20/06/2024
2024 ډيجيټل دور او د چاپر بدقسمتی.
2024 دی ډيجيټل دور کښی زمونږ علاقه کښې د انټرنټ دا حل دی چې یا به کوټي ته خېجې یا به یو ګټ ته زی یا بل ته چې چرته نټ کار وکي او یا خو به دی موبايل سره جګړه وی کله به يي افلاين کوی کله به يي انلاين کوی. زمونګ دی علاقی ته ډیر مخکې کیبل راغلی وو چی د بده مرغه زمونږ دی خپل قوم چي پی ده چا هم لاس بر شوی وو ويوستلو او خرس يې کړو. او خپلی پښی يی په تبرګی اوواحلی.
ډير داسې لری لری ځايونو کي وائی فائی سهولت نن صبا شتا خو زمونږ علاقه دی ډيجيټل دور کښی د دی بنيادی سهولت نه محرومه ده.
ده موبايل ۴جی خو دغه حل دی چې سهی کار نه کوي خو چې کوی هم نو هغه ايپس به چلوی چی کمي باندې نوي نسل خرابيګی لکه ټک ټاک TikTok وغیره.
او چی کم د کار سیزونه دی هغه که د فری لانسینګ ويبسائټې شوي او یا ډيجيټل زدکړو پليټ فارم شول هغه پري ډیره په موشکله چليګی. او که چرته سه وخت کښي چليګی هم نو دغه د موبايل ډيټا با ندی کولو کارونه نه دي.
او هغه حساب يی لا بل طرفته که چی نن سبا هر کور کی سومره موبايلی وی او هر کس چی ځان ته پيکج کوي نو خرچه د هر کور نه سومره کیګی.
خو دا راته اوايئ چي دا دنیا خو روانه ده نوره هم ډيجيټل کیګی کاروبارونه نوکریاني وخت په وخت انټرنټ سره تړلي کیګی نو زمونګ راتلونکي نسلونه به سه کوی؟ یا خو به شاته پاتکیګی او یا خو به ښارونو ته مخه کوی.
دی مسلی باندی غور کولپکار دی او د دی ډير دور رست نتايج دی. منتخب نماينده ګانو له پکار ده چی يا خو کیبل دوباره اولګئ کنه ډیری پرائوټ کمپنۍ وي چی ورسره خبره اوشی نو دا سروسز ورکوی.واړئ کی هر زی کی د سهولت موجود دی . نهاګ دري طرف ته موجود خو مونګ تری محرومه يو. غلطی زمونږ خپله ده خو بیا هم د وخت ضرورت دے نو سترګی پی پټول نه دی پکار.
زمونګ د علاقی چی کمه خلق ایم پیای ایم ان ایسره کینی پاسی پکار ده چی دا مسله ورته ورمخکی کی تنظيمونو دی هم پکی خپل کردار ادا کی. جزاک الله
ډاکټر عبيدالله.