19/10/2025
د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انسټیټیوټ چارې ارزیابي شوې
د عامې روغتیا وزارت او د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو د ریاست څخه راغلي ګډ پلاوي د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انسټیټیوټ د دولتي ازموینې د اخیستلو په پار د فارغو محصلینو د سوابقو څخه نظارت ترسره کړ.
راغلي ګډ پلاوي د انسټیټیوټ د ریاست مقام سره د مجلس وروسته د انستیتیتوت د تدریسي بهیر، سکلبونو، کتابخانې، تدریسي صنفونو، د کمیټو له فعالیتونو او د فارغو محصلینو د سوابقو ارزیابي د عامې روغتیا وزارت د انسټیټیوټونو د ارزیابۍ د پالیسۍ مطابق ارزیابي شول.
راغلې ګډ پلاوې د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انسټیټیوټ د کړنو مننه او ستاینه وکړه او هیله یې وښوده چې په راتلونکې کې د ځوان کهول ته د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لا ډېر کار او هڅې وکړي.
د غازي امان الله خان د روغتیایي علومو انسټیټیوټ ادارې د راغلي ګډ پلاوي څخه د زړه د تله مننه وکړه او اطمینان یې ورکړ چې په راتلونکې کې به لا غوره خدمتونو ته ادامه ورکوي.
دولتي ازموېنه به د عامې روغتیا وزارت او د امتحاناتو ملي اداری په همغږۍ د ارزیابۍ څخه وروسته اخیستل کیږي.
زمونږ ژمنتیا د غوره او باکیفیته زده کړو لپاره ده.