Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib For medical and Islamic information you can like my page and support me
please follow us

17/01/2025

♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
موضوع: سیرومونه
نوټ: دسیرومونو ډولونه، ترکیب،استعمال،نه استعمال او مستحضرات

۱. سیریوم رینګر Ringer
ترکیب:سودیم کلوراید،کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید. ایزوتونیک محلول دی
استعمال:
اسهال،استفراق و زړه بدوالی،دمایعاتو دلاسه ورکول،دپوتاشیم کموالی،تغذیه
اختیاط او پاملرنه:
که چیرته دمحلول رنګ بدل شوی وه نه استعمالیږي.
د سودیم بای کاربونیت هایپرتونیک محلول اضافه کول ورته منع دي.
د ۲-۲۵ سانتی ګرید کې باید وساتل شې.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۲.سیریوم رینګر لاکتیت Ringer Lactate:
ترکیب:
کلسیم کلوراید،پوتاشیم کلوراید،سودیم لاکتیت،سودیم کلوراید
استعمال:
دمایعاتو کموالی،مخکې او وروسته دعملیات څخه،اسهال،استفراق،زړه بدوالی،اسیدوز او سوخته ګۍ،دګلوکوز دسویې دلوړوالې له کبله شاک،کوشنګ سندروم او دکورتیکوستیراید د دوز په لوړوالې کې استعمالیږي.
نه استعمال:
لوړ فشار،پښتورګو،جګر او دزړه د وظیفو خرابوالی.
مستحضرات:
500-1000ML, IV

۳-سیریوم نارمل سالین Normal saline:
ترکیب:
سودیم کلوراید%۰،۹
استعمال:
دزخمونو وینځل او سوختګی، ټیټ فشار،خونریزی
نه استعمال:
لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۴-دکستروز یا ګلوکوز %5
استعمال:
دانرژي برابرولو لپاره هغه وخت چې دخولې له لاري خوراک نشې کولی،هایپرتونیک ډیهایدریشن،هایپوګلایسیمیا،ملا درد او لوړ فشار
مستحضرات:
100-500-1000ML,IV

۵-دکستروز یا ګلوکوز%10
استعمال:
انرژی برابرول،هایپو ګلایسیمیا،دپښتورګو عدم کفایه،دپوتاشیم او انسولین مسمومیت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۶-دکستروز یا ګلوکوز%20 یا له هغه پورته
استعمال:
هایپوګلایسیمیک شاک،د اوبو مسمومیت، عمومی عدم کفایه،زیړی
نه استعمال:
ټیټ فشار او داوبو او الکترولایتونو په اختلالاتو کې ځانته نه استعمالیږی.

۷-دکستروز سالین یا میکس
ترکیب:
دکستروز%۵ +سالین۰،۹%
استعمال:
ډیهایدریشن،مسمومیت او ګاستروانتریت
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۸-دکستران۴۰
ترکیب:
دوینې پلازما
استعمال:
دپلازما کموالی،دخونریزی له امله شاک،سوختګی او عملیات.
نه استعمال:
دسږو عدم کفایه او پښتورګو ناروغان
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۹-مانیتول%۲۰
استعمال:
ګلوکوما یا دسترګې داخلې فشار،فشار،داخل دکوپړۍ فشار،ادرار راوړونکی.
نه استعمال:
ډیهایدریشن،داخل جمجه خونریزی،هایپو ویلومیک شاک،CHF ،هایپوټینشن،هایپو کلیمیا،هایپو نایتریمیا.
مستحضرات:
500-1000ML,IV

۱۰-امینوویل۶۰۰
استعمال:
دامینو اسیدونو او منرالونو کموالی،طاقت او وروسته او مخکې دعملیات څخه.
مستحضرات:
500ML,IV

۱۱-هیماسیل
ترکیب:
پولی جیلین
استعمال:
اسهال،خارښت ،ټیټ فشار او دمایعاتو کموالی
نه استعمال:
حساسیت
مستحضرات:
500ML,IV

۱۲-پینامین جی
استعمال:
طاقت،دعملیات وروسته،سوختګی او دمایعاتو کموالی
مستحضرات:
500ML,IV

هیله ده زموږ.حمایت وکړی
لایک او شعر مو له یاده ونه وځی..
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

د مور د شیدو د ډېرښت لپاره شپږ طبیعي لارې چارې! د نوي زېږېدلي ماشوم له پاره تر یوه کاله پورې د مور شیدې تر ټولو غوره تغذ...
09/06/2023

د مور د شیدو د ډېرښت لپاره شپږ طبیعي لارې چارې!

د نوي زېږېدلي ماشوم له پاره تر یوه کاله پورې د مور شیدې تر ټولو غوره تغذیه ده، خو داسې وختونه هم راځي، چې د مورشیدې د ماشوم د بشپړې تغذیې له پاره بسنه نه کوي، په داسې حالاتو کې د مور د شیدو د ډېرښت له پاره ځینې لارې چارې شتون لري، چې لاندې پرې رڼا اچوو .
د دې له پاره هره هڅه مو چې ماشوم د مور له شیدو څخه تغذیه وکړي، ارزښتمنه ده، ځکه چې د مور شیدې تر ټولو غوره خوړنیزه سر چینه ده، چې تاسو کولای شئ د خپل ماشوم د ژوند د لومړي کال په اوږدو کې یې ورکړئ . د مور شیدې د ماشوم ټولې تغذیوي اړتیاوې ور پوره کوي او د میکروبونو په وړاندې دفاعیه ځواک وړاندې کوي او دغه راز له ماشوم څخه د ستروالي پرمهال د مسمومیت، چاغښت او حساسیت په وړاندې ساتنه کوي. هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي، د ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د سینې او تخمدان په سرطان نه اخته کېږي، خو ځینې ښځې د خپلو شیدو د زېرمې د کچې په اړه له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي . د دې ستونزو تر ټولو عمده لامل د بشپړو خوړنیزو توکو نه شتون، د مایعاتو مصرف، ستړیا، لوړ رواني فشار، د ماشوم ډېره کمه تغذیه او یا د تغذیه کېدو لنډ مهال دی .
۱ ـــ د التهاب ضد یو بشپړ او سالم خوړنیز رژیم ( په ورځ کې شاوخوا ۲۵۰۰ کالوري )
۲ ـــ د ډېرو اوبو څکل . که چېرې تاسو د اوبو له کمښت سره مخ یاستئ، نو ستاسو بدن نه شي کولای، چې شیدې تولید کړي .
۳ ـــ د شپې له خوا ګټور او اغېزمن خوب، په هره کچه چې کولای شئ او یا د ورځې له مخې هغه مهال چرت وهل، چې ماشوم ویده وي .
۴ ـــ له کورنۍ او دوستانو څخه د کورنۍ دندو په ترسره کېدو د مرستې غوښتنه .
۵ ـــ تر ډېره د ماشوم تغذیه د مور په شیدو سره، که چېرې ماشوم زیات او د اوږدې مودې له پاره د مور تی وروي، نو د مور د شیدو د ډېرښت سبب ګرځي .
۶ ـــ د رواني فشار د راکمېدو تخنیکونه په منظم ډول تمرین کړئ، لکه : ژوره ساه ایستنه .

له توجو مو مننه...!!!
لایک او شعر مو له یاده ونه وځی...‼
Medical & Islamic Informaton with Dr.Muhibullah Muhib

د نړۍ مشهورو پوهانو پنځوس غوره ويناوى1- عاقل سړى لږ غږيږي ، او ډېر اورى (سقراط)2- د هغې مرغۍ په څير اوسه چې ېوه لحظه پر ...
08/06/2023

د نړۍ مشهورو پوهانو پنځوس غوره ويناوى

1- عاقل سړى لږ غږيږي ، او ډېر اورى (سقراط)

2- د هغې مرغۍ په څير اوسه چې ېوه لحظه پر کمزورى او خويې شاخچې کينې ، سندره وايې او احساس کوي چې شاخچه لړزيږي خو خپلي نغمۍ ته دوام ورکوى ، ځکه ډاډه يې چې وزر لرى. ( ويکتور هوګو)

3- په دنيا کې هيڅ شي اتفاقي نه وي.( ابن سينا)

4- بې مينى خلک هغه ړانده دي چې هيڅکله هم منزل ته نه رسيږي.(ژان ژاک روسو)
5- پاکه پوهه په نا پاکو زړونو کې ځاى نه نيسى.(سقراط)

6- کله چې بډايان جنګ پيلوى ، دا فقيران دي چې پکي مرى. ( ژان پل سارتر)

7- هر څوک خپل ارزښت په خپله ټاکي. (ويکتور هوګو)

8- له نورو سره وخانده ، نه پر نورو.( ديل کارنګي)

9- که له چا کومه طمه ونلري ، ټول ستا دوستان دي. (رابندر نات ټاګور)

10- ښکلا د جنت يوه ډالۍ ده.( ميکلانژ )

11- څوک چې طالع ته ګوري له کلونو راهيسى مړ دي.( ارسطو )

12- د غوسى دوا خاموشي ده.( سقراط )

13- هر څوک د مينى وړ نه دي.( زيګموند فرويد)

14- يوازې ښه فکر کافي نه ده ، غوره دا ده چې د هغه نه کار واخلو.( ديکارت)

15- پر خپلو وړتياو باور نيمايې برياليتوب دي.( ژان ژاک روسو)

16- هغه څه چې په قهر او غصب سره پيليږي له شرم او پښيمانۍ سره ختميږي. ( بنجامن فرانکلين)

17- تر زړه هيڅ څيز هم ساده نه ماتيږي.( ژان پل سارتر)

18- پوهه هغه کيلۍ ده چې ټولي دروازى پري پرانستل کيږي.( اناتول فرانس)

19- يوازې بې وزله او غريبان دي چې شيان په نغدو اخلي ، ځکه چې هيڅوک پر هغوي باور نه کوي.(اناتول فرانس)

20-ځوان کولاى شي چې خپل هدف ته ځان ورسوي ، پدي شرط چې د ټينګ هوډ لمنه خوشي نه کړي.( توماس کارلايل)

21- طمعه د ټولو بديو مور او سرچينه ده.(کنفوسيوس)

22- که چيرته ونه پوهيږي چې چيرته ځي ، نو هره لاره به تاسى له ځان سره بوځي.( توماس کارلايل)

23- د تجربې نه تيره شوي لاره تر ټولو ترخه او کاميابه لاره ده.(کنفوسيوس)

24- تر ټولو غوره دوست مې هينداره ده ، کله چې زه وژاړم هغه هيڅکله نه خاندي.(چارلى چاپلين)

25- په کار کې د بريا لپاره تر ټولو غوره تګلاره دا ده چې ، خپل افکار د کاغذ پر مخ وليکئ.( برايان تريسي)

26- ستونزى مونږ نشي درولاى، بلکي روزنه راکوي.( برايان تريسي)

27- ددي لپاره چې ېو ښه ملګرۍ ولرى ، يو ښه ملګرى واوسه.(برايان تريسي)

28- په خدمت کې اختلاف نه راځي، اختلاف د خود غرضي نه پيدا کيږي.(باچا خان)

29- انقلاب يو سيلاب وي ، چې راشي ويده خلک يوسې او ويښ ترينه فايدي اوچتي کړي.(باچا خان)

30- له هغه ښوونکي څخه مننه کوم چې فکر کول يې رازده کړل ، نه فکرونه.(زردشت)

31- په مجلس کې له ناپوه سره مه کيښنه، هڅى نه چې تا ناپوه ونه ګڼي.( زردشت)

32- په زړونو کې تر ټولو ښه زړه هغه دي چې د نورو د ځورولو فکر په کې نه وي.(زردشت)

33- ډېري خلک بې انصافه، بې منطقه او ځان محوره دي ؛ خو هغوي وبښه.( کوروش)

34- بريالى کسان بيلا بيل کارونه نه ترسره کوي، بلکي کارونه په بيلا بيلو بڼو تر سره کوي.( کوروش)

35- د نورو د سياست په وړاندي ريښتنولي ساده ګي ، او د نورو د ريښتنولۍ په وړاندي سياست خيانت دي.( ډاکټر على شريعتى)

36- پرون مې ګاونډي له لوږى مړ شو ، خو په ماتم کې يې پسونه حلال شول.(ډاکټر على شريعتى)

37- هغه زړه چې د بې کسۍ له امله يواځې وي ، کولاى شې هر څوک وزغمې.( ډاکټر على شريعتى)

38- په دردونو کې دوست نه خبرول خپله د مينې لرلو ېو ډول دي.( ډاکټر على شريعتى)

39- ستونزي ستر انسانان لوړوي ،او کوچنې انسانان وارخطا کوي.( ډاکټر على شريعتى)

40- که چيري نه شي کولاى چې ځان پورته بوځي ، نو د مڼي په څير واوسه ، تر څو په راغورځيدلو سره د يوه فکر لوړ کړې.(ډاکټر على شريعتى)

41- روزنه د بريا کيلي ده ، مګر دا چې سخته او ډېر وخت ته اړتيا لري ، نو ډېري انسانان لټان دي او زده کړي ته وخت نه ورکوي.( برايان تريسي)

42- په پلور کې بايد لومړى اعتماد جوړونه وکړئ.( برايان تريسي)

43- هغه کسان چې مالي مهارت لري بريالى دي، تاسو بايد په ورځ کې لږ تر لږه د اقتصاد او پانګوني په اړه دوه ساعته مطالعه وکړئ.( برايان تريسي)

44- د بوډايې ورځو لپاره په ځوانۍ کې شمع بله کړه.(افلاطون)

45- جبر او اختيار په هر ځاى کې يوشان نه وي.( ګل باچا الفت)

46- په رسمونو او رواجونو پسي مه ځه ، څه چې شريعت وايې هغه وکړه.( خوشال بابا)

47 عقل رڼا ده.( عبيدالله شاکر)

48- په نړۍ کې هيڅ داسي انسان نشته چې د مور حقيقت ونه منې.( شاکر)

49- دنيا له رزيلو خلکو ډک دي ، په هر حال کې پر الله (ج) او په خپل ځان باور کوه.(شاکر)

50- له پرون نه زده کړه وکړه ، نن ژوند وکړه او راتلونکي ته هيله مند اوسه.(البرت انشټاين)

له حوصلې څخه مو مننه!!!
کاپې
پیچ لایک اوشعر کړی
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

08/06/2023

سلامونه اونیکی هیلی زموږ.پیچ در سره لایک کړی...‼
او دا ودیو تر اخیره پوری وکوری
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

چاغوالۍ:                                                            Obesityپه وجود کي زياد شحم (وازګي ) جمع کيدل چاغوالۍ...
27/04/2023

چاغوالۍ:
Obesity
په وجود کي زياد شحم (وازګي ) جمع کيدل چاغوالۍ دی چه دانسان روغتيا ته خطر دی. په نړی کي هرکال څلور مليونه انسانان د چاغوالي او د وزن د ډيروالي له وجی خپل ژوند دلاسه ورکوي .
که چيري BMI تر ۲۵ زيات وي نو دوزن زياتوالی يا Over weight بلل کيږي اوکه BMI تر ۳۰ زيات وي نو دا حالت چاغوالي بلل کيږي .
دا BMI څه شي دی ؟
Body Mass Index
دايو ارزش دی ،چه زياتوالی یی چاغوالي بلل کيږي اوفارمولا یی داسي ده چه وزن په کيلو ګرام تقسيم پر جګواله مربع .
تاسو کولای سي چه ځان ته معلومه کړی چه وزن مو زيات دی اوکه چاغ ياست .
مثلآ داحمد وزن ۷۵ کيلو دي تقسيم پر قد مربع البته قد یی يونيم متر دي مربع یی 33.33 دی.
BMI = 75 ÷ 1.5 square = 33.33
موږ دمخه وويل چه تر ۳۰ لوړ BMI چاغوالي دی ، داحمد BMI 33.33 نو احمد چاغ دی .

د۱۹۷۵ څخه تر۲۰۱۶ پوري چاغوالي او دوزن لوړوالی په ماشومانو اونوي ځوانانو کي ( د 5--19 کالو ) څلور چنده زياد سويدی ، اوکه په فيصدي ووايو د4% څخه 18% ته جګ سويدی . اکثريت دچاغو ماشومانو په مخ پرانکشافو هيوادو کي دی .
عمده سبب دچاغوالي دادی چه کومه انرژي يا کالوري چه موږ اخلو دهغي انرژی يا کالوري څخه زياته ده کوم چه موږ یی مصرفوو. دغه انرژي زيادتره دغوړو او خوږو غذاوو څخه عبارت دي او دچاغښت باعث ګرزي . دفزيکي فعاليت کموالی ، دموټر زياد استعمال او دښاري ژوند غوره کول د چاغوالي عواملو کي راځي.
دچاغوالي عام نتايج-
لوړ BMI لوی خطري فکتور دلاندي ناروغيو لپاره دی.
- د زړه او رګونو امراض(خصوصأ دزړه ناروغۍ او ستروک يا دماغي سکته ).
-دهډوکو اوعضلاتو تکاليف ( Osteoarthritis يا دهډوکو اومفاصلو التهاب ، دمفاصلو ستونزي .
-کانسرونه :دسيني کانسر،دتخمدان کانسر،د پروستات کانسر، د اينې کانسر، دکيسه صفرا کانسر او د پښتورګو او غټو کلمو کانسر.
هر څومره چه BMI لوړيږي نو د ذکرسويو ناروغيو چانس هم زياتيږي. په چاغو ماشومانو کي دهډوکو ماتيده، نفس تنګي ، دفشار لوړوالی او دقلب او رګونو قبل از وخت يا وختي ناروغي او بعضي روحي تکاليف پيدا کيږي، مثلآ ماشوم ښه چاغ او په غوښه پټ دی په ښوونځی يا محل کي نور هلکان ټوکي پر کوي او ريشخند په وهي نو ماشوم په خفګان اخته کيږي .
په غريبو هيوادو کي ماشومانو ته زيادتره شحمي اوقندي مواد ډير ورکول کيږي ، او اساسي غذایی مواد( Micronutrients ) په کافي اندازه نه اخلي نوموړي ماشومان چاغ وي مګر په عين حال کي دتغذي ستونزه لري ځکه چه په غذایی رژيم کي یی پروتيني مواد اونور ضروري مواد نه سته .
د ستونزي دحل لپاره بايد:
- صحي غذاوي وخوړه سي ، فزيکي فعاليتونه اجرا سي .
- دانرژي اخيستل دشحمي او قندي موادو څخه کمه او محدوده سي.
- ميوه جات اوسبزيجات زياد استعمال سي .
- دولتي اړوند ارګانونه چه دغذا او درملو تنظيم په غاړه لري کولای سي چه په دي هکله يو اصولنامه عملا دغذایی موادو په تولید کونکو او واريد کونکو تحميل کړي چه خصوصا دماشومانو لپاره په غذاوو کي د شحمي موادو اوقندي موادو مقدار کم کړي او په عوض کي یی پروتين او اساسي غذایی با ارزشه مواد اظافه کړي .
- غيرمشبوع غوړي په ماهي، حبوباتو ، لمرګلی، سويابين ،او زيتون کښي سته چه دا ډول غوړي دوجود لپاره دومره ضرر نلري ‌.
- لږ پوتاشيم اخيستل او ډير کلورين اخيستل د ويني فشار لوړوي.
پاته دي نه وي چه څلورم دمارچ د چاغۍ يا Obesity دنړيوالي ورځي ترنامه لاندي هرکال نمانځل کيږي. تر څو دعوامو پوهاوی د چاغۍ دضرر په هکله زيات کړي .

موږ سره اوسی پیچ لایک او شیر یی کړی

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

له پند او درس څخه ډک واقعیت:د روژې په مازدیگر د کور خواته نژدېې پکوړو والا ته لاړم!!!ما ویل کاکا سبا ته میلمانه لرم. د پ...
25/03/2023

له پند او درس څخه ډک واقعیت:
د روژې په مازدیگر د کور خواته نژدېې پکوړو والا ته لاړم!!!

ما ویل کاکا سبا ته میلمانه لرم. د پکوړو روپۍ به نن درکړم سبا راته پکوړې وساتی.

هغه وویل څومره روپۍ راکولی شې؟

ماته یی پووښتنه داسی معلومه شوه لکه پر ما چی ریشخند وهي. نو ورته مې له جیبه د هغه د حق څخه زیاتی پیسې راوویستې او ورته می وویل واخله.

هغه راته وویل د څو روپو پکوړې دي چی پکار دي ماته ووایه او روپی د سرک هغه بل طرف ولاړې میرمنې ته ورکړه.

روپۍ مې د هغه د خبرې مطابق هغه میرمنې ته ورکړې. ډیره خوشحاله شوه. ځان سره یی څه وویل.

بیرته راغلم او پکوړو والا ته مې وویل، هغه دی څه کيږي؟

پکوړو والا وویل هغه زما مور، خور، خاله، عمه او هر څه ده. په ژبه گونگۍ ده، چا څخه سوال نه کوي او څوک ورته بغیر له سواله څه شی نه ورکوي. زه یقینی یم هغې به بیگاه روژه ماتی په اوبو کړی وي او د نن روژه به یی هم په نهاره نیولې وي. (د خبرو په وخت کی یی له سترگو اوښکې روانې وې)

زیاته یی کړه ما سره دومره روپۍ نه جوړیدې ښه شوه چی ستا پکوړی سبا ته پکار دي او پیسی دی نن راکړې نو ماته هم چانس پیدا شو چی ورسره کومک وکړم او یو څو روژی پری ښې تیرې شي.

ماته یی وویل!

تاسو مالداره خلک زمونږ په درد نه پوهیږئ او نه مو مشکلات درته معلوم دي. که تاسو د روژی مبارکه میاشت کی له خپل دسترخوانه یو شی کم کړی نو زمونږ په دسترخوان به بغیر له اوبو یو شی زیات شي.

که تاسو د خپلو اولادونو داختر په نوو جامو کی زمونږ اولادونه هم په نظر کی ونیسئ نو درته معلومه به شی چی اصلی خوشحالی پدی کی ده چی نورو سره شریکه شي. خو فکر نکوم تاسو دا کار وکړی ځکه دا کار پوره ایمان او اخلاص غواړي کوم چې په اکثره مالدارو کې نشته.

ځان سره مې تعهد وکړ چې د کاکا خبره به عملي کوم او ملگرو ته به یی هم رسوم چی عملي یې کړي.

نوټ: اکثریت پیسه داره یا د شتمنو خلکو زړونه داسې وي لکه تیږه د خیر او خیرات ته یې اورمیږ مات وي صرف ځان ښودنې او ریا ته یې پریږده بس .
Copy...!!!
یو ملګری می لیکلی وه زما خو یی له سترګو اوښکی روانی کړی...!!!☞
له نورو ملګرو او دوستانو سره یی هم شریک کړی او که مو زما پیچ خوښ شو داهم درسره لایک او شریک کړی...☞

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟د برات شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښت...
27/02/2023

خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟
د برات شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدله کړو؟
د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي:
-څوک سته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم
-څوک سته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم
-څوک سته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لري کړم
د تقدیر بدلول
الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړی، چي تقدیر مو بدل کړی. دا شپه سږ کال د همدې هفتې پنجشنبه ده، نفل لمونځ ادا کړی، سورة یاسین تلاوت کړی او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ:
-یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دئ، زموږ تقدیر بدل کړې!
-پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوې او و اخرت ته د امادګئ موقع راکړې، ترڅو عبادت وکړم.
-زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، ماته بخښه وکړه. او نیک اعمال مي قبول کړه.
-یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجی او طمع څخه خلاص شم.
-مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندي مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوې.
یاالله چي څوک دغه فوسټ شیر کوي هغو دعاګاني قبولئ کړه
-یا الهی! زموږ دعاګاني قبولي کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې.
#یادونه: د همدې ورځي په سهار روژه نیول د رسول الله عادت وو
: دعا په داسي اخلاص وکړی، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتنی وکی.☞
کاپـــــــــــــــــــی 🤲

د فراغت په ویاړ😘❤ د لوی خدای ج په سپېڅلي نامه دکندهار پوهنتون ټولو فارغ شویو محصلینواوخوږو ملګروته او ددوی درنو کورنیوته...
19/12/2022

د فراغت په ویاړ😘❤

د لوی خدای ج په سپېڅلي نامه
دکندهار پوهنتون ټولو فارغ شویو محصلینواوخوږو ملګروته او ددوی درنو کورنیوته د دې سترې لاسته راوړنې او فراغت مبارکي وایم.

دا فراغت به مو وروستی نه وي او تاسو به لا هم مخ په وړاندې ځې او نور ویاړونه به کورنۍ او هېواد ته راوړې.
ستاسو ورور
❤ Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

د چرګ په اړه عجیب حدیث او معلوماتنبي کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي:څوک چې د چرګ آذان په وخت کې دغه دعا پنځه (ځلې) ووا...
24/10/2022

د چرګ په اړه عجیب حدیث او معلومات
نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي:
څوک چې د چرګ آذان په وخت کې دغه دعا پنځه (ځلې) ووایي(لَااِلهَ اِلَّااللهُ اَلْحَیُّ الْقَیُّوْمْ)
الله پاک به یې د (۴۰) کالو ګناهونه معاف کړي؛
نبي کریم (ﷺ) فرمایي:
کله چې چرګ آذان کوي نو تاسو د الله پاک نه د خپل حاجت او ضرورت دعا وغواړئ ځکه دغه وخت کی چرګ فرښته لیدلي وي، ممکن دا فرښته ستاسو په دعا آمین ووایي نو دعا به مو قبوله شي؛
یو بل حدیث شریف کې راځي نبي کریم(ﷺ) فرمايي چرګ ته بد رد او ښکنځل مه کوئ ځکه زما ملګری دی په چرګ کې څلور ④ خصلتونه د پیغمبرانو موجود دي:
( ۱ ) د الله پاک ډیر ذکر کوي.
( ۲ ) شجاعت لري .
( ۳ ) سخاوت لري معمولاً په دانو او خوراک کې چرګو ته اولویت او ترجیح ورکوي.
( ۴) چرګ د خوب په وخت سترګې پټې وي او زړه یې بیدار وي، پیغمبر هم په خوب کې سترګې پټې وي او زړه یې بیدار وي، زړه یی د الله د ذکر نه غافل نه وي.
(نـزهـة الـمـجـالـس جـلـد ۱ صفحه ۲۹۲)

شیېر یې کړئ زموږ ملاتړ وکړی

Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

که چیرې ذهني فشار او خپګان کنټرول نه کړئ، نو له دې (۵) خطرناکو زیانونو سره به مخ شئ۱ ـ هغه خلک چې نارامه او ستومانه، زړه...
21/10/2022

که چیرې ذهني فشار او خپګان کنټرول نه کړئ،

نو له دې (۵) خطرناکو زیانونو سره به مخ شئ
۱ ـ هغه خلک چې نارامه او ستومانه، زړه نا زړه، ګوشه نشين، او مړاوي وي نو له خپګان سره لاس و ګريوان دي. په اندک خبرو غوسه کيږي…
که چېرې یو کس ذکر شوې ځانګړنې ولري او يا ژر احساساتی کيږي او ژر غوسه ورځي نو ويلی شو چې په سټرېس (ذهني فشار – خپګان) اخته دی.
۲ ـ په ځوانانو کې د خپګان بدني نښې د خستګي، اروايي ستړيا، د سر خوږ،ګنګستوب، د زړه تېز ضربان او د لږ اشتها په ډول څرګنديږي. چې ممکن په خپګان اخته کس له ورزش سره هم چندان مينه ونه ښيي، يا ځان ورته بې انرژي ښکاره شي.
۳ ـ سټريس (ذهني فشار) ممکن عصبي ګډوډي هم رامنځته کړي، مثلاً د ګوتو په خوله کې وهل يا نوکان په غاښونو کې نيول، بې ځايه او بې ګټې ګرځېدا، نا منظم تګ، نارامي، بې خيالي يا نه توجه او بې قراري يې هم علايم دي.
۴ ـ سټرېس یا ذهني فشار حافظه کمزورې کوي، يانې شناخته کسان به هم کله نا کله نه پېژني او يا به يې نوم ترې هېر وي.فکر به کوي چې خلک يې خبرو ته د وره يا پردې تر شا غوږ نيسي، د تمرکز ګډوډېدل، اندېښنې، منفي ليدلوری، ناسم قضاوتونه هم نښې او علامې بلل کيږي.
_د سټرېس يا خپګان ځينې نور علايم دادي: غير منطقي کېدل، په وزن کې تغيرات راتلل، د ناهيلۍ احساس کول، خپلې سليقي يا ظاهر ته پام نه کول.ذهني فشار او خپګان اصلاً د ستونزې په وخت پيدا کيږي، که ستونزه حل کړئ هم پرمختګ کولی شئ او هم له خپګان ځان خلاصولی شئ.
خپګان په ځوانانو کې آسانه کنټروليږي، يوازې د خپګان علت پيدا کړئ، بيا اقدام وکړئ، البته موږ به د خپګان د عواملو او کنټرول لپاره نور مطالب هم درته وړاندې کړو.

دمهربانی له مخی داپاڼه لایک اوشعرکړی دنور معلوماتود پاره له موسره پاتی شی
Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib

https://www.facebook.com/profile.php?id=100045431629948

©

Adresse

Democratic Republic Of The

Téléphone

+93788188015

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Contacter La Pratique

Envoyer un message à Medical & Islamic Information with Dr.Muhibullah Muhib:

Partager

Type