01/04/2020
آخرین جزئیات مسافران که در دهلی نو گیر مانده اند.
سومین پرواز مسافرین گیر مانده افغان در دهلی امروز انجام میشود. تا فعلا بیش از هزار شهروند افغانستان از طریق این پروازهای ویژه به کشور منتقل شده اند.
تیم کاری سفارت جمهوری اسلامی افغانستان در دهلی در سه استقامت مسافرین را با سرویسهای مخصوص به میدان هوایی میرسانند.
قابل یادآوری است که هند یک هفته میشود در قرنطین کامل قرار داشته و تردد موترها و گشت و گذار آدمها کاملا ممنوع است.
مقام سفارت تلاش دارد تا در روزهای آینده به علاوه دو پرواز باقی مانده، اجازه چند پرواز دیگر را نیز بگیرد تا هموطنان عزیز به کشور برگردند.
برای تنظیم سفر تان لطفا با شرکتهایی هوایی در تماس شوید!
———————————————————————
په ډیلي کې د ګیر پاتې شويو افغانانو مسافرانو دریم پرواز نن ترسره کېږي. تر دې دمه له زرو تنو څخه ډیر افغانان د دې ځانګړو پروازونو له لارې بېرته هېواد ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت کاري ډله په ډيلي کې له درې ځانګړو ځایونو څخه افغانان د ځانګړو سرويسونو په واسطه هوايي ډګر ته بیايي.
د یادونې ده چې د هند دولت له ېوې اونۍ راپدیخوا په بشپړ قرنطین کې قرار لري، د موټرونو او انسانانو په تلو راتلو هم بشپړ بنديز لګول شوی.
د سفارت مقام هڅه کوي چې د پاتې دوه پروازونو برسېره په راتلونکو ورځو کې د یو څو نورور پروازونو اجازه هم واخلي ترڅو پاتې هېوادوال هم افغانستان ته ولېږل شي.
د سفر د تنظيم کولو لپاره مو مهرباني وکړئ له هوایي شرکتونو سره په اړيکه کې شئ!