Dr Shams Pasoon

Dr Shams Pasoon Doctor of Medicine

18/06/2025
Attending IPC Seminar at Pearl-Continental Hotel Rawalpindi arranged by mercy Corps.
17/12/2024

Attending IPC Seminar at Pearl-Continental Hotel Rawalpindi arranged by mercy Corps.

13/04/2024

په ورځنې ژوندانه کې ځینې ​​ساده عادتونه د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي، خو بلخوا بیا داسې عادتونه هم شته چې په مراعات کولو سره یې حافظه پیاوړې کېدای شي.

بواسير (Hemorrhoids):بواسیر د re**um (د anus/معقد د ننه يا شاوخوا) د رګونو پړسېدل دي چې د وړو وړو غوټو یا دانو په شکل ښک...
27/03/2024

بواسير (Hemorrhoids):
بواسیر د re**um (د anus/معقد د ننه يا شاوخوا) د رګونو پړسېدل دي چې د وړو وړو غوټو یا دانو په شکل ښکاري.

علتونه/Causes
٭ مزمن(Chronic) قبضت یا مزمن درستونه
٭ امیدواري/pregnancy
٭ چاغښت
٭ درون وزن پورته کول
٭ په خوارو/غذا کښې د فایبر کم اخستل او داسې نور

نښانې/Signs
٭ د تشناب(defecation) کولو څخه وروسته له مقعد څخه د وينې راتګ.
٭ په مقعد کې د یوې کتلې يا وړې غوټې را منځ ته کېدل.
٭ د مقعد خارش او يا د مقعد په شاوخوا کې درد.

بواسیر څلور درجې لري
٭ اوله درجه کې وینه شتون لري خو هیڅ کومه غوټه یا دانه دباندې نه یي راوتلې.
٭ په دوهمه درجه کښې غوټې یا دانې راوتلې یي خو پخپله بېرته ارجاع/دننه کیږي.
٭ په دریمه درجه کښې دانې راوتلې یي خو مریض به یي د لاس په واسطه بېرته ننباسي.
٭ په څلورمه درجه کښې دانې هیڅ نه دننه کیږي د دایمي بهر یي.

درملنه:
د درملنې لپاره په لاندې ټکو عمل وکړئ:
٭ په خوړو کې د تازه میوو او شنو سبزیو د خوراک کچه زیاته کړئ.
٭ په کافې اندازه اوبه وڅښئ.
٭ د ضرورت کولو وروسته په اوبو او يا لوند تشناب کاغذ ځان پاک کړئ.
٭ د مقعد شاوخوا همېشه پاکه او وچه و ساتئ.
٭ که غوټه له مقعد بهر را ووزي کرار او په ډير نرمۍ سره يې بېرته مقعد/anus ته د ننه ورټېله کړئ.
٭ په مناسبه اندازه پيدل تګ يا ورزش وکړئ خو د قوي ورزش او درون وزن پورته کولو څخه ډده وکړئ.
٭ د درد لپاره له پراسېټامول ګوليو څخه استفاده وکړئ.
٭ که قبض ياست د قبض له درملو کار واخلئ. چې قبص یې د علتونو څخه لوی علت دی.
٭ آپرېشن یا جراحي په دریم یا څلورم سټېج/ درجه کښې هغه وخت مریض ته ترسه کیږي کله چې مېډیکل تراپي فېل یا ناکامه شي.

❤️🙏



#بواسیر

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard!Sangar Mal, Atiqullah Barakzai, Burhan Siyal, Ulasyaar Waz...
27/03/2024

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard!

Sangar Mal, Atiqullah Barakzai, Burhan Siyal, Ulasyaar Wazir, Abdulaziz Kharoti, Noor Khan, Šãrdârwålî Hãqpâlle, Ahmadzai Wazir, Hewad Mal, میر اسلم پشتون, Naseeb Khan, Iftikhar Ahmed Khan, Ismail Afghan, Shafi Tareen, Zahid Hussain, Shahzada Sediq AziZi, Momin Hashimi, Habib Zahin, Laly Usmani, Robby Yousufi, Shahkar Sherani, Tahir Ayaz, Noor Sabir Sabarai

نری رنځ/TB:نری رنځ يا ټي بي یوه ناروغي ده چې د مېکروب په واسطه منځ ته راځي، عموماً سږي ورباندي اخته کيږي او کېدای شي چې ...
24/03/2024

نری رنځ/TB:
نری رنځ يا ټي بي یوه ناروغي ده چې د مېکروب په واسطه منځ ته راځي، عموماً سږي ورباندي اخته کيږي او کېدای شي چې د سږو نه علاوه د بدن نور غړي هم پې اخته شي لکه لېمف نوډز، پلوره، جلد، هډوکي، جوړونه/joints او دماغ (meninges). د ټي بي مرض له يو انسان څخه و بل انسان ته د هغو وړو څاڅکو په واسطه چې د ټوخي يا پرنچي په وخت کې د ناروغ له خولې يا پوزې باديږي انتقاليږي. ډيری وخت دغه څاڅکي ډير واړه وي او په سترګو هم نه ليدل کيږي. هر هغه وخت چيې نوموړی مېکروب د روغ انسان بدن ته داخل شي نو عموماً سم دلاسه انسان د ټي بي په ناروغۍ نه اخته کوي بلکه يو له دغو لاندې دوو حالتونو څخه منځ ته را وړي.
1. د انسان د بدن مدافعتي سيستم مېکروب وژني او انسان د ټي بي له ناروغي څخه ژغورل کيږي.
2. د انسان د بدن مدافعتي/immune سیسټم پدې و نه توانيږي چې مېکروب له منځه يوسي بلکه تر يو حده يې کنټرول کړي. دغه حالت ته په طب کې پټ ټي ‌بي/Laten TB ويل کيږي. پدې حالت کې ناروغان سمدلاسه د ټي بي په ناروغۍ نه اخته کيږي بلکه په راتلونکې کې ورباندې اخته کېدی شي. هغه کسان چي د ټي بي ناروغي ولري ډاکټران دغه حالت ته فعال ټي بي/Active TB وايي.

د Active TB نښې نښانې:
1. ټوخی، خصوصاً چي له درو يا څلورو اونيو څخه زيات شي، شاید په بلغوم کښې وینه هم ولیدل شي
2. تبه
3. د شپي خوله
4. د وزن له لاسه ورکول

درملنه/Treatment؛ یې په میاشتو وخت اخلي خو په مکمل ډول د اعلاج وړ ناروغي ده.


25/11/2023

که د يوې حاملې ښځې د ويني ګروپ منفي وي او د هغې په ګېډه ماشوم د ويني ګروپ مثبت وي د دې ډير امکان شته چې د مور وينه د حمل په دوران کې د ماشوم په وينه حمله وکړي. دغه حالت په ډيرو ماشومانو کې د زيړي او په ځيني وختونو کې د حمل د له منځه تللو باعث ګرزي. له نېکه مرغه د دې ناروغۍ د تداوي لپاره درمل شته چې د ستني په شکل هغو امېندوارو ښځو ته ورکول کيږي چې د ويني ګروپ يې آر ايچ ډي منفي (RhD-negative) وي.
د ټولو امېندوارو ښځو د ويني ګروپ بايد وکتل شي او که آر ايچ ډي منفي وي هغوۍ ته د حمل په مناسب وخت کې د (Anti-D immunoglobulin) درمل توصيه شي.

Address

Arbab Road
Peshawar

Telephone

+923059075454

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Shams Pasoon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Shams Pasoon:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category