طب پوهنځی - بست پوهنتون

طب پوهنځی - بست پوهنتون په ۱۳۹۳ لمریز کال کي فعاليت يې پيل کړ او (۲۵۲) تنه د معالجوی طب په څانګه کي فارغین ور کړی دي.

د طب پوهنځی پیژندنه:

د بُست پوهنتون د طب پوهنځۍ په (۱۳۹۳) هـ ش کال کي په خپل اکاډمیـک فعالیت پیـل کـړی دی او فعلاً (۹۵۸) تنه محصلین لري چـی (۷۴۹) تنه یې نارینه او (۲۰۹) یې ښځینه دي او همدارنګه د نوموړو محصلـینو تدریـسي او عملــي چــاري د (۴۸) تنو متخصصینو، ماسټرانو او لیسانس استادانو لخوا مخته وړل کېږي.

پوهنځی تر اوسه يې درې دورې (۲۵۲) تنه د معالجوی طب په څانګه کي فارغین ور کړی دي چي (۱۹

۸) تنه نارینه او (۵۴) تنه یی انجوني دي.

طب پوهنځۍ د معالجوی طب دیپارتمنت په څنګ کي درې مرسته کونکي: پاراکلینیک، داخله او جراحي ډیپارټمنټونه لـري. د پاراکلینک او کلینــیک دورې محصلیــنو د عملــي کار لپاره د فزیالوژي، فزیک، کیمیا، بیوشمــي او هـــستوپتالوژۍ لابراتوارونه، کمپیوټر لــــب او مجهز کادري روغـــتون شتون لري.

د کلینیک دورې د محصلینو د عملي کار او ستاژ لپاره د عمومي داخله، عمومي جراحي، اورتوپـــیډي، ENT(د غوږ، پزي او ستوني)، جلدي، اطفالو، عصبي، عقلي، نسايي- ولادي، د سترګو د ناروغیو فعالي څانګــي او مجهز کادري روغتون موجود دي او په روغتون کي د ناروغیو د ښه تشخیص او درملني په هدف مجــهز طبي لابراتـــوار، د ویــني بانک ، سونوګـرافي ، راډیــوګرافي ، مجهزه عملیات خونه او فیزیوتراپي موجــود دي او په یادو څانګــو کي متخصــص او معالج ډاکتران د ناروغانو د معالجي په برخه کي او اړین تعدادمسلکي کسان د نرسینـګ او لابراتــوار په برخـه کـي ټولـــو هیوادوالــو ته د درملو پرته ټــول خــدمات وړیا وړاندي کوي او هـــره ورځ په منځـــــنۍ ډول د (250) تنو په شا وخوا کي ناروغان د روغتون د ټولو پورته یاد سوو خدماتو څخه په وړیا توګه ګټه اخلي.

د طب پوهنځي لیرلید (Vision ):

د بست پوهنتون طب پوهنځۍ غواړي، چي په نژدې راتلونکي کي د
طبي معاصرو علمي څېړنیزو معیارونو پر بنسټ د طبي علمي څېړنو او مخکښه طبي کادرونو په وړاندي کولو سره د جنوب لوېدیځي حوزې او هیواد په کچه د طب مخکښه پوهنځۍ وګرځي.

د طب پوهنځي ماموریت (Mission):

د بُست پوهنتون طب پوهنځۍ د عصري او معیاري طبي تدریسي او عملي امکاناتو په برابرولو سره ټولني ته د عصر د غوښتنو مطابق په تیوریکي او عملي مهارتونو سنبال باظرفیته فارغان او معیاري علمي څېړني وړاندي کړي تر څو په دې برخه کي ټولني ته د ریښتیني خدمت مصدر وګرځي.

د طب پوهنځي د استادانو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پرانیستل سود بُست پوهنتون د طب پوهنځي د استادانو د مسلکي ...
19/07/2025

