Alumar Unani Pharmacy

Alumar Unani Pharmacy Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Alumar Unani Pharmacy, Health/Medical/ Pharmaceuticals, Jalalabad.

*⭕ پياز په ژمي کې د ډيرو ناروغيو علاج  !*◀ پياز که څه هم د يوناني( دوديز ) طب په اند د طبيعت له پلوه ګرم او خشک دي چې ځي...
09/11/2023

*⭕ پياز په ژمي کې د ډيرو ناروغيو علاج !*

◀ پياز که څه هم د يوناني( دوديز ) طب په اند د طبيعت له پلوه ګرم او خشک دي چې ځينې داسې ځانګړي خواص پکښې شته چې د ډيرو نارغيو لپاره ډير ښه درمل دي .

⭕ د پياز حيرانونکي خواص : پياز د هغو خوراکې توکو له هغې ډلې څخه شميرل کيږي چې د ډيرو پخوانيو کلونو راهسې او په کليو او لري پرتو سيمو کې د ځينو ناروغيو د مخنيوي په توګه ترې ګټه اخيستل کيږي . پياز ډير ژر خرابه او ميکروبي هوا ځانته جذبوي نو له همدي امله د ډيرو زخمونو او د بدن د هغو خوړينو برخو په جوړولو کې تر ګټه اخيستل کيږي .

⭕ پياز چې د جنسي کمزوی او بدنې قوت لپاره هم کارول کيږي . اوس مهال هم هغه لوبغاړو ته ورکول کيږي چې د اولمفيک په لوبو کې ګډون کوي .

⭕ په يوناني ( دوديز طب ) کې راځې که کوم څوک له خپل ښار يا کلې بلې سيمې ته ولاړ شې ددې لپاره چې د هغې سیمي هوا يې ناروغ نه کړي لومړی بايد په هغه ځای کې پياز وخوري . ځکه پياز د ميکروبې محيط او هوا مخنيوی کوي . په پيازو کې د ويټامينونو پراخې سرچينې شتون لري چې B6″ B2 “B1 “C دي او د پوتاشيم ، کلسيم ، فاسفورس شتون او ځينې ميکروبي ضد خواص هم لری .

⭕ خام پياز په پراخه کچه C ” A ” B ويټامينونه لري چې اوسپنه او سديم او اينولين هم لري .

👈 د پياز په خوړو له ځينو دردونو ځان خلاص کړئ : سور او زيړ پياز په پراخه کچه ځينې کميايې کورسينين لري چې د اکسايدنو او ميکروبو ضد دي ، او ضمنا” په بدن کې د آرامتيا او له درد څخه د خلاصون دنده پر غاړه لري . پياز د وينې د فشار په راکمولو او د وينې د جريان په منظم والي کې مهم رول لري ، او د ډيرو کوروستينو په درلودو سره د وينې غوړ هم را کموي . پياز د مثانې د تلکيف او ځينو ميکروبي ناروغيو کې ښه دي
همدرد یونانی دواخانه
کنړ جلال اباد سرک باباسالارزئ مارکیټ
موبایل 0778898577
واټساف 0791761843

کلسیم Calcium?کلسیم په بدن کې یو دمهمو منرالونو څخه دی چې دهډوکو،غاښونو په جوړېدو کې مهم رول لرې، همدرانګه  کلسیم دعصبی ...
25/10/2023

کلسیم Calcium?
کلسیم په بدن کې یو دمهمو منرالونو څخه دی چې دهډوکو،غاښونو په جوړېدو کې مهم رول لرې، همدرانګه کلسیم دعصبی سیستم ، عضلی سیستم،زړه او دوینې په لخته کیدو کې مرسته کوی کلسیم دبدن په هډوکو کې ذخېره کیږی

۱-په بدن کې دکلسیم کموالی ته (Hypocalcemia) وایی

۲-اوپه بدن کې دکلسیم زیاتوالی ته (Hypercalcemia)وایی
همدارنګه اضافی کلسیم دبدن څخه دuria او stool له لارې اطراح کیږی
Calcium test procedure
R-1= 500micron
R-2= 500micron
serum= 10 micron
time 5 mintes 37c°
Normal Ringe 8.2-10 mg'dl
د ګوردې د تیږې د جوړیدو لاملونه :
-یو مهم عامل ېې په ادارار کې د کلیسم د ډير مقدار اطراح ده چې یا د پاراتایروئید غدې په فعالیت کې چې د کلسیم د کنترول دنده پر غاړه لري د اخلال را منځته کیدل وي او یا هم په ډيره اندازه د کلسیم مصرف
- د نقرس مرض چې اسیدو یوریکي تیږې را منځته کوي
-د ادرار بندیدل چې هغه په هر دلیل وي
-د اوبو د کم څښلو یا ګرمې هوا له امله د ادارار د حجم کمیدل
-غیر متناسب غذايي رژیم د مثال په ډول د کلسیم لرونکو سبو ډير خوړل
-د ګوردې د تیږو کورنۍ سابقه
-په هر دلیل په بستر کې د ډير وخت لپاره پاتې کیدل او د حرکت کموالی
-د شرابو او الکولي موادو ډير مصرف
د ګوردې په تیږو د نه اخته کیدو لپاره څو لارې چارې
د ورځې باید کابو دری لیتره اوبه وڅښل شي ډاکتران خالصو اوبو ته ترجیح ورکوي .
که د ګوردې تیږه کلسیمي یا فاسفوري جرړه ولري او یا په دې سیمه کې د پوښتورګو د دا ډول تیږو شتون معمول وي نو د شیدو او لبنیاتو په خوړلو کې باید احتیاط وکړو .البته یو شمیر ډاکتران بیا وايي چې د لبنیاتو خوړل د ګوردو د تیږو په جوړیدو کې خاص رول نه لري نو له همدې امله یوه ډله ډاکتران وايي په دومره اندازه هم باید پرهیز ونه شي چې بدن مو کمزوری او د نورو ناروغیو لپاره مساعد شي
د کمو اوبو څښل او ډير خوله کیدل هم د ګوردو د تیږو د پيدا کیدو یو مهم لامل دی.
د تحرک او خوځښت نه شتوالی که له یوې خوا په خپله د ګوردې د تیږو د جوړیدو لامل کیږي له بلې خوا د هډوکو کلسیم هم په دې وخت کې وینې ته ځي او اطراح کیږي چې په ادرار کې د کلسیم مقدار ډيریږي .
د تایراید غدې ډير کار او فعالیت هم د کلسیمو د دفع کیدو پروسه زیاتوي او په ادرار کې د کلسیم مقدار زیاتیږي .
په خپله د ګوردې د منځ د جوړښت او د تیوبولونو اسیدوز او د امونیاک په تولید کې د خنډونو را منځته کیدل هم یو عامل دی
نا پيژندل شوي عوامل هم کله کله د ادرار په ترکیب کې د کلیسیم د اندازې د ډيریدو لامل وي
د مالګې زیات استعمال او د ټينګ چای څښل هم یو عامل دی
یو شمیر تیږي اګزالاتي سر چینه لري او هغه خواړه چې د اګزالاتو ډير مقدار لري د دا ډول تیږو عامل وي .
البته باید ووایو پالک ، ښورکی سابه قهوه او چای بادام او چهار مغز او فرنګي توت د اګزالاتو مهمې سر چینې ګڼل کیږي خو د میوو ډير خوړل د فیبرو او اوبو د درلودلو له امله ګټور دي .
که د ګوردې تیږه مو د اسید یوریک له ډول څخه وي د سرې خوښې یا غټې غوښې په خوړلو کې احتیاط وکړی
حیواني پروتین د کلسیمو او اګزالاتو دفع کول ډيروي یو عامل کیدای شي .
خو غذايي فیبر د ګوردو په تیږو د نه اخته کیدو لپاره تر ټولو ښه خوراک دی
د ګوردې ډيرې تیږې چې کوم خاص مشکل ونه لري تداوۍ ته هم اړتیا نه لری خو یو شمیر ېې بیا خطرناکې دي چې کولای شي ټوله ګورده له منځه یوسي .
له همدې کبله ډاکتران وايي په هرو څلوروتر ۶ میاشتو کې باید ګوردې معاینه شي یا التراسونډ وشي او سړی ډاډه شي چې ګوردې ېې سم کار کوي ځکه ډير وخت د ګوردې تیږې درد نه لري خو ګوردې په خاموش ډول له منځه وړلای شي .
که په کورنۍ کې مو بل څوک د ګوردې تیږي لري باید حتماً تاسو هم له همدې پلوه معاینه وکړی که ادرار مو غیر عادي رنګ بوی سوزش یا درد ولري او زر زر ادرار ته اړتیا پيدا کوی .
که د ګوردې په ناحیه کې درد لری .
که د نا مالوم علت له کبله تبه لری ګوردې هم باید چک شي ځکه ډير وختونه د ګوردو چرک او د تیږو شتون د تبې سبب ګرځي .
یو څو سپارښتنې :
د قهوې له خوړلو په تیره په دې برخه کې له افراط ډه ډه خ وکړی تور ټينګ چای هم همدا ډول خواص لری .
د لیمو ډير استعمال د ګوردو د تیږو په کمښت کې هم رول لري او په ادراري سیستم کې هم د میکروبونو مخه نیسي .
په خوړو کې د ډول ډول ترخو مسالې او موادو زیات خوړل د تیږو یو لامل دی باید ډه ده ترې وشي

ځواني دانې یا Acni Vulgari څه شی دي؟

ځواني دانې د پوستکي يوه التهابي ناروغي ده چی د پوستکي د داغونو لامل ګرځي. دغه داغونه د پوستکي د مړو حجرو او د پوستکي د غوړوالي د راټولېدو په پايله کې منځته راځي چي د پوستکي د سطحې د وړو سوريو او وېښتانو د ريښو د بندېدو لامل ګرځي. ډېر دا ډول داغونه پر مخ او پراوږو ليدل کيږي.
دا ناروغي ساري نده او د ناپاکۍ سره هم تړاو نلري. هورموني بدلونونه په ځانګړې توګه هغه هورمونونه د ناروغی په منځته راتګ کې رول لری
Please Like & share our page

21/10/2023
15/10/2023

🌹 ---(۞ بسۡمِ ٱللهِ ٱلرَّحۡمَنِ ٱلرَّحِيمِ ۞)---🌹

کله چي د قدس فاتح (سلطان صلاح الدین ایوبي) پر صلیبیانو یرغل ته ځان چمتو کاوه، یوه زړه صلیبي ښځه راغله او هیله یې ترې وکړه، چې جګړه وځنډوي، ځکه ناوې نږور یې پر اولاد ناروغه ده او که جګړه ونښلي، نږور او ماشوم دواړه به له لاسه ورکړي.
صلاح الدین ومنله او جګړه یې سبا ته وځنډوله....
سبا ته بیا هماغه زړه مېرمن د ایوبي حضور ته راغله او په ژړا یې وویل: د هغه الله په خاطر چې پرې باور لرې او په نامه یې جهاد کوې نن هم یرغل ونکړې، ځکه لا هم ماشوم دنیا ته نه دی راغلی.
صلاح الدین وویل: ژمنه کوم چې د ماشوم تر پیدا کېدو پورې به پر صلیبیانو جګړه ونکړم...
بل خوا د صلیبیانو سرلښکر چې له دوو ورځو راهیسې د صلاح الدین یرغل ته په تمه وو، د جګړې ځنډېدو له امله سخت حیران شو او د مالوماتو تر لاسه کولو په موخه یې یو استازی ور ولېږه، ځکه صلاح الدین کله هم د دښمن پر وړاندې جګړه نه وه ځنډولې.
کله چې لېږل شوي استازي له بیرته راګرځېدو وروسته، د صلیبیانو سرلښکر ته د جګړې ځنډېدو لامل ووایه، د هغه سترګې را ډنډ شوې، خپل استازی یې له یوه پیغام سره بیا صلاح الدین ته ولېږه.
صلیبي سرلښکر ایوبي ته په لېږل شوي لیک کې لیکلي ول: «هغه لښکر چې زمونږ پر یوه مور او ماشوم د رحم له امله جګړه ځنډوي مونږ ترې هیڅ وېره نه لرو، راشه او له جګړې پرته ښار ته داخل شه، دا ستره بریا دې درته مبارک وي....!»

یادونه🌾 هغوئ چې په جګړه کې، پر بې وزلو رحم نکړي او بې ګناه انسانان وژني، د الله له پاره نه، بلکه د ځان له پاره جګړه کوي.

د تاریخ الاسلام له پاڼو 📚📚

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿1﴾
هغه ذات لره پاكي ده چې خپل بنده يې د شپې په یوه لږه برخه كې له مسجد حرام نه مسجد اقصٰى ته بوتلو، هغه (مسجد اقصٰى) چې مونږ د هغه ګېرچاپېره بركت اچولى دى، د دې لپاره چې مونږ هغه ته له خپلو نښو څخه ځینې وښیو، بېشكه هم هغه ښه اورېدونكى، ښه لېدونكى دى۔

************************************

آيا که سبا ورځ په کعبه شريفه باندې جګړه ونښلي نو تاسې به بيا هم وايٸ چې دا خو د عربانو ملکيت دى، مونږ ته يې څه؟ عربان زمونږ غم کې نه دي او مونږ د هغوۍ!؟ لکه اوس چې همدا نظر د خپلې لومړۍ قبلې په اړه لرٸ!

آيا زمونږ پيغمبر افغان و؟ که نه و نو ولې يې منو؟

آيا قرآنکريم په پښتو يا دري ژبه باندې دى؟ که نه دى نو ولې يې منو؟

بيت المقدس نه دعربو دى چې يواځې عربوته پيغور ور کړو
نه دايران دى نه دافغانستان دى نه دپاکستان دى بلکې دټول
امت مسلمه مشترک مقدس ځاى دى
زه به دټول امت مسلمه هغه ځوانانو ته پيغور ورکړم چې
اسلامي ارزښتونه يې شاته غور ځولې دي د اسلام مقدس
ځاى رسما نړيوالو ښکيلاکګرو دخپل ځان په نوم کړى
خو زما افغان ځوان دکرکټ په مبارکى لګيا دى عرب ځوان
مى په عياشى لګيا دى پاکستانى ځوان مى په زنده باد
اومرده باد مصرف دى بنګلديشى ځوان خوځان پرنارينه نه
شمارى اوترکى ځوان تش لافى ولى

اصلې خبره داده چې زماپه شمول موږ ټول ملامت يو
چى تر څو بيټ پرځاى قران او غيرت ته لاس نه کړو ليرې
نه ده چې مکه مو هم رسما د کفارو مرکز وګر ځيږى،

موږ ولي د فلسطين قضيه تعقيبو!؟

🔴 ځکه فلسطين د الله د پيغمبرانو هستوګنځی دی، لکه چې سيدنا ابراهيم عليه السلام هم دي ته هجرت کړې و ..

🔴 لوط عليه السلام چې کله الله د عذاب څخه بچ کړ دغې مبارکې زمکې ته راغی .

🔴 داود عليه السلام په فلسطين کې هستوګن شو او هلته ئې محراب جوړ کړ.

🔴 سليمان عليه السلام پر نړۍ له فلسطين څخه حکومت کاوه، او هغه د ميږې سره يې پېښه هم دلته په فلسطين کې
په وادي النمل کې چې (عسقلان) کې يو ځای دی را مينځ ته شوی.

🔴 دارنګه زكريا عليه السلام دلته پاتي شوی او محراب يې شاهد دی .

🔴موسى عليه السلام له خپل قوم څخه غوښتي و چې أرض المقدسة ته ولاړ شئ چې هغه همدا فلسطين دی.

🔴الله يې نوم أرض المقدسة اېښی يعنی له شرک څخه پاک د انبياؤ ټاټوبۍ.

🔴 داشان دلته ډيری معجزې او پېښی رامينځ ته شوي لکه د عيسى عليه السلام زوکړه له پيغلې او عفيفې مريم څخه. او چې کله يهودو د هغه د وژنې قصد وکړ نو الله له هم دي ځايه اسمان ته پورته کړ.

🔴دغه شان عيسى عليه السلام به مسيح الدجال د اللد دروازې سره په فلسطين کې وژني .

🔴دا د محشر ځمکه ده .

🔴 يأجوج او مأجوج به په آخره زمانه کې هم دلته وژل کېږی.
دارنګه نورې ډيرې پيښې دلته را مينځ ته شوي لکه د طالوت اوجالوت واقعه چې قران يې يادوي.

🔴 الأقصى د مسلمانانو لومړۍ قبله ده چې د الله په حکم بيا مسلمانانو کعبې ته مخ وګرځاوه، لکه چې فرمايي:

( قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَ حَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ و َإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ

البقرة ١٤٤ ، ١٤٥

🔴د معراج سفر له هم دي ځايه شوی .

🔴 په هم دي أقصی د الله پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د ټولو انياؤ رهبري او امامت کړی،

﴿ ﴾

🔴 مسجد الأقصى يو له هغو مسجدونو څخه دی چې په کې ورته د ثواب په نيت سفر جواز لري لکه چې حديث کې راځي...
عن أبي سعيد الخدري ،
عن النبي محمد صلى الله عليه و سلم أنه قال :
«لا تُشَدُّ الرحالُ إلَّا إلى ثلاثةِ مساجدَ :
مسجدِ الحرام ، و مسجدِ الأقصَى ، و مسجدي هذا».

🔴 په مسجد الأقصى کې يو لمونځ په 500 دی لکه چې حديث کې راځي ..
عن جابر بن عبد الله عن النبي صلى الله عليه و سلم أنه قال : «صلاةٌ في المسجدِ الحرامِ مائةُ ألفِ صلاةٍ ، و صلاةٌ في مسجدِي ألفُ صلاة ٍ، و في بيتِ المقدسِ خمسمائةِ صلاةٍ»

په يو بل روايت کې داسې الفاظ دي: أن الصلاة في المسجد الأقصى تعدل مائتين و خمسين صلاة في غير المساجد الثلاثة.

🔴 الأقصى هغه مسجد دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو رضوان الله عليهم اجمعين ته د هغه تر څنګ د وسيدلو امر کړې دی لکه امام احمد په خپل مسند کې روايت نقل کوي : عن ذِي الأصَأبِعِ قَال : قلت يا رسول الله ، إِنِ أبْتُلِينَا بعدك بالبقاء أين تأمرنا؟ قال :" عليك ببيت المقدس فلعله أن ينشأ لك ذرية يعدون إلى ذلك المسجد و يروحون".

🔴 د سمې او پښې عقيدې نښه د بيت المقدس قضيې ملاتړ کول دي.

🔴 د غيرت او نرينه توب غوښتنه د فلسطينې قضيې ملاتړ.

نو فلسطينې قضيه د مسلمانانو قضيه ده
بيت المقدس او مسجد القدس د مسلمانانو د عزت او ابرو نښه ده .

بیت المقدس!

تا سه وکړل کله چی د دوۍ بد نظرونه په مسجد اقصی وو؟

په دې باندې دې هر يو ځان وپوهوي چې الله تعالى به حتما ترينه د قيامت په ورځ د مسجد اقصى په اړوند پوښتنه کوي چې تا د اقصى د ژغورنې او آزادي لپاره څه وکړل، هلته به بيا څه وايو؟
شهيد ياسين رحمه الله څومره ښه وايې: د فلسطين قضيه بي له جهاد څخه بل حل نلري.

الله جل جلاله د خپل دين او لارويانو ساتنه کولى شي، مګر هغه جل جلاله دا موږ ته راپري ايښي او دا مانت يې موږ ته را پري ايښي، که څوک د دغه امانت لپاره کار وکړي هغه ته به الله جل جلاله د خپل عمل پاداش ورکوي او هغه څوک چې ځان تري وباسي او په کيسه کي يې نه کيږي هغه ته به عذاب ورکوي او زلزلي به پرى راولي او هلاک کوي به يې، موږ ته د عزت ژوند بې له دينه چې جهاد وکړو نشته او تر هغي به مسجد اقصى هم آزاد نشي ترڅو پوري چې جهاد ونشي.
لږ تر لږه دغه څو کارونه خو حتما وکړو!
۱- له اسرائيلي او امريکايې صادراتو له اخستلو څخه ځان وژغورو.

د اقصى لپاره دعاوي کول.

۳- د مجاهدینو لپاره دعا وکو.

پاکه خدایه ته مونږ د مسجد اقصی په حق کې ونه نیسی!😢



په کال ۱۱۸۷ میلادي کې سلطان صلاح الدین ایوبي چې کله بیت المقدس ته دفاتح په توګه ننوت نو دکورونو څخه مسلمانان راووتل، ښځو دهغه په لار کې خپل پړوني خپاره کړل خو ساتوونکو هغه بيرته راټول کړل او هغوي ته يې په سرونو ور واچول مسلمانانو د ډېرې خوشحالۍ څخه ژړل او چيغې نارې يې وهلې، ځينې په سجده پرېوتل ډېر جزباتي او احساساتي حالت وو د ټولو د سترګو څخه اوښکې روانې وې، سلطان صلاح الدین ايوبي هرکلي کوونکو ته لاسونه ښورول خو په خوله يې څه نه ويل ځکه دهغه ستونی له ژړا څخه بند وو
سلطان صلاح الدین ایوبي تر ټول لمړۍ مسجد اقصا ته لاړ او هلته په دهلېز کې په سجده پرېوت او دومره يې وژړل چې دهلېز يې په اوښکو لوند شو،

او سملاسی یی امر وکړ چې مسجد الصخره دې فورا دوباره ترمیم شي، دغه جومات صلیبیانو کلیسا ته اړولی و، او د معراج په تیږه باندې دوی مرمر تیږه لګولي وه چې درسول کریم صلی الله علیه وسلم د پښې مبارکې نښان نه لیدل کیده، مسلمانانو د الصخره ګنبد سر ته اوچت شول او غټ د سروزرو صلیب چې دوی پرې لګولی وی هغه یی را ګوزار کړ.
مسجد الاقصی نه صلیبیانو اسطبل جوړ کړی و په دې کی یې اسونه ساتل، مسلمانانو مسجد اقصی صفا کړ، د ګلابو په اوبو يې پریمنځو او د مسجد محراب یی دوباره جوړ کړ او دایی پرې ولیکل :
بسم الله الرحمن الرحیم
د دی مبارک محراب او د مسجد اقصی د دوباره ترمیم او جوړونې امر د خدای بنده، بادشاه صلاح الدین ورکړ، پس له هغه چې الله تعالې د ده په لاسونو د بیت المقدس ښار د رجب په میاشت په کال ۵۸۳ هجری کې فتح کړ.
سلطان د الله سبحانه و تعالې نه د هغه رحمت او رضا غوښتنه کوي
الله تعالې دې په خپل رحمت او مهرباني سره د هغه ګناهونه او غلطۍ وبخښي

تر کال ۱۹۶۷ م پورې بیا بیت المقدس هماغسې ازاد پاتې شو تر دې چې غاصبو يهوديانو دمسلمانانو بې اتفاقي په پای کې ونيوه تر اوسه يې په لاس کې ده

••••••••••••••••••••••••••••••••••

د بیت المقدس لغوي او اصطلاحي معنی (پاک کور) ده، یا دا داسې مبارک کور ده، چې د انسان ګناهونه پکې بخښل کیږي.بیت المقدس ته په اروپايي ژبو کې (یروشلم) او عربي ژبه کې ورته (القدس) وايي.بیت المقدس شاوخوا غرونه لري او خپله مسجد صخره او مسجد اقصی د (صیهون) په غره کې واقع دي.
د بیت المقدس لغوي او اصطلاحي معنی (پاک کور) ده، یا دا داسې مبارک کور ده، چې د انسان ګناهونه پکې بخښل کیږي.بیت المقدس ته په اروپايي ژبو کې (یروشلم) او عربي ژبه کې ورته (القدس) وايي.بیت المقدس شاوخوا غرونه لري او خپله مسجد صخره او مسجد اقصی د (صیهون) په غره کې واقع دي. او له مکې مکرمې نه تقریباً ۱۳۰۰ کیلومتره لرې ده.په لومړۍ پېړۍ کې، کله چې رومیانو بیت المقدس تر خپل واک لاندې راوست، د (ایلیا) نوم یې پرې کېښود.په ۶۲۰عیسوي کال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبرایل علیه السلام په رهنمايي له مکې معظمې نه بیت المقدس ته لاړ او بیا یې د اسماني معراج په سفر تشریف ویوړ.حضرت یعقوب علیه السلام د الهي وحې مطابق د بیت المقدس (مسجد اقصی) بنیاد کېښود او بیا بیت المقدس ښار اباد شو. بیا اوږده زمانه وروسته حضرت سلیمان علیه السلام په ۹۶۱ میلادي کال کې د دې مسجد او ښار د نوي کولو حکم وکړ. چې له همدې امله بیت المقدس ته هیکل سلیماني هم ویل کیږي.د هجرت په ۱۷ کال مطابق د ۶۳۹ د عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې له عیسایانو سره د یوه تړون او معاهدې له مخې بیت المقدس د مسلمانانو تر واک لاندې راغی.په ۱۰۹۹ کال کې د اول صلیبي جنګ پر مهال صلیبیانو بیت المقدس ونیوه او شاوخوا ۷۰۰۰۰اویا زره مسلمانان یې په ډېرې بې رحمۍ سره په شهادت ورسول.بیا په ۱۱۸۷ کال کې سلطان صلاح الدین ایوبي د خپل لوی او سپېڅلي ارمان له مخې بیت المقدس له صلیبیانو ونیوه. صلیبیانو چې د بیت المقدس د نیولو پر مهال څه ډول وینې بهولې وې، صلاح الدین ایوبي د لويې کارنامې ترڅنګ هغسې چلند ورسره ونکړ بلکې ټولو ته یې بخښنه وکړه او سره له مال او اولادونو سره یې له بیت المقدس نه د وتلو اجازه ورکړه، هغو ته چې د جزیې ورکولو وس یې نه درلوده، د یې عفوه او د پاتې کېدو اجازه وکړه.د دغې تاریخي فتحې کیسه په (صلیبي جنګونه) کتاب کې وګورئ.تاریخ ته په کتلو سره د بیت المقدس د ازادۍ لپاره یو بل عمر او ایوبي ته ضرورت ده چې دغه مقدسه خاوره د صلیبیانو او یهودیانو له پلیتو منګولو څخه پاکه کړي او مسلمانانو ته بېرته خپل برم اعاده کړي.
===========================

