
07/06/2025
غټ اختر مو مبارک شه،
د خوشحالۍ، مينې او قربانۍ ورځ دې بختوره وي!
غټ اختر راځي د زړه د صفا، نيت د خلوص، او عمل د قربانۍ پېغام سره. دا ورځ نه يوازې د حيواناتو قرباني ده، بلکې دا د نفس، غرور، کينه او ځانغوښتنې قرباني هم ده.
په دې مبارکه ورځ کې زړونه يو بل ته نږدې کېږي، کينې او کرکې ورکېږي، او محبت، رحم او ورورولی خپرېږي. ماشومان خوشحال وي، کورونه د خوشحالۍ نه ډک وي، او فضا د تکبيرونو له غږونو نه ښکليږي.
راځئ چې دا ورځ د مينې، بخښنې او یووالي نښه وګرځوو. خپلوان، ګاونډيان، بې وسه خلک او دوستان په ياد ولرو. ځکه دا اختر د يو بل احساس کولو، شريکولو، او د اللّٰہ لپاره د هر څه قربانولو نوم دی
#ډاکټراسدمہمند