د طب پوهنځي د استادانو د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پرانیستل سو
د بُست پوهنتون د طب پوهنځي د استادانو د مسلکي ودي او علمي ظرفیت لوړونې په موخه پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پرانیستل سو.
د طب پوهنځي رئیس، ډاکټر زبیح‌الله انوري، د پرانیستې په مراسمو کې وویل:
"موږ هڅه کوو چې د رخصتیو له فرصت څخه علمي ګټه واخلو او د استادانو او متخصصو ډاکټرانو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره دا اغیزمن پروګرام را پیل کړو."
نوموړي زیاته کړه، چې دا روزنیز ورکشاپ به د پنځو ورځو لپاره دوام وکړي، او ګډونوال به پکې په مهمو اکاډمیکو او تدریسي موضوعاتو زده کړې ترلاسه کړي.
د یاد ورکشاپ مهمې محوري موضوعات عبارت دي له:
• د استادانو انفرادي، عملیاتي پلان او د تطبیق راپور.
• د تدریسي کیفیت د ښه‌ والي پلان او د تطبیق راپور.
• د محصل په مټ د استاد د خپل ځان د ارزوني ، تحلیل او راپور.
• د درسي کورس پالیسي چمتو کول.
• د لارښود استاد فعالیتونه .
د طب پوهنځی مسؤلین باور لري، چې دا ډول روزنیز پروګرامونه نه یوازې د تدریس د کیفیت د لوړوالي لامل ګرځي، بلکې د علمي پراختیا او مسلکي همغږۍ لپاره هم بنسټیز اهمیت لري.
د یادوني‌ وړده چي دا ورکشاپ د طب پوهنځی د کیفیت د لوړاوي‌ کمېټې له لوري چمتو سوی دی.
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

🎓 د بُست پوهنتون کانکور خبرتیا!د ۱۴۰۴ هـ ش کال لپاره د  کانکور نوم‌ لیکنه روانه ده!که تاسې غواړي خپلې لوړې زده کړې په یو...
05/07/2025

🎓 د بُست پوهنتون کانکور خبرتیا!

د ۱۴۰۴ هـ ش کال لپاره د کانکور نوم‌ لیکنه روانه ده!

که تاسې غواړي خپلې لوړې زده کړې په یوه با اعتباره، اکاډمیک او مجهز پوهنتون کې ترسره کړئ — نو دا زرین فرصت له لاسه مه ورکوئ!

📅 عمومي کانکور: پنجشنبه، د اسد ۳۰مه
📅 متفرقه کانکور: پنجشنبه، د سنبلې ۶مه

📍 ✍️ همدا اوس نوم‌ لیکنه وکړئ!

📞 د اړیکې شمېرې:
+93 702 300 728
+93 04 200 0008

📧 برېښنالیک: info@bost.edu.af
🌐 وېب‌پاڼه: www.bost.edu.af
📍 موقعیت: بُست کمپلکس، لشکرگاه – هلمند، افغانستان

30/06/2025

🎓 د بُست پوهنتون کانکور خبرتیا!

د ۱۴۰۴ هـ ش کال لپاره د کانکور نوم‌ لیکنه روانه ده!

که تاسې غواړي خپلې لوړې زده کړې په یوه با اعتباره، اکاډمیک او مجهز پوهنتون کې ترسره کړئ — نو دا زرین فرصت له لاسه مه ورکوئ!

📅 عمومي کانکور: پنجشنبه، د اسد ۳۰مه
📅 متفرقه کانکور: پنجشنبه، د سنبلې ۶مه

📍 ✍️ همدا اوس نوم‌ لیکنه وکړئ!

📞 د اړیکې شمېرې:
+93 702 300 728
+93 04 200 0008

📧 برېښنالیک: info@bost.edu.af
🌐 وېب‌پاڼه: www.bost.edu.af
📍 موقعیت: بُست کمپلکس، لشکرگاه – هلمند، افغانستان

25/06/2025

په دې وېډیو کي د بُست پوهنتون د طب پوهنځی محصلینو ته د یوې عملي تجربي بهیر در ښیو!
د بُست پوهنتون د طب پوهنځي د کېمیا مضمون استاد، ښاغلي صدیق‌الله صدیقي، له‌خوا محصلینو ته د مالګې او اوبو برقي تجزیه (الیکترولایز) په عملي توګه ترسره کړه.
په دې تجربه کې، د مالګې او اوبو له محلوله د برېښنا په وسیله دوه مرکبات تر لاسه سول: هایدروکلوریک اسید (چې د معدې طبیعي تېزاب بلل کېږي) او سودیم هایدروکسایډ، چې یوه القلې مرکب دی.
نور په لاندې وېډیو کي وګورئ!

د طب پوهنځی فرهنګي کمېټې د فزیکي او کېمیاوي موادو د ناوړه اغېزو په تړاو علمي سمینار وړاندې کړد بُست پوهنتون د طب پوهنځی ...
18/06/2025

د طب پوهنځی فرهنګي کمېټې د فزیکي او کېمیاوي موادو د ناوړه اغېزو په تړاو علمي سمینار وړاندې کړ
د بُست پوهنتون د طب پوهنځی د فرهنګي کمېټې له خوا د فزیکي او کېمیاوي موادو د ناوړه اغېزو په اړه یو علمي سمینار جوړ سو، چې د بُست پوهنتون د محترم رئیس، ډیپلوم انجنیر محمود سنګین، له خوا وړاندې سو.
ښاغلي سنګین په دې علمي ناسته کې د فزیکي او کیمیاوي موادو د جوړښت، ګټو او زیانونو په اړه مفصل او علمي معلومات وړاندې کړل.
په یاده ناسته کې د طب پوهنځي استادانو، محصلانو او اداري غړو ګډون کړی و، چې د موضوع اړوند یې ګټور بحثونه هم ترسره کړل.
د دې ډول علمي غونډو موخه دا ده چې محصلین د طب له مهمو ټولنیزو او انساني مسؤلیتونو سره ژور بلد سي او علمي پوهاوی یې لا پیاوړی سي.
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

د No To***co نړیواله ورځ ولمانځل سوه.د بُست پوهنتون له لوري تنباکو ته د نه ویلو نړیواله ورځ د May31 چي د روغتیا د نړیوال...
31/05/2025

د No To***co نړیواله ورځ ولمانځل سوه.

د بُست پوهنتون له لوري تنباکو ته د نه ویلو نړیواله ورځ د May31 چي د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا د world No to***co ورځ وه د معالجوي طب پوهنځی له لوري ولمانځل سوه.

یاد علمي کنفرانس د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو وروسته د بُست پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي سید سمیع الله سادات د اسلام له نظره او د طب پوهنځی ریس ماسټر ذبیح الله انوری د طب له نظره د تنباکو پر زیانونو باندي بحث وکړ.

د یاد کنفرانس په وروستۍ برخه کي د نوموړي پوهنځی استاد ډاکټر سید فاروق سادات د تنباکو پر تاریخچه او په تنباکو اخته ناروغانو پر ایپډیمیولوژي خپل کنفرانس وړاندي کړ.
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت.

د بُست پوهنتون د طب پوهنځی محصلینو د کارته لګن له CHC کلینیک څخه لیدنه وکړهد بُست پوهنتون د طب پوهنځي د لسم سمستر محصلین...
31/05/2025

د بُست پوهنتون د طب پوهنځی محصلینو د کارته لګن له CHC کلینیک څخه لیدنه وکړه

د بُست پوهنتون د طب پوهنځي د لسم سمستر محصلینو، د استاد ډاکټر فرید احمد سیرت په ملتیا، د کارته لګن له Comprehensive Health Clinic (CHC) څخه علمي لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د محصلینو د عملي پوهې د لوړولو په موخه ترسره سوه، چې پر مهال یې هغوی د توبرکلوز (TB) د ناروغانو اړوند مهم معلومات ترلاسه کړل.
د لیدنې پر مهال محصلینو د TB ناروغانو د پېښو شمېر (incidence)، ټولې ثبت سوې پېښې (prevalence)، د نوو کیسونو راپورونه (case reports) د ثبت او تعقیب نور اړوند پروسیجرونه تحلیل او وڅېړل.
همداراز، محصلینو د کلینیک بېلابېل ډیپارټمنټونه وکتل او د هر یو د فعالیتونو په اړه يې عملي معلومات تر لاسه کړل.
د بُست پوهنتون د طب پوهنځی ژمن دی چې محصلین د لوړو علمي معیارونو پر بنسټ وروزي، څو هغوی وکولای سي په راتلونکي کې د ټولنې د روغتیا په برخه کې اغېزمن او تخصصي خدمتونه ترسره کړي.
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

د سکابیز (Scabies) ناروغۍ اړوند عامه پوهاوید بُست پوهنتون د طب پوهنځي د نصاب څخه بهر کړنو (Extra-curricular activities) ...
26/05/2025

د سکابیز (Scabies) ناروغۍ اړوند عامه پوهاوی

د بُست پوهنتون د طب پوهنځي د نصاب څخه بهر کړنو (Extra-curricular activities) په لړ کې، یو روغتیایي ټیم د لښکرګاه ښار د دارالايتام یوې دیني مدرسې ته ولاړ، څو د سکابیز (Scabies) په نوم ساري ناروغۍ په اړه طالب‌العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړي.

یاد روغتیایي ټیم د سکابیز ناروغۍ د پېژندنې، د خپرېدو لارو، نښو نښانو، د مخنیوي او درملنې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. همداراز، زده‌کوونکو ته عملي لارې چارې وروښوول سوې چې څنګه له دې ساري ناروغۍ څخه ځان وساتي او نور هم وژغوري.

د پوهاوي له پروګرام وروسته، هغو زده‌کوونکو ته چې په سکابیز ناروغۍ اخته وو، اړینې روغتیایي سپارښتنې ورکړل شوې او لازم درمل هم ورته برابر او ورکړل سول.

د خپرنیزو او فرهنګي‌ چارو مدیریت

د طب پوهنځي د پارا کلینیک دورې د زده‌کړیالانو عملي (لابراتواري) کار.نن د بُست پوهنتون طب پوهنځی د دوهم سمستر محصلانو ته ...
21/05/2025

د طب پوهنځي د پارا کلینیک دورې د زده‌کړیالانو عملي (لابراتواري) کار.

نن د بُست پوهنتون طب پوهنځی د دوهم سمستر محصلانو ته د فزیک مضمون د استاد صدیق الله ویاړ له لوري د نور انکسار او تجزیه وښودل شو.

محصلین په دي پوه شول چي سپین نور د اوو رنګونو ترکیب دي او کله چی د منشور څخه ووځي په لاندي اوو رنګونو تجزیه کيږي(سور، نارنجي،ژیړ،زرغون،ابي، نیلي، بنفش).

بُست پوهنتون هڅه کوي ،‌ چي‌ زده کړیالان په لوړ معیار او پوره مسلکي توګه وروزي‌ او ټولني ته يې د خدمت په توګه وړاندي کړي.

د طب پوهنځي د زده ‌کړیالانو لابراتواري عملي چارېد بُست پوهنتون د طب پوهنځی د دوهم سمستر محصلانو لپاره، د جنیټیک مضمون اس...
20/05/2025

د طب پوهنځي د زده ‌کړیالانو لابراتواري عملي چارې
د بُست پوهنتون د طب پوهنځی د دوهم سمستر محصلانو لپاره، د جنیټیک مضمون استاد، ډاکټر میر اقبال روفي، د وینې د ګروپونو د پېژندلو طریقه عملي توګه وښودله.
په دغه لابراتواري فعالیت کې، استاد ډاکټر میر اقبال روفي محصلینو ته د (ABO) سیستم له مخې د وینې د ګروپونو او د (Rh) فکتور د معلومولو څرنګوالی وښود. همدارنګه، د وینې بېلابېل ګروپونه محصلینو ته ور وپېژندل سول، او هغوی ته یې عملي زده‌ کړه ورکړه.
بُست پوهنتون ژمن دی چې زده‌کړیالان په لوړ علمي او مسلکي معیار وروزي، ترڅو هغوی وکولای سي خپلې ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

د طب پوهنځي د زده‌ کړیالانو عملي روزنهد بُست پوهنتون د طب پوهنځی د لومړي سمسټر زده‌ کړیالانو لپاره د کیمیا مضمون اړوند ع...
18/05/2025

د طب پوهنځي د زده‌ کړیالانو عملي روزنه
د بُست پوهنتون د طب پوهنځی د لومړي سمسټر زده‌ کړیالانو لپاره د کیمیا مضمون اړوند عملي روزنه، د یاد پوهنځی په لابراتوار کي، د استاد صدیق‌الله صدیقي تر لارښوونې لاندي ترسره سوه.
په یاده روزنه کې، استاد صدیقي محصلینو ته د کیمیاوي تعاملاتو پر چټکتیا د تأثیر لرونکو موادو ځانګړتیاوې تشریح کړې. محصلینو ته وښودل سول چې د تعامل چټکتیا څنګه د موادو په فزیکي او کیمیاوي خاصیتونو پورې تړلې وي.
د عملي تجربې په ترڅ کې، د اوسپنې بوراده او مګنیزیم پټه چې د دواړو وزنونه مساوي وو، د هایډروکلوریک اسید تېزاب سره تعامل وکړ. پایلو وښودله چې مګنیزیم، د اوسپنې په پرتله، د اسید سره چټک تعامل کوي. له دې تجربې دا نتیجه واخیستل سوه چې مګنیزیم یو حساس او ډېر فعاله فلز دی چې ژر تعامل کوي.
د یادونې وړ ده چې د بُست پوهنتون د طب پوهنځی، د معیاري درسي نصاب، عصري لابراتوارونو، او مجربو استادانو په لرلو سره، د پارا کلینیکي دورې اړوند مضمونونو کې زده‌کړیالانو ته نه یوازې نظري مفاهیم وړاندې کوي، بلکې د عملي مهارتونو وده ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.
د خپرنیزو او فرهنګي چارو مدیریت

Address

Lashkar Gah

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when طب پوهنځی - بست پوهنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to طب پوهنځی - بست پوهنتون:

Share