Dr.Abdullah Sherzai

Dr.Abdullah Sherzai د روغتيايي معلوماتو لپاره زمونږ پاڼه تعقيب کړۍ
(1)

ساینسپوهانو موندلې چې د خوب کموالی د «امیلویډ بېتا» په نوم پروټین زیاتوي، چې د الزایمر ناروغۍ سره تړاو لري. د دماغ «ګلیم...
20/09/2025

ساینسپوهانو موندلې چې د خوب کموالی د «امیلویډ بېتا» په نوم پروټین زیاتوي، چې د الزایمر ناروغۍ سره تړاو لري.

د دماغ «ګلیمفټیک سیستم» د خوب پر مهال د زهرجنو موادو د پاکولو ځانګړې لاره ده.

څېړنې ښيي چې آن د یوه شپه بې خوبۍ هم په حافظه پورې اړوند برخه کې دغه پروټین لوړوي.

د خوب ګډوډۍ لکه اپنیا او بې خوبۍ د ډیمینشیا خطر زیاتوي، خو د دې ناروغیو درملنه د دماغ د پاکولو وړتیا ښه کوي. لنډه دا چې ښه خوب د دماغ د ساتنې لپاره ډېر مهم دی.

10/09/2025
 #هټکي یا Hiccupsدا د معدې یوه عامه ناروغي ده،چې د معدې د عضلاتو د تشنج له امله رامنځته کیږي،چې په سبب یې د معدې حرکتونه...
09/09/2025

#هټکي یا Hiccups
دا د معدې یوه عامه ناروغي ده،چې د معدې د عضلاتو د تشنج له امله رامنځته کیږي،چې په سبب یې د معدې حرکتونه پورته خواته ډیریږي،امکان لري چې دغه حرکتونه په یوه دقیقه کې د 50 څخه تر 60 پورې پورته شي.
#لاملونه:
-تیز خوراک کول
-ګرم شیان خوړل
-بې هضمي
-د معدې فعالیت کمزوري کیدل
-معده کې د ګیس جمع کیدل
-هغه خواړه خوړل چې ورو هضمیږي
-د معدې التهابي کیدل
د تشویش او عصبي ناروغیو له امله هم رامنځته کیداې شي
#درملنه:د هټکي يا سلګۍ د کنترول ساده لارې چارې
۱: خپل زنګنونه ۲دقیقې په ګېډه پسې نیول.
۲: په یوه کڅوړه کې څو ځل ساه اخېستل
۳:په خوله کې لیمو زبېښل.
۴: یوه کاشوغه بوره خوړل
#همداشان د درملو څخه لاندې دوا استمعالولای شئ
‏Tab:Trisil دوه ګولې د اړتیا په صورت کې
‏Tab:Librax درې وخته یوه یوه ګولې
‏Syp:Motilium دوه دوه قاشوقې درې وخته
معلومات درسره شیر کړئ ،د نورو معلوماتو لپاره پیج کې راسره ملګري شئ مننه

 #هغوی چې خفه دي ،دا لیکنه دي تر پایه ولولي.  #اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي ...
08/09/2025

#هغوی چې خفه دي ،دا لیکنه دي تر پایه ولولي.
#اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشحېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم سات ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست.
(اینډاروفین د بدن داخلي او طبیعي درد ضد هورمون دی چې د خارجي مورفین غوندې کار کوي. هغه کسان چې د مورفینو معتاد دي، د ورزش او د ژوند د سټایل په بدلولو کولای شي چې د بدن د اینډارفینو کچه لوړه کړي او پدې توګه د خارجي او مضرو مورفینو، داخلي، طبیعي او بې ضرره بدیل پیدا کړي. ژ)

#ډوپامین زموږ په بدن کې هغه مهال ترشحېږي چې موږ په ژوند کې خپلو وړو یا لویو موخو ته ورسېږو. نوې دنده، نوی موټر او نوی کور اخیستل ټول هغه عوامل دي چې د ډوپامین په ترشح کې مرسته کوي او موږ خوشحال ساتي. د کور میرمنې ځکه زیاتره مهال خپه وي چې دوی د خپلو کارونو په مقابل کې له سړیو څخه وړ ډاډ او داد نه ترلاسه کوي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ د خپلو وړو او لویو موخو د تکمیل لپاره هڅې وکړئ او نورو ته هم د هغوی د کار و زیار په مقابل کې معنوي ډاډ او داد ورکړئ. دا کار به ستاسو د ډوپامین کچه لوړه وساتي او خوشحالي به مو ملګرې کړي.

#سیروټونین زموږ په بدن کې هله ترشحېږي چې د بل لپاره کوم کار وکړو. ځینې وخت زموږ هڅې زموږ لپاره هیڅ مادي ګټه نلري خو پوهېږو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر رسي. دا بې بدیله هڅې چې صرف د نورو د خیر و رفاه لپاره کېږي، په انساني بدن کې د سیروټونین کچه لوړه ساتي او د یوه پټ وجداني سرور سبب کېږي. نو که خوشحالي غواړئ، صرف د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم ژوند وکړئ.

او بلاخره:

#اوکسي ټوسین په انساني بدن کې هغه وخت زیاتېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. خپل ماشوم، خپله کورنۍ او یا کوم دوست په غېږ کې ونېسي او یو بل ته مینه ورکړي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مینه وکړئ او هغوی په غېږ کې ونېسئ."

#یادښت: د مزمنو دردونو او ډیپریشن پرمهال په بدن کې دغه هورمونونه کم وي. د ټولو نارکوټیکو دردضد او ډیپریشن ضد درملو د کار میکانیزم دا دی چې په بدن کې پورته ذکر شوي هورمونونه زیاتوي. خو د بدن فزیولوژیک قانون دا دی چې که موږ د هورمونونو تولید د خارجي منابعو لکه درملو پواسطه زیات کړو، نو داخلي او طبیعي تولید یې درېږي. له بلې خوا د نارکوټیکو او ډیپریشن ضد درملو زیات استعمال ګڼې نورې څنګزنې ستونزې را ولاړوي. نو پدې لحاظ د خوشحاله اوسېدو لپاره د درملو پر ځای ولې طبیعي او ډېرې ساده لارې چارې و نه لټوو؟ داسې لارې چارې چې بیخي اسانې او تر درملو سل چنده زیاتې اغیزناکې دي.

15/07/2025

د زړه حملې په ټوله دنيا کې زياتې شوي او هره ورځ لا پسې زياتيږي. د يوه هندي ډاکټر پوډکاسټ مې کاته، وې په هند کې په هرو لسو ثانيو کې يو کس د زړه د حملې له امله مري.
زموږ په وطن او په نوره نړۍ کې هم عين کيسه روانه ده خو په دومره توپير چې په نوره نړۍ کې خلک د لوړ فشار، لوړ کولسټرول، چاغښت، شرابو او رقم رقم نشو تماشو له امله د زړه په رنځ اخته دي خو زموږ په وطن کې يې ښايي تر ټولو لوی سبب سټريس يا ذهني فشار او ډيپريشن يا ژور خپګان وي.

تاسې ته به د منلو نه وي خو نوي طبي تحقيقات وايي چې سټريس او ډيپريشن د زړه صحت ته تر لوړ فشار، لوړ کولسټرول، چاغښت، شرابو او نشو تماشو سل چنده ډېر خطرناک دی. ډاکټر ايريک برګ Dr Eric Berg يو مطرح امريکايی ډاکټر دی او د دې نويو تحقيقاتو په اړه پر خپل يوټيوب چينل اکثر غږيږي. ډاکټر برګ او د زړه د ناروغیو اکثريت ډاکټران اوس خلکو ته په کلکه توصیه کوي چې په هر ممکن صورت له سټريس، خپګانونو او اندېښنو ځان وساتي. ځان مصرف کړي، ورزش وکړي، له کورنۍ او ملګرو سره کېني، له نږدې دوستانو سره چکر ووهي او د زړه خواله وکړي او نورو ته د خير ښېګڼې لاس ورکړي.

ښايي همدا لامل وي چې قرآن کريم او نبوي احاديثو کې غم، خپګان او اندېښنې لويې انساني الميې بلل شوي. په قرآن کريم کې یو ځای راغلي، کله چې د قيامت پر لويه ورځ يوه ډله خلک جنت ته ننوځي، تر بل هر څه دمخه به يې پر ژبه دا وِرد جاري وي "الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَذْهَبَ عَنَّا الْحَزَنَ"، ستاينې دي هغه خدای لره چې له غم او اندېښنو يې خلاص کړو.
په احاديثو کې هم راغلي چې ستر انسان، رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلو دعاوو کې اکثر له غم، خپګان او اندېښنو پناه غوښتنه او ويل به يې "الّلهُمَّ أعوذُ بِکَ مِنَ الهَمِّ وَالحَزَن." پروردګاره! له اندېښنو او خپګانونو پناه دروړم.

اوسنۍ نړۍ په هر لحاظ نهايت بدرنګه او پېچلې شوې، هيڅ شی د پخوا غوندې نه دی پاتې. د اقتصادي ستونزو، کورنيو جنجالونو، اجتماعي بې عدالتيو، ناروغيو او نورو رقم رقم انساني ناخوالو له امله سټريس، ډيپريشن او تنهايۍ تقريباً هر انسان له مرۍ نيولی او د زړه رنځ يې وراچولی. ژوند ډېر لنډ او تنګ دی او بايد په هېڅ قيمت د غم، خپګان، تنهايۍ او اندېښنو تر بدمرغه سيوري لاندې تېر نه شي. کمال دا دی چې هر انسان په خپلو فردي نوښتونو او کوښښونو له سټريس او ډيپريشن سره مقابله وکړي. که مصروفیت، له کورنۍ سره ښې اړيکې، ورزش، چکر، له نورو سره مالي او معنوي احسان، زده کړه يا بل هر څه انسان له سټريس او ډيپريشن ژغورلای شي، بايد هېڅ صرفه پرې ونکړي. ژوند په هر حال نعمت دی او پر ځان رحم کول پکار دي.
ظاهر عمار

دري ډوله سپين زهراوړه ، بوره ، مالګه او همدارنګه غوړي هم په استعمال کي يې ډير احتياط کوۍ 👇
09/07/2025

دري ډوله سپين زهر
اوړه ، بوره ، مالګه او همدارنګه غوړي هم
په استعمال کي يې ډير احتياط کوۍ 👇

که یوه کوچنۍ قاشوغه لونګ جوش کړې، بیا پکې څو څاڅکي د لیمو او یوه کوچنۍ قاشوغه زیتون تېل واچوې، او دا چای پياله پر تشه مع...
06/07/2025

که یوه کوچنۍ قاشوغه لونګ جوش کړې، بیا پکې څو څاڅکي د لیمو او یوه کوچنۍ قاشوغه زیتون تېل واچوې، او دا چای پياله پر تشه معده سهار او د خوب نه مخکې وڅښې. صحت ته ډيري ګټي لري 👇

🔸 له لوړ فشار سره مخه ښه
🔸 کولیسټرول کموي
🔸 غوړ کموي
🔸 خېټه او چاغښت له منځه وړي
🔸 د زړه درزا ارامه کوي
🔸 د چاغښت ضد
🔸 د معدې او کولمو مکروبونه له منځه وړي
🔸 د پښتورګو او ژیړې تیږي ماتوونکې ده
🔸 د کولمو لپاره ګټوره
🔸 بدن پاکوي او ضد مکروب عمل کوي

که مو دا ولوستل نو هيله ده چې له نورو ملګرو سره يې شېر کړۍ 💜

"که له مرګ وروسته خبر شي چې الله (جل جلاله) نشته؟"هریش کمار، په فزیک کې د پي اېچ‌ ډي کولو وروسته د هندوستان په یو معتبر ...
05/07/2025

"که له مرګ وروسته خبر شي چې الله (جل جلاله) نشته؟"

هریش کمار، په فزیک کې د پي اېچ‌ ډي کولو وروسته د هندوستان په یو معتبر پوهنتون کې د استاد په توګه مقرر شو.
نوموړی له هندو مذهب نه مخکې نه خوښ و، او وروسته چي کله چې په 1986م کال کې د زده کړو پر مهال لندن ته لاړ، هلته د اسټیفن هاوکینګ له لکچرونو او کتابونو څخه دومره متاثره شو چې د خدای له وجود څخه منکر شو.
له خدایه داسې منکر شو چې د لويو لویو مسلم، عیسوي او یهودي علماو سره یې بحثونه کول، حتی ډاکټر ذاکر نائیک هم نه شو کولی چې هغه قانع کړي.

نومړی وايي: "د 2005م کال د رخصتیو پر مهال یو سهار زمونږ د کلي یو مسلمان سبزي‌ خرڅونکی راغی، مونږ له تېرو شلو کلونو راهیسې له همدې سړي څخه سبزي اخیسته،هغه ورځ مې ورته د چای څښلو ووایل هغه هم ومنله د چای د څښلو پر مهال د معمول په څېر د الله په موجودیت مو بحث پیل کړ، شاوخوا ۳۰ دقیقې مو بحث وکړ،نو پوه شوم چې هغه یو ساده مسلمان دی، پنځه وخته لمونځ کوي، ډېر ریښتینی، صادق او ایماندار کاروباري او همیشه به یې په مناسب نرخ سبزي ورکولو."

"اخر یي د تلو پر وخت یوه داسې خبره وکړه چې زما ټوله ژوند یې بدل کړ."

هغه وویل:

"ډاکټر صیب! تا پخپله وویل چې له شاوخوا ۶۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ کلونو پورې د بشر په تاریخ کې د پیغمبرانو کیسې راروانې دي، او ټول یو خدای، جنت او دوزخ ته اشاره کوي، سائنس خو د مرګ وروسته حالاتو په اړه هېڅ څه هم نه شي ویلای، نو اوس یواځې دوه امکانات شته؛

۱ - د الله(ج) وجود نشته،
۲ - الله(ج) شته.

که چیرې الله(ج)موجود نه وي، نو د مرګ وروسته به مونږ دواړه سره برابر یو.
لېکن که الله(ج) موجود وي، نو بیا خو ستا خیر نشته!
په دواړو حالتونو کې ګټه د چا ده؟ دا ته پخپله پرېکړه وکړه. نو ښه داده چې ته په الله(ج) ایمان راوړي او د هغه د حکم مطابق ژوند وکړي، ځکه قرآن مونږ ته سمه لار را ښيي."**
هغه وایي ما خو د امکان (Probability) په موضوعاتو کلونه کلونه لکچرونه ورکړل، خو د هغه(سبزي پلورنکي) له تلو وروسته، ما ته دا فکر پیدا شو چې دې امکان (Probability) ته خو ما هېڅکله پام نه و کړی، چې په دواړو حالتونو کې ګټه د هغه چا ده چې په الله(ج) ایمان لري."
له دې فکر وروسته چې ایمان راوړم، نو کوم آسماني دین غوره دی؟ د مذاهبو په اړه له مخکې زیات پوهیدم، ما د ډاکټر ذاکر نائیک له یوه لکچر نه واورېدل چې ۱۴۰۰ کاله وشول خو قرآن لا هم اغیزمن او یو خرف بدلون هم نه دی پکي راغلی، ما دا خبره د انګلستان د یو عیسوي مشنري مرکز ته تایید کړه، نو هغوی هم دا خبره تصدیق کړه."

الحمدلله! نن زه او زما ټول د کورنۍ ۱۵ کاله کېږي چې مسلمانان شوي یو، زه د اسلامي تعلیماتو لپاره کیرالا ته کډه شوم،زما درې لوڼې حافظ قرأن دي، او الله پاک زما ټول ژوند بدل کړ.
"خو له هغه سبزي‌ پلورنکي ‘عبد الاحد’ سره مي بیا لیدنه ونه شوه،خو کله چې مسلمان شوم، نو خپل نوم مې هم عبد الاحد کېښود، ځکه هغه یو رښتینی مسلمان و."

په ګرمو ورځو کې د یخو مشروباتو پر ځای د (ويلني)چای وڅښۍ !- یخې اوبه یا مشروبات که څه هم خوندور وي خو بدن ته د حرارت د تع...
05/07/2025

په ګرمو ورځو کې د یخو مشروباتو پر ځای د (ويلني)چای وڅښۍ !
- یخې اوبه یا مشروبات که څه هم خوندور وي خو بدن ته د حرارت د تعادل لپاره حرارت زیاتوي نو دا یخوالی لنډمهاله وي او زر له منځه ځي .
- خو که یو ګیلاس نعنا چای وڅښۍ هاضمه ښه کوي ، نس نرم کموي ، سینه صفا کوي ، ستړیا له منځه وړي ، تنفسي لارې پرانیزي او د سر درد ته آرام ورکوي همداراز بدن ته ارامي ، تازه‌ګئ او سوړوالي بخښي .

🌾 د وریجو اوبه (Rice Water) څه دي؟وریجې چې کله پخېږي، هغه سپینې اوبه چې ورڅخه پاتې کېږي «د وریجو اوبه» بلل کېږي.دا اوبه ...
04/07/2025

🌾 د وریجو اوبه (Rice Water) څه دي؟

وریجې چې کله پخېږي، هغه سپینې اوبه چې ورڅخه پاتې کېږي «د وریجو اوبه» بلل کېږي.

دا اوبه په دودیزو طبعي درملو کې ډېر کلونه کارېدلې دي.

✅ د وریجو اوبو ځانګړي ګټې:
1️⃣ نس ناستی بندوي: ژر هضم ته مرسته کوي.
2️⃣ معده آراموي: سوخت یا تیزاب کموي.
3️⃣ ویښتانو ته ځواک ورکوي: طبیعي براق کوي.
4️⃣ پوستکي ته ګټه لري: زخمونه ژر ښه کوي.

🔹 د جوړولو طریقه:
نیمه ګیلاس وریجې
دوه ګیلاسه اوبه
۱۰ دقیقې یې وایشوئ

یخې شوې اوبه وڅښئ یا وېښتانو او پوستکي ته وکاروئ.

📌 یادونه:
ماشومان، لویان، او زاړه خلک کولی شي دا وکاروي، خو که د یوې جدي ناروغۍ نښې وي، ډاکټر ته لاړ شئ.

زموږ صفحه لایک او له نورو ملګرو سره یې شریکه کړئ

04/07/2025

له ځانه یې لرې کړه او ځان هم ترینه لرې کړه :
له غوصې !
له شهوته !
له کرکې !

Adresse

Vienna

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von Dr.Abdullah Sherzai erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Die Praxis Kontaktieren

Nachricht an Dr.Abdullah Sherzai senden:

Teilen

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram