21/02/2025
د ډسک د کمر د بریالي علاج په اړه د ناروغ نظر
(د ډاکټر ثناء الله قریشي د علاج نه وروسته)
"زه له ډېر وخت راهیسې د کمر د ډسک درد سره مخ وم، چې نه یوازې زما ورځني کارونه یې سخت کړي وو، بلکې تګ راتګ هم راته ستونزمن شوی و. ما ډېر درملنې وکړې، خو یوازې لنډ مهاله راحت مې ترلاسه کړ، دایمي ګټه مې ترلاسه نه کړه.
وروسته ما د ډاکټر ثناء الله قریشي د علاج په اړه واورېدل. د ډاکټر صاحب د هومیوپیتیک درملنې مهارت او دا چې ناروغ ښه درک کړي او بیا ورته درملنه تجویز کړي، زه ډېر متاثره کړم. د درملنې په جریان کې مې د درد کې واضح کمی احساس کړ او په څو اونیو کې مې حرکت ډېر ښه شو.
د ډاکټر صاحب لخوا ورکړل شوې دواګانې او لارښوونې مې تعقیب کړې او نن زه الحمدلله په بشپړه توګه روغ یم او خپله ورځنۍ ژوند پرته له کومې ستونزې پر مخ وړم.
زه له زړه نه ډاکټر ثناء الله قریشي ته منندوی یم، چې د دوی د بریالي علاج له برکته زه بیا روغ رمټ ژوند کوم.