Medical Information

Medical Information Dr Naveed Safi from Afghanistan jalalabad

09/04/2024

دنیکمرغه کوچنی اختر د رارسیدو په مناسبت‌ د افغانستان مسلمان ملت او د نړی ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکی وایم الله ج مو ټول عبادتونه قبول کړه

15/03/2024

کله چې موږ او تاسو په کمپيوټر، ځېرک ټلېفون او يا ژوره مطالعه لګيا يو او يا يو شي ته د ډير وخت لپاره ځير شو زموږ او ستاسو سترګې ستړې کيږي. هر شل دقيقې وروسته د شلو فوټو په اندازه لېري ځای ته د شل سانيو لپاره و ګورئ او سترګې ورپوئ ترڅو خپلې سترګې له ستړيا وساتئ.

15/03/2024



پۀ کال کښې يو ځل Lipid profile ټسټ ضرور کوئ - چې د ښۀ او بد کوليسټرول مقدار درته معلوميږي -
بد کوليسټرول چې ورته LDL وئيلے کيږي - چې کله د دې مقدار زيات شي نو د وينې رګونه بندوي او د زړۀ د دورې او فالج سبب جوړيږي او د ښۀ کوليسټرول يا HDL مقدار چې زيات وي نو فائده مند وي -

کوليسټرول پۀ وينه کښې د 200mg/dl نه کم پکار دے

کوليسټرول LDL
هغه کسان چې د زړۀ دوره ورته راغلي وي يا ئې د زړۀ رګونه يا والونه بند وي - نو پکار ده چې دا مقدار 70mg/dl نه زيات نۀ وي
هغه کسان چې شوګر لري يا د زړۀ د مرض خطره لري نو دا مقدار د 100mg/dl نه زيات نۀ دے پکار
د عامو خلکو له پاره د 130mg /dl پورې هم ټيک دے خو د دې نه زيات بيا کنټرول کول غواړي

کوليسټرول HDL
د ښۀ کوليسټرول مقدار د 40mg/dl نه کم نۀ دے پکار - د 40mg/dl نه بره ښۀ دے او د 60mg/dl پورې يا د دې نه بره ډېر زيات ښۀ دی

د سينې درد (Chest pain)په اونۍ کې بلاناغه لږترلږه دوه درې ځوانان پوښتنه کوي چې د سينې درد لري، چې درد خو يې له زړۀ سره ا...
15/03/2024

د سينې درد (Chest pain)

په اونۍ کې بلاناغه لږترلږه دوه درې ځوانان پوښتنه کوي چې د سينې درد لري، چې درد خو يې له زړۀ سره اړيکي نه لري؟ دغه درد که د سينې کيڼ اړخ ته وي، لا تشويش پاروونکی وي. د سينې د درد په اړه يو څو ټکي:

- په سينه کې له پوستکي، عصبي رېښو، د سينې له هډوکو او پښتيو نېولې، سږي، هوايي نلونه، زړۀ، مرۍ، رگونه شريانونه او گڼې نورې وړې پرزې شته چې د هرې يوې ناروغي د سينې د درد سبب کېدای شي. نو که په سينه کې درد محسوو، معنا يې دا نه ده چې دا درد به خامخا له زړۀ سرچينه اخيستې وي. له زړۀ ور هاخوا د سینې د درد مشهورې سرچينې دا دي:
د هضمي لارې ناروغۍ، د سږو ناروغۍ، د عضلو او هډوکو ستونزې او عصبي/رواني مشکلات.

- د سینې په درد هغه وخت شک ډېرېږي چې له زړۀ به وي، چې د ناروغ عمر لوړ وي؛ درد يې ټيپيکل وي؛ ناروغ وار له مخې د زړه د ناروغيو خطري فکتورونه ولري او ډېر شديد وي. خطري فکتورونه دا چې مثلاً ناروغ ډېر وخت لوړ فشار لري، سيگريټ څکوي، ډيابېټ لري، وزن يې زيات وي، غيرصحي ژوندطرز لري، ډېر الکول څښي، جنيټيکي ستونزې لري او گڼ نور. که يو پنځه ويشت کلن ځوان/ه له پورتنيو هغو هيڅ يوه ستونزه نه لري، نو په غالب گمان چې درد به يې له زړۀ څخه نه وي را پورته شوی.

- د زړۀ لپاره وصفي يا ټيپيکل د سينې درد درې مهمې ځانگړنې لري: د سينې د هډوکي شاته يو دروند والی يا فشار غوندې محسوسېږي؛ د منډې، ورزش، سټرس، خوراک او کار په مهال زياتېږي او بالاخره که آرام شو او يا تر ژبې لاندې د زړه د درد مخصوصې گولۍ (Nitroglycerin) ونيسو نو درد هم آرامېږي. که د چا درد دغسې ځانگړنې ولري، ښه ده چې زر روغتون ته ورسول شي.

- هغه درد چې د دوام موده يې له دوو دقيقو کمه وي او ناروغ په گوته اشاره ورته کوي، د زړۀ درد نه دی. د زړۀ د درد دوام معمولاً له څو دقيقو تر نيم ساعته وي. که يو درد بېخي آني وي او يا په ورځو، ورځو دوام کوي، نو په بل علت يې فکر بويه.

يادښت: د ډاکټر په صفت د سينې له درد سره ټوکې نه دي پکار. هر ډاکټر چې ناروغان گوري بايده ده چې د سينې د درد علتونه وپلټلای او وپېژندلای شي. دقيقه تاريخچه، د سینې د مختلفو دردونو ځانگړنې پېژندل، بېلابېل فزيکي معاينات او د اړينو معايناتو د سم تحليل قوت ډاکټر ته دا ځواک ورکوي، چې د سينې درد دقیق تشخيص کړي. که د سينې د درد په تشخيص کې گډوډ شو، ممکن د تشويش ناروغ ا

د معدي د تکليف لرونکو ناروغانو شمير د روغتون او شخصي کتنځایونو په مراجعينو کې ورځ تر بلي زياتيږي .یاد ناروغان د بد هضمۍ،...
14/03/2024

د معدي د تکليف لرونکو ناروغانو شمير د روغتون او شخصي کتنځایونو په مراجعينو کې ورځ تر بلي زياتيږي .
یاد ناروغان د بد هضمۍ،ګرځون،د خولي دخوند د بدوالي او تريخوالي برسیره د ګيډي د پورتنۍ برخې او د سيني د درد څخه ګيله مند وي. کله ناکله په ګرځون کي د ويني د راتلو څخه هم شکايت کوي .
ايا تاسي د يادو ګيلو په لامل پوهيږئ؟
ايا تاسي ته د معدي د تکليف څخه ځان د ساتنې لاری چاري معلومي دي ؟
که ځواب مو منفي وي نو لاندی ليکنه په غور سره ولولئ!
لاملونه: 1:H.pylori څيړنو ښودلي ده چې د ضعيف اقتصاد لرونکې ټولني 80% وګړي د H.pylori په نوم ميکروب لری .
ياد ميکروب د معدي په تکليف کې 85% پړ ګڼل کيږی .
د اثنا عشر په قرحاتو کې 95% مسؤله بکتريا ګڼل شوي .ياد ميکروب Urease ,Mucinase ,Phospholipase,کاګ اي او واک اي په نوم Cytotoxin افرازوي ،د تحثری فکتورونو د فعالولو له کبله اسکيميا منځته راوړي نو ځکه ياد ميکروب د معدي د مخاطي غشا او د معدي د اپيتليوم د تخريب برسيره د معدي د تيزابو افراز هم زياتوي .
۲:سګرټ:سګرټ چې د اسلام په مبين دين کې منعه دي د معدي تيزاب زياتوي د معدي زخم رغیدو ته نه پريږدي ،رغيدلي زخم بيا تازه کوي ،د پروسټا ګلانډين په نوم د ګټوري مادي د جوړښت د کمولو برسيره د ويني د جريان د کمولو باعث هم ګرځي په پايله کې د معدي د مخاطي طبقی دفاعي ميکانيزم کمزوری کيږي او د معدي د تکليف لپاره لاره هواریږي .
۳:شراب يا الکول:د شرابو استعمال هم د اسلام په مبين دين کې منعه دي د شرابو د څښلو له کبله د انسان وجود ته ډول ډول تاوانونه رسيږي .
شراب د معدي تيزاب ډيروي او د پورته ذکر شويو ګيلو د رامنځته کيدو سبب ګرځي.
۴:د درد ضد درمل :د درد ضد درملو غير معقول استعمال د مخاطي غشا مقاومت د معدوي عصاري په مقابل کي کموي .
په ځانګړی ډول کله چې د ډاکټر لخوا په يوه وخت کي متعدد درد ضد درمل توصیه شي .
۵:غذا:د ويټامينونو څخه د فقيري او مساله لرونکي غذا ګانو استعمال د اثنا عشر د تکلیفونه په اسبابو کي ذکر کيږي.
۶:اسکيميا:پوهيږو چي معده د اسکيميا په مقابل کې معده ډیره حساسه ده.Hypoperfusion که د فشار د ټيټوالي او يا هر بل لامل له کبله وي مخاطي محافظوي مانعه کمزوری کوي او د معدي تکليف ته لاره هواریږي .
۷:حاد انتانات:د وجود د نورو برخو ميکروبونه چي د Sepsis سبب شي د معدي د تکليف لپاره مساعده زمينه برابروی .
۸:ډوډينوګاسټريک ريفلوکس يا د اثنا عشر د محتوي بازګشت معدی ته د پړ ګڼل شويو لاملونو څخه يو لامل دی .
۹:نيورولوژيک اسباب :تشويش او اضطراب د واګوس عصب د تنبيه له لارې د يادو ګيلو رامنځته کيدو لپاره مساعده زمينه برابروي .
۱۰:د ويني صفر ګروپ :هغه کسان چي صفر ګروپ وينه لری ددوي د معدیparietal cell Mass کچه لوړوي چې دا په خپل وار د معدي د تيزابيت د زياتوالي سبب ګرځي .
۱۱:د معدي د تکليف لپاره ځيني نوري ناروغۍ لکه:ګسټرينوما
هايپرپاراتايرايډيزم ، سي او پي ډي ،سي کی ډی،کورپلمونل او سيروزيس مساعده زمينه برابروي .
۱۲: سوختګی :که چيري د سوختګۍ سلنه 30-35 سلني ته ورسيږي د معدی د تکليف لپاره لاره هواروي .
۱۳:قحفي ترضيض او د نيورو سرجري نور لوي عملیاتونه هم د معدي تکليف پيدا کوي.
پورته اسبابو ته په پام تاسې د کوم سبب يا اسبابو څخه ربړيږئ؟
د خپل ربړونکي سبب څخه ځان څرنګه خلاصوئ؟
د ځان د خلاصون لپاره د ځان ژغورني لاندی لارښونو ته پام وکړئ:
۱:د H.pylori, ميکروب د ملوثو غذاګانو ، ناپاکه خامه سبزيو او ملوثو اوبو د لاري انسان ته انتقاليږي د معدي د تکليف ددي عمده لامل څخه د خلاصون لپاره باید لاسونه د تشناب د تګ څخه وروسته په صابون پري مينځل شي، د نوکانو اصلاح اړينه ده، د پاکو اوبو څخه ګټه واخيستل شي. د خامي ناپاکی سبزيو د خوړلو څخه ډډه وشي .په ياد انتان باندی د اخته کيدو په صورت کي یي طبي درملنه وکړئ.
۲:د مساله لرونکي غذا څخه پرهيز وکړئ او ويټامين لرونکي غذا واخلئ.
۳:د سګرټو او شرابو د استعمال څخه ډډه وکړئ.
۴:د درد ضد درملو په استعمال کې ډير احتياط وکړئ د اړتيا څخه پرته يې مه استعمالوئ په ځانګړي ډول د ډسپرين او پايروکسيکيم په نوم درد ضد درملو استعمال څخه ډډه وکړئ.
۵:د خفګان او تشويش څخه ځان وساتئ.
۶:د ټيټ فشار درملنه په خپل وخت وکړئ.
۷:په کور کي داسی تدابير مراعت کړئ چي پر مټ يې ځان د سوختګۍ څخه وساتئ.
۸:په قحفي ترضيض د اخته کيدو د مخنيوي لپاره په ورځني کارونو کې ډير احتياط وکړئ .
۹:د Sepsis د مخنيوي په موخه حاد انتانات په خپل وخت په مؤثر ډول تداوي کړئ.
۱۰:د ذکر شويو ټولو هغو ناروغيو درملنه په خپل وخت ډيره اړينه ده چي د معدی تکليف ته لاره هواروي .
۱۱:د صفر ګروپ ويني لرونکي وګړي وړاندي د مخه د معدي د تيزابيت د زياتوالي د خطر سره مخ دي دوي دي هڅه وکړي چي د بل خطر سره مخ نشي .
۱۲:د ستونزو په صورت کې د متخصصو ډاکټرانو څخه مشوره واخلئ او د خپل سرو درملو استعمال څخه ځان وساتئ.
Raj Safi

په کومو انسانانو کې ایچ پایلوری H.Pylori د معدې د زخم (gastric ulcer )سبب ګرځي؟هغه څوک چې د ایچ پایلوري نښې نښانې نلري ا...
14/03/2024

په کومو انسانانو کې ایچ پایلوری H.Pylori د معدې د زخم (gastric ulcer )سبب ګرځي؟
هغه څوک چې د ایچ پایلوري نښې نښانې نلري اما د معاینې نتیجه یې مثبت وي باید درملنه وکړي؟
د کره ضوابطو له مخې د نړۍ٪۵۷ نفوس د معدې پر مکروب مبتلا دي مګر د هریوه درملنه اړینه نده.او نه هم هریو درملنې ته اړتیا لري.
هغه ناروغان چې د معایناتو نتیجه یې مثبت ده ولې د معدې ستونزې نه احساسوي یا ایچ پایلوري ته ورته علائم نلري بناً لازمه نده چې درملنه یې وشي.مګر هغه انسانان چې د زړه ناروغي لري او عملاً د زړه درمل خوري که ددغه ناروغانو معده د ایچ پایلوري halicobacter Pylori پر مکروب ککړیږي د نورو انسانانو په نسبت ۴ برابره ډیر چانس لري چې د معدې زخم او یا د اثنی عشر زخمونه پیدا کړي.
همدارنګه د مفاصلو ناروغیو کې د تسکین لپاره ځینې درمل د اوږدې مودې لپاره استمعالیږي لکه بروفین،دیکلوفینک ….. دغه ناروغان دې هم خپله معده کې ایچ پایلوری نه پریږدې ځکه د نوموړو درملو د استعمال په صورت کې معده د ایچ پایلوري له وجې د زخمي کیدو لوړ چانس لري.
#ډاکټرنویدخپلواک

14/03/2024

هر هغه وخت چې موږ تر روحې فشار لاندې يو او غمجن يو له خپلوانو، ملګرو او دوستانو سره تماس او مخامخ کېدل هيڅ مزه نه راکوي او يو ډير دروند بار راته ښکاريږي. همدغه احساس او فکرونه د ژور خفګان دام دی، لومه ده او تلکه ده چې موږ او تاسو ته وايې په خپل کور کېنه، پټ شه، له خلګو سره خبري مه کوه او چې تر څو ښه سوی نه يې له کوره مه راوزه او له خلګو سره مه کېنه.

13/03/2024

Welcome to the Medical Information page 📄

Adresse

Democratic Republic Of The

Site Web

Notifications

Soyez le premier à savoir et laissez-nous vous envoyer un courriel lorsque Medical Information publie des nouvelles et des promotions. Votre adresse e-mail ne sera pas utilisée à d'autres fins, et vous pouvez vous désabonner à tout moment.

Partager

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Type