Dr. Hidayatullah Elham

Dr. Hidayatullah Elham اساسې مریضۍ او دهغه اړوند اسانه علاجونه�

11/07/2022
06/07/2022
22/06/2022
31/05/2022

⭕️ Measles / شري !

① آیا پوهیږئ چې شری څه ډول ناروغی ده او کوم ډولونه لری او څه ډول کلنیکی لری ؟

② څنګه کولای شو تشخیص یی کړو او څه ډول د شری مخنیوی وګړو او څه ډول دغه ناجوړی تداوی کړو ؟

◀ د شری ناروغی یوه حاده ویروسی ناروغی چی متصفه ده په تبه ، پورته تنفسی لارو التهاب او koplike spots بل mucolopapular rush . دغه ناروغی د paramaxo د کورنی څخه ده او ( RNA ) لری . دغه ناروغی زیاتره په پسرلی او ژمی کی وی . اصلی کوربه یی انسان دی او انفی بلعوم د افرازاتو د لاری انتقال کوی ، زیاتره لاندی برخو لمفاوی برخی اخته کوی .
☞ Spleen , Payer patch , Appendix , Adeniod lymphnod

◀ دغه ناجوړی د خولی په مخاطی عشا کی التهاب او نیکروز راوړی او په ساحه کی koplike spots منځ ته راځی . دغه ناروغئ دری ډولونه لری ...

① Atypical measles
دا هغه ډول شری دی چې ماشوم ته واکسین شوی وی او بیا هم په شری اخته شی او دا کوم خاص اعراض نه لری . په دوی کی ,
Visecal , Urticaria , Petechia .

② Hemorrhagic ( Black measles ) :
دغه واقیعات کم دی په دغه ماشومانو کی
Sever fever , Stupor , Coma , Dyspnia , Convalsion .

③ Modified measles :
دا په هغه ماشومانو کی وی چې د شری سره د تماس په وخت کی ایمونو ګلوبولین ورته تطبیق شوی وی ، او یا هغه ماشومان چې د مور د پلاسنټا څخه ورته انتی باډی انتقال شوی وی او دا کوم خاص اعراض نه ورکوی .

⭕ کلنیکی منظره کی دری ستیجونه شامل دی :
① Prodromal ( catarrhal stage ) :
دغه مرحله د ۳-۵ ورځو پوری وی او په دی کی
تبه ، ریزش ، نا آرامتیا ، جفن التهاب ، توخی او koplike spot او Photophobia پکی وی .

② Exanthema :
دغه ته Moculopapular rush هم وایی چې ۳-۵ ورځو پوری دوام کوی . لومړی د غوږ شاته او بیا غاړی او تنه او نورو برخو کی پیدا کیږی .

③ تفلس مرحله : دغه مرحله کی رش له منځه ځی او ساحه کی Pigmentation پیدا کیږی .

⭕ تشخیص یی په لاندی ډول دی :

◀ کلینک او تاریخچه ، کلچر ، سیرولوجیک معاینات .

⭕ دغه ناروغئ د مخنیوی لپاره دغه لارو څخه کار اخلو ... ناروغ جدا والی ،غیر فعال معافیت Immonuglobolin . 0,25-0,5/Kg بیا فعال معافیت چې دا د شری د واکسین د تطبیق په صورت کی حاصلیږی چې ۹ ---- ۱۰ میاشتو کی ورکول کیږی .هغه ساحه چې زیاته شری واقیعات ولری په ۶ میاشتنی کی ورته تطبیق کوو .دغه واکسین په لاندی حالاتو کی نه ورکوو .
Pregnancy , Leukemia , lymhopenia , CA , Steroids , TB drugs , Antimetabolic drugs .

⭕ دغه ناروغئ درملنه په لاندی ډول ده :

◀ ماشوم ته استراحت / آرام ، نرمه عذاء ، مائعات ، کوټی / اطاق هوا ګرمه او مرطوبه وی . رڼا څخه د ماشوم ساتل ، انټی بایوټیک او آخیر کی Aerosolized Ribavirine ورکوو . بل Vit -- A ورکوو دا ۶ میاشتنئ څخه تر یو کلن پوری یو لک یونټ او یو کلنئ څخه پورته دوه لکه یونټه ورکوو .

☜ که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي ؛ نو لُطفاً په کمِنټ کې ولیکئ چې پوره ولوستل شوه . داسی نورو طبی ، اسلامی او اصلاحي لیکنو لپاره زمونږ فیسبوک پاڼه ډاکټر حنیف طبی معلومات لائیک Like کئ .

⭕️ وټساپ طبی معلوماتو ګروپ لینک :

https://chat.whatsapp.com/LkpJEgCoFHEBqct1YhTRcI

31/05/2022

دامیندوارۍ / حمل کېدو لپاره کله باید کوروالی وکړۍ !

① هغه میړه او میرمن چې غواړي د ماشوم نعمت تر لاسه کړي باید په دې پوه شي چې په کومه ورځ د ښځې هګۍ له تخمدان څخه راوځي او رحم ته داخلیږي . په هره میاشت کې یوازې یوه هګۍ بشپړیږي او له تخمدان څخه رحم ته راځي . کومه چې د ښځینه ماهر ډاکټرې څخه د فولیکل مطالعې Follicle Study الټراساؤنډ راپور تر لاسه کولو سره پیژندل کیږي .

② د یوې ښځې د میاشتنۍ دورې له پیل نه وروسته د اتمې ورځې څخه تر نولسمې ورځې تر مینځ په کومه ورځ چې هګۍ له تخمدان څخه راوتلو سره رحم ته داخلیدی شي . نو د حمل اخیستو لپاره د هغې میاشتې د دورې نه وروسته لومړی کوروالی په نهمه ورځ کول پکار دي ، بیا دوهمه کوروالي په دولسمه ورځ وکړئ ، بیا دریمه کوروالی په پنځلسمه ورځ او څلورمه آخيري کوروالی په اتلسمه ورځ وکړئ او بیا له دې وروسته له کوروالۍ څخه ډډه وکړئ . هغه میړه او میرمنې چې غواړي اولاد ترلاسه کړي ، هغوی باید د شلمې ورځې وروسته له کوروالۍ څخه ډډه وکړي . که چیرې د کوروالۍ څخه ډډه ونشي نو د حمل سقط خطر پیدا کیږي .

③ د امیندوارۍ لپاره ، په ټوله میاشت کې ښځه یوازې هغه ورځ امیندواره کیږي کله چې یې هګۍ په رحم کې شتون ولري

( د اویولیشن ورځ Ovulation day )

او هګۍ رحم ته له راتګ وروسته لږ تر لږه له 15 څخه تر 20 ساعتو پورې په رحم کې ژوندی وي . په داسې حال کې چې د یو نارمل نارینه سپرم کولی شي د 50 څخه تر 72 ساعتونو پورې ژوندی پاتی شي .

④ هغه ورځ چې صحي هګۍ د تخمدان څخه ماتیدلو سره رحم ته ننوځي ، نو هغه ته د

( تخمدان ورځ Ovulation day )

ویل کیږي . کوم چې د الټراساؤنډ لخوا پیژندل کیږي او د اویولیشن ورځ په مکرر ډول بدلیږي .

⑤ د امیندوارۍ لپاره د کوروالۍ په جریان کې لومړی د میرمنې خلاصیدل اړین دي . که چیرې میرمن د کوروالۍ په جریان کې لومړئ خلاصه شي ، نو د ښځې اوبه د میړه سپرم په رحم کې دننه راوړو کې مرسته کوي .

لطفا دا معلومات نشر Share کئ.

Address

Manchister, 3rd Avenue
London

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Hidayatullah Elham posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category