Dr. Sharif Zarif

Dr. Sharif Zarif This page will only provide medical consultations based on highly rewarded international medical kn

22/04/2026

برای آنان که افغانستان را در استخوان‌های خود حمل می‌کنند

نگذار قلبت سنگین شود وقتی سخنانی درباره سرزمینت می‌شنوی از زبان کسانی که هرگز نتوانستند خاک آن را زیر پای برهنه‌شان حس کنند. وقتی بر نقشه‌هایی خط میکشند که برایش خون نداده‌اند. وقتی از مرزها سخن می‌گویند که برایشان اهمیت ندارند وقتی سرزمین مقدس و کهن تو را به یک سرخط خبر فرو می‌کاهند—تا اجنبی انها را به بردگی به ‌پزیرد این را به یاد داشته باش: آنان تنها احمق نیستند؛ آنان فقط بی‌ریشه‌اند.

آنان غبار بامیان را در هنگام غروب نچشیده‌اند. آنان نجواهای هندوکش را در لالایی یک مادر نشنیده‌اند. آنان در حویلی‌ای نایستاده‌اند که در آن انارهای کندهار در میان جنگ و صلح یکسان رسیده‌اند. برای آنان قالین فاریاب یک تصویر است. برای تو آن همه استخوان و نفس است.

پس—آشفته مشو. با شفقت بنگر. چگونه می‌توانند بفهمند که یعنی چه!! کشوری را در سینه حمل کردن؟ نه چون یک بیرق، بلکه چون زندگی و شگفتی؟ چگونه میتوانند بدانند که تمامیت و امنیت ملی برای تو سیاست نیست، بلکه خنده پسرکاکایت، حفظ دستور غذای مادربزرگت، و حق یک کودک برای رؤیا دیدن بدون بازرسی است؟

برای آنان، واقعاً مهم نیست. مهم نیست اگر از خط دیورند چنان سخن بگویند که گویی خطی ساده بر نقشه‌ای رو به فراموشی است. مهم نیست اگر بگویند «بفروش»، «واگذار کن» یا «به رسمیت بشناس». برای آنان، این‌که این سرزمین به پاکستان، به ایران، به چین، به آمریکا یا به روسیه بپیوندد—هیچ تفاوتی ندارد. یک بیرق دیگر یک نام دیگر یک امپراتوری یا قلمرو دیگر. آنان قطع شدن را حس نمی‌کنند. چون هرگز به این اندام وصل نبوده‌اند.

اما تو می‌دانی- تو می‌دانی که خط دیورند هرگز توسط امیر عبدالرحمن خان امضا نشد. تو میدانی که اعتراض او واقعی بود، حتی اگر قدرتش نبود. تو تفاوت میان امضایی انگریزی که در سایه توپ‌های بریتانیایی خودش و تنها گذاشته است و پیمانی که در خون نیاکانت نوشته شده است را میدانی.

به واقعیت زندگی نگاه کن. یک کشور کوچک در برابر یک امپراتوری چه می‌تواند بکند؟ حتی امروز با تمام تغییرات در سیاست دنیا، کسی جلو ترمپ و امریکا را گرفته میتواند. اما امپراتوری بریتانیا ان زمان که صد برابر قوی‌تر از ترامپ و آمریکا امروز بود. وقتی چیزی را می‌خواستند، می‌گرفتند. وقتی خطی میخواستند، میکشیدند، این دیپلماسی نیست. این بی‌رحمی است. این خشونتی است که انرا لباس رسمی پوشانده اند

و امیر عبدالرحمن خان—مردی که تاریخ او را نیرومند، زیرک و وحدت‌بخش می‌داند—او هرگز خط دیورند را امضا نکرد. هرگز. او همیشه اعتراض کرد. اما چه می‌توانست بکند؟ او ارتشی نداشت که با بریتانیا برابری کند. متحدی نداشت که به یاری‌اش بیاید. به مردمش نگاه کرد—که از پیش خسته و خونین بودند—و بقا را بر نابودی ترجیح داد. نه به این دلیل که آن خط را پذیرفت، بلکه چون نمی‌توانست آن را با دستان خالی‌اش پاک کند.

و تو هنوز آن را حس می‌کنی. نه به‌عنوان تاریخ کهن، بلکه چون دیروز. چون همین صبح. چون دردی در سینه‌ات وقتی کسی بی‌پروا خطی از میان سرزمینت می‌کشد.

پس بگذار آنان سخن بگویند. بگذار نظریه‌پردازی کنند. بگذار در اتاق‌های کنفرانس در مصاحبه ها هزاران کیلومتر دورتر خط‌ها را از نو بکشند. آنان نمی‌دانند که برای تو، هر ملی متر از آن خط، باغ کسی است، گورستان کسی است، لالاییِ کسی است که گسسته شده است.

تو به اجازه آنان برای سوگواری نیاز نداری. و به‌رسمیت‌شناختن آنان برای مقاومت نیاز نداری. و به درک آنان برای کامل ماندن نیاز نداری.

اگر کسی حتی ذره‌ای انسانیت داشته باشد—اگر اندکی غرور در عدالت داشته باشد، اگر دلش با کمترین حس انصاف بتپد—نمی‌تواند به آنچه امپراتوری بریتانیا با افغانستان کرد نگاه کند و آن را سیاست و توافق بنامد. باید آن را همان چیزی بنامد که بود: بی‌رحمی کامل.

آنان در سوی درست تاریخ می‌ایستادند. اعتراض می‌کردند. می‌گفتند: آنچه بر افغانستان رفت، نادرست بود. اجبار. تحقیر. غصب. بازترسیم خانه دیگری بدون رضایتش.

اما کسانی که چنین نمی‌کنند‌ در کنار ظالم و مصلحت می‌ایستند، نه عدالت.

اما تو—تو در کنار حقیقت ایستاده‌ای. و این چیز کوچکی نیست. این همه‌چیز است.

تو ناراحت نیستی چون ضعیفی. ناراحت هستی چون دوست داری. و عشق به وطن چیزهایی را می‌بیند که بی‌تفاوتی هرگز نخواهد دید.

سرت را بلند نگه دار. پیمان‌هایی که بدون صدای مردم تو امضا شدند، با مرکب نوشته شده‌اند. ادعای تو در استخوان نوشته شده است. و استخوان از امپراتوری پایدارتر است.

تو تنها نیستی. هم‌میهنانت—آنان که این سرزمین را با دستانشان تغذیه می‌کنند، با جانشان از آن دفاع می‌کنند، و خط دیورند را نمی‌پذیرند—این حقیقت را در مغز استخوان‌شان می‌دانند. آنان خانواده تو هستند. ارتش تو. گواه تو که افغانستان فقط خطی بر نقشه نیست.

افغانستان یک تپش قلب است. و در درون تو می‌تپد. بگذار آنها هیاهو کند. تو این سرزمین را زنده نگه میداری—نه با امضاها، بلکه با حضور و با وطن دوستی ات. و این تنها امضایی است که هرگز اهمیت داشته است.

برای افغانستان، برای عدالت. برای حقیقتی که هیچ امپراتوری نمی‌تواند آن را پاک کند.

28/03/2026

افغانستان د تاریخی نفوس چاودنې پر درشل کی ولاړ دی

دا یوازې یو راپور نه دی…
دا د افغانستان او نړۍ د راتلونکي یو ژور او اندېښمنوونکی انځور دی.

نړۍ به تر 2100 کال پورې څه ډول بدله شي؟

سرچینه: د ملګرو ملتونو د نفوس څانګه

🌍 نن ورځ: 8.1 billion خلک
🌍 په 2100 کال کې: 10.35 billion خلک

خو تر ټولو مهم حقیقت دا دی:
● د نفوس اصلي وده نور په اروپا او ختیځه اسیا کې نه کېږي
● د نړۍ د نفوس راتلونکی به په افریقا او جنوبي اسیا کې ټاکل کېږي

هغه هېوادونه چې نفوس یې څو برابره کېږي

🇳🇬 نایجیریا → 27M → 166M (6 برابره)
🇨🇩 کانګو → 102M → 431M (4 برابره)
🇹🇿 تانزانیا → 67M → 244M (3.5 برابره)
🇲🇱 مالي → 23M → 87M (4 برابره)

🇦🇫 او تر ټولو مهم…
افغانستان → 38M → 110M (3 برابره)

د نړۍ په نفوسي توازن کې ستر بدلون

🇨🇳 چین: 1.41 billion → 770 million
🇪🇺 اروپا: د نفوس کمښت او چټک زړېدل

🇯🇵 جاپان او 🇰🇷 کوریا: نفوس به نږدې نیمایي ته راکم شي

خو په همدې وخت کې:
افریقا به نږدې 3.9–4 billion خلکو ته ورسېږي
نایجیریا او پاکستان به د نفوس له مخې ستر نړیوال ځواکونه شي

او افغانستان نفوس به په بې‌ساري ډول وده کوي؟ عوامل کیدای شی
● ډېر ځوان نفوس
● د زېږون لوړه کچه
● د امیندوارۍ د مخنیوي وسایلو محدود استعمال
● د روغتیايي خدماتو ښه والی او د مړینې کموالی
● د نفوس د ودې لپاره مناسب چاپېریال

په ځینو سیمو کې، ټولنیز او کلتوري دودونه هم د لویو کورنیو په جوړېدو کې مهم رول لري

یو مهم علمي حقیقت چې باید هېر نه شي
ځینې شننې د هورموني عواملو لکه ټسټوسټرون او جینیټیک یادونه کوي، خو علمي واقعیت دا دی: د نفوس وده تر ډېره د اقتصاد، زده کړو، د ژوند طرز او ټولنیزو شرایطو پورې تړلې ده — نه د قومونو ترمنځ جینیټیکي توپیرونو پورې

مهمه سیمه‌ییزه پرتله

🇦🇫 افغانستان: 38M → 110M (3 برابره)
🇵🇰 پاکستان: په پښتون مېشتو سیمو او بلوچستان کې چټکه وده، خو په پنجاب او سند کې کمښت
🇮🇷 ایران: کمښت → 92M → 75M

د دې پېړۍ ستره پایله: د نړۍ نفوسي نقشه بدلېږي

● چین کوچنی کېږي
● افریقا د نړۍ د ودې تر ټولو لوی انجن ګرځي
● افغانستان په سیمه کې تر ټولو چټکه د نفوس وده لري، او د پاکستان خیبر پښتونخوا او بلوچستان هم د نفوس د زیاتوالي تجربه کوي

اصلي پیغام: دا یوازې د نفوس موضوع نه ده دا د راتلونکي ځواک، اقتصاد، سرچینو او د هېوادونو د نړیوال او ټولنیز دریځ په اړه دی

د لا زیاتو جزیاتو لپاره: د دې بدلونونو انګلیسي راپور ولولئ

21/02/2026

د نړیوالو باوري څېړنو او راپورونو پر بنسټ (لکه MedicineNet، National Institutes of Health (NIH)، او American Psychological Association (APA))، لاندې موندنې ډېرې په زړه پورې او د فکر وړ دي:

۱. انسان د ذهني او روانی ارامی لپاره انساني تماس ته اړتیا لري. ویل کېږي چې لږ تر لږه په ورځ کې ۴ ځله غېږه ورکول کولای شي اضطراب، د یوازیتوب احساس او حتی د خپګان خطر کم کړي.ځینې وخت یو رښتینی غېږ تر زرو کلمو ډېر ځواک لري.

۲. د وېښتانو سپینوالی یوازې د عمر نښه نه ده؛ دوامداره فشار (سټرس) د رنګ جوړوونکو حجرو ته زیان رسوي. ښه خبر دا دی چې د فشار په کمېدو سره بدن د ترمیم او حتی د طبیعي رنګ د بېرته راوستلو وړتیا لري. ارامښت رښتیا هم ځوانوونکی دی.

۳. د سپي لرل یوازې ساده ملګرتیا نه ده؛ دا کولای شي د بېلابېلو لاملونو له امله د مړینې خطر تر ۲۴٪ پورې راکم کړي.
بې‌قید او شرط مینه، زیات حرکت او د مسؤلیت احساس – ټول د زړه او روان روغتیا ته ګټه رسوي.

۴. هغه کسان چې په ټینګو او چټکو ګامونو مزل کوي، عموماً اوږد عمر لري. کېدای شي د اوږد عمر راز یوازې د قدمونو په چټکتیا کې نه، بلکې په هغې انرژۍ او هدفمندۍ کې وي چې ورسره مل وي.

۵. ښځې د روحي تازه‌ګۍ لپاره ژورې ټولنیزې اړیکې ته اړتیا لري. ویل کېږي نږدې هر ۲۲ ورځې وروسته له نږدې ملګرو سره یوه صمیمي ناسته کولای شي د ژوند احساس او تړاو بېرته تازه کړي. اړیکی د روح اکسیجن دی.

۶. او یو انساني ټکی: څېړنې ښيي چې کله مور و پلار بې له دې چې خبر وي، له هغه اولاد څخه ډېر دفاع کوي چې لږه پاملرنه ورته کوي، حال دا چې ډېر وفادار او قرباني ورکوونکی اولاد عادي ګڼل کېږي. دا موږ ته مهمه یادونه ده چې له هغو کسانو قدر وکړو چې په چوپتیا کې تر ټولو ډېرې هلې ځلې کوي.

موږ د مبارکې روژې په لاره کې یو –
یو فرصت چې د ژوند همدې ساده خو ژورو حقیقتونو ته لږ تم شو او فکر پرې وکړو.

22/01/2026

د هوک‌وود لیدنه او د افغانستان پر تاریخ د الفینسټون سیوری

هوک‌وود کی چی د ګېټویک هوايي ډګر ته نږدې او له لندن څخه یوازې دولس مایله لرې دی د یوې مېلمستیا برخه شوم چې زما تریني داکتری، د ایټالیا له واده وروسته د همکارانو لپاره جوړه کړې وه. فضا ارامه، اشرافي او په بشپړه توګه انګلیسي وه. هلته مې د هغې له مېړه سره ولیدل؛ یو مؤدب او هوښیار سړی. خو کله چې پوه شو زه افغان یم، څو ځله پرله‌پسې یې رانه بښنه وغوښته.حیران شوم. ومې پوښتل: ولې؟ په خواشینۍ یې وویل:«زه د مونتسورت الفینسټون له خپلوانو څخه یم؛ د کابل د پاچاهۍ د کتاب لیکوال.»

د یوه استعمارګر سیوری: هغه وویل چې د ده د نیکه پلار، د الفینسټون له وریرینو څخه و. الفینسټون په ۱۷۷۹ کال کې زېږېدلی و او په ۸۰ کلنۍ کې، همدلته چې موږ ولاړ وو، ومړ. هغه کوټه چې پکې یې وروستۍ سا واخیسته، نن د ګېټویک هوايي ډګر د سړک برخه شوی ده. هغه هېڅکله واده ونه کړ، اولاد یې نه درلود او د مرګ پر مهال نه کوم وروری ژوندی و او نه خور؛ نو ځکه یې ټول شتمنۍ د واوره ګانو ترمنځ ووېشل شوې.

د هغه کینه: مونتسورت الفینسټون پخپلو خاطرو کې لیکي چې یوه ورځ له لسو انګلیسي اسوارانو سره له یوه ښار څخه بل ښار ته په هند کې سفر کاوه. هغه هندوان، سیکان او د پنجاب مسلمانان «تابع، ارام او بزدل» بللي دي. خو کله چې دوی ملتان ته ورسېدل، یوازې درې افغان سرتیرو د هغوی لاره ونیوله، اسونه او وسلې یې ترې واخیستې او د هغه نږدې ملګری یې داسې وویراوه چې دا ویره تر پایه ورسره پاتې شوه. که څه هم وروسته رنجیت سنګه هغوی خوشې کړل. خو هماغه شېبه، د افغانانو پر وړاندې د کینې تخم د الفینسټون په زړه کې وکرل شو. له هماغه وخته د هغه د ژوند مأموریت بدل شو: د افغانستان پېژندنه، مهار او کمزوري کول

د وویل: «هغه څه چې ده له افغانستان سره وکړل، رښتیا هم د شرم وړ دي. خو باید پوه شئ چې هغه د استعمار دیپلومات و. هغه د ختیځ هند د کمپنۍ لپاره کار کاوه، او مأموریت یې پرته له دې بل څه نه و چې مقاومت کوونکي ملتونه ووېشي، کمزوري یې کړي او تر کنټرول لاندې یې راولي.»

دیپلوماسي که جاسوسي؟ الفینسټون په ۱۷ کلنۍ کې هند ته ولاړ، او په ۲۹ کلنۍ کې (۱۸۰۸–۱۸۰۹) د شاه شجاع دراني ته د بریتانیا د لومړي رسمي سفیر په توګه ومنل شو. عنوان یې دیپلومات و، خو کار یې بشپړه جاسوسي وه.

هغه هر څه ثبت کړل: جغرافیه، سیاست، قومونه او قبایل، کلتور او اقتصاد، ژبې او تاریخ. دا پوهه بې‌طرفه نه وه؛دا د واکمنۍ لپاره پوهه وه.

هغه زه د خپلې کورنۍ کتابتون ته بوتلم. د یادښتونو، لاسلیکلي اسنادو او لیکونو یوه لویه ټولګه مې ولیده.هغه وویل: «د دې اسنادو لویه برخه د بریتانیا د دولت په آرشیف کې ده، خو یوه برخه یې لا هم د کورنۍ سره پاتې ده.» وروسته یې یوې ژورې راز ته اشاره وکړه: «استعمار یوازې په توره ونه جنګېد؛ په ذهنونو یې جګړه وکړه. هغوی د تعلیم، سواد او د ښځو د حقونو دښمنان وو. افراطي مذهبي مدرسې او دودیز ضد تجدد جوړښتونه یې جوړ او تمویل کړل، څو د ملتونو راتلونکی له دننه څخه ویجاړ کړي.»

د کابل پاچاهي؛ د پوهې او تحریف ترمنځ: د کابل پاچاهي کتاب یوازې د پاچاهانو کیسه نه ده. هغه د خلکو د ژوند په اړه لیکلي:
• د افغانستان ټول قومونه
• دینونه: سني، شیعه، تصوف
• قوانین او دودونه، د پښتونولۍ په ګډون
• او د هغه وخت مهم ښارونه: کابل، پېښور، کندهار
په ظاهر کې، دا یوازې د تاریخ کتاب دی؛
خو په پټو پوړونو کې یې استعماري نظر ټوپ وهي.

د لندن ستراتېژي: هغه معلومات چې کمپنۍ او الفینسټون راټول کړي وو، په مستقیم ډول یې رنجیت سنګه ته دا زمینه برابره کړه چې پېښور اشغال کړي. په لندن کې، د همدې راپورونو پر بنسټ، یوې سترې پایلې ته ورسېدل: د انګلیسي امپراتورۍ لمړنی خطر د هند په سلګونو میلیونه خلک نه وو، بلکې خطر له هنده بهر – په افغانستان کې – او په جګړه‌مار افغان ملت کې نغښتی و. له هماغه ځایه دسیسه پیل شوه.

د استعمار وسایل – د ټولنې او دین مهندسي: بریتانیا له تاریخه زده کړه.
هغوی له بابر او د مغولو له امپراتورۍ زده کړل چې څنګه دین د داسې خلکو د مهار وسیله وګرځوي چې ایمان یې د هویت، ژوند او د وجود برخه وي – لکه افغانان.
هغوی وپوهېدل چې په داسې ټولنو کې توره تل اغېزمنه نه وي؛ خو که دین د سیاست وسیله شي، کنټرول اسانه او مقاومت ستړی کوونکی کېږي. همدارنګه، هغوی د هند له ټولنیز جوړښت څخه زده کړل چې څنګه هندوان د راجا او مهاراجه له سیسټم څخه د ټولنې د دننني کنټرول لپاره کار اخلي؛ داسې محلي واکمنان چې د قدرت منځګړي وي او د امپراتورۍ له مستقیم حضور پرته نظم تحمیلوي.
همدغه الګو وروسته د پښتنو په قبایلو کې عملي شوه؛ د «ملک» د رول په جوړولو او پیاوړتیا سره – د استعمار او قبیلې ترمنځ یو منځګړی، نه د خلکو د خدمت لپاره، بلکې د مهار، وېش او کنټرول لپاره.
سربېره پر دې، د مغولو له تجربې څخه په الهام، د افراطي مذهبي مدرسو شبکې جوړې او تمویل شوې، څو د تعلیم ضد، د ښځو ضد او د تجدد ضد تفسیرونه په هغو مسلمانانو کې خپاره کړي چې دین ورته هر څه وو. دا یوه نرمه جګړه وه؛ د پوهاوي، عقلانیت او راتلونکي پر وړاندې جګړه.

تریخ میراث: له دې ټولو سره سره، د کابل پاچاهي زموږ د تاریخ یوه برخه ده؛ خو باید په هوښیارۍ ولوستل شي. الفینسټون منصف نه شو کېدای؛ هغه د داسې امپراتورۍ استازی و چې له آزاد، خپلواک او سوکاله افغانستان څخه وېرېده. ډېری ننني څېړونکي وايي چې د هغه لیکنو د افغانانو په اړه کلیشه‌یي او بدبین انځور جوړ کړ، څو نور ملتونه له دې خاورې سره له نږدې کېدو ووېرېږي.

وروستۍ خبره: دا زموږ تاریخ دی؛ تریخ، ټپي، خو ښوونکی. د هغه پېژندنه نه د کرکې لپاره، بلکې د بیدارۍ، عزت او د افغانستان د راتلونکي د بیا جوړولو لپاره اړینه ده.

که د ۷۳۷ مخونو د لوستلو حوصله لرئ 👇

د مسلکي طبي دورې په پیل ۱۹۹۰ کلونو کې د روغتون تر څنګ ما دوه ډېرې بوختې معاینې‌خانې هم درلودې. سهار به په نوي ښار، د حاج...
18/01/2026

د مسلکي طبي دورې په پیل ۱۹۹۰ کلونو کې د روغتون تر څنګ ما دوه ډېرې بوختې معاینې‌خانې هم درلودې. سهار به په نوي ښار، د حاجي یعقوب په څلورلارې کې وم، او مازدیګر به مې په کارته پروان کې ناروغان کتل. ورځې مې له لمر ختو مخکې پیلېدې او ډېری وخت به تر ناوخته دوام درلود. دغه کاري فشار زما کلینیکي مهارتونه پیاوړي او ژمنتیا لا ژوره کړه، او یواځی د ځوانۍ، انرژۍ، مسلکي مینې او اقتصادي ثبات له امله هغه مهال دا هر څه راته د زغملو وړ ښکارېدل.

خو له هماغه پیله یوه موضوع وه چې تل یې ځورولم: هغه ناروغان چې له هماغه نه‌حل شوې ستونزې سره بیا بیا مراجعه کوله. ځینې به هره ورځ راتلل، ځینې به اونی پر اونی بې له دې چې د ښه کېدو نښې څرګندې شي.

ورو ورو مې دا درک کړه چې پرله‌پسې مراجعه د ناروغ ډاډ نه دی؛ دا یو خبرداری دی. کله چې یو ناروغ درې ځله، څلور ځله، او یا پرله‌پسې د هماغه نښو سره راځي او پرمختګ نه کوي، دا د بیاکتنې جدي زنګ دی، نه د تسلي دلیل.

له همدې امله مې یو اصل خپل کړ: زما په هغه وخت کې، په افغانستان کې، که یو ناروغ له هماغې ستونزې سره تر ۴ ځلو پورې مراجعه کوله، نو د ارزونې او درملنې لوری به می حتمي بدلوه لکه تخصصي راجع کول، د بل همکار نظر اخیستل، لا ډېرې څېړنې، یا حتی روغتون ته بستر کول.

دوامداره پاملرنه ارزښت لري خو یوازې هغه وخت چې ناروغ د ښه کیدلو پر لور حرکت کوی نه دا چې په هماغه لمړنی ځای کې ودرېږو. نن ورځ، همدا اصل په انګلستان کې د ناروغ‌خوندیتوب له نوې تګلارې «د جېس قانون» (Jess’s Rule) سره په رسمي ډول روښانه شوی دی.

دا قانون په څرګند ډول وایي: که یو ناروغ له درې ځلو کتنو وروسته لا هم بېتشخیصه وي، یا نښې یې دوام او شدت ومومي، نو ډاکټر باید قضیه له نوې زاویې وارزوي. دا قانون د جېسیکا براډي په نوم نومول شوی یوه ۲۷ کلنه انجنیره چې په ۲۰۲۰ کال کې د پرمختللي سرطان له امله مړه شوه. جېس له شلو څخه ډېر ځله خپل کورني ډاکټر GP ته مراجعه کړې وه، څو ډاکټرانو معاینه کړې وه، خو بیا هم ورته ویل شوي وو چې «د سرطان لپاره ډېره ځوانه ده». تشخیص یوازې هغه مهال وشو چې کورنۍ یې په خصوصی ډول متخصص ته ورسوله خو هغې ۳ اوونۍ وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د جېس قانون موږ ته دا اخلاقي مکلفیت راپه ګوته کوي چې درې ځله مراجعه باید د تم کېدو، بیا فکر کولو او لوري بدلولو ټکی وي. دا قانون یوازې د ناروغانو لپاره نه دی؛ دا د ډاکټرانو، لپاره هم یو جدي مسلکي مکث دی.

نو دلته زه له خپلو همکارانو یوه صادقانه پوښتنه کوم: کله چې یو ناروغ درې ځله له هماغه نښو سره درته راځي—ایا موږ له ځانه پوښتنه کوو چې ښايي څه مو له پامه غورځولي وي؟ که لا هم د عادت له مخې هماغه لاره تعقیبوو؟

اصلي درس ډېر ساده، خو حیاتي دی: کله چې درې ځله مراجعه تکرار شي، تشخیص باید بیا وپوښتل شي، نه دا چې وځنډول شي. ښه طبابت یوازې پاملرنه نه ده—بلکې دا زړورتیا هم ده چې ودرېږو، بیا فکر وکړو، او د ناروغ د خیر لپاره لاره بدله کړو

NHS England » Jess’s Rule: Three strikes and we rethink

Address

London

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Sharif Zarif posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Featured

Share

Category