردردي لرئ نو دغه ټکي یادښت کړئ: سردردي کله او چېرته درپېښه شوه، شدت یې څومره و، څومره دوام يې وکړ. دا هم ورسره ولیکئ چې ستاسو په ګومان څه شي د سردردۍ سبب شو. په دې توګه به ممکن د درد ځینې تشدید کوونکي عوامل درته جوت شي مثلاً لوږه، پر سترګو باندې فشار، خراب فزیکي وضعیت، روحي فشار، غوسه او نور.
روحي فشار
روحي فشار په ځینو کسانو کې د روحي فشار ډولې سردردۍ تشدید کوونکی عامل ګڼل کېږي. څومره چې ممکنه وي له روحي فشاره ځان وساتئ. کله کله به له فشاره ډک کار کوئ او ناچاره به يئ چې هماغه کار وکړئ، په دې حالت کې باید زده کړئ چې څنګه له فشار سره مقابله وکړئ او ځان ارام وساتئ. ارام تنفس او غځونې ممکن د اضطراب او روحي فشار اثر کم کړي او د سردردۍ مخه ونیسي. کله نا کله سړی مجبورېږي چې له ارواپوه څخه مشوره واخلي.
منظم فزیکي تمرین
ځینې هغه کسان چې ډېر پېښې سردردي لري وايي کله چې دوی منظم تمرین کوي نو سردردي يې کمېږي. که چېرې تاسې فزیکي فعالیت نه لرئ نو ښه به وي چې منظم فزیکي تمرین وکړئ لکه ګرځېدل، بایسیکل ځغلول، منډې وهل، لامبو او داسې نور فعالیتونه. دا نه ده څرګنده چې څومره تمرین به ګټه وکړي.
درمل
د روحي فشار ډولې سردردۍ د مخنیوي لپاره خورا معمول درمل Amitriptyline دی. دا اصلاً د درد ضد ګولۍ نه ده او کله چې سردردي درته پیدا شي دا درته ګټه نه کوي. دا د خپګان ضد (antidepressant) درمل دی او د سردردۍ د مخنیوي لپاره باید هره ورځ وخوړل شي. البته دغه درمل په هغو کسانو کې چې خپګان نه لري هم د سردردۍ مخه نیسي نو په دې مورد کې دا د خپګان ضد دوايي په توګه نه استعمالېږي. دغه دوايي لومړی په کم مقدار باندې شروع کېږي او ممکن د وخت په تېرېدو سره يې مقدار زیات شي. کله چې د 4-6 میاشتو په موده کې سردردي کمه شوه نو بیا به Amitriptyline قطع کېږي. که دغه دوايي موثره نه وي نو نورې دواګانې ازمویل کېږي.
دا پوره نه ده جوته چې د سردردۍ د مخنیوي لپاره به څه مهال د درملو استعمال په پام کې ونیسو. د عمومي قاعدې په توګه ویل کېږي چې که چېرې پر تاسو باندې د سردردۍ حملې په میاشت کې تر څلورو ځلو زیاتې راځي نو په دې اړه به له ډاکتر سره خبرې کوئ. فکر کېږي چې غوره ده وقایوي درملنه مخکې له هغې پیل شي چې سردردي زیاته ډېر پېښې شي. وقایوي درملنه به په مزمنې سردردۍ باندې د ډېرپېښې سردردۍ د اوښتو مخه هم ونیسي.
د وقایوي درملنې هدف دا دی چې د سردردۍ شدت او تکرار کم کړي. په دې حساب له دې درملنې سره به سردردي یو مخ نه ورک کېږي خو شدت به يې کم شي او ژر ژر به نه پېښېږي. د وقایوي درملنې په بهیر کې که سردردي درته پیدا هم شي نو په آسانۍ سره به ښه شي او د درد ګولۍ به ښه اثر وکړي.
د وقایوي درملنې د موثریت اندازه داسې لګولی شئ چې د یادښت کتابچه ولرئ. په کتابچه کې د درملنې تر پیل د مخه وختونه هم ولیکئ او د درملنې په بهیر کې هم د سردردۍ د پېښېدو، د شدت اندازه او د درد ضد دواګانو د موثریت په باره کې يادښتونه ولیکئ.


 #ايا‌ـ‌غواړئ!؟ايا غواړئ چې تر ډېره ځوان پاتې شئ او جلد يا پوستکی مو تر ډېره ځلېدونکی او ښکلی وي!؟ايا غواړئ چې ذهني تمرک...
24/02/2025

#ايا‌ـ‌غواړئ!؟
ايا غواړئ چې تر ډېره ځوان پاتې شئ او جلد يا پوستکی مو تر ډېره ځلېدونکی او ښکلی وي!؟
ايا غواړئ چې ذهني تمرکز او فکر مو ښه او فعال واوسي!؟
ايا غواړئ چې وزن مو په زياته اندازه په نارمل حد کې وساتئ!؟
ايا غواړئ د خولې له بدبويي بې غمه شئ!؟
ايا غواړئ د بدن مفاصل مو ښه حرکات تر سره کړي!؟
دا او دې ته ورته ډېرې روغتيايي او صحي غوښتنې مو يواځې د ضرورت وړ اوبو په څښلو پرته له کوم اضافي زيان او مصرف څخه تر لاسه کړئ!
څومره چې کيږي کوشش وکړئ هره شپه او ورځ شاوخوا له اته‌ څخه تر لس ګيلاسه اوبه وڅښئ، او له ښه روغتيايي وضعيت او بدن سره مو، اوووږد صحت منده ښکلی ژوند وکړئ!
تجربه يې اړينه او حتمي ده!
اوبه د ژوند لپاره حياتي او ارزښتمنه ماده!
عقل سليم در بدن سالم است!🙂
لاندې انځور ته په کتو ددغو لس ګلاسه اوبو مهالوېش جوړولی شئ!

#جليلي!
#طبي‌ـ‌مشورې!
#اوبه


مردانه کمزوري !    Erectile dysfunction پخوا به مو پيښور کې  د "مردانه کمزوري علاج" اعلانونه ليدل اوس ډېری وخت راهیسې کا...
23/02/2025

مردانه کمزوري ! Erectile dysfunction
پخوا به مو پيښور کې د "مردانه کمزوري علاج" اعلانونه ليدل اوس ډېری وخت راهیسې کابل او نورو لويو ښارونو کې هم د حکيمانو (يوناني درمل پلورنکو) او عاملينو (د دم او تعويذ پنوم سحر او کوډې کوونکو) اعلانونه تر سترګو کېږي. يو لامل يې کيدای شي دا وي چې زمونږ ډاکټران صاحبان په دې موضوع شرم او ډار لامله په واضحه ډول خبره نکوي ځکه نو د نعوظ نيمګړتيا(د جنسې عمل ترسره کولو لپاره د تناسلي الې کافي وخت لپاره شکېدو يا نېغېدو وړتيا نلرل) لرونکې ناروغان هم مونږ ډاکټرانو ته د زړه خبره نکوي خو دغه حکيمانو او عاملينو سره ډېر په ډاډه زړه او ازاده فضا کې خپلو جنسې ستونزو په اړه غږېږي...
حال دا چې د نر او ښځې جسماني او روحي ارامښت لپاره دا يو داسې لوی او مهم نعمت دی چې څوک ترې محرومه شي نو کورنې ژوند کې ډېر بد ځور سره مخ کېږي...
وَ مِنۡ اٰیٰتِہٖۤ اَنۡ خَلَقَ لَکُمۡ مِّنۡ اَنۡفُسِکُمۡ اَزۡوَاجًا لِّتَسۡکُنُوۡۤا اِلَیۡہَا وَ جَعَلَ بَیۡنَکُمۡ مَّوَدَّۃً وَّ رَحۡمَۃً ؕ (سورة الروم:30)
(ژباړه: او دهغه له نښانو څخه ( بله) داده چې ستاسې لپاره همدا ستاسې له جنس نه يې ميرمنې پيدا كړې ترڅوچې تاسې له هغو سره ارام ترلاسه كړئ او ستاسې (ښځې او خاوند) په مينځ كښې يې مينه او خواخوږي پيداكړه).
کله ناکله د مردانه کمزوري پېښيدل غټه مساله نه ده خو که دوامداره شي نو شديد ذهني فشار لامل کېږي. پر ځان ډاډ او د ژوند ملګري سره اړیکې ورسره زيانمنېږي..
زما تجربه داده چې ډېری دغه ستونزې لرونکې د يو مناسب متخصص ډاکټر څخه مرسته غوښتلو پرځای نيمچه حکيم څخه نسخې ترلاسه کوي او يا صبر او شکر باندې ژوند پرمخ وړي.
بېلابيل عوامل شته چې د مردانه کمزوري لامل کېږي لکه د نارينه هورمون(Testosterone ټسټوسټرون) کچې ټيټوالی، اوږدمهاله ناروغۍ لکه شکر ناروغي لامله د وينې شوګر کچه نه کنټرول یا د زړه ناروغیو لامله د زړه په سمه توګه د وينې پمپ کولو دنده نه ترسره کول، سګريټ څکول چې د وينې په رګونو کې د وينې جريان کموي او د وخت په تيريدو ډېری نورو ستونزو لامل کېږي چې هغه بیا په مردانه قوت باندې بد تاثير کوي.
نورو لاملونه کې يې چاغښت، د درملنې جانبی عوارض لکه د پروستات جراحي عمليات يا سرطان لپاره د شعاع کارول (شاټونه) او ملا او کوناټې قوې ضربې سره مخ کيدل (که دغه ضربه کې هغه وينې رګونه يا اعصاب زيانمن شي چې د تناسلې الې شکېدو کې ونډه اخلي).
ډېری درمل لکه ځينې د ډيپريشن ضد درمل، د مېرګې ضد درمل (ايپېوال)، د حساسيت ضد درمل او د لوړ فشار ضد درمل (په ځانګړې ډول بېټابلاکر).
برسيره پردې ځينې رواني ستونزې لکه ذهني فشار، اضطراب يا ژور خفګان، مخدره موادو او شرابو کارول، په ځانګړي ډول دوامداره توګه مخدره مواد کارول یا شراب څښل د مردانه کمزوري لامل کيدلی شي.
او اخر کې بايد دا هم ووايم چې ځينې وخت د ژوند ملګرې چلند او ميلان نشتوالی هم په نارينه کې د جنسې خواهش (Libido) کمښت لامل کېږي.
د مردانه کمزوري درملنه:
د ژوند طرز بدلون: له مردانه کمزوري څخه ځوريدونکې ډېری نارينه که خپل ورځنې ژوند کې بدلون راولي نو جنسي عمل يې ښه کيدلی شي. د سګريټو پرېښودل، د چاغښت لپاره وزن کمول او منظم ورزش د تناسلې الې په طرف د وينې جريان ښه کوي.
که فکر کوی چې کيدای شي ځينې ناروغۍ يا د درملو جانبی عوارض ستاسې د کمزوري لامل دی یا ستاسو ستونزه بې درملو کارولو نه حل کېږي نو اړونده متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
د درملنې لپاره دواګاني: که معايناتو کې جوته شوه چې ټيسټوسټيرون هورمون ټيټه کچه د ستونزې لامل دی نو ډاکټر تاسې ته د ټيسټوسټيرون پیچکارۍ توصيه کوي.

