Paktika Public Health Directorateد پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست

  • Home
  • Afghanistan
  • Sharan
  • Paktika Public Health Directorateد پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست

Paktika Public Health Directorateد پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست دعامې روغتیا ریاست رسمي فیسبوک پاڼهThe Only Official FB page of Paktika Public Health Directorate

په پکتیکا ولایت کې دعامې روغتیا ریاست په انګړ کې د کتلوي معافیت لپاره دوه پوړیزه ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، ...
11/08/2025

په پکتیکا ولایت کې دعامې روغتیا ریاست په انګړ کې د کتلوي معافیت لپاره دوه پوړیزه ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایې خدماتو د وړاندې کولو معین ښاغلی مولوي عبدالولي (حقانی)، دیاد ولایت والي ښاغلي مولوي عبدالخالق (عابد) او دعامې روغتیا ریاست رئیس یونیسف اداري او د روغتیا برخې ګڼو مسؤلینو ګډون درلود.
یاده دوه پوړیزه ودانۍ چې د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د یونیسف اداري په مالي او تخینیکې همکارۍ چې شاوخوا دیارلس میلیونه افغانۍ لګښت او د شپږ میاشتو په موده کې به یې رغنیزې چاري پای ته ورسېږي..
د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد وویل «دا ولایت پراخه اراضي لري او خلک یې په روغتیا برخه کې لا ډیرو امکاناتو ته اړتیا لري.
نوموړی زیاتوي چې په شته خدماتو سربیره باید پکتیکا ته ځانګړې پاملرنه وشي»»
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايې خدماتو وړاندې کولو معین مولوي عبدالولي حقاني وویل «په ټول توان هڅه کوي چې د هېوادوالو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت ځان ورسوي او روغتيايې خدمتونه لا ډیر پیاوړي او معیاري کړي.
هغه د نوې ودانۍ جوړیدل په روغتیا برخه کې د شوې ژمنتیا برخه وبلله او دا څه یې د پکتیکا لپاره له حياتي کارونو څخه یاد کړل.
همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایې خدماتو معین او مل پلاوې د پکتیکا ولایت د ولایتې روغتون څخه لیدنه او ناروغانو د حال پوښتنه وکړه او په ورته مهال یې روغتیایې پرسونل ته لازمې سپارښتنې وکړي.

نیټه:۱۴۴۷/۰۲/۰۵هـ.ق وخت:۰۱:۳۰-۰۴:۱۰ بجېدپکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست نظارتې ټیم نن شپه پنج شنبه د یاد ولایت د ولایتې ...
31/07/2025

نیټه:۱۴۴۷/۰۲/۰۵هـ.ق وخت:۰۱:۳۰-۰۴:۱۰ بجې
دپکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست نظارتې ټیم نن شپه پنج شنبه د یاد ولایت د ولایتې روغتون له داخله او جراحې بیړنیو خونو ، د خصوصې روغتیایې سکتور له روغتونونو او همدارنګه د دولتي تصدې فارمسې دواخاني او په شرنه ښار کې د نوکرېوالو درملتونونه څخه هر اړخیزه څارنه او نظارت ترسره کړ، دیاد نظارت په پای کې دوه بابه درملتونونه د قانون نه د سرغړاوې له امله وتړل شول.

د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست اړوند د باران موسسې د ټولنې روغتیایې څارونکو(CHS) ته د یونېسف اداري په مالي او تخنیکې ...
30/07/2025

د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست اړوند د باران موسسې د ټولنې روغتیایې څارونکو(CHS) ته د یونېسف اداري په مالي او تخنیکې همکارۍ د Health Post Mapping تر عنوان لاندي دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

د وړممۍ روغتیایې مرکز واکسیناتور ښاغلی بدرالدین د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست لخوا وستایل شو.
29/07/2025

د وړممۍ روغتیایې مرکز واکسیناتور ښاغلی بدرالدین د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست لخوا وستایل شو.

نن ورځ سه شنبه د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست نظارتې ټیم د باران موسسې له ولایتې درملیز او طبې توکو زېرمتونونو څخه نظ...
29/07/2025

نن ورځ سه شنبه د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست نظارتې ټیم د باران موسسې له ولایتې درملیز او طبې توکو زېرمتونونو څخه نظارت ترسره کړ، چې اړونده مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وشوې او د هغو ټکو یاداښت واخیستل شو چې سمون ته یې اړتیا لرله چې رسمې فیډبک به یې دیادې موسسې له ولایتې دفتر سره شریک کړای شې.
نیټه؛ ۱۴۴۷/۰۲/۰۵

پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست ته BARAN, RHDO, NAC موسساتو لخوا د خپلو نویو پروژو په اړه معلومات ورکړل شول. د افغانستان...
28/07/2025

پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست ته BARAN, RHDO, NAC موسساتو لخوا د خپلو نویو پروژو په اړه معلومات ورکړل شول. د افغانستان لپاره دناروې کمیټه (NAC) چې تازه یې د عامې روغتیا وزارت سره د معلولینو د فزیکې بیا رغونې په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړی د خپلي نوي پروژې په اړه یې دعامې روغتیا ریاست ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، همدارنګه د RHDOموسسه چې له وړاندې په پکتیکا ولایت کې دروغتیا په برخه کې کار کوي اوس یې د ټولنې پر کچه د مدغمو تغذې خدماتو(CBNI) تر نامه لاندې پروژه اخیستې او دخپل دغه نوي پروګرام په اړه یې دعامې روغتیا ریاست ته معلومات ورکړل.
همداډول د بوعلی د مرستو او بیارغونې شبکه (BARAN)چې مخکې یې په پکتیکا ولایت کې د ۵۴ روغتیایې مراکزو له لاري د یاد ولایت ولسونو ته روغتیایې خدمات وړاندې کول پدې وروستیو کې یې دیادو خدماتو د دوام هوکړه لیک دعامې روغتیا وزارت سره ترسره کړی دی، د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست د تخنیکې پرسونل ترڅنګ دیاد ولایت مقام او بیلابیلو ادارو استازو په حضور کې د خپلو تیرو فعالیتونو ګزارش وړاندې کړ او خپلې راتلونکې پروژې پلان یې تشریح کړ.

