Dr.Amanullah safi دوکتور امان الله صافی متخصص داخله اطفال ونوزادان

  • Home
  • Afghanistan
  • Tagab
  • Dr.Amanullah safi دوکتور امان الله صافی متخصص داخله اطفال ونوزادان

Dr.Amanullah safi دوکتور امان الله  صافی متخصص داخله اطفال ونوزادان Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr.Amanullah safi دوکتور امان الله صافی متخصص داخله اطفال ونوزادان, Doctor, kapisa, Tagab.

19/07/2023
کولرا ناروغی بیا زیاته سوی ده احتیاط په کار دید کولرا ناروغى Vibrio Cholera (د وړو کولمو اسهال او استفراق);1-- کولرا يوه...
11/07/2022

کولرا ناروغی بیا زیاته سوی ده احتیاط په کار دی
د کولرا ناروغى Vibrio Cholera (د وړو کولمو اسهال او استفراق);

1-- کولرا يوه بکترياوى ناروغى ده کوم چه د ناپاکه اوبو او غذا د خوړلو وروسته د کولرا بکتریا په وړو کولمو کى ځاي نيسى او د څو ساعتو څخه تر پنځه ورځي وروسته خپل د کولرا توکسين افراز په نتيجه کى د وړو کولمو اپيتلل حجراتو کى د adenyle cyclase انزايم په مرسته د کلورين ايون د وړو کولمو جوف ته داخل او په داخل جوف کى د سوديم ايون او اوبو د زيات مقدار تجمع له کبله کوم چه د لويو کولمو د جذب قابليت څخه زيات وى,د ناروغ افرازى اسهال secretary diarrhea سبب شى.

2---د کولرا ناروغى نوم د kohle چه صفرا په نوم ده اخستل شوى,اول ځل لپاره John snow اپيديمولوژيست
په ذريعه وپيژندل شوه,تر 200 کولرا انواع پيژندل شوى,او
په تير 200 کلونو کى 7 ځلى پاندمى مينځ ته راغلى.

3---د کولرا ناروغانو شکايت د خفيف اسهال څخه تر شديد اسهال پورى وى,لومړى دا ناروغان استفراق ورپسى د اسهال
شاکى وى په شديد اسهال کى يو ليتر مايع په ساعت کى خارجوى(cholera gravis),چه د اسهال رنګ يي د وريجو اوبو په شان rice watery diarrhoea وى,لدى شديد اسهال په نتيجه کى ناروغان د خولى وچوالى,د سترکو ننوتنه,دپوستکى ايلاستکى کموالى,د نبض خفيف جس,چه د شديد د اوبو وچوالى باندى دلالت کوى او ناروغ بلاخره د فشارسقوط سره مخ او hypovolemic shock پيدا او لدى سره څنک کى ناروغ د ګردو وظايف خرابوالى خواته ځي.
د کولرا ناروغان تبه کمه وى او ناروغان sepsisحالت کى نه غوره کوى (د WBC حالت لوړ نه وى)
اما ځينى کم ناروغان د وړو کولمو جوف کى د مايعاتو تجمع له کبله بدون له دى چه اسهال ولرى د شاک او مړينه حالت غوره کوى د cholera sicca په نوم ياديږى.

4---د کولرا ناروغان شديد حالت لرونکى اشخاص عبارت د هغه کسان چه د O ګروپ لرونکى,د معدى تيزاب يي کم وى (د معدى تيزاب د کولرا ميکروب له مينځه وړى),د Vit A کموالى,او هم کسان چه اسهال يي د کولمو نورو ميکروبونه سره يو ځاي شى.
د کولرا تفريق د نورو اوبلن اسهال لرونکى ميکروبونه سره وشى.

5---د کولرا ناروغى تشخيص په کلينکى لوحه يا د ناروغ شکايت سره کيږى,د تائيد لپاره د غايط مواد ميکروسکوپ کى کولرا بکتریا ليدل,د غايطه موادو کلچر,د سيرولوجى معاينه ده.

6---د کولرا ناروغ اختلاطات د فشار سقوط يا شاک حالت,د ګردو وظايف خرابوالى,عصبى فلج stroke,او هم د استفراق له وجهى اسپاريشن نمونيا ده.
د کولرا ناروغانو مرګ هميشه د وجود مايعاتو ضايع له وجهى وى.

7---د کولرا ناروغانو وقايه د پاکو ,جوشو اوبو څښل,د پاکو او تازه غذا خوړل,لاسونه په صابن وينځل دى.
د WHO لخوا د کولرا واکسين تر درى دوزه پورى د دوه هفتو په فاصله کى تصويب شوى
د کولرا ميکروب مستقيما له يو شخص څخه بل شخص ته نه انتقاليږى بلکه د ملوث اوبو او غذا له لارى f***l oral له لارى انتقال شى.

8--د کولرا ناروغانو تداوى;
په تداوى کى درى هدف دى,د مايعاتو معاوضه,انتى بيوتک استعمال,او د رامينځ ته شوى اختلاط تداوى د وخت تيريدو مطابق .
د خفيف شکل اسهال لپاره ORS ورکونه,د يو ځوان کس روزانه تر 2 ليترو پورى,او که ORS موجود نه وى نو کولى شو چه يو ليتر جوش کړى اوبو کى نيمه کاشوغه مالګه,شپږ کاشوغه بوره واچول شوى کورنى ORS ترى جوړ ,او ددى په څنګ د پوتاشيم عوض لپاره د څو دانى کيلو خوړل ضرورى دى.
په خفيف شکل اسهال کى انتى بيوتک نه استعماليږى.

د متوسط شکل اسهال کى د مايعاتو معاوضه د 75ml/kg په درى ساعتو کى ورکړل شى,او وروسته تعقيبه مايعات ورکول کيږى.
په شديد شکل اسهال کى د مايعاتو معاوضه د 100ml/kg په درى ساعتو کى ورکړل شى,او وروسته تعقيبه مايعات ورکول کيږى مجموعا 200ml/kg په 24 ساعتو کى.

په متوسط او شديد شکل کى د مايعاتو نوعه د ringer lactate,او 5% dextrose څخه او هم د پوتاشيم کلورايد امپول علاوه شى.

د انتى بيوتک استعمال په متوسط او شديد شکل کى
د doxycycline 300mg په واحد مقدار,او په حامله شځو کى د azithromycine 1gm په واحد مقدار استعمالوى شوو,همدارنګه د ciprofloxacine,tetracyclin
او هم د co-trimoxazole د استعمال وړ دى.
د بنګله دیش هيواد د zinc تابليت ورکړه هم موثره بولى.

9---د کولرا ناروغانو شديد اسهال د مايعاتو او انتى بيوتک په واسطه کنترول نه شى نو د 6ساعتو څخه تر 12 ساعتو کى دننه مړينه مينځ ته راوړى.

10--د صحى سازمان WHO لخوا د صحت د ټولو لپاره وړاندوينه کوى چه تر 2030 کال پورى د کولرا ناروغى مړينه بايد تر 90 % را کم شى .

Address

Kapisa
Tagab
0009

Telephone

+93791848734

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr.Amanullah safi دوکتور امان الله صافی متخصص داخله اطفال ونوزادان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category