سربيره پردې په عمومي ډول د Aphrodisiac Multivitamins يو ګولۍ هر ورځ نارینه لپاره لکه
Tab. yTiG (1x1).
خو که لامل رواني وي نو بیا رواني مشاوره یا ډاکټر سره مشورې وروسته د اضطراب ضد ځانګړي درمل (Tab Seroxate CR یا Paraxyl CR 12.5 mg ) يو دانه د څو مياشتو لپاره واخيستل شي په ځانګړي ډول ژر انزال (سرعت انزال) ستونزې لپاره.
که څه هم عوامو کې وياګرا (Vi**ra) مشهور درمل دی خو مردانه کمزوري لپاره وياګرا يوازينی دوا نه ده بلکې د Cialis، Levtira، اسټاکسن او سټينډرا په تجارتي نومونو نورې دواګاني هم یوشان تاثير لري. دغه دواګاني تناسلې الې ته د ويني جريان زياتوي او د جنسې فعل څخه نيم څخه يو ساعت مخکې خوړل کېږي.
که پورته يادو دواګانو او لارو چارو سره هم مردانه کمزوري ستونزه حل نشي (Resistant ED) نو بيا ډاکټران ځينې دواګاني توصیه کوي چې هغه بايد مستقيما تناسلې الې کې پیچکاري شي، چې هغې په اړه اړوند متخصصین په تفصيل سره ناروغ ته لارښوونه کوي.
اخر خبره دا چې جنسې فعالیت لپاره عمر هسې يو شميره ده.(Age is just a number for sexually active persons)
ماته اتیا کلن سپين ږیرې راځی او پوښتې چې يو څه وخت کېږي ستونزې سره مخ یم مخکې ډېر ښه وم چې اوس څه راپېښه ده؟!
په ياد مې دي يو سپین‌ږېري غوښتل د شرم احساس سره په شف شف کې راته خپله "مساله" بيان کړي ما يې ستونزه درک کړه مستقيما مې وپوښتلو: سیکس/شهوت کمښت سره مخ يې؟!
ساده مزاجه سپین‌ږېری داسې ګويا شو: "نه نه ما کې خو ټول سیکس او شهوت دې خو هلته (تناسلې الې کې) نشته"
#ادريس‌نعيمي
لیکنه: ڈاکٹر اسد امتیاز
يادونه: د هرډول طبي مشورې لپاره د فاميلي طب متخصص ډاکټر صيب نصرالله ناصر Nasrullah Nasir سره په اړېکه کې شئ!

19/02/2025

په ۱۹۹۰ کلونو کې يوه کس په مشهورو مجلو کې د (لمريزې انرژۍ په واسطه جامې وچوونکې) وسيلې اعلانونه خپرول.
وسيله يې په پنځوس ډالره بيه کړې وه، خلکو هم په ډېره تلوسه پيسې تحويلولې، خو کله به چې د مشتري کور ته مهرولاک پاکټ ورسېد، يو درۍ متره تناب/پړی به پکې پروت و.
سړي ګټه کوله او خلکو په خپله ساده‌ګۍ خندل.
اوس هم خلک د روغتيا په قيمتي راز پسې لګښتونه کوي، پداسې حال کې چې روغتيا په طبيعي خوراک او کم وزن ساتلو کې ده، او دا د تناب په څېر پېژندل شوی واقعيت او کم لګښته وسيله ده.
ــــــ
#عصريت
# ډاکټرـ‌صاحب‌کليم‌الله‌وردګ!

11/02/2025

SOCIETY WILL NOTICE EVEN THE SLIGHTEST MISTAKE !.
Remember that mistakes are a part of the process! 🙂




که د زيات وخت لپاره د هګۍ نيم پوخته يا خام سپين وخوړل شي دا کړنه د ويټامين B7 يا بيوتين د جذب د اختلال سبب کيږيچې په نتي...
05/02/2025

که د زيات وخت لپاره د هګۍ نيم پوخته يا خام سپين وخوړل شي دا کړنه د ويټامين B7 يا بيوتين د جذب د اختلال سبب کيږي
چې په نتيجه‌ کې يې ستاسې وېښتان توېدلی شي او ستاسې د فلج کېدلو احتمال هم شته!
همدارنګه د ويټامين بيوتين کمښت په Irritable bowel Syndrome او د معدې تېزابو له کم افرازي حالت سره هم يوځای ليدل شوی، يعنې د دوی په رامنځته کولو کې هم ونډه درلودلای شي!
#جليلي!

د ژبې له مشاهدې د ځينو امراضو احتمالي تشخيص
28/01/2025

د ژبې له مشاهدې د ځينو امراضو احتمالي تشخيص

Brain lobes and it's Functions!
25/01/2025

Brain lobes and it's Functions!

25/01/2025

په وروستیو څو کلونو کې زمونږ د باډی بېلډر ځوانانو مړینه ډېره شوې ده او اکثره یې یا د زړه حملې یا هم د ځیګر له کاره لویدلو د لاسه مري .

هغه ورزش کاران چې باډي بلډنګ کوي ، درسټ ټرېنر نه لري، حرکتونه یې سم نه وي زده، او د وخت مخکې خپل بدن د ډېر فشار سره مخ کوي ، هغه ورزشکاران د خپل ځان سره ظلم کوي. کله چې تاسې ورزش کوئ نو په نورمال توګه باندې ستا زړه د نورو انسانانو څخه لږ غټیږي یا هم په طبي اصطلاح کې دې ته Left Ventricular Hypertrophy وایي چې دا نارمل ده. خو که تاسې د خپل وجود ظرفیت څخه زیاد یا هم تاسې هغه سویه ته آماده نه یاست او هغه وزنونه جګوئ ، نو تاسې خپل د زړه والونه valves او خپل زړه حجرات د خطر سره مخ کوئ چې ممکن د والونو په مرض ، د زړه رګونو د شلیدلو یا بندیدلو سره مخ شئ او دستي هغه میاشتو او کلونو کې تاسې په ځان پوه نه شئ خو یو څو کاله به مو سر خوړلی وي .

دویم موضوع په افغانستان او پاکستان او هندوستان غوندې غریب او بیسواده هیوادونو کې دا عام خبره ده چې هر دله او ددوس ډاکټر دی، هر دله او دووس د فټنس استاد دی ، عر دله او دووس په یوټیوب باندې ساینسي موضوعاتو باندې بحث کوي ، خو هیڅوک دغه زحمت نه باسي چې د ساینسي مضامینو یا طبابت فارغانو یا هم نړیوال ژورنالونه او یا درسي کتابونه ورپسې وګوري. نږدې نیمایي مسلکي باډي بلډران په افغانستان کې د انابوليک سټېروئیډ تزرېقوي ، یو لوی برخه ورزشکاران بیا ټسټسټرون تزریقوي ، او دغه مصنوعي پروټینونه خو لکه شیدو قورت کوي. په دوی کې تر ټولو کم خطر دغه مصنوعي پروټینونه دي چې هغه هم باید په احتیاط استعمال شي. خو انابولیک سټېروئیډونه او هورمونونه تزریقول د خپل ځیګر او ګردو سره د جنګ په معنا ده. سړی ۲-۳ کاله سټېروئیډ ووهې ، بله ورځ یې چې ځیګر خراب وي ، بیا حیران وي چې څه وکړي ؟

لطفاً چې ورزش کوئ ، د صحت لپاره ورزش وکړئ. که غواړئ د باډي بلډنګ قهرمان شئ، بیا سم ځای کې د سم متخصص د نظر څار لندې ورزش وکړئ ، او که د طبیعي خوراک پرته تاسې هر مواد خورئ یا زرق کوئ ، د هغه څخه مخکې لطفاً د ډاکټر مشوره ترلاسه کړئ. د کلب په استادانو او اماتور ورزشکارانو باور مه کوئ ، هغوی درباندې خپل اجناس خرڅوي ، خپل مارکیټنګ کوي ، خو چې مړ شوئ ، بیا څوک نه وایي چې ولې دغه ځوان مړ شو، خبره دا شي چې بس د خدای رضا وه، خبره ختمه، خیر تو و خیر من.

از ما یک گفتن بود، نور تاسې پوه شه او ستاسې خوښه!

Dr Sahib Abdul Rahman Saleem!!

Address

Laghman

Telephone

+93764776706

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Abdul Hanan Emal Jalili posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Abdul Hanan Emal Jalili:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram