حسن خان درمل / Hassan Khan Darmal

حسن خان درمل / Hassan Khan Darmal تر هغو مه کښېنه چې خوب دي د حقیقت بڼه غوره کړې نه وي!

04/07/2025

کله کله چوپتیا داسي څه بیانوي چې په ډېرو خبرو سره هم بیانېدای نه شي.

نن له یوې بجې تر مازدیګر شپږ بجو پورې د لښکرګاه ښار د تودوخې درجه!څلور بجې °53۱۴۰۴-۰۴-۱۲ پنجشنبه
03/07/2025

نن له یوې بجې تر مازدیګر شپږ بجو پورې د لښکرګاه ښار د تودوخې درجه!

څلور بجې °53

۱۴۰۴-۰۴-۱۲ پنجشنبه

03/07/2025

د بل چا د هیلو او آرمانونو د غلا کولو پر ځای، خپل آرمانونه ژوندي ساتل پکار دي.

Big shout out to my newest top fans! 💎 Mohammadullah WahdatDrop a comment to welcome them to our community,  fans
03/07/2025

Big shout out to my newest top fans! 💎 Mohammadullah Wahdat

Drop a comment to welcome them to our community, fans

د الله په آمان...هیله ده، یو ځل یې د لوستلو حوصله ولرئ!سمه ده چې انسان کله کله دومره ناهیلی کېږي چې خپل ژوند ته د پای ټک...
29/06/2025

د الله په آمان...

هیله ده، یو ځل یې د لوستلو حوصله ولرئ!

سمه ده چې انسان کله کله دومره ناهیلی کېږي چې خپل ژوند ته د پای ټکی کېږدي، خو آیا همدا حل‌لاره ده؟؟؟

نه، هیڅکله نه!

ژوند لوړې او ژورې لري، تر لوړو ژورو تېرېدل کلک هوډ او ټینګې مبارزې ته اړتیا لري، ځکه ژوند ته چې په هر نظر وګورې، هماغسي درباندې تېرېږي (آسان یا ستونزمن).

هو؛
کله چې یو انسان تر دې اندازې ناهیلی شي چې خپل ژوند بې‌مانا وبولي، نو دا یوازې د ده شخصي ستونزه نه، بلکې د ټولنې یوه نه اورېدل شوې چیغه ده، داسي چیغه چې د هماغې ټولنې ټینګې ستنیې لړزوي.

د داسي ناهیلو اشخاصو پر وړاندې باید د همکارۍ او لاسنیوي بالفعل حضور ثابت کړو، نه دا چې په اړه یې بې‌پروا پاتې شو.

ځکه؛
په دوی کې داسي ډېر کسان وي چې نه مرسته غواړي او نه کومه مشوره، بلکې هغه څه چې دوی یې غواړي هغه یوازې او یوازې د یو داسي شخص شتون وي چې دوی ورته خپل زړه تش کړي.

خو؛
کله کله داسي هم وي چې زموږ او ستاسو یوه وړه خندا، د مبایل یو زنګ، یا له هغوی سره د همدردۍ یوه ناسته د هغوی ژوند ژغورلی شي.

هغوی چې له ژوند څخه ناهیلي شوي وي، د ژوند په اړه یې قضاوت کول پکار نه‌دی، بلکې هغوی باید درک شي، واورېدل شي، او خواخوږي ورسره وشي.

د خبرو پرمهال هیڅکله هم باید پر هغوی نیوکې ونه‌شي، بلکې په داسي نرمه او خوږه لهجه ورسره خبرې وشي چې بیا ژوند کولو ته هیله‌مند شي. که پوه شئ چې ستاسو خبرو ورباندې اغېز کړی دی، نو حتا د خپل ځان او ژوند په اړه مو ورته داسي دردمنې او دوکجنې بېلګې بیان کړئ چې مقابله او مبارزه مو ورسره کړې وي او په بریالۍ توګه ترې وتلي یاست.

هو؛
"یو رښتنی او واقعي همدرد یو څوک بېرته ژوند کولو ته راګرځولی شي".

#یادونه: که معلومات قانع کوونکي وي، نو د یو چا د ژوند ژغورولو لپاره یې له نورو سره شریک کړئ! 🙏🙏🙏

درمل

18/06/2025

نننۍ هره سختي، د سباني بریالیتوب زینه ده.
پاڅېږه!
او په همت سره پر دې هره زینه ګام کېږده او د بریا لاره لنډه کړه.

لوی اختر مو بختور او مبارک شه!ټول عبادات, قربانۍ او حجونه مو د الله (جَلْ جَلَالَهُ) په دربار کې قبول او منظور او خوښۍ م...
07/06/2025

لوی اختر مو بختور او مبارک شه!
ټول عبادات, قربانۍ او حجونه مو د الله (جَلْ جَلَالَهُ) په دربار کې قبول او منظور او خوښۍ مو یوه په دوه شه.

06/06/2025
هر بدلون ذهني منشاء لري؛که فکرونه بدل کړو، ژوند ورسره بدلیږي.
06/06/2025

هر بدلون ذهني منشاء لري؛
که فکرونه بدل کړو، ژوند ورسره بدلیږي.

05/06/2025

که د فکرونو سالمه روزنه وشي او په سمه توګه وپالل شي، نو د ملتونو د رغونې لامل کېږي؛

خو که سمه روزنه یې ونه شي، نسلونه له منځه وړي.

#فکر

02/06/2025

وخت او موږ

وخت روان دی… نه ستړی کېږي، او نه بېرته شاته را ګرځي.
خو موږ؟ ورسره روان یو، که ورته ولاړ؟

هره ورځ یو نوی فرصت دی، داسي فرصت چې نه تکرارېدونکی دی.

🎯 یا خو به له وخت څخه ګټه اخلو، یا به د وخت قرباني کېږو.

13/05/2025

لنډمهاله ګټه، د اوږدمهاله زیان لامل کیږي.

منئ یې!

Address

Lashkar Gah
Lashkar Gah

Telephone

+93747332575

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حسن خان درمل / Hassan Khan Darmal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category