Ettemaad Hospital اعتماد روغتون

Ettemaad Hospital    اعتماد روغتون Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ettemaad Hospital اعتماد روغتون, Hospital, Afghanistan Zabul, Qalat.

29/06/2025

دکار موندني خبرتيا!
اعتماد معالجوي خصوصي روغتون چه په زابل ولايت مرکز قلات کښي فعاليت لري يو باتجربه مديراداري اومالي ته ضرورت لري علاقه مندان کولاي سي دروغتون اداري ته مراجعه وکړي

 #ولې يوه ستنه يا پيچکاري د انسان د مرګ سبب وګرځي ؟  #ځینې درمل يادواوي  سته چې انسان ته بايد د ستنې (بيچکارئ) له لارې و...
23/05/2025

#ولې يوه ستنه يا پيچکاري د انسان د مرګ سبب وګرځي ؟

#ځینې درمل يادواوي سته چې انسان ته بايد د ستنې (بيچکارئ) له لارې ورکول سي خو کله کله د انسان بدن د همدې ستنې سره عکس لعمل ښی چه په نتيجه کې حساسيت او الرژي سبب وګرځي.
#حساسيت د انسان پر بدن مختلفي نښې نښانې ښکاره کوي لکه د بدن سور والی ،سرې ټاپې ، پړسوب ، لاسونه او پښې یی ميږی وي ، سر چرخي استفراق او داسې نور .اما تر ټولو خطرناک يې لکه د ستوني پړسوب د ستوني بنديدل نفس نه اخيستل دي (Angioneurotic edema Anaphylaxis )چي په نتیجه کې د مرگ سبب ګرځي
#دا باید په یاد ولرئ چه دهرې ستنې سره د حساسيت او الرژئ احتمال شته اما تر ټولو خطرناکه ستنې د پنسيلين ګروپ يا په وطني اصطلاح پوډري ستني دي چي تر لګولو وروسته په پنځه دقيقي کې د مرګ سبب کيدلی شي
#ځینې خلک د حساسيت د معلوم کيدو لپاره پر پوستکي د حساسيت تيست کوي اما دا تيست تاسې ته دا ضمانت نسي درکولای چي د حساسسيت احتمال نسته دا فقط يو تدابير دی. داسي ډير واقعات راغلي چه د حساسيت تيست يې کړی وي خو بيا هم حساسيت لامل سوی دی.
حساسيت احتمال په هغه اشخاصوکې ډير وي چه ضعيف وي او د بدن دفاعي (معافيت) سيستم يې کمزوری وي
هره ستنه هغه که پنسيلين وي يا غير پنسيلين وي او يا د درد ستنه وي د حساسيت احتمال ورسره سته، ستنه بايد په هغه ځاي کي ولګول سي چي عاجل وطاق يا د عاجل وطاق شرايط موجود وي
#په پرمخ تللي هیوادونو کې یو ډاکټر هیڅکله مریض ته ستنې نه هدایت کوي ،چه په خپل سر یی ولګوي ،خو ځینې وخت چه ستنې ته ضرورت پیدا سي نو مریض ته بیا نرس نوموړي ستنې لګوي ،خو مریض ته اجازه نه ورکوي مګر زمونږ هیواد کې بیا نو هرڅوک ستنې بدون د ډآکټر د هدایت ستنې لګوي ،چه بعضې وخت د انسان د فلج لامل سوي وي ،او یا د مرګ لامل سوی وي ،او یا هم کله چه حساسیت یی ورسره پیدا سوي بیړنئ مرسته نسي کولای .که چيرې د ستنې لپاره مناسب شرايط نه وي موجود او د ستنې لګولو فيصله وکړئ د حساسيت او الرژي د ښکاره کيدو په صورت کي ډير ددي امکان سته چي د ناروغ د مرګ سبب سي.
#اول بايد کوښښ وسي بغير له ستنې د خولې د لارې په دواګانو باندي ناروغي د منځه ولاړه سي که يي تاثير کم وو يا ستنې ته ډيره اړتيا پيداسوه بيا هغه وخت بايد ولګول سي چي مناسب شرايط ورته برابر وي.
په هردرملتون کي دزکام دپيچکاري په نامه پيچکاري مه لګوي چي بعضی وخت ډيربد عواقب لري حتي دمرګ سبب ګرځي.

اعتماد خصوصي روغتون په زابل ولايت کښي  يواځيني رسمي معياري روغتون چه ټول روغتيايي خدمات يي دمسلکي کارکونکولخوا په معياري...
11/05/2025

اعتماد خصوصي روغتون په زابل ولايت کښي يواځيني رسمي معياري روغتون چه ټول روغتيايي خدمات يي دمسلکي کارکونکولخوا په معياري اومسلکي ډول پرمخ وړل کيږي دخپلو هيوادوالو دهوسايني او معياري خدماتو دعرضه کولو لپاره داځل دهيواد په سطحه په مجهزو او معياري طبي وسايل سمبال کړل شو له دي ورسته به دخپلو ناروغانو خدمات ۲۴ ساعته عرضه کوي .
اعتماد په کفيت ولاړروغتون.

08/05/2025

دکار موندني خبرتيا!
اعتماد خصوصي جراحي روغتون په زابل ولايت مرکز قلات ښار کى موقيعت لري يوتن فارمسيست ته چه دري کلنه کارى تجربه ولري ضرورت لري علاقمندان کولاي سي دروغتون اداري اويا لاندي واټساپ
نمبرسره تماس ونيسي.
0700053462

06/05/2025

دکار موندني خبرتيا!
اعتماد خصوصي جراحي روغتون په زابل ولايت مرکز قلات کښي موقيعت لري يوتن نرس چه کافي تجربه ولري ضرورت لري علاقمندان کولاي سي دروغتون اداري اويا لاندي واټساپ
نمبرسره تماس ونيسي.
0700053462

دپښتورګو ډبري Kidney Stone:څرنګه چه هوا ګرمه ده او خلګ کافي اوبه نه چښي نو لازمه مي وبلل چه د پښتورګو د ډبري په هکله معل...
21/04/2025

دپښتورګو ډبري Kidney Stone:
څرنګه چه هوا ګرمه ده او خلګ کافي اوبه نه چښي نو لازمه مي وبلل چه د پښتورګو د ډبري په هکله معلومات دوستانو سره شریک کړو

ډپښتورګو ډبرو ته په اکادمیک ډول Nephrolithiasis یا Urolithiasis وایی ، د پښتورګو ډبري د منرالونو او مالګو ترسبات په داخل د پښتورګو کي .
بعضي خاص غذایی مواد ، د وزن زیاتوالۍ ، بعضي روغتیایی ستونزي ، د بعضو درملو دوامداره استعمال د پښتورګو د ډبرو یا تیږو د جوړیدو سبب ګرزي ، همدارنګه فامیلي تاریخچه هم رول لي یعني که والدین د پښتورګو ډبري ولری کیدای سي په بعضو اولادو کي هم د پښتورګو ډبري پیدا سي . دپښتورګو ډبری د یوه شخص بولی سیسټم ټوله ( پښتورګي ، حالب او مثانه) متاثیره کوي .
ډبره هغه وخت جوړیږي چه بولي یا متیازي ډیري غلیضي یا ګاټه سي ، چه دا حالت منرالونه د کرسټل یا بلور په شکل اړوي او یودبله جذبیږی چه په نتیجه کي ډبره جوړیږي . د ډبري حرکت یا تیریدل د مثاني پر لور ډیر دردناک وي ، ځکه چه د هغه نل څخه تیریږي چه قطر یی کوچنی دی او د حالب په نامه یادیږي . که چیري د ډبری موجودیت وختي یا په شروع کي تشخیص سي نو ډیره روغتیایی ستونزه نه رامنځ ته کوي . د درد د درملو او ډیرو اوبو په چښلو سره د غه نوې وړه جوړه سوي ډبره مثاني ته را کښته کیږي او بالاخره د متیازو سره وزي .
که چیري ډبره په پښتورګو کی ځای ونیسي او مکروب هم پرعلاوه سي نو د نورو اختالاطاتو سبب هم ګرزی ، او جراحي ته اړتیا پیدا کیږي . بعضي پښتورګي ډبري جوړونکي وي او په مسلسل دول ډبري جوړوی چه په دي صورت کي خاص غذایی رژیم ، وقایوي درمل او د ډیرو اوبو چښل ناروغ ته توصیه کیږي .
اعراض او علایم:
د پښتورګو ډبري معمولا هغه وخت علایم او اعراض ښکاره کوي چه مکروب یاباکتریا پر برسیره سي او یا ډبره د ځایه حرګت وکړي ، خصوصا چه ډبره د پښتورګو څخه راکښته سي او د حالب څخه تیریږي ، که چیری ډبره په حالب کی ودریږي نو شخص ډیر شدید درد احساسوی او دا درد د نس د کښتي خواته انتشار کوي ، درد د اوبو د څپي یا موج په ډول ځي او راځي یعني په وقفوي ډول وي ، د ادرار یا بولو کولو په وخت کي سوزش موجود وي ،د ادرار رنګ سوربخون یا نصواري وي او بویناک هم وي ، د ادرار دفعات زیاد اما د ادرار مقدار کم وي ، ناروغ ته دلبدي ، قی وهل ، تبه او لرزه هم پیدا کیږي .
د ډبرو د جوړیدو عوامل: د ډبرو جوړیده منفرد سبب نه لري بلکه څو عوامل د ډبري د جوړښت سبب ګرزي ، کله چه په متیازو کی د کرستل جوړولو موادو لکه کلسیم ، اکزلات او یوریک اسید مقدار ډیر وي اودهغه موادومقدار چه د کرستلونو د نښلیدو څخه جلوګیری کوی کم وي نو ښه محیط د ډبري و جوړیدو ته اماده کیږي .
د ډبرو ډولونه :
کله چه ستاسو په ادرار کي وړي ډبري راوزي هغه وساتی او ډاکتر ته یی ښکاره کړی ترڅو په لابراتوار کي تجزیه سي او نوع یی معلومه سي .
کلسیمي ډبری : اکثره ډبري کلسیمی دي چه د کلسیم اکزلات په ډول وي ، اکزلات Oxalate په اینه کي جوړیږي ، او دهغو غذاوو خوړل چه سبزیجات پکښي ډیر وي اکزلات ډیرجوړیږي ، د شیدو ، بادامو ، چارمغز او چاکلیټو په خوړلو سره اکزلات هم ډیر جوړیږي . په هغو کسانو کي چه د ویټامین ډی مقدار زیاد وي او یایی د کلمو جراحي کړي وي د کلسیمی ډبرو جوړیدو چانس زیات وي .
کلسیمي ډبری د کلسیم فاسفات په ډول هم وي ، د پښتورګو د بعضي ناروغویو په موجودیت کي لکه Renal Tubular Acidosis کي او یا د بعضو درملو استعمال د فاسفات ډبرو د جوړیدو باعث ګرزي .
Struvite Stones:
دا ډول ډبري د مکروبي ډبرو په نامه هم یادیږي چه د مکروبو د مداخلی سره ملګري وي ، دا ډبری د مګنیزیم امونیم فاسفیت څخه جوړي وي او د ټولو ډبرو ۱۰-۱۵ سلنه جوړوي ، دا ډبري په سرعت جوړیږي بعضي وخت اعراض نه لري.
یوریک اسیډ ډبري :
په هغو کسانو کي چه زیات مایعات ضایع کوی او یا دوامداره اسهالات ولري او یا هغه کسان چه ډیر پروتیڼي مواد خوري ( نن سبا باډی بیلډران body builders چه ډیر پروتیني مواد خوري او اوبه کمي چښي د استونزه سته ). دشکري ناجوړي اویاد بعضي ارثي فکتورونو موجودیت د یوریک اسیډ د ډبرو جوړیدو سبب ګرزي .
Cystine ډبری:
په هغو کسانو کی چه په ارثي ډول Cysteinuria ولري او امینو اسید د بولو د لاري ضایع کوی ، دا ډول ډبری په پښتورګو کي پیدا کیږي.
د ډبري پیدا کیدو فکتورونه :
کورنۍ تاریخچه : یعني که والدین د پښتورګو ډبري ولری کیدای سي په بعضو اولادو کي هم د پښتورګو ډبري پیدا سي.
په وجود کي د اوبو کموالۍ ، هغه خلګ چه کافي اوبه نه چښي ، هغه کسان چه په وچ او ګرم اقلیم کي ژوند کوي ، او هغه خلګ چه ډیري خولې کوي د پښتورګو د ډبرو پیدا کیدو خطر ډیر وي .
غذایی رژیم: هغه کسان چه ډیر پروتین اخلی ، قندي مواد ډیرخوری ، سودیم او مالګه ډیره خوري .
چاغوالۍ : هغه خلګ چه چاغ وی د ملا قطر یی زیات وي او وزن یی د سن او جګواله په تناسب زیاد وي .
هضمي ناروغۍ: هغه کسان چه د معدي او جهاز هضمي جراحي یی کړي وي ، دوامداره اسهالات ، دکلسیم زیاد جذب او نورطبي حالات لکه Renal Tubular Acidosis، Hyperthyroidism او دبولی سیسټم انتانات ولري .
بعضي درمل:
ویټامین سی په ډیر مقدار، قبض کشا درمل ، هغه انتي اسید درمل چه کلسیم ډیر لري ، همدارنګه هغه درمل چه د نیم سري او ژور خفګان لپاره استعمایږي .
تشخیص:
- په وینه کي لوړ کلسیم او یوریک اسیډ ،
- په بولو کي د ډبري جوړونکو منرالونو زیاد مقدار .
- ایکسري ، CT scanاو التراسوند معاینات .
- د پخوانیو ډبرو تحلیل او تجزیه .
درملنه:
۱-کوچنۍ ډبري:
- ډیري کوچنی ډبرو دپاره ډیری اوبه چښل دورځي تر ۳،۵ لیترو پوري اوبه چښل .
- د درد درمل.
- بعضي درمل چه د حالب عضلات نرموي لکه الفا بلاکر چه درمل یی د Tamsulosin په نامه یادیږي .
۲-لوی ډبري :
د Extracorporeal Shock Wave Lithotripsy (ESWL) د امواجو په واسطه د ډبرو ماتول چه د انستیزي لاندي دا میتود تطبیقیږي .
۳-ډیري لویی ډبري:
جراحي عملیاتونه یی لاره ده .
وقایه:
- ډیری اوبه چښل ، چه حد اقل دوه لیتره ادرار تولید کړي .
- که چیري په ګرم او وچ اقلیم کي اوسیږی ، یا سپورت او تمرین کوي نو ډیری اوبه وچښی، او که خپل ادرار ته متوجه سي چه سپین او صاف دی معنی کافي اوبه مو چښلی دي .
- محدود اکزلات لرونکی مواد وخوري‌. بادام ، پسته ، چای، چاکلیټ ،خوږي پتاټي ،تورمرچ او نور سبزیجات ډير اکزلات لري .
- لږ مالګي لرونکي خواړه او غیر حیواني پروتین وخوری .
- په غذایی موادوکي د کلسیم ډیروالۍ د ډبرو برجوړولو چنداني اثر نه کوي بلکه کلسیم د یو سپلیمینټ یا درملو په ډول خوړل د کلسیمي ډبرو د جوړیدو باعث ګرزي .
- درمل چه د ډبرو د جوړیدو مخنیوی کوي ،مثلا د کلسیمي ډبرو د تشکل د مخنیوي لپاره Thiazide Diuretic درمل او د یوریک اسید ډبرو لپاره Allopurinol او یاهغه درمل چه ستاسو بولي الکلی کوی .
- د Struvite ډبرو لپاره د انتي بیوټیک استعمال د اوږد وخت لباره اما په لږ دوز یا مقدار.
- د Cystine ډبري : دسيستين ډبرو دمخنيوی دپاره هغه غذایی رژیم چه پروتین مقدار یی کم وي استعمال سي ، ډیری اوبه چښل او یا ممکن ډاکتر د Cystine د انحلالیت د ډیرولو درمل درکړي .
ډیري اوبه وچښی .

13/04/2025

دکار موندني خبرتيا!
اعتماد خصوصي جراحي روغتون په زابل ولايت مرکز قلات کښي موقيعت لري يوتن MD ډاکترته چه په OPD کي کافي تجربه ولري ضرورت لري علاقمندان کولاي سي دروغتون اداري اويا لاندي واټساپ نمبرسره تماس ونيسي.
0700053462

09/01/2025
23/06/2024

خبرتيا،
اعتماد خصوصی روغتون داختردرخصتي په وجهه بعضي خدمات تعديل وو سبا د دوشنبي په ورځ به په عادي ډول روغتيايي خدمات دګرانو هيوادوالو لپاره جريان ولري .

د کارموندنی اعلان بست  فارمسیست تعداد. دوه بستهاعتماد روغتون زابل مرکز قلات ښارکی دوه مجرب فارمسیستانو ته ضرورت لری چی ق...
28/03/2024

د کارموندنی اعلان
بست فارمسیست
تعداد. دوه بسته
اعتماد روغتون زابل مرکز قلات ښارکی دوه مجرب فارمسیستانو ته ضرورت لری چی قانوني اسناد ولري او دري کلنه کاري تجربه ورسته له فراغت څخه ولري انګلیسی او کمپیوټر زده کړه شرط دی او هم باید د دیتابیس سیستم سره بلدتیا ولري.
په شرایطو برابر کسان کولای سی په لاندی مبایل او واتساف شمیره تماس ونیسی .
0700004494
0700075278

  mellitus.شکره شکره : يو ميټابولیکي تشوشاتو يو ګروپ دی کوم چې د ګلوکوز په زياتوالي دلالت کوي ( hyperglycemia) .شکره دوه...
25/02/2024

mellitus.
شکره
شکره : يو ميټابولیکي تشوشاتو يو ګروپ دی کوم چې د ګلوکوز په زياتوالي دلالت کوي ( hyperglycemia) .
شکره دوه ډوله ده يو یې لومړنۍ ډول type 1 دوهم ډول یې type.2
لومړي ډول انسولینو باندې مربوط وی انسولین نه وي موجود په بدن کی .
دلته پر دوهم ډول type2 diabetes باندې بحث کو.

د type 2 دوهم ډول شکرې په اسبابو بحث کو.

Causes of type 2 diabetes
پانکرانس هغه غده کوم چې انسولين جوړيدو مسولیت لري او د انسولينو وظيفه داده چې په وينه کې اضافه شکره يا ګلوکوز په مصرف ورسوي.
او ياه د انسولینو پر وړاندې مقاومت يا ټينګار موجود وي.

چاغښت يا وزن زياتوالي د شکر لپاره تر ټولو غټ زمينه ساز فکټور دي په خاص ډول مرکزي چاغښت چې دا د انسولينو پر وړاندې مقاومت رامنځته کوي او انسولين خپله وظیفه کې پاته راځي.
اmetabolic syndrome مونږ مخکې وويل.چې دا يو مجموعه ميټابوليکي ستونزې سره راجمع کیږي او بلاخره شکرې ناروغۍ ته زمينه برابروي.
هغه کسان چې د انسولينو پر وړاندې مقاومت موجود وي دوې د يو لړ نورو ستونزو سره مخ دي لکه د ویني غوړ زياتوالي ، د شحمياتو زياتوالي، د فشار لوړوالي، د شکرې زياتوالي.
ځيني وخت په ناسمه توګه زمونږ د بدن حجرات غلط او ناسم سيګنالونه يا خبر خپروي چې پدې سره د ګلوکوزو او انسولينو ترمنځ يو chain reaction رامنځته کیږي کوم چې د شکرې پر لور رهننایي کیږي.
همدارنګه د بيتا حجراتو وظيفوي خرابوالي په جنټيکي ډول

Diabetes mellitus sign and symptoms
د شکرې ناروغۍ اعراض او علايم
۱ـ being very thirsty زياته تنده
۲ـ blurry vision د سترګو ديد خړوالی.
۳ـ د کمزورۍ احساس
۴ـ د بدن د حسيت کمزورتيا او د لاسونو او پښو ميږي ، ميږي کېدل .
۵ـ د زخم ژر نه جوړيدل .
۶ـ د ګوتو په منځو کې سپين ماننده نښې کوم چې فنګسي امراض دی په شکره کې موجود وي .
۷ـ د بدن وزن کمښت .
۸ـ تور ماننده تپونه په څټ يا غاړه کې کوم چې د انسولينو د مقاومت نښه ده .
۹ـ د زياتې لوژی احساس .
۱۰ ـ زيات ادرار کول .

Type 2 diabets risk factor د دوهم ډول شکرې ناروغۍ خطري فکټورونه
د عمر زيادت د ۴۵ کالو څخه
کورنۍ تاريخجه د شکرې
نژاد
Prediabetes يا مخکې له مخکې شکر کېدل
د زړه او د رګونو ناروغۍ
د فشار زياتوالي کوم چې درملنه نه وي شوې يا هم کنترول کيږی
د HDL کموالي او د LDL زياتوالي
د وزن زياتوالي
او هغه ميندي چې ماشوم لري او وزن زيات وي
ژور خفګان
دا هغه لاملونه دي کوم چې په ختمولو سره شکر هم لمنځه ځي بلکې دلته کوم ارګانيک مشکل نه وي يو وظيفوی شکره موجود وي

د دوهمې شکرې تشخيص type 2 diabets diagnosis and tes
په عمومي ډول څو ورځې سر په سر د شکرې تايد لپاره ټيسټ کيږی خو که چيرس اعراض او علايم زيات وي نو په يو ځل هم کفايت کوي
۱ـ oral glucose tolerance test د مريض د په وينه کې ګلوکوز اندازه دوه ساعته مخکې او روسته دوه ساعته د خوږو شيانو خوړلو ورسته کتل کيږی او ګلوکوز مقاومت معلوميږي
۲ـ په نهاره باندې د ګلوکوز کتل دي کوم چې ۱۲۶ څخه لوړ وی
۳ـ په مړه نس باند ې ګلوکوز کتل کوم چې ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ پورې دي
Type 2 diabetes د دوهمې شکرې مخنوي
د وزن کمول
د خوږو مشروبات استعمال بندول
د زياتو خوږو استعمال بندول
د سره کړو خوراکونو لکه کباب سوې غوښه
د غوړو استعمال کمول.
د غوښوواستعمال کمول
Type 2 diabets treatment د شکرې ناروغۍ درملنه
ددې ناروغۍ درملنه زياتره د ژوند کړه وړه په تغيرولو سره او ځينې وخت درمل هم کارول کيږی
روزمره ۳۰ دقيقي ورزش کول
د سبزيجاتو زيات استعمالول.
ډير خوږ لرونکي ميوي لکه ام ، خټکي ، ..... بايد استعمال نه شي نورې ميوي په ورځ کې يوه دانه خوړلي شي سره لکه مڼه البته جوس يې نه شي خوړلای
خوږو اوغوړين خوراکونو څخه پرهیز کول
د مشروباتو لکه انرجياني څخه مکمل ډډه کول
که چيری دغه پورته کړنو کومه نتيجه ورنکړه نو بيا درمل کارول کيږی ومعالج داکتر ته مراجعه وکری.
کچیری شکر ناروغی تداوی نه سی لاندی جانبی عوارض لری.
د زيات وخت لپاره په وينه کې د ګلوکوزو سويي لوړوالي د زړه او د رګونو ناروغۍ رامنځته کوي لکه سټروک ، انجينا ، زړه حمله
پښتورګي مشکلات.
سترګه : دسترگو مشکلات
حس : د بدن ښکتنې برخې حسيت کې ستونزه
پوستکې : د زخمونو نه جوړيدل چې د وينی د خراب چلښت له امله رامنځته کيږی
حاملګي : ولادي تشوشات رامنځته کوي \
خوب : خوب کې نارامتيا کوم چې د شپې مهال ناڅاپي توګه ساه بندوالي له کبله
اوريدل : په اوريدلو کې ستونزه
دماغ : دماغ خرابتيا لکه الزايمر ناروغي
نوټ : ددې ټولو ستونزو مخه په ښه او اطمناني ډول نيول کيږی کله چې تاسې خپله تداوی وخت په وخت وکړي لارښونې او مشورې عملي کړي او درمل مو په وخت وخوري نو هيڅ ستونزه به نه وی.

Address

Afghanistan Zabul
Qalat
1175

Telephone

+93 70 007 5278

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ettemaad Hospital اعتماد روغتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category