د اسلام لومړيو کې د مسلمانانو قبله بيت المقدس کې الاقصی جومات و. وايي پيغمبر صلي الله علیه وسلم، چې مکه مکرمه کې و، نو لمونځ به يې په ګډه د کعبې او الاقصی جومات پر لور کاوه، نو د لمانځه پر مهال به یې کعبه د ده او بيت المقدس ترمنځ وه.
دا مکي پېر بلل کېږي چې ۱۳ کاله يې دوام وکړ. کله يې چې بيا مدينې منورې ته هجرت وکړ، نو هلته يې بيا د الاقصی جومات پر لور لمونځ کاوه. دې حالت، ۱۶ يا ۱۷ مياشتې دوام وکړ.
بيا د هجرت پر دوهم کال قبله مکې مکرمې کې د الحرام جومات پر لور واوښته، په اړه يې د بقرې سورت ۱۴۴ ايت هم کيسه کوي.
بيت المقدس لومړی ځل د ۶۳۶ زېږيز کال د اوکتوبر پر ۱۸ مه چې د ۱۵ هجري کال د روژې ۱۳ مه وه، د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې په سوله ييز ډول فتح او تر اسلامي واکمنۍ لاندې راغی.
د الاقصی جومات يو دروازه غوانمه نومېږي. د عثمانيانو واکمنۍ پر مهال په کې د زوايا په نامه سيمې جوړې شوې. له غوانمه دروازې سره نژدې يوه سيمه، الزاوية الافغانيه نومېږي.
وايي ۱۰۴۳ هجري کال کې د بيت المقدس عثماني والي محمد باشا، جوړه او هغو افغان حاجيانو ته ځانګړې کړه، چې په کلني ډول به په زرګونو شمېر د حج مراسمو لپاره مکې مکرمې ته پر لار له بيت المقدس تېرېدل.
وايي افغانان به ازادنه فلسطين ته تلل، او تر ۱۹۴۸ کاله پورې ډېر يافا ښار کې مېشت شوي وو، بيا د نابلس، القدس او قلقيليې په څېر ښارونو کې تيت شول او تر اوسه هم وايي شته.
افغان زاويه که څه هم بېلابېلو وختونو کې رغول شوې، خو خپله عثماني بڼه يې ساتلې، سر کې يې لوحه ده، چې د زاويې، بنسټ ايښودونکي نومونه او د جوړېدو کال په کې ليکل شوي دي.
زاويه کې وايي يو ځوړند جومات دی، چې د ورننوتو لارې ختيځ اړخ کې دی، پر سر يې مناره ده، او تر شا يې بيا غوانمه، د الاقصی جومات دروازې يوه مناره ده.
وايي دې زاويه کې افغان کورنۍ مېشتې وې، چې اوس يې وايي دا زاويه تصوف لپاره ځانګړې کړې، دوی ترې وتلي او ورڅېرمه زاړه ښار کې مېشت شوي دي.
وايي يو له پخوانيو شيخانو چې دې زاويه کې اوسېدلي، الحاج عبد الله رحمدل شا الافغاني و.
وايي دی، ۱۸۹۰ کال د غزني قرباغ کې زېږېدلی و، په ۱۹۳۸ کال کې د افغانۍ زاويې شيخ شو، او بيا یې ۱۹۷۹ کال کې تر وفاته هم مشر و.
د عثمانياو واکمنۍ پر مهال بيت المقدس کې د نورو وګړو لپاره هم زاويې وې، لکه الزاوية البخارية، الزاوية الهندية، الزاوية الافريقية، الزاوية المغربية او داسې نورې... چې بيت المقدس او الاقصی جومات ته به د زیارت لپاره ورتلوکي په کې مېشتېدل

°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°°

يهود هغه بد بخته قوم دی چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وژلو پلان يې جوړ کړ، په رسول الله صلي الله عليه وسلم يې سحر وکړ، په خوړو کي يې زهر ورکړه، د اوس او خزرج مسلمانانو تر مينځ يې فتنې پيدا کولې او په زرهاوو نور جنايتونه يې د مسلمانانو پر ضد کړيدي او لايې هم کوي خو مسلمانان يې په اړه بې تفاوته او بې احساسه دي!!!

د یادوني وړده چي زموږ په زمانه کي ښکاره او رسمي یهود هماغه اسرائیل دي چي د بیت المقدس په شمول یې د فلسطین ډېره مځکه غصب کړې او په زوره یې ځانته حکومت ورباندي جوړکړی دی، په نړۍ کي امريکا او انګلیس هغه مشهور هیوادونه دي چي مطلقا د اسرائيلو پوره ملاتړ کوي او په هره برخه کي یې د مسلمانانو پر ضد مرسته کوي .

همداسي د ځينو اسلامي هيوادونو واکمنان هم د اسرائيلو سره تودې اړیکي لري او د پردې ترشا یې کومک کوي، پداسي حال کي چي اسرائيل د مځکي پرمخ پر هیڅ ځای باندي شرعا او عقلا د دولت جوړولو حق نلري بلکي دوی بايد د نورو انسانانو په حاکمیت کي تل د خوارۍ او ذلت ژوند وکړي له همدې امله تېرو اسلامي خلافتونو دوی ته د حکومت جوړولو او پر يوځای باندي د راټولېدلو اجازه نه ورکول.

په رښتيا چي نن اسلامي امت ويده او بې فکره دی!

نن هغه وخت دی چي اسلامي امت د مال، ښځو او چوکۍ په شوق او فتنه کي ډوب دی حقيقي انسانيت او ايماني مسئوليت يې بيخي هير کړی دی.

۱ : ای مسلمانانو را ويښ سئ!

۲ : ای مسلمانانو ځانونه وپيژنئ!

۳ : او ای مسلمانانو خپل دوستان او دښمنان وپيژنئ

~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~~

نوي خبر

شیبه مخکې د حما۔س جهـ..ادي ډلې ویاند یو ټویت خپور کړ:

هغه وایې ای اسلامي هیوادونو نور نو راپاڅئ
تاسو به څه وخت دخپلو مسلمانانو وروڼو خدمت،کومک او دفاع ته ملا تړي ایا کوم دور ته لا انتظار یاست؟

ایا زموږ خوږ پیغمبر حضرت محمد مصفطی ﷺ موږ او تاسې دیوه وجود غړې نه یو بللي؟

ستاسو ایماني احساست او جذبې څه وخت را ویښیږي،
ایا دا ټکنالوژي، مادیات، وسایل او اصلحې مو دکومې ورځې او کوم جهـ..اد لپاره ذخیره کړي دي؟

تاسو به لا ترکومه دغفلت په خوب ویده یاست؟

ایا دمحشر په ورځ بیا دکایناتو خالق ته جواب لرﺉ؟

تاسو دنړۍ غربـ.ې او وحشې کـ.فار نه ویني
چی دمومنانو وژلو، بمبارۍ او وحشت ته یې په ګډه لیڅې رانغښتې دی؟

ستاسو ایمانې غیرتونه ولې ویده پاتی دی؟

ایا موږ ستاسو دیني وروڼه نه یو؟

دا نن چې پر کومومظلومو مومنانو باندې د دجـ.ال بچیان کوم بمـ..بارونه، چاپـ.ې او وحشـ..تونه کوې ایا دا ستاسو وروڼه دي؟

چرته دی هغه د دبی شیخان مسلمانان

چرته دی هغه د مکی مسلمانان

په_الله_قسم_سخت_له_افسوس
اومایوسۍڅخه
ډک پیغوردی
_________________________________

د مسجد اقصی او د قبة الصخرة تر منځ توپیر

مسجد اقصی ته بیت المقدس او د اسلام لومړۍ قبله هم وایي. په مېډیا کې چې کوم عکس د مسجد اقصی په نوم مشهور دی، اصل کې دا قبة الصخرة دی، قبة الصخرة د مسجد اقصی یوه برخه ده.

نوټ دا سره کرښه چې ترې تاو شوې ده، دا مسجد اقصی دی.

*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*

که مو چیرته تر آخيره لوستلې وي نو مهرباني وکړي په کمنټ کي ولیکی ـــــــ الله اکبر

*•┈••✾•🌿🌺🌿•✾••┈•*
⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣..⇣
:::::::::::::

*⭕️ د تازه میوو طبی ګټی !*1 -  شفتالو : د بدن حرارت سموي او د بدن څخه هر ډول زهریات باسي .2 - آم : مثانې ته طاقت ورکوي ....
25/08/2023

*⭕️ د تازه میوو طبی ګټی !*

1 - شفتالو : د بدن حرارت سموي او د بدن څخه هر ډول زهریات باسي .

2 - آم : مثانې ته طاقت ورکوي .

3 - انار : د ځیګر درد لری کوي خوا ګرځیده کموي او زوړ زوکام او ریزش لیري کوی .

4 - سیب یا مڼه : فولاد یا آئر لري چې زړه ته قوت ورکوي ، البته هغه څوک چې د پښتورګی ډبري او درد لری باید سیب ونه خوری او پرهیز ځنی وُکړی .

5 - خورما : د بدن خارش لیری کوي او دماغ ته قوت ورکوی .

6 - لیمبو : د بدن وینه زیاتوي ، تنده کموي ، سستي او لټي لیري کوي ، د بدن مالګه پوره کوي ، پر بدن باندي تور داغونه او بدرنګه ټپونه لیري کوي . مکروبي زهریات د بدن خصوصاً د کولمو څخه باسي او د تبي اثرات لیري کوي .

7 - امروت : د قبض شکایت لیري کوي ، معدې او سږوته ډېره ګټه رسوې .

8 - الوچه : دستونه دروي ، هاضمه سموي ، او لیمبو په شان د بدن مالګه پوره کوي .

9 - انګور : صفا او تازه وینه زیاتوي ، پښتورګي او مثانه پاکوی ، د سترګو دید زیاتوي ، بدن زړه او پخواني ګرمی باسی .

10 - توت : قبض ختموي ، د بدن ګرمي باسي ، په بدن کی مختلفي مکروبي ناروغي له منځه وړي او معدې ته بي حسابه ګټه رسوي .

11 - انځر : بدن ته وده ورکوي ، صفا وینه پیدا کوي او لوږه ختموي

ولې د لړم یو لیټر زهر په لس میلیون ډالرو پلورل کېږي؟موږ پوهېږو، که مار څوک وچیچي کیدای شي مړ شي، خو لړم هم خطرناکه دی، ک...
02/08/2023

ولې د لړم یو لیټر زهر په لس میلیون ډالرو پلورل کېږي؟
موږ پوهېږو، که مار څوک وچیچي کیدای شي مړ شي، خو لړم هم خطرناکه دی، کیدای شي په خپلو زهرو انسان ووژني.
خو ایا پوهیدئ، چې د لړمانو په لشکه/ نېښ چې څومره خطرناکه زهر دی هغومره ګران بیه هم دي؟
د ترکیې په یوه لابراتوار کې هره ورځ کارمنان یې دوه ګرامه د لړمانو زهر ټولوي.
د دې پروسې په بهیر کې د لابراتوار کارمنان له یوه ډبلي لړمان را بهر کوي او تر هغه ورته انتظار کوي، چې یو څاڅکی زهر له خپلې لشکې رابهر کړي.

دا څاڅکي کنګل کېږي او بیا ساتل او پلورل کېږي.
میډن اورانلر بي بي سي ته وویل، چې د لړمانو فارم لري او شاوخوا د ۲۰ زرو لړمانو پالنه کوي.
"موږ دوی ته په منظمه توګه خواړه ورکوو، پام پرې کوو او پالنه یې کوو. موږ د دوی زهر راوباسو او کنګل کوو یې. بیا موږ دا په اروپا کې پلورو."
د لړم په لشکه کې یوازې دوه ملی ګرامه زهر وي.
میډن وايي، یو ګرام د لړمو زهر له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ لړمانو ترلاسه کېږي، څه سوچ کوئ خو که یې وپلوري نو څومره پیسې به تر لاسه کړي؟
د میډن په وینا، یو لیتر د لړمو زهر شاوخوا په لس میلیونه ډالر پلورل کېږي.
طبي استعمال

د عکس سرچینه،GETTY IMAGES
په لاتین امریکا کې موندل شوي د ځانګړو لړمان زهر د مارګا توکسین په نوم ماده تولیدوي، چې د وینې په رګونو کې د نویو حجرو په جوړولو کې مرسته کوي او د زړه په جراحي کې کارول کېږي.
دا لړم له پنځو څخه تر اته سانتي مترو پورې اوږدوالی لري د دوی زهر وژونکي نه دي، که دوی یو څوک وچیچي نو سخت درد، پړسوب او خارش به ورته پیدا شي.
ډیویډ بیچ د لیډز په پوهنتون کې پروفیسور دی، دی د لړمانو د لشکو په اړه څیړنه کوي.
نوموړی وايي، چې د لړمو زهر ډېر ګټور دي، ان لږه اندازه یې هم ګټه لري.
ډیویډ بیچ زیاتوي، مارګا توکسين د درملو په توګه کارول کېږي، خو د زړه د ناروغيو لپاره د سپرې په توګه هم کارول کېږي.
د هغه په وينا، بریتانیا کې د طبي برخې د څېړنو دوو بنسټونو د زړه په ناروغيو کې د لړم د زهرو په کارونې نوې څېړنې پیل کړې دي.
پروفیسور پیټر ویسبرګ بیا وايي: "دا د هغو موادو خورا ښه بېلګه ده چې په طبیعي ډول انسانانو ته زیان رسوي خو د انسانانو د درملنې لپاره هم کارول کیدای شي."
د لړم د زهرو طبي استعمال د ډیرو کلونو راهیسې څیړل کېږي.
اوس مهال، د لړمانو د زهرو پلورل عام شوي ځکه چې دا نه یوازې په طبي برخه کې کارول کېږي بلکې د ښکلا (casmatic) په برخه کې هم کارول کېږي.
همدارنګه د لړمانو زهر د درد د کمولو او د بدن د معافیت سیسټم پورې اړوند درملو کې هم کارول کېږي.
یوه څیړنه چې په ۲۰۲۰ کال کې د درملو ملي کتابتون لخوا خپره شوې وه، په کې راغلي، چې د لړمانو له دې زهرو څخه خپله بېرته د همدې زهرو په ضد هم درمل جوړېدلی شي.

د معدی جوش (سوزش) مخنیوی لپاره توصیېټول هغه ناروغان چی د معدی د سوزش څخه شکایت لري د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی...
14/07/2023

د معدی جوش (سوزش) مخنیوی لپاره توصیې

ټول هغه ناروغان چی د معدی د سوزش څخه شکایت لري د معدی محتويات یی مرۍ ته راپورته کيږی او داسی احساس کوی لکه کپ یی چی نښتی وي کله کله د سینی درد ، د اواز خپ کیدل ، دشپی له خوا ساه تنګی او اوچ ټوخی ورته پیدا کیږی لاندی توصیی باید په پام کې ونیسی،

۱- که وزن یی زیات وي وزن باید کم کړی
۲- د سترس میوو لکه لیمو او نارنج څخه استفاده ونه کړی
۳- چای او coffee استعمال نه کړی
۴- سګرت څکول بند کړی
۵- الکول باید استعمال نه کړی
۶- د غذا وړی وړی لقمی باید وخوری
۷- د چاکلیټ او شحمی غذا ګانو څخه ځان وساتی
۸- دشپی له خوا د غذا د خوراک څخه وروسته زر ویده نشی
۹- د ویده کیدو په وخت کې باید سر د بستر څخه د ۶ انچه په اندازه لوړ کیږدی یا د یو بالښت پرځای دوه بالښته کیږدی
۱۰- د کاربونیټ لرونکو مشروباتو لکه پیپسی ، کولا او داسی نورو څخه ځان وساتی .

*معدی اړوند کوم مشکل او ایچ پایلوری لپاره ډېر ښه علاج او درمل لرو ، که مو ضرورت وو لاندي وټساپ ته پیغام وکئ . مننه*

*✍🏻 حکیم منتظر خان کامی پل دکنړ په لور غزیدلی سرک بابا سالارزۍ مارکیټ همدرد دواخانه
*🟢 وټساپ :*
1 - +93791761843
موبائل
2 - +93778898577 هیله ده زمونږ لیکنه خپلو ملګروسره او ګروپونو کې نشر کئ . مننه*

Address

Jalalabad

Telephone

+93778898577

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Alumar Unani Pharmacy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Alumar Unani Pharmacy:

Share