په کندهارکي دنرسانو او قابلګانو ټولنه Kandahar Nursese and Midwifery Concil

  • Home
  • Turkey
  • Muradiye
  • په کندهارکي دنرسانو او قابلګانو ټولنه Kandahar Nursese and Midwifery Concil

په کندهارکي دنرسانو او قابلګانو ټولنه Kandahar Nursese and Midwifery Concil په کندهار کي د نرسانو او قابلګانو رسا ږغ nursing

داسي ډاکتر صاحبان دي ژوندي وي.
13/07/2025

داسي ډاکتر صاحبان دي ژوندي وي.

تاسي ددي نسخسې په څیر د خپلي سیمي د ډاکترانو نسخي راسره شریکي کړئ !.چي کمپیوټري یا هم ددې نسخې په شان په لاس تر کمپیوټر ...
11/07/2025

تاسي ددي نسخسې په څیر د خپلي سیمي د ډاکترانو نسخي راسره شریکي کړئ !.
چي کمپیوټري یا هم ددې نسخې په شان په لاس تر کمپیوټر معیاري ښایسته لیکل سوي يی!.

د جنوب زون کوم محترم ډاکترصاحبان به داسي یو زړور او نیک ګام واخلي؟ایا څوک به پیداسي؟
10/07/2025

د جنوب زون کوم محترم ډاکترصاحبان به داسي یو زړور او نیک ګام واخلي؟
ایا څوک به پیداسي؟

د جنوب زون کوم محترم ډاکترصاحبان به داسي یو زړور او نیک ګام واخلي؟ایا څوک به پیداسي؟
10/07/2025

د جنوب زون کوم محترم ډاکترصاحبان به داسي یو زړور او نیک ګام واخلي؟
ایا څوک به پیداسي؟

د ننګرهار ولایت روغتیاپالو په یوه بې ساري ګام کې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته ناروغانو ته د شفري او نالوستل کېدونکو نسخو پر ځای کمپيوټري نسخې لیکي.

د ننګرهار ډاکترانو دا ګام وړاندې له هغې واخیست، چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت د شفري نسخو د مخنيوي لپاره نوې کمېټې کار نه دی پیل کړی.

ډاکتران وايي، له ډېرې مودې راهیسې ولسونو شکایت کاوه چې لیکل شوې نسخې شفري او نه لوستل کېدونکې دي، خو د غوښتنو وروسته په جدي ډول پرېکړه شوې، چې نسخې کمپيوټري شي.

دا دود د ننګرهار له ولسونو سربېره ټولو هېوادوالو ستایلی او غوښتنه یې کړې، چې په ټول هېواد کې دې روغتیاپال پرېکړه وکړي، چې له دې وروسته د کمپيوټري نسخو لیکل دود شي.

د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، چې د کمپیوټري نسخو دا نوښت نه یوازې د ناروغانو ستونزې کموي، بلکې د یوه معیاري روغتیايي سیستم پر لور د مهم بدلون نښه هم ګڼل کېږي.

د ننګرهار ولایت روغتیاپالو په یوه بې ساري ګام کې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته ناروغانو ته د شفري او نالوستل کېدونکو نسخو ...
10/07/2025

د ننګرهار ولایت روغتیاپالو په یوه بې ساري ګام کې پرېکړه کړې، چې له دې وروسته ناروغانو ته د شفري او نالوستل کېدونکو نسخو پر ځای کمپيوټري نسخې لیکي.

د ننګرهار ډاکترانو دا ګام وړاندې له هغې واخیست، چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت د شفري نسخو د مخنيوي لپاره نوې کمېټې کار نه دی پیل کړی.

ډاکتران وايي، له ډېرې مودې راهیسې ولسونو شکایت کاوه چې لیکل شوې نسخې شفري او نه لوستل کېدونکې دي، خو د غوښتنو وروسته په جدي ډول پرېکړه شوې، چې نسخې کمپيوټري شي.

دا دود د ننګرهار له ولسونو سربېره ټولو هېوادوالو ستایلی او غوښتنه یې کړې، چې په ټول هېواد کې دې روغتیاپال پرېکړه وکړي، چې له دې وروسته د کمپيوټري نسخو لیکل دود شي.

د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، چې د کمپیوټري نسخو دا نوښت نه یوازې د ناروغانو ستونزې کموي، بلکې د یوه معیاري روغتیايي سیستم پر لور د مهم بدلون نښه هم ګڼل کېږي.

د لیمو اوبو څښل په وچه خېټه – د ورځې لپاره یو روغ رمټ پیل!ایا ته پوهېږې چې د تازه لیمو اوبه له نيم‌ګرمې اوبو سره، له ناش...
05/05/2025

د لیمو اوبو څښل په وچه خېټه – د ورځې لپاره یو روغ رمټ پیل!

ایا ته پوهېږې چې د تازه لیمو اوبه له نيم‌ګرمې اوبو سره، له ناشتې مخکې څښل، د بدن لپاره ډېرې ګټې لري؟

د لیمو اوبو ګټې د سهار مهال: ۱. د بدن له زهرجنو موادو پاکول (سم‌زدایي)
۲. د هضم سیستم فعالول او د قبضیت (یبوست) مخنیوی
۳. د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کول د ويټامین «C» له امله
۴. د پوستکي ښه والی او د دانو (پېپښو) مخنیوی
۵. د اشتها او د بدن د سوځېدو کچه تنظيمول، چې وزن کموي
۶. د بدن اسیدي او القلي (pH) توازن ساتل

څنګه یې وکاروو؟
نیمه تازه لیمو په یوه ګیلاس نيم‌ګرمې اوبو کې وڅنډئ او هر سهار، له ناشتې مخکې یې وڅښئ.

یادونه:
هغه کسان چې د معدې ستونزې لري (لکه د معدې زخم یا د تېزابو زیاتوالی)، باید لومړی له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي.
C

روز   مبارکد   ورځ مو مبارک شه!HAPPY
05/05/2025

روز مبارک
د ورځ مو مبارک شه!

HAPPY

له روژه ماتي وروسته سګريټ څکول د ناپامه مړینې ګواښ زیاتوي!روژه د نورو برکتونو سربېره دا خوبي هم لري چې انسان په کې له یو...
11/03/2024

له روژه ماتي وروسته سګريټ څکول د ناپامه مړینې ګواښ زیاتوي!
روژه د نورو برکتونو سربېره دا خوبي هم لري چې انسان په کې له یوه داسې بد عادت څخه ځان ژغورلای شي چې دده لپاره د مړینې یا کوم بل ستر زیان لامل ګرځي.
په ترکیه کې د یوې تازه ترسره شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې له روژه ماتي وروسته د سګریټ څکولو څخه تر ټولو خطرناک کار بل نه لیدل کیږي.
د څیړنې له مخې چې د روژه ماتي پرمهال بدن ته د اوبو، ګلوکوز او اکسیجن سخته اړتیا وي، په داسې وخت کې د سګریټ یو څک سره د بدن رګونه خرابیږي او په وینه کې اکسیجن په سمه توګه نه جذبیږي.
په دې سره وینه ټینګیږي چې په رګونو کې یې د جمع کیدو ګواښ زیاتیږي، د زړه درزا ته زیان رسیږي او د وینې فشار او کولیسترول اندازه لوړیږي، دغه ټول لاملونه د زړه ناروغۍ څو چنده زیاتوي
په یاده څیړنه کې شامل یو پوه ډاکټر وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې له روژه ماتي وروسته سګریټ څکول نه دا چې زړه په ناروغۍ اخته کوي بلکې ددې سربېره یې بدن له بوږنونکي او سخت حالت سره مخ کیږي او لاس او پښې یې هم رپیږي.
څیړونکي وایي چې په روژه کې بدن ته زیان رسیدل له یوولس میاشتې بوزې څخه څو چنده زیات زیانمن دي، له اوږدې مودې وروسته (چې انسان ټوله ورځ روژه وي) سګریټ څکول د بدن دفاعي سیستم ګډوډوي چې د روغتیا لپاره هلاکونکی دی.
څیړنه زیاتوي؛ د سګریټ څکولو خطرونو ته په کتلو ددې پریښودل تر ټولو غوره لار ده، خو که بیا هم ددغه بد عادت څخه خلاصی نه لیدل کیږي نو له روژه ماتي نیم ساعت یا ۴۰ دقیقې وروسته دې وڅکل شي، دغه کار سره د همیشه سګریټ څکولو څخه ځان هم ژغورل کیدلای شي.
له نورو ملګرو سره يې هم شريک کړئ!
Ikramullah Adil

د مور شيدې نه يوازي ماشوم ته ډيرې ګټورې دي بلکه اولاد ته تی ورکول د میندو روغتیا ته هم ډيره ګټه رسوي.⬅️ ماشوم ته ګټې:- م...
09/03/2024

د مور شيدې نه يوازي ماشوم ته ډيرې ګټورې دي بلکه اولاد ته تی ورکول د میندو روغتیا ته هم ډيره ګټه رسوي.

⬅️ ماشوم ته ګټې:
- ماشومان له انتانونو او مېکروبي ناروغيو څخه ژغوري
- د اسهال او استفراق پيښې را کموي
- هر هغه وخت چې د ماشوم ضرورت شي د مور شيدې تازه د حرارت په هغه درجه اماده وي چې د ماشوم اړتيا وي
- خاص د ماشوم لپاره جوړي شوې دي
- کله چې ماشوم لوی شي د چاغۍ او د زړه ناروغيو خطر يې نسبتاً کم وي
- له مور سره يې اړيکي پياوړي کيږي

⬅️ مور ته ګټې:
- د تيو او تخمدان د سرطان خطر را کموي
- د هډوکو د کمزوري کېدلو خطر را کموي
- د زړه د ناروغيو خطر را کموي
- د چاغۍ خطر را کموي
C

09/03/2024

وېټامين اي د بدن دفاعي سيسټم قوي کوي، په کمه رڼا او تياره کې د سترګو له ديد سره مرسته کوي او د انسان د جلد په روغتيا کې مهم رول لري. متأسفانه هر کال تقريباً له دوه نېم څخه تر پنځه سوه زره ماشومان په نړۍ کې د وېټامين اي (A) د کمبود له امله ړانده کيږي.
وېټامين اي (A) په لاندې خوړو کې په کافي اندازه وجود لري:
- د مور شيدې
- د حيواناتو ځګر يا ينه
- شيدې، مستې، پنير او هګۍ
- ګازره، کدو، پالک، لوبيا، نارنج او آم
- کبان
نوټ: په ينه (ځګر) کې ډير زيات وېټامين اي (A) وجود لري او په هفته کې بايد له يو ځل څخه زياته و نه خوړل شي او هغه خويندې چې حامله وي هغه بايد ينه (ځګر) بلکل و نه خوري ځکه د ډيري زياتې ويټامين اي موجوديت د مور په ګېډه ماشوم ته زيان رسوي.

کاري خبــــــــــرتــــــیامولانا بلخي لیسه(دریمه څانګه)  یو تن خدماتي کارمند ته اړتیا لري.پر لاندي موبایل شمیره د نورو ...
09/03/2024

کاري خبــــــــــرتــــــیا

مولانا بلخي لیسه(دریمه څانګه) یو تن خدماتي کارمند ته اړتیا لري.
پر لاندي موبایل شمیره د نورو معلوماتو غوښتنه کوالای سئ
۱۴ ناحیه ‍، منزل باغ ،دحقاني جامع څنګ ته
0700057165

Address

Muradiye

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when په کندهارکي دنرسانو او قابلګانو ټولنه Kandahar Nursese and Midwifery Concil posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to په کندهارکي دنرسانو او قابلګانو ټولنه Kandahar Nursese and Midwifery Concil:

Share