Doctor Hashem Tokhi

Doctor Hashem Tokhi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Doctor Hashem Tokhi, Afghanistan Zabul province, Qalat.

China medical exhibition trip
04/11/2024

China medical exhibition trip

04/10/2024
د کارموندنی اعلان بست  د لابراتوار تکنیشن تعداد یوبستاعتماد روغتون زابل مرکز قلات ښار کی یو مجرب لابرانت ته ضرورت لری چی...
17/04/2024

د کارموندنی اعلان
بست د لابراتوار تکنیشن
تعداد یوبست
اعتماد روغتون زابل مرکز قلات ښار کی یو مجرب لابرانت ته ضرورت لری چی قانوني اسناد ولري او دري کلنه کاري تجربه ورسته له فراغت څخه ولري انګلیسی او کمپیوټر زده کړه شرط دی .
په شرایطو برابر کسان کولای سی په لاندی مبایل او واتساف شمیرو تماس ونیسی .
0700004494
0700075278

د کارموندنی اعلان بست  فارمسیست تعداد. دوه بستهاعتماد روغتون زابل مرکز قلات ښار کی دوه مجرب فارمسیستانو ته ضرورت لری چی ...
17/04/2024

د کارموندنی اعلان
بست فارمسیست
تعداد. دوه بسته
اعتماد روغتون زابل مرکز قلات ښار کی دوه مجرب فارمسیستانو ته ضرورت لری چی قانوني اسناد ولري او دري کلنه کاري تجربه ورسته له فراغت څخه ولري انګلیسی او کمپیوټر زده کړه شرط دی او هم باید د دیتابیس سیستم سره بلدتیا ولري.
په شرایطو برابر کسان کولای سی په لاندی مبایل او واتساف شمیرو تماس ونیسی .
0700004494
0700075278

23/05/2020
کرونا وایروس کیدای سی د نړی په مخ د ډیرو انسانانو ژوند واخلی داچی څنګه او ولی؟دڅه ناڅه ځان پوهاوی لپاره لطفا لاندی لیکنه...
31/01/2020

کرونا وایروس کیدای سی د نړی په مخ د ډیرو انسانانو ژوند واخلی داچی څنګه او ولی؟
دڅه ناڅه ځان پوهاوی لپاره لطفا لاندی لیکنه ولولی:



کروناوايروسونه (پوهنيز نوم یې: Coronaviruses) په ۱۹۶۵کې وپېژندل شول او په اړه یې شاوخوا يوه نيمه لسيزه پر له پسې څېړنې وشوې. په پايله کې په ډاګه شوه چي په دې ستره کورنۍ کې د والګي یازکام له وايروسه نيولې تر سارس سينډرومه پوري ټول وايروسونه شته دي. د کروناوايروس آرچينې (اصلي سرچينې) څاروي دي، خو پينځه ډوله يې د انسان ساييز (تنفسي) سيسټم برنۍ او کښتنۍ برخه خپله موخه ګرځوي. کروناوايروسونه په پزه، ساينسونو او په پورتنی ستوني کې د عفونت لامل ګرځي.

د کروناوايرسونو په جوړښت کې يو معمولي RNA جينوم سته او هغه کسان چي په يوه وخت کې په بله ناروغۍ اخته وي، يا هغه ماشومان چي د زړه له رنځه کړېږي، د کرونا پر وايروس باندي ژر اخته کېږي. تر راينو وايروسونو وروسته، د کورناوايروسونه په پراخه کچه والګی رامنځته کوي. هرګوره، د کورناوايروس د والګي سختوالی د نورو والګیو په پرتله خورا ډېر دي چي د بل هر موسم په پرتله په ژمي او پسرلي کي ډېر خپور وي.

کروناوايروسونه په ازمونتون (لابراټوار) کې د راينووايروسونو غوندې په چټکۍ وده او رشد نه کوي چې دې چارې د کروناوايرس ناروغۍ په نومېرنه (تشخصي) کې ستونزې را برسېره کړې دي.

