فلسفه، ارواح پوهنه، منطق، اخلاق

  • Home
  • Russia
  • Sochi
  • فلسفه، ارواح پوهنه، منطق، اخلاق

فلسفه،    ارواح پوهنه،    منطق،   اخلاق فلسفه، منطق مینه وکړئ، وخاندئ، غزل ووایئ، هغه څوک چې تاسو باندی د لیونیان گمان کوی په حقیقت کښې، د تاسو د زړه غږ، نه آوري او یاهم، کانه او ړانډه دي .

پټمنې او پټمنو, آغلو ــ ښاغلو, شپه او ورځ مو نیکمرغه. هیله ده روغ او جوړ یاست! زما د نه شتون یواځینی لامل دا وه,  چی دغه...
12/09/2024

پټمنې او پټمنو, آغلو ــ ښاغلو, شپه او ورځ مو نیکمرغه. هیله ده روغ او جوړ یاست!
زما د نه شتون یواځینی لامل دا وه, چی دغه هیواد ـــ روسیه کښی, چی زه د شپي او ورځې تیارې او روښنایی ګښی د ژوند څپو سره د لامبو هڅه کوم, له بده مرغه, د جګړی له امله په ټولنیزې خپرونې ــ فیسبوک باندې بندیز لګول شوې ده. د تاسو د بریا, سمسورتیا او ښه روغتیا په هیله

(  ۵  )سره له دې چی ژوند ښکلی ده٬ مګر بیا هم نه د ډېر غم ارزښت لري او نه د خوشحالتیا. یوازی په خپل وس او توان ورڅخه خوند...
18/02/2022

( ۵ )

سره له دې چی ژوند ښکلی ده٬ مګر بیا هم نه د ډېر غم ارزښت لري او نه د خوشحالتیا. یوازی په خپل وس او توان ورڅخه خوند واخلئ . د ژوند فلسفه ډیر جدي نه نیسم، ځکه چی په هیڅ وجه له هغې څخه ژوندی نه شم وتلی.

(  ۴  )دود او دستور د تاسو  دود او دستور دچاپیرال  پرمختګ لامل شو؛  که لا تر اوسه په تیارو کښی ژوند کوئ. ژوند نه٬ سا باس...
06/02/2022

( ۴ )

دود او دستور
د تاسو دود او دستور دچاپیرال پرمختګ لامل شو؛ که لا تر اوسه په تیارو کښی ژوند کوئ. ژوند نه٬ سا باسئ؟
هوښیار انسان ځان له نړۍ سره تطابق په هڅه وي٬ غیر معقول هڅه کوي نړۍ له ځان سره تطابق کړي.

(  ۳  )پیسه - شتمنیزه پوهيژم چی ښه سپک تاسو ته به ښکاره شم؛ مګر بیا هم خپل نظر تاسو عزیزانو ته وړاندی کوم. هیله ده د مطل...
23/01/2022

( ۳ )

پیسه - شتمنی
زه پوهيژم چی ښه سپک تاسو ته به ښکاره شم؛ مګر بیا هم خپل نظر تاسو عزیزانو ته وړاندی کوم. هیله ده د مطلب منطق او ژوروالی ته ځیر شئ او « شتمنی » ته ارزښت قایل شئ. هر هغه مهال چی د خپل پیسو په ارزښت پوه شئ٬ نو بیا پوهيژئ چی په کوم لاره او مقصد یی خرڅ او وکاروئ.
عزیزانو ! نه یوازی د د خوښۍ محفل او میلمستیا کښی٬ بلکه د غم په مراسمو کښی له نږدی دوستانو څخه پرته ٬ ډېری او یا هم عموم وګړي هغه آشنایانو ته بلنه ورکوي٬ کوم چی د ښه روزګار خاوند وي. او
د بیلګه په توکه:
ښاغلی وزیر - ریس - جنرال او خان صاحب څخه هیله کوم چی زمونږ د خوښی محفل کښی ګډون وکړي. ډېری بی وزلي خپلوانو ته بلنه نه ورکوو٬ ځکه د هغوی زاړه جامی زمونږ د محفل وړتیا نلري او نوي خیښ او خیښانو ته « په یوه پیسه شو »
بل دا چی مونږ مسلمانان مکه شریفی ته د خدای کور خطاب کوو؛ که تاسو لږ څه زیر شئ٬ ان خدای پاک خپل کور ته بی وزلي مسلمانانو ته بلڼه نه ورکوي ..... 😭

(  ۲  )د بیان آزادينړۍ کښی نشته داسی شتمن انسان؛ چی پرته د خپلواک ژوند او خپلواکه اظهار او افکار٬ شتمن وګڼل شي. ځکه چی خ...
09/01/2022

( ۲ )

د بیان آزادي
نړۍ کښی نشته داسی شتمن انسان؛ چی پرته د خپلواک ژوند او خپلواکه اظهار او افکار٬ شتمن وګڼل شي. ځکه چی خپلواکی او استقلالیت کښی هغه ارزښت ننغتی ده٬ کوم چی پرته له ملکیت څخه تاسو شتمن یاست.
ښکنځل یا په بله ژبه٬ غپیدل هغه ناکاره « خپلواکی » ده چی د انسان په انسانیت٬ انسان شکمن شي. په ځانګړی ټوګه هغه انسان چی د « پروفیسور » « استاد » په نوم پیژندل شوی وي. بل داچی که مقابل لوری شخصیت ته درناوی نه کوو؛ لږ تر لږه خپل شخصیت ته پام وساتو٬ که شخصیت لرو. ځکه چی که څوک چا ته ووایی ته خسکی - گوساله یی٬ کیدای شي چی مقابل لوري په ځواب ووایی: ته گوساله - خسکی یی او ستا پلار او نیکه ....
فیض الله جلال نوم شخص سره په نږدی ټوګه پیژندګلوی نلرم٬ مګر هغه مهال چی زه د کابل پوهنتون محصل وم٬ دغه شخص د متعصب په توګه پیژندل کیده٬ ان تر دي که زمونږ پښتانه محصلین په پښتو ژبه خبری اتری کول٬ نو دغه جلال نوم « استاد » به ویل: (مسلمانی گپ بزن ) هیله ده وروسته له دی چی دغه متعصب « استاد » زندان کښی مسلمان شي٬ یعنی تعصب څخه لاس واخلی بیا زندان څخه خلاص شي. تر څو هیچا ته ښکنځل ونکړي. په پای کښی غواړم زیاته کړم٬ چی نوموړی شخص د فیض الله جلال په نوم کیدای شی د « استاد » لیاقت ولري اما اهلیت نه.

(  ۱  )په ځان باور دا احساس نه دی چې تاسو تر بل هر چا غوره یاست. په ځان باور هغه احساس دی چې تاسو د بل چا سره د ځان پرتل...
01/01/2022

( ۱ )

په ځان باور دا احساس نه دی چې تاسو تر بل هر چا غوره یاست. په ځان باور هغه احساس دی چې تاسو د بل چا سره د ځان پرتله - مقایسه - برابری کولو لپاره هیڅ لامل او اړتیا نلرئ

(  ۸۲  )هیڅکله دا مه وایه چی ژوند می هسی تیر شو ٬ په ناخواړه او یوازیټوب کښی. ځکه چی دا شیبه هم په تیریدو ده.  اوسمهال چ...
19/12/2021

( ۸۲ )

هیڅکله دا مه وایه چی ژوند می هسی تیر شو ٬ په ناخواړه او یوازیټوب کښی. ځکه چی دا شیبه هم په تیریدو ده. اوسمهال چی د تاسو مخ ته د روښنایی کړکۍ خلاصه شوه؛ نو هڅه وکړو اوسمهال ته پام وساتو٬ تر څو خپل راتلونکی ویجاړ نه کړو

(  ۸۱  )زمونږ عمر په دعا تیره شوه - اغیار درمل - دوا جوړويخدایه دمونږ هیواد جوړ کړې!!!!!  خدای دمونږ  مزدور ده٬ که زر خر...
11/12/2021

( ۸۱ )

زمونږ عمر په دعا تیره شوه - اغیار درمل - دوا جوړوي
خدایه دمونږ هیواد جوړ کړې!!!!!
خدای دمونږ مزدور ده٬ که زر خرید غلام؟ چی د مونږ وطن جوړ کړي. مونږ په خپل لاس٬ خپل وطن ته اور واچوه . لږ څه ویښ شه خدای د اطفایه - اور وژنی ریس نه ده.
خدایه ماته ښځه راکړه !!!!!
که چیرته غواړې چی ښځه وکړي٬ یو چیرې ریبار واستوه که اهلیت او وړتیا ځان کښی وینې. خدای نه د ریباری کار او بار کوي او نه هم د ضرورت رشته دفتر یی خلاص کړئ.
خدایه زما رنځور ته شفا ورکړه!!!!
ډېري مهال ټولنیز رسنۍ کښی وګوری چی سپین ږیری نیکه یی چی سل کلن دی کرونا ناروغی سره سربیره٬ په سل رنځونه اخته ده بیا هم وګورې چی د دعا سوال کوي. سړی حیران پاتی شي.
عزیزانو خدای پریږدی په کرار چی خپل خدایی وکړي نه دا چی زمونږ مزدوری

(  ۸۰  )چوپتیا تل د ذهن شتون نه څرګندوي، مګر د حماقت نشتوالی په سمه توګه ثابتوي.
05/12/2021

( ۸۰ )

چوپتیا تل د ذهن شتون نه څرګندوي، مګر د حماقت نشتوالی په سمه توګه ثابتوي.

(  ۷۹  )د انسان خلقت  خیرانتیا لري٬ که ژوند عجیبه ده؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟په ماشومتوب کښې عمل کوو او فکر نه کوو، په ځوانۍ کښې عمل ...
25/11/2021

( ۷۹ )

د انسان خلقت خیرانتیا لري٬ که ژوند عجیبه ده؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
په ماشومتوب کښې عمل کوو او فکر نه کوو، په ځوانۍ کښې عمل کوو، بیا وروسته فکر کوو، په زړښت کښې فکر کوو، خو نور د عمل کولو توان نلرو.

(  ۷۸  )راتلونکی هغو وګړي پورې اړه لري٬ کوم چې د خپلو خوبونو او خیالونو په ښکلا  او رښتیا باور لري
19/11/2021

( ۷۸ )

راتلونکی هغو وګړي پورې اړه لري٬ کوم چې د خپلو خوبونو او خیالونو په ښکلا او رښتیا باور لري

(  ۷۷  )هیڅکله دا هڅه ونکړئ چې د پخلاینی ور خلاص پریژدې د هغو خلکو  په مخ کوم چی تاسو مایوسه شوي یاست د هغوئ  کړنی  څخه....
11/11/2021

( ۷۷ )

هیڅکله دا هڅه ونکړئ چې د پخلاینی ور خلاص پریژدې د هغو خلکو په مخ کوم چی تاسو مایوسه شوي یاست د هغوئ کړنی څخه. یوازې په چوپتیا خپله لاره بدل کړئ٬ پرته له دی چی هغوی سره د تور او سپین او حق او باطل په هکله بحث - خبرې اترې وکړئ.

Address

Sochi

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when فلسفه، ارواح پوهنه، منطق، اخلاق posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram