DJZ I'm a doctor to save the lives of humans. I'm proud to be doctor.

دحمل_دمخنيوي_طريقې او لارې چارې:* ځيني وختونه انسان مجبوره کيږي چه حمل مخنيوي وکړي او د يو  څه وخت لپاره د پيدايښت مخه و...
31/10/2022

دحمل_دمخنيوي_طريقې او لارې چارې:

* ځيني وختونه انسان مجبوره کيږي چه حمل مخنيوي وکړي او د يو څه وخت لپاره د پيدايښت مخه ونيسي چه مختلف سببونه لري .

* مثلا ډير ناروغي شته چه د هغه ناروغي په شتون کي حامله پاتي کيدل د ښځي ژوند ته خطر وي .

* ځيني اقتصادي مشکلات وي چه د اولاد ښه روزنه او پالنه يي ورته مشکل وي .

* ځيني خلګ بيا وايي لږ اولاد پيدا کوم چه پالنه او روزنه يي ښه کوم ، چه هم يي کورني ته خير ورسيږي او ټولني ته خير ورسيږي .

* همدارنگه په ځيني هيوادوکي د نفوس د کنترول په مقصد هم د حمل مخنيوي کوي.

* همدارنګه ذکر شوي د حمل مخنيوي په طريقو ماشوم وژنه هيڅ نشته .

* دلته فقط او فقط د نارينه د مني ( سپرم ) او د ښځينه د هگي تر منځ يو ديوال جوړيږي .

* د نارينه د مني او د ښځينه دهگي ديو ځاي کيدو مخه نيسي .

* د نارينه مني د ديوال يوي خواته پاتي کيږي ، دښځينه هگي د ديوال بلي خواته پاته کيږي .

* د حمل د مخنيو طريقي هره يوه جلا جلا ښه او بد طرف يي په لاندی شکل تشريح کوم .

1 - پیچکاري (ستنه) : دحمل په مخنيوکي ډيري تاثير ناکه دي د يو مياشتني او دري مياشتني ستني سته چه د مياشتني ناروغي په اول پنځه ورځو په داخل کي ورته لگول کيږي ذکر شوي ستني هم گټه لري او هم تاوان لري .

گټه يي داده چه د اوږده وخت لپاره دي ، داعتماد او د باور وړ دي ، دحمل دمخنيوي وړتيا يي لوړه ده ، دنورو دواګانو سره يي يو ځاي استعمال خاص تاوان نلري ، په پريښودلو سره تکرار خپل پخواني حالت ته راګرځي ، درحم او تخمدان دکنسر په مخنيوي کي کمک کوي ، د پاخه عمر لرونکو ميرمنو ، دويني فشار لرونکو او دشکري دناروغي لرونکو میرمنو دپاره استعمال کيداشي .

تاوان يي دادي چه مياشتني ناروغي دغير منظم والي احتمال ورسره شته ، د مياشتني ناروغي د ځنډوالي احتمال ورسره سته ، غير منظم د رحم دويني احتمال ورسره سته ، وزن د زياتوالي احتمال ورسره سته ، دژور خفګان د زياتوالي احتمال ورسره سته ، د سيني دحساسيت احتمال ورسره سته ، دهډوکو د کمزوتيا احتمال ورسره سته .

2 - دواگاني : دحمل په مخنيوي کي ډيري کامياب دي ، د حمل د مخنيوي وړتيا يي لوړ ده ، د تابلتو مختلف ډولونه لري په عمومي ډول په ورځ کی يو دانه خوړل کيږي يويشت 21 ورځي ادامه ورکول کيږي په منځ کي اوه 7 ورځي فاصله ورکول کيږي تکرار شروع کيږي .

گټه يي داده چه د حمل په مخنيوي کي په لوړ درجه تاثير لري ، په پريښودلو سره دستي خپل پخواني حالت ته راگرځي ، په هر عمر کي داستفادي وړ دي ، ټول منفي تاثيرات يي څيړل شوي ، مياشتني ناروغي لنډوي اسانه کوي یی او منظم کوي يي ، د درد لرونکي مياشتني ناروغي مخنيوي کوي ، پر جنسي ژوند او جنسي اړيکو کوم منفي تاثير نلري ، دسيني او درحم د سرطان په مخنيوي کي کمک کوي .

تاوانونه يي دادي چه د نورو دواگانو سره يي استعمال منفي تاثير ښکاره کوي ، هره ورځ خوړل کيږي ، د ويني دلوړ فشار احتمال ورسره سته ، دزړه دناروغيو احتمال ورسره سته ، د صفرا دکڅوړي د تيږي (تيگه) احتمال ورسره سته ، دینه (جگر) دسرطان احتمال ورسره سته ، د ديفريشن او ژور خفگان احتمال ورسره سته .

* د دواگانو د استعمال په وخت کي کيداي شي دغه تاثيرات هم ښکاره کړي لکه سرچرخي ، استفراق ، سر دردي ، دسيني حساسيت ، دمياشتني ناروغي نه ليدل ، پر پوستکي ټکۍ او داني

دواگانی باید دلاندی ښځو لپاره استعمال نشی چه عمر یی تر 35 کالو لوړ او سګريت څکوي ، چاغي ښځي ، حامله ښځي ، بي تشخيصه د رحم دويني شتون والي ، نيم سري او سردرد لرونکي ښځي ، لوړ ګليسترول لرونکي ښځي ، هغه ښځي چه ماشوم ته طي ورکوي( اولي شپږ مياشتی ) ، چه ښځي دسيني دسرطان تشخيص يي ښودل شوي وي .

په عمومي ډول دواګاني دهغه ښځو لپاره ښه مناسبي دي چه ځوان عمر ولري ، دمياشتني ناروغي وينه يي زياته وي ، غير منظم مياشتني ناروغي ولري ، په مياشتني ناروغي کي دردونه ولري ، په سينه او تخمدان کي کيستونه (کوچني داني) ولري .

3 - په بازوکي تر پوستکي لاندي دامپلانت ايښودل :

د بازو په لاندني برخه کي تر پوستکي لاندي يوه آله ايښودل کيږي چه په داخل کي د آلي هرمون شتون لري دضرورت په اندازه يي وجود ته ورکوي مختلف ډولونه لري دمياشتو او کلونو لپاره داستفادي وړ دي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي دآلي په ايستلو سره خپل پخواني حالت ته راگرځي منفي طرف يي دادي چه دمياشتني ناروغي د غير منظم والي احتمال ورسره دي .

4 - د رحم داخلي آله :

دا يوه ډيره کوچني آله ده چه درحم په داخل کي ځاي پرځاي کيږي دحمل په مخنيوي کي ډير کامياب دي ډيري ميرمني يي استعمال کوي مختلف ډولونه لري د پنځه 5 کاله څخه تر لس 10کالو پوري داستفادي وړ دي دآلي په ايستلو سره حالت خپل پخواني حالت ته راگرځي .

گټه يي داده چه ارزانه ده ، اسانه ده ، د اوږده وخت لپاره داستفادي وړ دي ، ددنيا ډيري ميرمني يي استفاده کوي ، د آلي په ايستلو سره حالت خپل پخواني حالت ته راگرځي ، هرمونيک آلي يي دمياشتني ناروغي دردونه او وينه هم کمولاي شي .

تاوانونه يي دادي چه د آلي ايښودل مسلکي ته ضرورت لري ، دمياشتني ناروغي د زيات وينه کيدو احتمال ورسره سته ، دميکروبي کيدو احتمال ورسره سته .

5 - دا آله په عمومي ډول دهغو ښځو لپاره مناسبه ده چه د اوږده وخت لپاره حامله کيدل نه غواړي ، ماشوم ته طي ورکونکي ښځي ، هغه ښځي چه د دوا استعمال نه غواړي ، هغه ښځي چه د 12 مياشتو په داخل کي د رحم پوري مربوط ميکروبي ناروغي نه وي پر تيره شوي ، هغه ښځي چه پاکي او صافي ته ډيره توجه کوي ، هغه ښځي چه تولد يي ډير کړي وي ، هغه ښځي چه مياشتني ناروغي يي منظمه وي .

د رحم داخلي آله بايد د دغه ښځو لپاره بايد نشي استعمال لکه حامله ښځي ، په رحم پوري مربوط د ميکروبي ناروغيوشتون الي ، دويني کنسر شتون والی، د ايډز شتون والی، د وجود دفاعي سيستم خرابوالي ، د مس سره دالرژي شتون والی ، دويلسن د ناروغي ستون والي ، بي تشخيصه د رحم دويني شتون والي ، رحم تر خپل نارمل حد دیر غټ يا کوچني وی ، د زړه د والو دناروغيو شتون والي.

6 - د رحم داخلي رينگ :
دا يو نرم ارتجاعي جوړښت لري حلقه يي دهرمون څخه تشکيل شوي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي د 3 هفتو لپاره ايښودل کيږي په نهه ويشتمه 29 ورځ ايستل کيږي بل رينگ ورته ځاي پر ځاي کيږي په ايستلو سره خپل پخواني حالت ته راگرځي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي .

7 - د نارينه کانډم : هم د حمل مخنيوي کوي او هم د جنسي اړيکو د لاري دساري ناروغيو مخه نيسي ساري ناروغي لکه ايډز ايچ اي وي تور ژيړي ...

دهري جنسي اړيکي لپاره بايد نوي کانډم استفاده شي ، تر هري جنسي اړيکي وروسته بايد کانډم کنترول شي چه سوري شوي يا څيرل شوي خو ندي که چيري سوري شوي وي د 72 ساعته داخل کي دصحت مرکز ته مراجعه کولاشي ، کانډم استعمال اسانه دي ، ارزانه دي ، گته لری ، خاص تاوان نلري. .

8 - ښځينه کانډم : ښځينه کانډم نرم جوړښت لري تر جنسي اړيکي مخکي درحم په واجن (درحم په مخکني برخه ) کي ځاي پر ځاي کيږي هم دحمل مخه نيسي او هم دجنسي اړيکو دلاري د ساري ناروغيو مخه نيسي لکه ايډز ، ايچ اي وي ، تور ژيړي ...

9 - د نارينه دکانالو بندول :

دنارينه دکانالو بندول سل فيصده دحمل مخنيوي کوي د کانالو تر تړل کيدو وروسته دنارينه شخص څخه دعمر تر پايه دحمل کيدو امکان نسته ، دکانالو تړل پر جنسي ژوند او جنسي اړيکو منفي تاثير نلري دا طريقه ډير کمه ليدل کيږي دا طريقه هغه خلګ کوي په کافي اندازه اولاد ولري او حامله کيدل يي د ميرمني ژوند ته خطر وي.

10 - دښځينه د کانالو تړل :

سل فيصده دحمل مخه نيسي يو ځل چه کانالونه وتړل شول بيا دعمر تر پايه دحامله پاته کيدو چانس يي ډير کم دي دا طريقه هغه ميرمني کوي په کافي اندازه اولاد ولري او حامله کيدل يي ژوند ته خطر وی...

شل اړینی پوښتنیچی د طب مسلک هر فارمسست،نرس او ډاکتر ته باید یاد وی.۱-فارمکولوژی څه ته وایی.what is pharmacologyفارمکولوژ...
31/10/2022

شل اړینی پوښتنی
چی د طب مسلک هر فارمسست،نرس او ډاکتر ته باید یاد وی.

۱-فارمکولوژی څه ته وایی.what is pharmacology

فارمکولوژی د ساینس څانګه ده چی د درملو متقابل عمل د ژوندیو موجوداتو سره تر څیړنی لاندی نیسی.

۲-دواه څه شی ده. What is Drug

دواه هغه کیمیاوی ماده ده چی په ژوندیو موجوداتو کی د بیولوژیکی وظیفو د تغیر سبب کیږی.

۳-دوز څه شی دی. What is dose

معین مقدار دواه چی په یو وخت کی تطبیقیږی.

۴- دوزاج څه ته وایی.What is dosage

د دوز مرتبی یا دفعاتو ته دوزاج وایی یعنی یو درمل څو ځلی تطبیق کیږی.