وړاندي يادونه وشوه چي د کروناوايروسونو کورنۍ په ۱۹۶۵ کې وپېژندل شوه او په انسانانو او څارويو کې د والګي لامل ګرځي. دغه ناروغي لومړۍ ځل د ۲۰۱۲ سپټمبر کې د عربستان په یوه اوسېدونکي کې وليدله شوه چي دوبۍ ته يې سفر کړی و او وروسته یې مړ کړ. د ناروغۍ دويم بلهاري ۵۰ کلن قطری و. دغه ناروغي لومړی ځل د لندن په Health Protection Agency ازمونتون کې تاييد شوه. د ناروغۍ تر ګردو سخته او وژونکې بڼه په ۲۰۰۲ کې د سارس سینډروم په توګه خپره شوه چي کابو ۸۰۰ تنه یې د مرګ کومي ته ور کښته کړل. داسي ګومان کېږي چي اسمانڅکالي د يادې ناروغۍ لامل کوربانه دي.

د کروناوايروس د ۲۰۱۹ ډيسبمر په وروستیو کې د چين په ووهان ښار کې ښکاره شو چي تر دې دمه پرې زرګونه کسان اخته شوي او مرګ ژوبله یې تر لسګونو اوښتې ده. په ووهان کې لومړی هغه کسان په دې ناروغۍ اخته شول چې د سمندري خوړنتوکو په بازار کې یې کار کاوه. وروسته د نورو هېوادنو وګړي چي ووهان ښار ته سفر کړی و، د دې وبايي ناروغۍ په دام کې راګیر شول. په انسانانو کې د ناروغۍ دا ډول وبايي بڼه نه وه ليدل شوې. دغه ناروغي د چين سربېره په ټايلېنډ، ټايوان، کورياګانو، امريکا او اسټراليا کي هم ليدل شوې ده.



د ناروغۍ لامل د آبربو وایروسونو له ډلې څخه دی. کورنۍ یې کروناوريدې (Coronaviridae) او جنس یې کروناوایروس (Coronavirus) دی. نوی وايروس ته (2019-nCoV) نوم غوره شوی دی. وايروس یې ځکه کرونا (تاج) نومولی چي د غشا پر بهرني اړخ يې تاج ته ورته جوړښتونه دي.



تر دې دمه د وايروس سرچينه مالومه نه ده، خو څېړونکي وايي چي دا ويروس ښايي د ژونديو څارویو په بدن کې د ميوټېشن په ترڅ کي پنځېدلی وي. څېړونکي په دې ګومان دي چي ګواکي اوښ او بېزو به د ياد وايروس اصلي کوربانه وي او داسې ګومان کېږي چي د منځني ختيځ تنفسي سينډروم (MERS) لامل يې له اوښانو څخه انسانانو ته لېږدېدلی دي.



دم‌ ګړۍ د کروناوايروس د لېږد او ناورغۍ د خپرېدو په اړه بشپړ معلومات نشته او دا هم نه ده روښانه چي ناروغي لومړی ځل له څارويو څخه انسان ته یا له ککړو سطحو څخه انسان ته لېږدېدلې ده. په هره توګه، له انسان څخه یې انسان ته لېږد لکه د الوتنکو د والګي په څېر د ټوخي او پرنجي په مټ ترسره کېږي. څېړونکو جوته کړې چې ۲۲ سلنه پېښي له غوښې سره د نېغې اړيکې له امله رامنځته شوې دي او ۳۲ سلنه خلک هغه مهال ناروغه شوي چي له هغو کسانو سره یې اړيکه کړې چی هغوی تبه او سایيزي ستونزې لرې. ښه خبره دا ده چي د ناروغۍ لېږد په پرانيستو ځايونو کې ډېر کم دی او له انسان څخه یې انسان ته لېږد هله شونتيا مومي چي روغ خلک د ډېر مهال لپاره په سرتړلي ځای کې له ناروغو کسانو سره واوسي. روغتونونه، پوځي هستوګنځي او شپېغالي (ليليې) يې ښې بېلګي کېدای شي.



پوښتنه دا ده چې ايا شونې ده چي د کروناوايروسونه دې خپلي بڼې او ځانګړنې بدلې کړي؟ هو، دا بدلون هره شېبه شونی دی، ځکه ياد وايروسونه تل د بدلون په حال کې دي او ميوټېشن کوي چي په اسانه توګه لېږد او تکامل وکړي. که کروناوايروسونه ميوټېشن وکړي، نو په دې سره به د لا سختو ناروغيو د زېږد جوګه شي. هرګوره، دا خبره په ټوله کې روښانه او د وړاندوينې وړ نه ده چي په وايروسونو کې به کوم ډول بدلونونه راځي؟



تبه، ټوخی، سالنډي، تيګا، د ستوني درد، سردرد، له پوزي څخه د اوبلنو توکو بهېدنه او نورې سایيزې ستونزې د دې ناروغۍ آرنښې (اصلي نښي) دي. دا هم شونې ده چې څو ورځې وروسته دې په ناورغۍ اخته کسان بې دليله ټوخی ولري.

که ناروغي بېړيونې (حاده) وي، نس ناستی، د ساييز سيسټم نابسيايي (عدم کفایه)، د پښتورګو نابسيايي (عدم کفایه) او د وينې د پړن کېدو ستونزې رامنځته کېږي چي په دې حالت کي ناروغ وينچڼ (Hemodialysis) ته اړتيا لري.

هغه کسان لکه ماشومان او پاخه منګي چي معافيتي سیسټم يې کمزوری وي، ښايي سينه بغل او برونشېټ ته ورته له سختو ساييزو ستونزو سره لاس و ګرېوان شي.



تر دې دمه د ناروغۍ د مخينوي لپاره هېڅ ډول واکسين نه دي جوړ شوي. د ناروغۍ د مخنيوي تر ګردو ښه لاره چاره دا ده چي د ناورغۍ د چټک خپراوي مخه ونيوله شي. يعني ناروغ کسان دې ونومېرل (تشخيص) شي او د درملنې پر مهال دې قرنطين شي. د دې سربېره هغه روغ کسان چي له ناروغانو سره یې راشه درشه درلوده، په کلکه وڅارل شي. د انسانانو په تګ راتګ دې بنديز ولګول شي او په لويو غونډو کې دې له ګډون څخه ډډه وشي. خولې، سترګو او پوزې ته دې لاسونه نه ور وړل کېږي او لاسونه دې د ۲۰ ثانيو لپاره په صابون ومينځل شي.

#درملنه

دغه ناروغي ځانګړې درملنه نه لري، خو پوهانو په دې لګيا دي چي د ناروغۍ درملنه شونې کړي او درمل ورته جوړ کړي. د جرمني د برن پوهنتون رنځپوهان په دې توانېدلي چي د K22 په نوم درمل توکي وپنځوي. دا توکي د دې وړتيا لري چي د انسانانو ترمنځ د وايروس خپرېدنه تر ټولو ټيټې کچي ته را کښته کړي او همدا راز له کروناوايرسونو زېږېدلی والګی او سارس ناروغي ور باندي ختمه کړي. K22 کولی شي چي د سايیز سیسټم پر پوښ باندي د کروناوايرس ډېرښت شنډ کړي.

تر ډېره بريده د ناروغۍ نښي په خپله له منځه ځي. ډاکټران سپارښتنه کوي، که ناروغي والګي ته ورته نښې ولري، نو ناروغ دې ډاکټر ته ولاړ شي. د درد ضد درمل، د اوبلنتوکو څښاک، خوب او ارامي د ناروغۍ په رغېدنه کې ګټور دي.
لاندی تصویر کی دکرونا وایرس هغه شکل دی چی دچین دوهان ایالت کی یی ظهور کړی دی.

Bangkok Thailand symposium Management of Cardiometabolicand Digistive diseasis
19/12/2019

Bangkok Thailand symposium
Management of Cardiometabolic
and Digistive diseasis

Address

Afghanistan Zabul Province
Qalat

Opening Hours

Monday 08:30 - 14:00
16:00 - 20:00
Tuesday 08:30 - 14:00
16:00 - 20:00
Wednesday 08:30 - 14:00
16:00 - 20:00
Thursday 09:00 - 14:00
16:00 - 19:00
Saturday 08:00 - 14:00
16:00 - 20:00
Sunday 08:30 - 14:00
16:00 - 19:00

Telephone

+93700075278

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Doctor Hashem Tokhi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Doctor Hashem Tokhi:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram