
05/07/2025
د یو انسان ژوند بچ کړۍ د CPR چل زده کړۍ
(Cardiopulmonary Resuscitation )CPR
سې پې ار یوه داسې طریقه ده چې د انسان ژوند بچ کولې شي. د دې لپاره د طب ډګري لازمه نه ده، هر انسان یې زده کولای شي.
راځئ چې دا لویه موضوع درته اسانه او خوږه کړم.
⬅ د سی پي آر (CPR) مقصد څه دی؟
په لنډو ټکو کې، دا ویلې شو چې د CPR مقصد مازغو ته د وینې رسول دي، کله چې انسان ته د زړه حمله وشي، ساه یې بنده شي، او مازغو ته د وینې سپلای (Blood Supply) کې ستونزه پیدا شي.
په اصل کې، په وینه کې اکسیجن وي. وینه د بدن حجرو (Cells) ته اکسیجن رسوي، او له هغوي څخه کاربن ډایاکسایډ او نور ګندونه اخلي، چې بیا د بدن نه بهر کېږي.
مثلاً، یو انسان ته د زړه حمله وشوه، نو دغه وخت ممکنه ده چې بېهوشه شي، ساه یې بنده شي، زړه وینه پمپ نه کړي، او مازغو ته وینه ونه رسېږي.
که په وخت CPR وشي، نو مازغو ته به وقتي طور وینه ورسېږي، او د انسان ژوند به بچ شي.
کله چې تاسو داسې انسان ووینئ، نو سمدستي ځان تیار کړئ.
⬅ دې خبرو ته به ستاسو پام وي:
👈 لومړی مریض ته اواز وکړئ چې هوش لري که نه؟
👈 مریض نزدې محفوظ ځای ته ورسوئ
👈 وګورئ چې ساه اخلي که نه
👈 که ساه نه وي، سمدستي ورته CPR شروع کړئ
👈 او ریسکیو (Rescue) ته خبر ورکړئ
⬅ د CPR طریقه
💥 لومړی ځان د سینې په جوړښت پوهه کړئ:
زړه د انسان په سینه کې موجود دی. همدا اوس د خپلې سینې په منځ باندې لاس کېږدئ، دا کلک هډوکی Sternum (سټرنم) دی. د دې لاندې زړه پروت دی، او د دې هډوکي ښي او چپ اړخ ته پختۍ (Ribs) دي.
زمونږ کار به د دغه Sternum هډوکي سره وي. دا هډوکی اوږد دی. کوم ځای چې دا هډوکی ختمېږي، مونږ به د CPR په دوران کې همدغه اخیرنۍ برخه دباوهو – Lower Half (لاندې نیمایي برخه).
یعنې دا هډوکی درې برخې کړئ:
1برنۍ (Upper)
2منځنۍ (Middle)
3اخیرنۍ (Lower)زمونږ کار به دې اخیرنۍ برخې سره وې
✅ د CPR طریقه (Chest Compressions):
💥 مریض نیغ سملوئ پر سخت ځای (فرش یا ځمکه) باندې
💥 خپل دوانړه لاسونه د مریض پر سینه کیږدئ، د یو لاس ګوتې د بل لاس په ګوتو کې کلکې ونیسۍ (Interlock)
💥 د سینې په منځ د Sternum هډوکي په لاندې برخه دباو ورکړئ
💥 دباو به د اوږو په زور ورکوۍ۔
❤ دباو څنګه ورکړو؟
👈تقریباََ دوه انچه ژور دباو ورکړئ یعنې په سینه ښکته زور کړۍ
👈لاسونه مه پورته کوئ، همداسې نیغ وساتئ
👈په یو منټ کې 100 – 120 ځله دباو ورکړئ(دا په هغه صورت کې چې کله تاسو مریض له ساه نه ورکوۍ که چرته ساه ورکوۍ نو هغه طریقه لاندې بیان شوې)
⬅ دویمه طریقه CPR + ساه ورکول (Rescue Breathing)
یوازې CPR هم مؤثر عمل دی، خو که تاسو غواړئ او ساه ورکولای شئ، نو دا لا بهتره ده.
⬅ د ساه ورکولو طریقه (Rescue Breathing):
کله چې تاسو ساه ورکوئ نو 30 ځله سینې ته فشار/دباو ورکړئ او 2 ځله ساه ورکړئ (30:2 Ratio)
💥 د مریض پوزه د خپلو ګوتو سره بنده کړئ
💥 خپله خوله د مریض په خولې کې ورکړﺉ
💥 یوه ساه ورکړئ،سینې ته وګورۍ چې پورته شي
💥 بیا بله ساه ورکړئ
💥 بیا CPR شروع کړۍ۔
تر هغه وخته پورې دا عمل جارې وساتۍ چې طبي مدد راشې او یا ناروغ کې مثبت نښې راشې لکه حرکت ساه اغستل۔۔۔۔۔
که د مریض خوله زخمې وي نو یواځې cpr هم مفید عمل دې ۔
د ماشومانو لپاره دا طریقه لږه بدل ده هغې باندې به بل وخت پوسټ وکړم۔
مننه