د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست په انګړ کې د جوړ شوي جامع مسجد پرانیست غونډه وشوه په یاده جوړه شوي غونډه کې د پکتیکا و...
02/07/2025

د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست په انګړ کې د جوړ شوي جامع مسجد پرانیست غونډه وشوه په یاده جوړه شوي غونډه کې د پکتیکا ولایت والي او دعامې روغتیا وزارت د استازو ترڅنګ بیلابیلو دولتې مسؤلینو، موسساتو استازو قومې مخورو او ځوانانو ګډون کړی و.
د پکتیکا ولایت والي جوړ شوی مسجد د پکتیکا ولایت د ولسونو لپاره نېک ګام یاد کړ او له جوړونکې سودا ګر څخه یې مننه وکړه، د همدې ولایت مرستیال والي دعامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه ترڅو د یاد مسجد درسته پالنه وکړي.
یاد مسجد د یو سوداګر له لوري په شخصې لګښت د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت، چې په یو وخت کې د شاوخو پنځه سوه کسانو د ځایېدو ظرفیت لري جوړ او رسماً د عبادت کوونکو پرمخ پرانېستل شو.
نیټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۵

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال چې د یاد ریاست د نظارت او بازرسې آمر او مسلکې ټیم یې ملتیا کوله د پلان سره سم...
24/06/2025

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال چې د یاد ریاست د نظارت او بازرسې آمر او مسلکې ټیم یې ملتیا کوله د پلان سره سم یې د عدالت او برابرې موسسې، د خلکو روغتیا په عمل کې موسسې او د روغتیا نړیوال هئیت موسسې له دفترې چارو او مرکزونو څخه د کارونو د ارزولو په موخه نظارت او لیدنه ترسره کړه.
۲۷/۱۲/۱۴۴۶ه.ق
#تعهد

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د RHDO موسسې له‌خوا د ټولنې پر کچه د تغذیې پروګرام لپاره  ۳۱خالي بستونو ...
02/06/2025

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د RHDO موسسې له‌خوا د ټولنې پر کچه د تغذیې پروګرام لپاره ۳۱خالي بستونو کې د وړ اشخاصو د ګمارلو په موخه ازموینه واخیستل شوه. په دې ازموینه کې څه باندې سل په شرایطو برابر کسانو ګډون درلود. یاد بستونه ۴ د ماسټر ترینرانو، ۲ د ټولنیزو کارمندانو او ۲۵ د تغذیې نرسانو لپاره ځانګړي شوي وو.
دا پروسه د روڼ‌تیا او اهلیت پر بنسټ ترسره شوه، څو وړ کسان وټاکل شي.
نیټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۵ ه.ق

د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست په انګړ کې جوړیدونکی مسجد چې د جوړیدو چارې یې نږدې نوې سلنه مخته تللې دي چې په بشپړ رغ...
02/06/2025

د پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست په انګړ کې جوړیدونکی مسجد چې د جوړیدو چارې یې نږدې نوې سلنه مخته تللې دي چې په بشپړ رغېدو سره به یې دیاد ریاست او د پکتیکا ولایتې روغتون د لمونځ کوونکو ستونزې حل او په یاده برخه کې به ډېړې اسانتیاوې رامنځته شي.
#تعهد

پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست د رهبري په هڅو د روغتیا نړۍوال سازمان  ( WHO) او باران پلې کوونکې موسسې په مالي او تخنیک...
01/06/2025

پکتیکا ولایت دعامې روغتیا ریاست د رهبري په هڅو د روغتیا نړۍوال سازمان ( WHO) او باران پلې کوونکې موسسې په مالي او تخنیکې همکاري د پکتیکا ولایتې روغتون لپاره نن ورځ یوه پایه معیارې انسنراتور چې د نصب چارې یې پخوا پیل شوي وي رسماً ګټې اخېستې ته وسپارل شو، په فعالیت سره به یې د ولایتې روغتون د طبې خځلو په خوندې توګه د له منځه وړلو او د یو پاک چاپیریال په رامنځته کولو کې اغیزناک تمام شې.
پاتې دې نه وي چې د یاد انسنراتور (Incinerator) په نصبولو شاوخوا $۲۵۰۰۰-امریکایې ډالر مصرف راغلی.
نیټه: ۱۴۴۶/۱۲/۰۴

 !در صورت کنه گزیده گی و بروز علایم تب کانگو، مانند تب، جان دردی، دلبدی، استفراغ و خون ریزی زیر جلد به داکتر مراجعه نمائ...
01/06/2025

!

در صورت کنه گزیده گی و بروز علایم تب کانگو، مانند تب، جان دردی، دلبدی، استفراغ و خون ریزی زیر جلد به داکتر مراجعه نمائید تا بیماری تان به موقع تشخیص و تداوی گردد.

!

که چېرې تاسو کنه وچیچي او د کانګو ناروغۍ نښې نښانې لکه تبه، زکام، زړه بدوالی، کانګې او د پوستکي لاندې وینه بهېدل را څرګند شي، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ ترڅو مو ناروغي ژر تشخیص او درملنه مو وشي.

#کانګو

Address

Paktika
Sharan

Opening Hours

09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Paktika Public Health Directorateد پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram