19/01/2026
د امیندوارۍ او د زېږون وروسته په موده کې په پلرونو کې اضطراب
اضطراب (اندېښنه) بله عامه ستونزه ده چې نارینه یې د امیندوارۍ او د زېږون وروسته په موده کې تجربه کوي.
تر ټولو عام د اضطراب نښې چې ښايي تاسې یې تجربه کړئ، په لاندې ډول دي:
• د وېرې ناڅاپي حملې (Panic attacks)
• اندېښنه / ډېر فکر کول
• وسواسي فکرونه
• جبري کړنې (Compulsions)
راځئ چې د دغو هرې ستونزې تفصیلي تشریح ته وګورو.
د وېرې ناڅاپي حملې (Panic Attacks)
د وېرې ناڅاپي حملې د شدید اضطراب ناڅاپي څپې دي چې عموماً له لسو تر پنځلسو دقیقو پورې دوام کوي. د دغو حملو پر مهال ښايي داسې احساس وکړئ لکه د زړه حمله درباندې راغلې وي، یا به لېونی کېږئ، یا به مړ شئ. که څه هم دا حملې عموماً بېضرره وي، خو ډېرې وېرونکې وي. همدارنګه، که دا حملې ډېرې تکرار شي (لکه په یوه ورځ کې څو ځله)، یا که تاسې دې ته اړ کړي چې له ځینو فعالیتونو یا حالتونو څخه ځان وساتئ—لکه موټر چلول، الوتنه، یا له ګڼېګوڼې ځایونو تښتېدل—نو کولی شي ستاسې ژوند ګډوډ کړي.
اندېښنه (Worry)
اندېښنه په اصل کې د راتلونکي په اړه ناورینمحوره فکر کول دي. عموماً تاسې پوهېدای شئ چې اندېښنه کوئ کله چې پام مو شي چې د «که داسې وشي؟» فکر لرئ، او ورپسې دا فکر راځي چې «یو بد شی به حتمي پېښېږي».
د بېلګې په توګه، ښايي فکر وکړئ:
«که زما زوی ناروغ شي او مړ شي؟»
یا: «که زه د پوهنتون لپاره کافي پیسې ونه سپموم او خپل زوی ښوونځي ته ونه شم لېږلی؟»
که تاسې د اندېښنې تمایل لرئ، ښايي د خپل ماشوم د روغتیا، مالي وضعیت، یا واده په اړه هم ډېر فکر وکړئ. دوامداره اندېښنه اکثره د ناوړه بدني نښو لامل کېږي، لکه د عضلاتو کلکوالی، د سر درد، یا ستړیا (American Psychiatric Association 2000).
وسواسي فکرونه (Obsessions)
وسواسي فکر یو نا غوښتل شوی، مزاحم فکر دی چې شدید اضطراب یا رواني تکلیف رامنځته کوي. د امیندوارۍ او د زېږون وروسته موده داسې وخت کېدای شي چې پلرونه پکې د وسواسي فکرونو پر وړاندې ډېر زیانمن وي (Abramowitz et al. 2001).
که څه هم وسواسي فکرونه بېلابېل ډولونه لرلای شي، خو د نویو والدینو لپاره ځینې موضوعات ډېر عام دي:
• تاوتریخوالي وسواسي فکرونه:
دا فکرونه کېدای شي داسې وي چې ستاسې ماشوم ته زیان ورسېږي، یا دا چې تاسې خپله ماشوم ته زیان ورسوئ. د بېلګې په توګه، ښايي نا غوښتل شوي فکرونه ولرئ چې ماشوم ته د شیدو ورکولو پر مهال په چاقو وهئ، یا د غسل پر مهال یې ډوب کړئ.
• جنسي وسواسي فکرونه:
لکه څنګه چې نوم یې ښيي، دا وسواسي فکرونه د ماشوم سره د جنسي ناوړه چلند په اړه مزاحم فکرونه دي. که څه هم دا ډول فکرونه عام دي، خو کولی شي شدید اضطراب رامنځته کړي، په ځانګړي ډول د هغو پالنیزو فعالیتونو پر مهال چې له نوي زېږېدلي ماشوم سره نږدې تماس پکې وي، لکه د ډایپر بدلول، غسل ورکول، یا جامې ور اغوستل.
یادونه:
که څه هم تاوتریخوالي یا جنسي وسواسي فکرونه وېرونکې ښکاري، خو دا فکرونه عام دي، په ځانګړي ډول د زېږون وروسته په موده کې. مهمه دا ده چې پوه شئ دا فکرونه عموماً بېضرره وي. خو که تاسې اندېښنه لرئ چې ښايي پر دغو فکرونو عمل وکړئ، نو حتمي یې له خپل ډاکټر یا د رواني روغتیا له متخصص سره شریک کړئ. همدارنګه، تاسې کولی شئ د دغو فکرونو په اړه نور معلومات په ۹م څپرکي کې ولولئ.
• د ککړتیا وسواسي فکرونه:
د دې وېره چې ځان یا خپل عزیزان—لکه خپله مېرمن یا ماشوم—ککړ کړئ، له تر ټولو عامو وسواسي فکرونو څخه دي. که تاسې د ککړتیا وسواسي فکرونه ولرئ، ښايي له دې وېرېږئ چې په یوه خطرناکه ناروغۍ لکه ایډز اخته شئ. بیا، کله چې په کور کې نوی ماشوم وي، تاسې به د هغه د ساتنې سخت مسئولیت احساس کړئ او ښايي وېرېږئ چې دا ناروغي به ماشوم ته ولېږدوئ.
جبري کړنې (Compulsions)
جبري کړنې هغه تکراري چلندونه دي چې اصلي موخه یې د اضطراب کمول وي. د بېلګې په توګه، کېدای شي خپل ویده ماشوم ډېر ځله وګورئ چې ډاډ ترلاسه کړئ لا هم ساه اخلي، په افراطي ډول لاسونه یا کور پاک کړئ، یا په پرلهپسې ډول ډاډ وغواړئ چې ماشوم مو خوندي او روغ دی.
همدارنګه، تاسې ښايي له اجتناب څخه هم د یوې جبري لارې په توګه کار واخلئ. د بېلګې په توګه، که تاسې تاوتریخوالي یا جنسي وسواسي فکرونه ولرئ، ښايي د دې له وېرې چې ماشوم ته زیان ورسوئ، له هغه سره یوازې وخت تېرولو څخه انکار وکړئ.
عامه پوښتنه
که زه هم وسواسي فکرونه ولرم او هم جبري کړنې، څه به وي؟
وسواسي فکرونه او جبري کړنې نږدې تل یو ځای راځي، او د دواړو ځینې ځانګړې جوړې ډېرې عامې دي. د بېلګې په توګه، که تاسې د ککړتیا وسواسي فکرونه ولرئ، نو امکان ډېر دی چې په جبري ډول ډېر لاسونه ووینځئ یا پاکوالی وکړئ. له بلې خوا، که تاسې تاوتریخوالي یا جنسي وسواسي فکرونه تجربه کوئ، نو ښايي تر ډېره له اجتناب یا د ډاډ غوښتلو څخه د جبري کړنو په توګه کار واخلئ.
Habib Zazai
کتاب لیکونکی دوکتور پامیلا او کیون