
07/06/2025
جلال اباد میډیکل کمپلکس د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د نړۍ ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان متدین، غیور او سرلوړي ولس ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
لوی اختر د مینې، ورورولۍ، همدردۍ او ایثار پیغام لري. الله تعالی دې زموږ او ستاسې لمونځونه، روژې، قربانۍ او نور ټول عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور کړي.
د اختر دا مبارکه ورځ دې زموږ په هیواد کې د یووالي، پرمختګ او نېکمرغۍ زېری راوړي.
اختر مو مبارک شه!