د معدې د زخم نښې: لمړی:دردونه کله چې د معدې داخلي دیوال زخمي شي نو د سوزش یا سوخت په څیر خفیف دردونه لري،دغه دردونه کټ مټ د هغو پوښتیو پر سر چې معده یې پوښلې احساس کیږي،ځینې وخت دغه دردونه د سینې د قفس چپ اړخ ته احساس کیږي چې پداسې حالاتو کې ډیری ناروغان غکر کوي د زړه په رنځ آخته دي مګر داسې نده د معدې دردونه هم په نوموړي ساحه کې محسوس کیږي. دغه دردونه د خوړو تر خوراک وروسته لا پسې شدید شي، بالحصوص د شپې لخوا او معمولاً دغه ناروغان چې کله سحر له خوبه راپاڅي نو خوله یې بد بوی کوي،ټوله مرۍ یې سوخت کوي او د سر ګنګسوالی هم لري.
دویم: له معدې د خوړو مرۍ ته پورته کیدل هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دې ډیری وخت د یوې بلې ناروغۍ سره هم لاس او ګریوان کیږي چې موږ په طبي اصطلاح Gastroesophagel reflux disease بولو په نوموړې ناروغۍ که د معمول خلاف هغه خواړه چې د مرۍ له لارې معده ته ورتتلی بیرته له معدې مرۍ ته راپورته کیږي،او ان تر خولې پورې هم راځي چې ناروغ معمولا ترشې اوبه یا تیزابي ذایقه لرونکی احساس پیدا کوي. ددې ترڅنګ دغه خواړه چې له معدې بیرته مرۍ ته راپورته کیږي د معدې په تیزابو ملوث یا ککړ وي نو د بیرته راپورته کیدو په صورت کې د مرۍ د دیوالونه د تخریش سبب ګرځي او که ځنډنی شي په مهلکو ناروغیو او حتی د مرۍ د سورۍ کیدو سبب ګرځي. که یې درملنه ونکړو همدغه حالت مو د مرۍ په سرطان آخته کوي!ښایې سوال مو ذهن ته راولاړ شي چې د مرۍ سرطان څنګه؟ که باربار د معدې محتویات مرۍ ته راپورته شي نو د معدې د داخلي دیوال حجرات مرۍ ته د راپورته کیدو میلان پیدا کوي او که بلاخره د معدې حجراتو په مرۍ کې ځای ونیوه او هلته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ نو دا یو نیمه سرطاني حالت ده چې مونږ یې په طبي اثطلاح Barrett's esophagus بولو او د وخت په تیریدو همدغه ناروغي د مرۍ په سرطان چې Adenocarcinoma esophagus نومیږي بدلیږي.او له بده مرغه نوموړی سرطان تر ننه پورې لاعلاجه ده
دریم: تورې کانګې یا ډیری وخت وینه لرونکي کانګې: ښکاره خبره ده چې له زخم نه به وینه بهیږي نه اوبه که چرته مو معده کي زخم موجود وي نو له هغه زخمه به هرو مرو وینه بهیږي او له غذتیي موادو سره به ګډه وډه او بلاخره د استفراق په ذریعه به د ملاحظې وړ ګرځي.
څلورم:تور رنګه بولې هغه ناروغان چې د معدې ټپ لري د هغو ناروغانو غایطه مواد تور یا قهي رنګ لري ولې؟ ځکه چې له نوموړي ټپه وینه رابهیدلې او له غذایي موادو سره يوځای وړو کولمو نه سترو کولمو او بلاخره له هغه ځایه د مقعد پواسطه اطراح کیږي. پدغه جریان کې وینه،غذایي مواد او د صفرا کیسې افرازات سره ګډوډ کیږي او بلاخره غایطه موادو ته تور رنګ ورکوي.
پنځم: د اشتها نشتون هغه ناروغان چې د معدې په زخم آخته دي هغوئ د ډیرو لږو خوړو وروسته د مړښت احساس کوي. طبیعي خبره ده چې له نورمالې کچې په دایمي توګه کم خواړه د بدن ورځني احتیاجات نشي پوره کوی او همدغه وجه ده چې نوموړي ناروغاډیر ژر وزن له لاسه ورکوي.
ځینې درمل هم د معدې د زخم سبب ګرځي لکه د NSAID کورنۍ او ددغې کورنۍ یو ټابلیټ چې ډیر کارول کیږي د بروفین په نامه یادیږي د نس پړسوب،دوامداره قبضیت،د زړه بدوالی او سر ګنګسوالی د معدې د زخم نورې نښې دي. (تر ټولو ښه کيفيت درمل د معدېRG TOP DSR )
19/03/2022
کلسيم څه شی دی؟
دا د څه لپاره دی؟
کلسيم کومې ګټې وړاندې کوي؟
د کلسیم نشتون څه لامل کیدی شي؟
د اړتیا له مخې د کلسیم مقدار
د هغو کسانو لپاره چې د بدن جوړونې تمرین کوي د کلسیم اهمیت څومره دی؟
اړخیزې اغیزې او مخنیوی
خواړه په کلسیم کې بډای دي
خواړه چې کلسیم "غلا کوي"
ایا دا د کلسیم بشپړولو ارزښت لري؟
چیرته کولی شم د کلسيم تکمیلات ومومم
پایله
کلسيم څه شی دی؟
O کلسيم دا د انسان په بدن کې موندل شوي اصلي او خورا بډایه مایکرو نیوټرینټ دی. دا زموږ د بدن د وزن شاوخوا 2٪ جوړوي. د دې کلسیم ډیره برخه په هډوکو او غاښونو کې زیرمه کیږي او د دوی پیاوړي او سالم ساتلو لپاره اړین دي.
A هغه مرحله چې یو انسان خورا ډیر کلسیم ته اړتیا لري په ماشومتوب کې دی، لکه څنګه چې دا پدې دوره کې ده چې هډوکي او غاښونه جوړیږي. له همدې امله ، د دې معدني شتون د هډوکو او غاښونو لپاره مهم دی چې قوي او سالم وده وکړي. پدې توګه ، کلسیم د دې سیمو کې هم زیرمه کیدی شي ، کوم چې به په بدن کې د کمښت په صورت کې د زیرمو په توګه کار وکړي.
Be the first to know and let us send you an email when Zenith pharma bangladesh posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.