
28/01/2025
عقل غاښ څه دی او ویستل يې ضروري دي کنه؟
د غاښ درد د سختو دردونو د لیست په سر کې ځای لري.
د غاښ په دردونو کې د عقل غاښ یا( wisdom tooth) درد او له دې سره ملګري دردونه شدید او سخت وي. که ستاسې عقل غاښ تر اوسه نه وي په درد شوی، نو بې له شکه چې بختور يۍ.
د عقل غاښ درلودل او د هغې درد زغمل ګران دي؛ خو د هغې ویستل او له ویستلو وروسته يې درد هم سخت دي.
عقل دندان ته ولې عقل دندان وايي؟
عقل دندان ته ځکه عقل غاښ وايي، چې دا غاښونه معمولا له لس کلنۍ وروسته او له ۲۰ کلنې مخکې پیدا کیږي او له ۱۸ ـ ۲۵ کلنۍ پورې وده کوي او غټیږي.
دا چې په دغه موده کې انسان د خپل ماشومتوب د عمر په نیسبت هوښیار او ځیرک وي، د همدې له امله ورته عقل دندان وايي.
عقل دندان ولي ستونزې جوړوي؟! عقل غاښ په ژامه کې د اصلي غاښونو برسیره پیدا کیږي. د ځینو انسانانو ژامې ددې د غاښونو د ځایولو ظرفیت لري، خو ځینې نور بیا ددې غاښونو لپاره په ژامه کې مناسبه فاصله نه لري.
د یوې سروې له مخې ۴۰ سلنه خلک ددې غاښونو ویستلو ته اړ کیږي. ځکه کله چې په ژامه کې ددې غاښونو لپاره مناسبه اندازه ځای وجود ونه لري، نو دا غاښ نیم د کوپړۍ په هډوکي او نیم هم په کوم بل لوري په غوښه کې ننوځي، چې د شدیدو دردونو د پیدا کیدو لامل کیږي.
کله چې په ژامه ددې غاښونو لپاره مناسبه اندازه ځای وجود ونه لري، نو غاښ له خپل مسیر څخه اوړي او ککږي. دلته نو بیا بکتریاوي او ورته زیان رسوونکي نور مواد ځای نیسي، چې هم نور غاښونه خرابوي او هم د خولۍ د بدبوۍ لامل کیږي.
ددې سربیره، کله چې ددې غاښونو لپاره په ژامه کې مناسبه اندازه فاصله وجود ونه لري، نو په نورو غاښونو هم فشار راوړي او نور غاښونه هم ککږوي.
ایا دا غاښونه باید هر څوک وباسي؟!
نه، دا غاښونه یوازې هغه څوک وباسي، چې په ژامه کې ددې غاښونو لپاره مناسبه اندازه فاصله یا Space وجود ونه لري. ۶۰ سلنه خلک دا غاښونه نه وباسي؛ خو که دا غاښونه لږ او یا هم ټول په وریو او غوښه کې او ان که کله هم په هډوکي ننوتلي وي، ویستل يې ضروري دي.
تر ټولو ښه خبره داده، چې دا پریکړه ډاکټر وکړي. یعنې خپل د غاښونو ډاکټر سره وغږیږئ، که يې مناسبه وبلله، نو ويې باسئ.
هڅه وکړئ، چې غاښ مو څومره چې په لومړیو کې وي، ویئ باسئ. څومره چې مو عمر کم وي، هومره ښه ده، چې دا غاښونه مو وباسئ. له ۲۵ کلنۍ وروسته ددې غاښونو ویستل تاس