شفا نړيوال د روغتيایی علومو انسټيټوټ

  • Home
  • شفا نړيوال د روغتيایی علومو انسټيټوټ

شفا نړيوال د روغتيایی علومو انسټيټوټ Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from شفا نړيوال د روغتيایی علومو انسټيټوټ, .

شفا نړیوال د روغتیایي علومو انسټیټیوټ د عامې روغتیا وزارت سره د ۱۲۱ نمبر ثبت له مخې په ٢٠١٥ کال کې خپل فعالیت پیل کړ. او د ۲ او ۳ کلونو دیپلوم برنامې وړاندې کوي، چې پکې نرسنګ، قابلګي، تغذیه، رواني روغتیا، پروتیز، لابراتوار، فارمسي او انستیزی شامل دي.

د نرسنګ د څانګی فارغانو د پام وړ! 📘 د نرسنګ رشتې د اګزیټ امتحان لپاره ریفرینسونه1. نرسنګ اساسات ۱ او ۲Fundamentals of Nu...
31/10/2025

د نرسنګ د څانګی فارغانو د پام وړ!
📘 د نرسنګ رشتې د اګزیټ امتحان لپاره ریفرینسونه

1. نرسنګ اساسات ۱ او ۲
Fundamentals of Nursing (Complete Chapters) — مکمل کتاب
2. صحت کاهلان نرسنګ ۱ او ۲
Adult Health Nursing (Complete Chapters) — مکمل کتاب
3. ماشومانو نرسنګ
Pediatric Nursing (Complete Chapters) — مکمل کتاب
4. نرسنګ صحت عامه ۲ او ۳
Community Health Nursing (Complete Chapters) — مکمل کتاب
5. فارمکولوژي نرسنګ ۱، ۲ او ۳
Pharmacology for Nursing (Complete Chapters) — مکمل کتاب
6. اخلاقيات
Nursing Ethics (Complete Chapters) — مکمل کتاب
7. اداره او رهبری
Leadership (Complete Chapters) — مکمل کتاب
8. نرسنګ صحت رواني
Psychiatric Mental Health Nursing (Complete Chapters) — مکمل کتاب

📢 د کارموندنې اعلانشفاء نړیوال روغتیايي علومو انستیتوت – ننګرهارشفاء نړیوال روغتیايي علومو انستیتوت، چې د هېواد په کچه د...
28/10/2025

📢 د کارموندنې اعلان

شفاء نړیوال روغتیايي علومو انستیتوت – ننګرهار

شفاء نړیوال روغتیايي علومو انستیتوت، چې د هېواد په کچه د مسلکي روغتیايي زده‌کړو مخکښ بنسټ دی، د ادارې د اړتیا له مخې لاندې دندو لپاره باصلاحیته او ژمنو کسانو ته اړتیا لري:

۱️⃣ د محصلانو د چارو مدیر (Student Affairs Manager)

دندې او مسؤلیتونه:
د محصلانو د ثبت‌نام، حاضري او نمراتو د سیستم مدیریت
د محصلانو د تعلیمي دوسیو ساتنه، ترتیب او ارشیف بندي
د استادانو، محصلانو او اولیاوو تر منځ د اړیکو همغږي
د تدریسي مهال‌وېشونو، ازموینو او راپورونو همغږي
د MS Excel او Word په مرسته د راپورونو او احصایوي معلوماتو چمتو کول

اړینې وړتیاوې:
لږ تر لږه د مدیریت، عامې روغتیا یا تعلیم په برخه کې د لېسانس سند
په MS Excel او MS Word کې مهارت
د Corel Draw عملي پوهه د یو امتیاز په توګه ګڼل کېږي
منظم، مسؤل او د ټیم کار ته ژمن شخصیت

۲️⃣ د مالي مدیر (Finance Manager)
دندې او مسؤلیتونه:
د مالي اسنادو (رسیدونه، مصارف) ثبت او تنظیم
د عوایدو او مصارفو د ورځنیو، میاشتنیو او کلنیو راپورونو جوړول
د حسابدارۍ د اصولو سره سم د بودیجې او تادیاتو څارنه
د مالي چارو او بانکي اسنادو سم مدیریت
د Excel له لارې د مالي راپورونو او احصایې وړاندې کول

اړینې وړتیاوې:
لږ تر لږه د حسابدارۍ، اقتصاد یا مدیریت په برخه کې د لېسانس سند

په MS Excel کې پرمختللي مهارتونه (Pivot Table, VLOOKUP)

په Word کې د راپور جوړونې تجربه

د مالي دقت، مسؤلیت او اعتماد وړ شخصیت

🕓 د کار ډول:
بشپړ وخت (Full-time)

📍 د کار ځای (نوی پته):
تورخم – جلال آباد عمومي سرک، څلورمه ناحیه،
روښان مېنه، لومړی پل، د پروفېسر ډاکتر تورپېکی اپریدی کلینیک ترڅنګ
📍 Google Maps لینک

📞 اړیکې:

📧 ایمیل: shifa.siihs@gmail.com
📱 📞 اړیکې:
+93 786 869 297
+93 771 450 054

🗓 د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: ۱۴۰۴ هـ ش د عقرب ۱۳مه
په درنښت ✨
د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
شفاء نړیوال روغتیايي علومو انستیتوت

🍼 د ماشوم تر یو کلنۍ مخکې حیواني شیدې مه ورکوئ!✳️ No animal milk to children less than one year!د ماشوم د ژوند لومړۍ میا...
22/10/2025

🍼 د ماشوم تر یو کلنۍ مخکې حیواني شیدې مه ورکوئ!

✳️ No animal milk to children less than one year!

د ماشوم د ژوند لومړۍ میاشتې ډېرې مهمې دي.
په همدې وخت کې د بدن، دماغ او معافیت بنسټونه جوړېږي.
خو که حیواني شیدې (لکه د غوا، وزې یا پسې شیدې) ورکړل شي، دا زیانونه رامنځته کوي 👇

---

⚠️ د حیواني شیدو ضررونه:

1. ❌ د معدې او پښتورګو بار – د ماشوم هاضمي سیستم لا پوره نه دی جوړ شوی.

2. ❌ اوسپنې کموالی (anemia) – د غوا شیدې اوسپنه نه لري او د وینې کمښت پیدا کوي.

3. ❌ حساسیت (allergy) – د حیواني شیدو پروټینونه د ماشوم بدن نه شي زغملی.

4. ❌ د کولمو باکتریاو ګډوډي – د مور شیدې د ګټورو بکتریاو ملاتړ کوي، خو حیواني شیدې نه.

5. ❌ د دماغ د ودې کمزوري – حیواني شیدې هغه ضروري غوړ نه لري چې د دماغ د ودې لپاره اړین دي.

✅ د حل لاره:
✔️ تر ۶ میاشتو پورې یوازې د مور شیدې ورکړئ.
✔️ له ۶ میاشتو وروسته د تکمیلي خوړو سره د مور شیدې دوام ورکړئ.
✔️ له یو کال وروسته کولای شئ لږه اندازه غوا شیدې ورسره اضافه کړئ.

📍 یادونه: دا علمي سپارښتنه د نړیوالو روغتیايي ادارو (WHO & AAP) له لوري تایید شوې ده.
مور شیدې – د ژوند تر ټولو ارزښتناک واکسین! 💖

🩺 د منځني طب د فارغانو د ایګزیټ امتحان د کتابونو فهرست رسمي لست 🩺ګرانو شاګردانو  !د شفا نړیوال روغتیایي علومو انستیتوت ل...
18/10/2025

🩺 د منځني طب د فارغانو د ایګزیټ امتحان د کتابونو فهرست رسمي لست 🩺

ګرانو شاګردانو !
د شفا نړیوال روغتیایي علومو انستیتوت له لوري تاسو ته دا خبر درکوو چې د دولتي ایګزیټ امتحان لپاره د مطالعې رسمي لست خپور شوی دی. دا لست د د عامی روغتیا وزارت لخوا تأیید شوی او د امتحان د چمتووالي لپاره یو اساسي رهنما ګڼل کېږي.

📚 په لست کې شامل معلومات:
· د ټولو اړینو مضامینو نوملړ
· د مطالعې ځانګړي فصول او اړوندې پاڼې
· د هغو برخو یادونه چې تدریس شوې نه دي

🔍 یادونه:
په اړوندو جدولونو کې خپل مضامین په دقت سره وګورئ او د مطالعې پر مهال یې په پام کې ونیسئ.

⚠️ خبرداری:
د نورو غیر رسمي لارښودونو پر ځای، یوازې د همدې رسمي لست پر بنسټ چمتووالی ونیسئ.
هغه برخې چې په کرښه تېرې شوې دي، مه لولئ.

د بریالیتوب لپاره منظم چمتووالی، تمرکز او اراده ستاسو د کامیابۍ کلیدونه دي. 🌿

په درناوي،
شفا نړیوال روغتیایي علومو انستیتوت

📎 اړوند عکسونه د لست له بشپړ جزئیاتو سره لاندې اتچ شوي دي.

درسره شیر کړئ تر څو تول د منځني طب فارغان تری خبر شی.

🎓 شفا نړیوال روغتیایي علومو انستیتوت 🎓✨ د منځني طب په برخه کې پراخه تعلیمي څانګې ستاسو لپاره پرانستې دي!⏰ فرصت محدود دی:...
05/09/2025

🎓 شفا نړیوال روغتیایي علومو انستیتوت 🎓
✨ د منځني طب په برخه کې پراخه تعلیمي څانګې ستاسو لپاره پرانستې دي!

⏰ فرصت محدود دی: سبا سهار تر ۹ بجو پورې د ثبت نام لپاره وخت شته، او په ټولو څانګو کې ۵۰٪ تخفیف!

✅ د زده کړې غوره فرصت له لاسه مه ورکوئ

څانګه: تغذیهمضون :Public Health Nutrition او Food Safety & Hygiene 💧 د اوبو ترکیب او زموږ روغتیااوبه یوازې د تندې مړولو ...
01/09/2025

څانګه: تغذیه
مضون :Public Health Nutrition او Food Safety & Hygiene
💧 د اوبو ترکیب او زموږ روغتیا
اوبه یوازې د تندې مړولو لپاره نه دي، بلکې د ژوند بنسټ دی. خو که په اوبو کې کیمیاوي مواد له حده زیات شي، د اوږدمهاله ناروغیو لامل ګرځي.

👇 لاندې د اوبو د ټېسټ سټریپ پر اساس د مهمو موادو اغېزې:

🔹 pH (تیزابیت/الکالینیت)
✔ عادي: 6.5 – 8.5
⚠ زیات کموالی یا زیاتوالی → د معدې ستونزې او د غاښونو خرابوالی.

🔹 Hardness (سختي – کلسیم/مګنیزیم)
✔ لږ مقدار ګټور دی.
⚠ ډېر زیات → پښتورګي ډبرې، د وسایلو رسوب، د پوستکي وچوالی.

🔹 Chlorine (کلورین)
✔ لږ مقدار → د مایکروبونو وژنه.
⚠ ډېر زیات → د معدې او تنفس ستونزې.
⚠ که صفر وي → د بکتریاو د خپرېدو خطر.

🔹 Nitrate (نایټریټ)
⚠ زیاتوالی → د ماشومانو “Blue Baby Syndrome”، د معدې سرطان خطر.

🔹 Nitrite (نایټریټ)
⚠ ډېر خطرناک → د وینې سره حجرې اکسیجن نشي انتقالولی، د ماشومانو لپاره مرګونی.

🔹 Copper (مس)
✔ لږ مقدار → ګټور.
⚠ زیات → د معدې درد، د ځیګر او پښتورګو ستونزې.

🔹 Iron (اوسپنه)
✔ لږ مقدار → د انیمیا مخنیوی.
⚠ زیات → د ځیګر او زړه ناروغۍ.

🔹 Mercury (جیوه)
⚠ ډېر زهري → د حافظې کمزوري، عصبي او پښتورګي ناروغۍ.

🔹 Chromium (کروم)
⚠ زیات → سرطان او د ځیګر زیان.

🔹 Lead (سرب)
⚠ په ماشومانو کې د دماغي ودې ځنډ، په لويانو کې د وینې فشار او اعصابو ناروغۍ.

🔹 Fluoride (فلورایډ)
✔ لږ مقدار → د غاښونو ساتنه.
⚠ زیات → د غاښونو او هډوکو خرابوالی (Fluorosis).

📌 لنډه خبره
اوبه د ژوند اساس دي. د اوبو پاکوالی یوازې په ښکلا نه مالومېږي، بلکې باید وخت په وخت وازموئ. ډېر وخت د همدې “نه لیدل کېدونکو” موادو له کبله د اوږدمهاله ناروغیو خطر زیاتېږي.

✅ د کور فلټر (RO یا Softener) وکاروئ.
✅ د څښاک اوبه منظمآ وازموئ.
✅ د عامې روغتیا لپاره د پاکو اوبو ارزښت نورو ته ورسوي.

په ډېره خواشینۍ سره، د زلزلې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال د ژوند له نعمت څخه محروم او ګڼ نور ټپیان شوي دي.شفا نړیوال رو...
01/09/2025

په ډېره خواشینۍ سره، د زلزلې له امله زموږ یو شمېر هېوادوال د ژوند له نعمت څخه محروم او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

شفا نړیوال روغتیایي علومو انستیتوت د دې ناورین د ټولو قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او همدردي څرګندوي.

د الله تعالی له دربار څخه دعا کوو:
شهیدانو ته د جنت فردوس
ټپیانو ته عاجله روغتیا،
پاتې کورنیو ته د صبر او اجر جمیل. غوښتونکي یو

🤲 الله تعالی دې زموږ له ولسه هر ډول ناورینونه او مصیبتونه لرې کړي.

🕒 د شفا نړیوال انسټیټیوټ تدریسي مهالویشسهار۶:۰۰ – ۹:۰۰ → (۳ ساعته: هر ساعت کې ۴۵ دقیقې درس + ۱۵ دقیقې تفریح)۹:۰۰ – ۱۲:۰۰...
31/08/2025

🕒 د شفا نړیوال انسټیټیوټ تدریسي مهالویش

سهار
۶:۰۰ – ۹:۰۰ → (۳ ساعته: هر ساعت کې ۴۵ دقیقې درس + ۱۵ دقیقې تفریح)

۹:۰۰ – ۱۲:۰۰ → (۳ ساعته: هر ساعت کې ۴۵ دقیقې درس + ۱۵ دقیقې تفریح)

ماسپښين
۱:۰۰ – ۴:۰۰ → (۳ ساعته: هر ساعت کې ۴۵ دقیقې درس + ۱۵ دقیقې تفریح)

۴:۰۰ – ۶:۰۰ → (۲ ساعته: پرله‌پسې تدریس، تفریح نشته)

Address


Opening Hours

Monday 07:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 17:00
Saturday 07:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 17:00

Telephone

+93786869297

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شفا نړيوال د روغتيایی علومو انسټيټوټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to شفا نړيوال د روغتيایی علومو انسټيټوټ:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram