داکتر حمیدالله ژمن Dr Hamidullah Zhman

داکتر حمیدالله ژمن Dr Hamidullah Zhman MD Medical Lab

07/12/2025
امیندوارې ښځی څه باید وکړی تر څو یو صحت مند ماشوم ولریمنظم خوراک کولتازه سبزیجات، میوې، شیدې، غوښه، هګۍ، دالونه او مغزیا...
03/11/2025

امیندوارې ښځی څه باید وکړی تر څو یو صحت مند ماشوم ولری
منظم خوراک کول
تازه سبزیجات، میوې، شیدې، غوښه، هګۍ، دالونه او مغزیات
`فولیک اسید (Folic Acid):`
له حمل مخکې او د حمل په لومړیو میاشتو کې ډېر مهم دی، د ماشوم د دماغ او اعصابو د سالمېدو لپاره
اوبه څښل: کافي اندازه اوبه څښل

*~معتدل حرکت!!!*
نرم ورزش لکه مزل کول
ذهنی سکون!!!
د فشار، خپګان او عصبانیت کمول
د امیندوارۍ معاینې!!
پر وخت ډاکټر ته تلل

*~کوم کارونه تاوان لري او باید ونه کړي؟ !!*
سګرټ، نسوار، شراب او نشه يي مواد

*~بې ځایه درمل!!*
پرته د ډاکټر مشورې هېڅ دوا مه خوره
ډېر زیات چای او قهوه
ډېر دروند کار یا سخت فزیکي فشار
خام یا نیم پخې غوښې او هګۍ (د مکروبونو له امله)
خطرناک کیمیاوي مواد (رنګ، تیزو بویونو، درنو درملو سره کار)

*~د امیندوارۍ تر ټولو مهم وختونه د ډاکټر د معاینې لپاره*
*۱. لومړنۍ میاشتې (۱–۳ میاشتې)*
د حمل تایید، د وینې او پیشاب ازموینې، د ماشوم لومړنی حالت کتل
*۲. منځنۍ میاشتې (۴–۶ میاشتې)*
د ماشوم د وده او د زړه درزا معاینه، د وینې فشار او شکر کنټرول
*۳. وروستۍ میاشتې (۷–۹ میاشتې)*
د ماشوم د موقعیت معلومول، د زیږون لپاره تیاری

*~ډاکټران اکثره سپارښتنه کوي چې لږ تر لږه ۴ ځله باید معاینات وشي !!*
یو ځل د ۳ میاشتو په سر کې
یو ځل د ۶ میاشتو په سر کې
یو ځل د ۸ میاشتو په سر کې
یو ځل د ۹ میاشتو په پای کې

*~آیا خاوند اجازه لري چې د امیندوارۍ پر وخت کوروالی وکړي؟ !!*
هو، که ښځه کومه جدي ناروغي یا ستونزه ونه لري.
خو باید په احتیاط او نرمۍ سره وي.
که ښځه وینه، درد، یا د سقط سابقه ولري، نو ډاکټر اکثره وخت د امیندوارۍ په لومړیو میاشتو او وروستیو میاشتو کې د کوروالۍ نه کولو سپارښتنه کوي.

*~کومې نښې په امیندوارۍ کې خطرناکې دي او باید ژر ډاکټر ته ولاړه شي؟ !!*
د نس لاندې شدید درد
وینه بهیدل یا د وینې رنګ مواد
شدید سر ګرځېدل یا بې هوشي
شدید کانګې چې هیڅ نه درېږي
د پښو یا مخ پړسوب
د ماشوم د حرکاتو نه احساس (له ۵ میاشتو وروسته)
ډېر لوړ تبه

*~لنډې مشوره!!!!!*
که یوه ښځه امیندواره شي، باید
ښه خوراک وکړي
ډاکټرسره منظمی معاینې وکړي
د خطرناکو نښو پر وخت سمدستي روغتون ته ورشي
او خاوند یې بایدهر ډول ملاتړ ورسره ولري

ذهني یا رواني ناروغۍ په معده او کولمو کوم ډول اغیزې لري؟رواني ناروغۍ، لکه خپګان، اضطراب( بې علته ډار او اندیښنه)، او   ذ...
06/10/2025

ذهني یا رواني ناروغۍ په معده او کولمو کوم ډول اغیزې لري؟

رواني ناروغۍ، لکه خپګان، اضطراب( بې علته ډار او اندیښنه)، او ذهني فشار، د هاضمې په سیستم کې مختلف ډوله ګډوډۍ رامنځته کولی شي. ذهن او هاضمه نږدې اړیکه لري چې دې اړیکې ته "Gut-Brain Axis" ویل کېږي چې رواني ناروغۍ دغه اړیکه خرابوي.
لاندې هغه ګډوډۍ یا ستونزې دي چې رواني ناروغۍ یی په هاضمې سیستم کې رامنځته کوي

1. د معدې درد او تیزابیت: رواني فشار او اضطراب د معدې تیزابو د زیاتوالی سبب کېږي، چې د معدې سوخت او درد رامنځته کوي.

۲: رواني ناروغۍ کولی شي د IBS په نامه ناروغي رامنځته کړي

3. اشتها کې بدلون: رواني ناروغۍ اشتها زیاتوي او یا یی کموي، چې د معدې د ګډوډۍ سبب کېږي.

4. هضم کې ستونزې: رواني فشار د هاضمې انزایمونو تولید اغېزمنوي او د خواړو د پروسس ستونزه پیدا کوي.

5. کولمو د میکروبونو عدم توازن: خپګان او اضطراب د کولمو په میکروبیوم اغېز کوي، چې د هاضمې ګډوډۍ سبب کېږي.

6. قبضیت یا نس ناستی: د ذهني فشار له امله د کولمو حرکت یا ډېر ورو کېږي (قبصیت) یا ډېر تېز (نس ناستی) کېږي.

که رواني ناروغۍ شتون ولري او د هاضمې ګډوډۍ رامنځته شوې وي، ښه ده چې د ډاکټر سره مشوره وشي.
همدارنګه، د ذهني فشار کنترول، صحي غذا، او فزیکي فعالیت د دې ستونزو په کمولو کې مرسته کولی شي.

روغتیايي پیغام!د ټوخې یا پرنجي پر مهال مو خوله او پزه په دستمال یا څنګل پټه کړئ؛ ترڅو د تنفسي ناروغیو خپرېدو مخنیوی وکړئ...
20/09/2025

روغتیايي پیغام!

د ټوخې یا پرنجي پر مهال مو خوله او پزه په دستمال یا څنګل پټه کړئ؛ ترڅو د تنفسي ناروغیو خپرېدو مخنیوی وکړئ.

`د مـــور دشیدو ګټـــــــــــــی !!` *نړیواله روغتیایی اداره وایی چی ماشوم ته تر شپږو میاشتو پوری یواځی دمور شیدی ورکړئ ...
03/09/2025

`د مـــور دشیدو ګټـــــــــــــی !!`

*نړیواله روغتیایی اداره وایی چی ماشوم ته تر شپږو میاشتو پوری یواځی دمور شیدی ورکړئ او د شپږ میاشتو وروسته تر دوه کلنی پوري دمور دشیدو تر څنګ نور خواړه هم ورسره ورکړی*

دمورشیدې هغه ټول مواد لري چی دماشوم د ودي له پاره اړین وي.
دمور شیدې انټی باډی,انزایمونه او انټی اکسیډانټ مواد لری.
دمور شیدي ماشوم د چاغښت, نفس تنګی, شکره او. دزړه دناروغیو څخه ساتي..
ماشوم ته شیدې ورکول مور د تي او تخمدان دسرطان , دزړه ناروغی,چاغښت او دهډوکو د ضعیفی څخه ساتي.
دمور شیدې ماشوم د عقلي روغتیا ښه کوي
*هغه ماشوم چی په ښه ډول د مور شیدې خوړلي وي هغه په انتانی ناروغیو ډیر کم اخته کیږي*


● د مور شیدی تل پاکی او صحی دی.
*● د مور شیدی د ماشوم دفاعی ځواک لوړوی.*
● د مور شیدی ماشوم له تنفسی ناروغیو څخه ساتی .
● د مور شیدی د ماشوم لپاره یوه کامله او وړیا غذا ده.
● د مور شیدی کوچنی د ناروغیو په وړاندی ساتی او د ماشوم د بدن مقاومت زیاتوی.
● د مور شیدی د ټوخی ، زکام او اسهال د میکروبونو ضد دی.
*● د مور شیدی جوړښت د ماشوم د عمر د سره سم او د هغی د اړتیا په تناسب بدلون مومی.*

یو کوچنی مقناطیسي روباټ چې د پښتورګو تیږې په پښتورګو کې ماتوې بی غیر له عملیاو څخه.د ادراري ناروغیو درملنه کې یو مهم پرم...
18/08/2025

یو کوچنی مقناطیسي روباټ چې د پښتورګو تیږې په پښتورګو کې ماتوې بی غیر له عملیاو څخه.

د ادراري ناروغیو درملنه کې یو مهم پرمختګ د واټرلو پوهنتون د ډاکټر ورونیکا مګدانز او د هغې د ډلې له خوا رامنځته شوی، چې دوی یو کوچنی مقناطیسي روباټ جوړ کړی دی چې د پښتورګو تیږې د ادراري لاري دننه منحل کوي.

دا وسیله چې یوازې یو سانتي متر اوږدوالی لري، د هایدروجل، الاستومر، او د "یوریز" انزایم څخه جوړه ده او پکې یو مقناطیس هم ځای پر ځای شوی دی.

دا نری پټه د کاتتر (نلۍ) له لارې دننه ایستل کېږي، ډاکټران یې د روباټي لاس په مرسته په سمه توګه ځای پر ځای کوي او د باندې له یوې مقناطیسي ټوټې سره یې په خپل ځای ټینګه ساتي.

کله چې په خپل ځای کې کېښودل شي، "یوریز" د ادرار pH لوړوي او د یوریک اسید تیږې کوچنیو ټوټو ته وېشي د څو ورځو په موده کې په طبیعي ډول ووځي او له سختو جراحي عملیاتو مخنیوی وشي.

د لابراتوار ازموینو چې د (3D) چاپ شوې د ادرار لارې په ماډل ترسره شوې وې، حیرانوونکې پایلې ورکړې: د ادرار pH له ۶ څخه ۷ ته لوړ شو، او د تیږې وزن یوازې په پنځو ورځو کې دېرش سلنه کم شو.

راتلونکو حیواني ازموینو ته په کتو، دا نوښت کولای شي د پښتورګو د تیږو درملنه په بشپړ ډول بدله کړي. **سرچینه:**
د واټرلو پوهنتون، د روباټیک یورولوژۍ څېړنه.

Address

Karte Lagan
Lashkar Gah
0093

Telephone

+93747994228

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when داکتر حمیدالله ژمن Dr Hamidullah Zhman posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category