۵- د دماغی وینی مانعه څه شی ده.What is blood brain barrier

د دماغ د اندوتیلیل تنګی حجری او د دماغ د صفحیه دمویاتو ګالیل حجری دی.
هغه موادو ته چی په شحمو کی غیرمنحل دی د تیریدلو اجازه نه ورکوی اما هغه دواګانی چی په شحموکی منحل دی په آسانۍ سره له دی مانعی څخه تیریږی. لکه

پراستامول،تیوفینتل، دیازیپم او فینوباربیتال.

۶- د توزیع حجم څه شی دی. what is volume of distribution
د بدن په ټولو مایع برخو کی د دواه مقدار چی پلازما ته داخلیږی.

T.V.D= Total Amount of Drug/concentration of drug in the blood plasma.

۷- قدرت یا ځواک څه شی دی.What is potancy

قدرت یا پوټانسی نظر د دواه وزن ته دهغی تاثیرات ښیی.

مثال: یو دواه په ډیر کم وزن زیات تاثیرات ښیی نو د دی دواه قدرت یا پوتانسی زیاته ده.
بله دواه زیات وزن لری خو عین تاثیرات ورکوی نو د دی درملو قدرت کم دی.
مثلا میتایل ډوپا چی د فشار ضد درمل دی د ۵۰۰ میلی ګرام څخه تر ۲۰۰۰ میلی ګرام پوری تاثیرات ښیی په داسی حال کی چی کلونیدین عین تاثیرات د ۰.۲-۰.۳ میلی ګرامه پوری ورکوی نو د کلونیدین قدرت تر میتایل ډوپا څو ځلی زیات دی.

۸- موثریت څه شی دی. What is Efficacy

که په هر اندازه د یو درمل دوز زیات کړو په همغه اندازه یی اغیزی هم زیاتیږی یعنی په عظمی دوز کی آخری تاثیرات ښیی همدغه زیات دوز کی لوړ تاثیرات د موثریت په نوم یادیږی.

۹- تیراپیوتیک ایندیکس.Therapiotic index

د تاثیر کونکی او توکسیک دړز ترمنځ نسبت ته تیراپیوتیک ایندیکس وایی.

۱۰- آیدیو سنکراسی.What is idiosyncrasy

د درملو د تاثیراتو هغه شکل دی چی په کمه اندازه رامنځته کیږی او په کم دوز سره هم ممکن واقع شی د مثال په ډول کلورامفینکول په کمه اندازه د اپلاستیک انیمیا سبب کیږی.
۱۱- لوړ حساسیت څه شی دی. What is Hypersensitivity

د درملو په وړاندی د الرجی یا امینولوجیکل غبر ګون څخه عبارت دی.

۱۲- تحمل یا زغمل.What is Tolerance

د درملو دایمی کارول په بدن باندی د تاثیر د کموالی سبب کیږی نو لازمه ده چی د درملو دوز زیات شی همدغه د دوز زیاتیدل په بدن باندی د تحمل په نوم یادیږی.

۱۳- آخذی څه شی دی.What is Receptors

آخذی لوی مالیکولونه دی چی پروتینی جوړښت لری زیاتره درمل له آخذو سره نښلی او خپل تاثیرات ښیی.

۱۴- جانبی اغیزی څه ته وایی.What is side effects

د درملو ناغوښتونکی اغیزی دی چی په نارمل دوز سره رامنځته کیږی.

۱۵ شاک څه ته وایی.What is shock

شاک یو کلینیکی وضعیت یا حالت دی چی په د حالت کی دبدن انساجو ته پوره وینه نه رسیږی. او لاندی ستونزی رامنځته کیږی.
- د فشار ټیټیدل
- د تشو متیازو کموالی
- میتابولیک اسیدوزس

۱۶ کلیرانس څه ته وایی.What is drug Clearance

کلیرانس د هغی وینی یا پلازما حجم ته ویل کیږی چی یو درمل په څومره وخت له پلازما څخه وزی.
کلیرانس په واسطه موږ کولای شوچی د یو درمل میتابولیزم، اطراح وخت وپیژنو او معین دوز وټاکو.

۱۷ - د درملو وتل یا خارجیدل.What is drug Excration

له بدن څخه د درملو بهر کیدلو ته ته اطراح وایی.

۱۸- توکسیکولوژی څه ته وایی.What is Toxicology

توکسیکولوژی د فارمکولوژی یوه څانګه ده چی د درملو سمی او توکسیک اغیزی تر څیړنی لاندی نیسی.
ترڅو درمل یواځی د تداوۍ په مقصد وکارول شی او د تسمم مخه یی ونیول شی.

۱۹- انتی دوت څه شی دی.What is Antidot

انتی هر هغه موادوته وایی کوم چی د درملو د زهری تاثیراتو په ضد کارول کیږی او کوم خطر منځته نه راوړی.

۲۰- بیواویل بیلیټی څه شی دی.What is bioavilbility

د درملو هغه ټاکلی مقدار چی وروسته له تطبیق څخه د وینی دوران ته داخلیږی د بیواویل بیلټی په نوم یادیږی. ک

د حمل ضايع کیدو بلها ډېر علتونه دي چې یو شمیر یې په باندې ډول ديد ټاکسوپلازموزیس شتوند بوروسیلا شتونجنین ته د حياتي هورم...
26/06/2022

د حمل ضايع کیدو بلها ډېر علتونه دي چې یو شمیر یې په باندې ډول دي
د ټاکسوپلازموزیس شتون
د بوروسیلا شتون
جنین ته د حياتي هورمونز کمښت
په جینیتکي ډول د کروموزمز ابنارمالیتیز
د بلډ ګروپ تغرات
د دواګانو ناسم او بې ځایه کارونه
او نور هم ...

DJZ

د سقط یا ابورشن په اړه که کومه پوښتنه لریتبصره کې یې ولیکئ
26/06/2022

د سقط یا ابورشن په اړه که کومه پوښتنه لری
تبصره کې یې ولیکئ

د حيض یا ماهوري ورکیدل او ګډوډیدلد ورکیدو علتونهد هورونو کمښتاولډ اېجد وینې کمزوري کیدلعصبي امراضاو په خپل سر د دوا خوړل...
26/06/2022

د حيض یا ماهوري ورکیدل او ګډوډیدل

د ورکیدو علتونه
د هورونو کمښت
اولډ اېج
د وینې کمزوري کیدل
عصبي امراض
او په خپل سر د دوا خوړل
د راحم کوچنیکیدل
ماشوم ته خپلې پۍ ورکول

د ګډوډیدو علتونه

په راحم کې زخم
د هورمونز کم یا زیات کیدل
ناسم غذايي ریژیم
عبصي امراض
دحمل وقفایي انجکشن کول
خپل سري دواګانې خوړل

DJZ

هغه ميندې چې حمل په وخت کې اولتۍ یا قی ورځي دا دوا یې ښه علاج دهد همدې دوا د استعمال څخه وړاندې له نږدې داکتر سره مشوره ...
26/06/2022

هغه ميندې چې حمل په وخت کې اولتۍ یا قی ورځي دا دوا یې ښه علاج ده
د همدې دوا د استعمال څخه وړاندې له نږدې داکتر سره مشوره وکړئ.
DJZ

※TrichomonasisTrichomonas va**nalisTrichomonas va**nalis is an anaerobic, flagellated protozoan parasite and the causati...
26/06/2022

※Trichomonasis

Trichomonas va**nalis
Trichomonas va**nalis is an anaerobic, flagellated protozoan parasite and the causative agent of trichomoniasis. It is the most common pathogenic protozoan infection of humans in industrialized countries.

Scientific name: Trichomonas va**nalis
Family: Trichomonadidae
Phylum: Metamonada
Domain: Eukaryota

Is trichomoniasis considered a STD?

Trichomoniasis a common, treatable, sexually transmitted disease (STD). Most people who have trichomoniasis do not have any symptoms.

What causes trichomoniasis in females?
Trichomoniasis is caused by a parasite called Trichomonas va**nalis. In women, this parasite mainly infects the va**na and the urethra (the tube that carries urine out of the body).

What does trichomoniasis smell like?

Trichomoniasis is the most common curable sexually transmitted infection and easily treatable with a course of antibiotics. It's known for its pungent fishy odor. “The trichomoniasis infection can be quite smelly,” says Minkin. “It's a more pronounced fishy odor than bacterial vaginosis.”

For safe treatment plz contact us.

Dr jamil zwaan

Address

Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when DJZ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category