Medical Lab Technology N.S.D طبي لابراتوار

Medical Lab Technology N.S.D طبي لابراتوار �زموژ پیج د طبي معلوماتو او په خاص ډول
�د طبي لابراتوار لپاره فالو کولئ شئ

Classification   د انټي بيوټيکو خانه دان
08/12/2025

Classification
د انټي بيوټيکو خانه دان

07/12/2025
This is a blood culture. How is typhoid? What is your opinion? Is it correct?
07/12/2025

This is a blood culture. How is typhoid? What is your opinion? Is it correct?

مرض او د هغه لپاره ستنې
07/12/2025

مرض او د هغه لپاره ستنې

Urine crystals
07/12/2025

Urine crystals

د ضرورت وړ  درمل
07/12/2025

د ضرورت وړ درمل

14/12/2024
14/12/2024

د اوسپني د کمښت انیمیا یا
Iron Deficiency Anemia (IDA)
د اوسپني د کمښت انیمیا هغه وخت رامنځته کیږي کله چي اوسپنه د هيموګلوبين د جوړښت لپاره کمه یا موجوده نه وي.
یا هم له نورمال اندازي څخه د اوسپني کموالي ته د اوسپني د کمښت انیمیا ویل کیږي.
د اوسپني کمښت په بدن کي پر دوه ډوله ده.
د ندازي له نظره
نارینه 50 mg/kg BW
ښځینه 30_33 mg/kg BW
د ذخیري له نظره
نارینه 600_1000 mg
ښځینه 300 mg
کوم کسان ور سره لاس وګریوان دي.
١.ماشومان
٢.د ودي په حال کي ځوانان
٣.شیدې ورکونکي میندې
٤.امېندواري مېندې
٥. میاشتنې عادت پر مهال مېندې
اسباب یا علتونه یې
١.په غذایی موادو کي د اوسپني کمښت
٢.وینه بهېدنه په پتالوژیک ډول
٣.وینه بهېدنه لکه میاشتنې عادت کي
٤.د اوسپني د جذب کموالي لکه اسهالات
٥. ماشومان د لویانو کیدلو وخت کي
کلینیکي نښې نښانې یې
١.سټریا
٢. ستوماني
٣.د زړه توان
٤.ضعیفي
٥.فکري تمركز
٦.سرڅرخي
٧.د پوستکي وچوالي
٨.د ژبي التهاب
٩.د مخ، ورغوی او اطرافو ژیړوالي
١٠.د ژبي سور والي
١١.د نوکانو نری والي
١٢. دژبي سوزیدل
تداوي یا Treatment
په دوو طریقو صورت نیسي.
١. د خولي لاري اوسپنه اخسیتل
دري قلمه دوعګانې سته
١.Ferrous sulfate
٢.Ferrous Gluconat
٣. Ferrous Lactate
یادونه :
پورته درمل باید د داکټر لخوا مریض ته د مرضي حالت په خفیف، متوسط او شدید والي پوري توصیه سئ.
لکه د ورځي دوه واره او دوه وخته ...
٢. زرقي اوسپنه
په هغو حالتو کي چي مریض په بدهاضیمي اخته وي باید د رک یا عضلي له لاري اوسپنه واخلي.
1.Iron Dextran IM 1_2 gram
2.Iron Dextran 100_500 normal saline mix
During 4_6 hours.
د عضلي زرق وروسته کچیری مریض د مفصلونو دردونه، لړزه او یا تبه پیدا کیږي.
د تشویش وړ نه دي زرق باید د z په شکل تطبیق شي.
اهتمامات یا اماده کي
مسول کس باید ناروغ ته د ښه دوایې خوړلو توصیه وکړئ.
دداوسپني د ښه جذب لپاره دي مریض ته Vit C توصیه کړي.
تشخیص یا Diagnosis
* CBC or Complete Blood Count
* MCV < 80 fl(Femtoliter)
* * Peripheral blood smear
Rbc size: microcytic
Color: hypochromic
Microcytic Hypochromic Anemia or IDA

*د انساني بدن په اړه ښکلی معلومات :* ① • معده(Stomach) هغه وخت په تکلیف وي کله چې انسان د سهار ناشته نه کوي.② • پوښتورګي...
14/12/2024

*د انساني بدن په اړه ښکلی معلومات :*

① • معده(Stomach) هغه وخت په تکلیف وي کله چې انسان د سهار ناشته نه کوي.

② • پوښتورګي (Kidneys) هغه مهال په وېره کې وي، کله چې انسان په ۲۴ ساعته کې یو ګلاس اوبه هم نه چیښي.

③ • تریخی(Gall Bladder) هغه وخت په مشکل کې وي کله چې انسان د شپې تر ۱۱ بجو ویديږي نه او له لمر راختلو مخکې راپورته کیږي نه.

④ • کوچنۍ کولمې(Small Intestines) هغه مهال پرېشانه وي کله چې تاسې یخ مشروبات چیښئ او سړه ډوډۍ خورئ.

⑤ • غټي کولمې(Large Intestine) هغه مهال ستړي وي کله چې انسان ډېر زیات سور شوی یا مصاله لرونکی شی خوري.

⑥ • سږي(Lungs) هغه وخت زیات تکلیف احساسوي کله چې تاسې د سګریټ او بیړۍ له دود ډکه فضا کې سا اخلئ.

⑦ • اینه(Liver) هغه وخت تکلیف احساسوي کله چې تاسې ډېر درانه خواړه او فاسټ فوډ خورئ.

⑧ • زړه(Heart) هغه وخت د مشکل سره مخ کیږي کله چې انسان ډېر تریو یا ډېر کولیسټرول لرونکي خواړه خوري.

⑨ • سترګي(Eyes) هغه وخت په تکلیفیږي کله چې په تیاره کې پر هغوی د کمپیوټر او موبایل تېزه رڼا پرېوځي.

⑩ • دماغ(Brain) هغه مهال ډېر ستړی وي کله چې تاسې منفي فکر کوئ.

14/12/2024

د ژمي په موسم کې د زکام او نورو تنفسي ناروغیو لکه انفلونزا او COVID-19 مخنیوي لپاره، یو لړ احتیاطی تدابیر شتون لري چې په مرسته یې کولی شئ له دې ناروغیو څخه ځان وساتئ. دلته ځینې اساسي لارښوونې دي چې د ژمي په موسم کې د زکام څخه مخنیوی کوي:

1. د لاسونو پاکوالی
د زکام ویروسونه معمولاً د لاسونو له لارې په بدن انتقالیږي. نو د لاسونو پاک ساتل خورا مهم دي.
لاسونه اکثره وینځئ، خصوصاً وروسته له دې چې له عامو ځایونو لکه د دروازو هینڈلونه، ټلېفونونه، یا نورو خلکو سره تماس لرلو وروسته.
که تاسو د لاسونو پاکولو لپاره صابون او اوبو ته لاسرسی نلرئ، نو د الکول پر اساس لاسونو صفا کوونکی (hand sanitizer) وکاروئ.
2. له خلکو څخه فاصله ساتل
که چېرته تاسو د خلکو سره په داسې ځایونو کې واوسئ چې د زکام یا انفلونزا علامې لري، نو هڅه وکړئ له هغو کسانو سره فاصله وساتئ.
ماسک اغوستل (په ځانګړي توګه په عامه ځایونو کې) د ویروس د خپریدو مخه نیسي.
3. صحتمند غذا خوړل
د صحي او متوازن خوړو سره د بدن د دفاعي سیستم تقویه کول مهم دي.
د ویټامین C (لکه مرکبات، کیوي، پاپایا) او ویټامین D (چې په لمر کې ترلاسه کیږي) ډېر مصرف وکړئ.
د پروتین مواد (لکه غوښه، تخمونه، مغزات) او سبزۍ (لکه بروکلي، پالک) خپل ورځني رژیم کې زیات کړئ.
4. د بدن د رطوبت ساتل
د ژمي په موسم کې هوا اکثره خشکه وي چې د وینې رګونه تنګوي او د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي.
د بدن او هوا رطوبت ساتل مهم دي. په کور کې د هوا رطوبت ساتلو لپاره هوایې رطوبت لرونکي ماشینونه یا پلاستيکي بوتل د اوبو سره ځای په ځای کړئ.
5. د خوب ښه کول
د ښه او کافي خوب (7-9 ساعته) سره ستاسو د بدن دفاعي سیستم قوي کیږي او تاسو د ناروغیو له خطره ډډه کولای شئ.
د استراحت کافي وخت ترلاسه کړئ او خپل بدن ته د بیا ځلي ځواک لپاره فرصت ورکړئ.
6. د اوبو کافي مصرف
اوبه څښل ستاسو بدن له زکام یا نورو ویروسي ناروغیو څخه د دفاع لپاره ډېر ضروري دي.
اوبه د بدن د رطوبت ساتلو لپاره هم مهمې دي او د زکام په حالت کې د تنفسي لارې پاکولو کې مرسته کوي.
7. د ژمي په موسم کې د ګرمو کالیو اغوستل
د ژمي په موسم کې د بدن د تودوخې ساتل د زکام د خپریدو مخه نیسي. په داسې حال کې چې د یخ وهلو یا زیات سړې هوا سره د تماس مخه ونیسئ.
8. د فضا پاکوالی
د کور یا دفتر هوا باید تازه او پاکه وي. د هوا پاکوونکي (Air purifiers) کارول یا د هوا تازه کول، د ویروسونو او بکتریا څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي.
9. د زیاتو خلکو څخه مخنیوی
هڅه وکړئ چې له ډیرو خلکو څخه د تماس څخه ډډه وکړئ، په ځانګړې توګه په داسې ځایونو کې لکه د خلکو په ځنګلونو، ځمکو یا ډلو کې، چې د ویروس خپریدو خطر زیاتوي.
10. د لړمونو او سرماخوردګیو پر وخت د روغتیا پاملرنه
که تاسو یا بل څوک زکام لرئ، د درملنې او ارامېدو لپاره خپل بدن ته وخت ورکړئ. د ټيپ او ماسک کارول د نورو خلکو لپاره ضروري دي.

14/12/2024

*څنګه خپله غوصه مدیریت کړو؟*
۱. څو ځله ژوره ساه اخیستل ۴-۴-۴ تخنیک سره!
۲. د غوصې د اصلي لامل په اړه فکر وکړئ.
۳. ځان ته وخت ورکړئ ترڅو حالت تحلیل کړئ.
۴. موقعیت ترک کړئ
۵. پۀ بل شي تمرکز وکړئ
۶. انرژي مو پر مثبتو شیانو مصرف کړئ.
۷. احساسات مو ولیکئ
۸. ورزش او چټک قدم ووهئ.
۹. په توندو خبرو کې ځان مه ښکېلوئ.
۱۰. د احساساتو پر ځای منطق وکاروئ.
۱۱. ستونزه تحلیل او حل یې راوباسئ.
۱۲. د فکر کولو لپاره ځان ته وخت ورکړئ
۱۳. ښۀ خوب او صحي خواړۀ وخورئ.
۱۴. دارمتیالپاره دتنفس تمرین تر سره کړئ
۱۵. کینه او حسد پرېږدئ
۱۶. نور وبښئ
۱۷. وخت مو مدیریت کړئ
۱۸. مثبت او پۀ مسکا چلند ته وده ورکړئ
۱۹. د غوصې پر مهال یو ګیلاس اوبۀ وڅښئ
۲۰. آیینه کې وګورئ.
۲۱. لۀ یوۀ مسلکي روانی مشاویر سره مشوره وکړئ.
N S Dotani

Address

Pakistan
Dera Ismail Khan
75000

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical Lab Technology N.S.D طبي لابراتوار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Medical Lab Technology N.S.D طبي لابراتوار:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram